د عبدالباری جهاني لیکنه
دوې ورځې مخکې د طالبانو حکومت په کابل کې، د نوریې په نوم، یوه ښکلې پېغله د ګویا ګرفتاري ویدیو خپره شوه. هغې د خپلې کونډې مور اودریو یتیمو ماشومو خوېندو لپاره د ډوډۍ پیدا کولو په منظور د نارینه زلمي په څېر ځان جوړ کړی او په یوه ریستورانت کې یې خواري غریبي کوله، څو د طالبانو د حجاب د قانون په اساس مجرمه نه سي اوبې وزلې کور یې له یوازینی ګټندوی څخه بې برخې نه سي. د طالبانو حکومت د دې پر ځای چي شرمېدلی وای، د دې معصومې نجلۍ غم یې خوړلی وای او خپلو ظالمانه پالیسیو ته یې توجه کړې وای له دې معصومې سره داسې تحقیقاتي مرکه کوله تا به ویل چې یو لوی جنایت کار یې نیولی دی. طالبانو له یوې خوا د حجاب د رعایت کولو په منظور له وطن څخه د ښخو لپاره زندان جوړ کړی دی خو له بلې خوا یې دا معصومه نجلۍ په ټلویزیون کي په ټولې نړۍ لیدله او بې حیا طالب به هر ګړی ورته ویل چې ماته مخامخ وګوره. که څه هم چې دې معصومې خو له وچه مجبوریته له ځان څخه هلک جوړ کړی وو خو زه د دې غیرت ته سلام ورلېږم او افتخار کوم چې د افغان غیور ملت ته منسوب یم او ځان په افغان پېژنم.
زما معصومې نوریې
نوریې که را نېژدې وای زما به لور وای زما به مږور وای
ستا پلو به ولې سپک وای د چړې مخ ته به خپور وای
ستا به پلار ستا به نیکه وای ستا پالنه به مې کړلای
ما به ستا ملالۍ وینې په غزلو کې ستایلای
ما به هر سهار مکتب ته له خوبونو پاڅولای
زما به ښکلې توتکۍ وای راته ګډه به په شور وای
ستا پلو به ولې سپک وای د چړې مخ ته به خپور وای
نوریې الله دې مل سه وطن ډک دی د لېوانو
ستا په څېر دي ډیرې ښکلې زنداني د ملایانو
یا سبا یا بله ورځ به په نکاح سې د شیخانو
کشکې دلته پیدا نه وای ستا قسمت لیکلی نور وای
ستا پلو به ولي سپک وای د چړي مخ ته به خپور وای
نوریې غیرت دي جار سم کشکې ته ښکلې زلمی وای
له مُلا به وای بېغمه له شیخانو به پردی وای
نګهبان به وای د خویندو د مور سر ته به ټیکرۍ وای
نو به ولې د ناکسو د حیا درته پېغور وای
ستا پلو به ولې سپک وای د چړي مخ ته به خپور وای
که دا مېنه د «الفت» وای که وای کور د «حبیبیانو»
که جونګړه د حیا وای یا قلا د ملالیانو
که ریشتیا مو وطن خپل وای حاکمان وای له خپلوانو
ستا به ولې مېنه توره ستا به ولې غم په کور وای
ستا پلو به ولې سپک وای د چړي مخ ته به خپور وای
نوریې دومره ډاډه یم دا حالات به نه پاتیږي
زه یې وینم په سینو کې د کسات وینې خوټکېږي
د ظالم عمر لنډی دی دا تیارې به رڼا کېږي
خو ملالي چي دا نن دې هم ټاټوبی پر خپل کور وای
ستا پلو به ولې سپک وای د چړي مخ ته به خپور وای
نوریې غیرت دي جار سم روح مې ستا سره اوسیږي
ستا زهیرې سترګې وینم زما تر زړه ویني څڅیږي
زه به مړ ته به ژوندۍ یې دا تاریک زندان ماتیږي
ژوند خو ستا څخه کړم لیرې چي پر خپل وطن مې ګور وای
ستا پلو به ولې سپک وای د چړي مخ ته به خپور وای
نوریې که خپل پاچا وای که مو خپل لښکر لرلای
خپل بلال خپل مو منبر وای خپل آذان مو اورېدلای
زما قلم به ستا له غمه ولې وینې ژړېدلای
یا خو کشکې شاعر نه وای یا په دوو سترګو شمکور وای
ستا پلو به ولې سپک وای د چړي مخ ته به خپور وای
د ۲۰۲۶ کاال د فبروري نهمه،ویرجینیا.





