بیا په سـرو وینو کې لامبې ای زما ښـکـلیه کابـله
د آســیا د زړه ګــلـزار کې د غـمجـن آواز بـلبـله
سرو لمبوکې تور لوګی شوی، پرګنو ته دی پردی شوی
غیب کاتب ته هک حیران یم چې ستا برخه یې لیکله
چې توربخت یې ستا نصیب کړ په تور رنګ په توره پاڼه
له تـقـدیر نه مې ګـیـله ده چې ســتا وَنډه یې تـلـله
هسې کونډې یتیمان دی، په نس وږی خوار بچیان دی
ربـړېدلي، زورېـدلي، ټـول بی وزلـه یـو تر بـله
نه همت په چا کې پاتې، نه غیرت د غیر نه بولی
د پردېـو مزدوري به دا خواران کوی تر کـلـه؟
د جنت سوداګران دی، یا د حورو شهوتیان دی
نه د خیراو شر توپیر کړی، نه آګاه له حق باطله
چا ته ستا خاوره رانجه دی، چا ته هسې بی ارزښته
پر پردو یې پیرودلی، دی بازار کې په څو ځله
د دی سولې سرمنزل ته رسیدل را ته ګران ښکاری
دا سـتم د تور زبیښاک دی، ښخه کړی یې منګوله
یو وطن، یوه یې وینه، یو یې خدای، یوه یې مینه
ځانځاني کې را ایسار دی، چې ځان دروند تلی پر تَـله
څه کـڼـو ته نصیحت کړی ای ناصحـه ســتانیزیـه
سپین او تور په کې ګډ شوی، حق، باطل برېښي پخپله





