سیاست و تاریخ
-
د ایران او سعودي پخلاینه او لنډ افغاني تحلیل یې!
د محمد آصف ننګ لیکنه ۱. دا دیپلماسی، که پخلاینه تر اوه کلن دیپلماتیک خپگان وروسته، دوه اصلي موخې لري…د “تنش او ټکر” په ځای د روابطو “عادي گرځول”، اما دا چې دا دوه “جمع اضداد” به څومره سره عادي او څومره ملگرې شي قطعاً پدې منجلابي وضعیت او پیچیده سیاستونو کې د باور وړ ندی! ۲. په لوی ستیج او اصلي رقابت کې دا د چین بریا پر امریکا بلل کیږي، هغه شکست خوړلې او بداعتماده امریکا چې خپل ملگرې او متحدین ورځ په ورځ له لاسه ورکوي… د ایران په تعبیر امریکا غوښتل “ویده فتنه”راوېښه کړي، ایران ورته…