🇺🇿
اوزبیکستان یوازې د افغانستان په لوري کې فعال نه دی: تاشکند له سیمهییزو شریکانو سره د پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا په حال کې دی
اوزبیکستان له سیمهییزو هېوادونو سره خپلې اقتصادي او پانګیزې اړیکې په پرلهپسې توګه پراخوي. له اذربایجان سره په چټکۍ د پراختیا په حال کې همکاري د دې بهیر یوه څرګنده بېلګه ده.
اذربایجان ـ اوزبیکستان: ستراتیژیکه ملګرتیا په ارقامو کې
🔹 په تېرو پنځو کلونو کې د دواړو هېوادونو د مشرانو په کچه ۱۵ متقابل سفرونه ترسره شوي دي.
🔹 ۷۹۵ میلیونه ډالر — په ۲۰۲۵ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم، چې د تېر کال په پرتله څه باندې درې برابره زیات شوی دی.
🔹 ۱۴۴ میلیونه ډالر — د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ تر مې میاشتې پورې د سوداګرۍ حجم، چې ۳۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
🔹 ۵۰۰ میلیونه ډالر — د اذربایجان ـ اوزبیکستان د پانګونې شرکت ټولیزه پانګه.
🔹 ۱.۴ میلیونه ټنه — په ۲۰۲۵ کال کې د ترانزیټي لېږدونو حجم، چې ۶.۷ سلنه زیاتوالی لري.
🔹 ۶۷۵ زره ټنه — د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ تر جون پورې د ترانزیټي لېږدونو حجم، چې ۱۲.۲ سلنه زیات شوی دی.
🔹 د صنعتي همکاریو په چوکاټ کې، د ۲۰۲۶ کال د جولای تر ۱۳مې پورې ۱۰۷۲۰ شیورولېټ موټرې او ۲۷۵ ایسوزو بسونه تولید شوي دي.
🔹 په اذربایجان کې د اوزبیکستاني پانګوالو په پانګه اچونه له ۱۳۰ څخه زیات سوداګریز بنسټونه ثبت شوي دي.
🔹 د ۲۰۲۵/۲۰۲۶ تحصیلي کال پر مهال ۶۷ اوزبیکستاني اتباع په اذربایجان کې زده کړې کولې، په داسې حال کې چې ۱۷۶ اذربایجاني اتباع په اوزبیکستان کې په زده کړو بوخت وو.
🔹 له اوزبیکستان څخه اذربایجان ته د سیلانیانو شمېر په ۲۰۲۴ کال کې له ۴۶ زرو څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۶۲ زرو ته لوړ شوی دی. د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ تر اګست پورې هم شاوخوا ۴۴ زره اوزبیکستاني اتباع له اذربایجان څخه لیدنه کړې ده.
د دې ترڅنګ، د سیاسي همکاریو پراختیا هم ځانګړی اهمیت لري. اذربایجان د مرکزي اسیا د هېوادونو د مشرانو په مشورتي غونډو کې د بشپړ ګډون حق ترلاسه کړی دی.
په دې توګه، پخوانی «C5» قالب عملاً د «C6» پر لوري د بدلون په حال کې دی؛ هغه بهیر چې د مرکزي اسیا او جنوبي قفقاز ترمنځ د مخ پر زیاتېدونکو اړیکو او متقابلې تړلتیا څرګندونه کوي.
د اوزبیکستان لپاره دغه بهیر ځانګړی اهمیت لري. دغه هېواد هڅه کوي چې په سیمه کې د یوه مهم ترانسپورتي ـ لوژستیکي او سوداګریز ـ اقتصادي مرکز په توګه خپل موقعیت پیاوړی کړي او په عین وخت کې له افغانستان، د مرکزي اسیا له هېوادونو، قفقاز او نورو لورو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
په همدې لړ کې، د چین ـ قرغیزستان ـ اوزبیکستان د اوسپنې پټلۍ پروژې له منځني دهلېز او TRIPP سره احتمالي نښلول کولای شي د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي او مرکزي اسیا د جنوبي قفقاز له لارې له نړیوالو بازارونو سره ونښلوي.
په دې توګه، د تاشکند اقتصادي ستراتیژي له یوه ځانګړي لوري څخه ډېره پراخه ده.
افغانستان لا هم د اوزبیکستان د سیمهییزې ستراتیژۍ یوه مهمه برخه ده؛ خو تاشکند په ورته وخت کې په فعاله توګه د پانګونې، ترانسپورټ او سوداګرۍ د اړیکو یوه پراخه شبکه جوړوي چې په هغې کې اذربایجان او جنوبي قفقاز ورځ تر بلې زیات اهمیت پیدا کوي.





