تحلیل ها
Trending

د افغانستان د هایدرو-سیاسي بند (تلک)څخه د وتلو لاره

لیکوال : انجینیر محمد عاصم مایار

(ډاکټر م. عاصم مایار — د افغانستان د اوبو او چاپېریال چارو متخصص، د سرحدي سیندونو، هایدرو-سیاسي موضوعاتو او د مرکزي او سویلي اسیا د اقلیمي-امنیتي بدلونونو په برخه کې تخصص لري.)

د افغانستان ګاونډي هېوادونه د سیندونو له غیرمنظم جریان پورې تړلي دي، نو د افغانستان هر ډول یواړخیزه د اوبو د زیربنا پراختیا د ګواښ په توګه درک کېږي، چې د سیمه‌ییز بې ثباتۍ خطر رامنځته کوي.

افغانستان د هغو لویو سیندیزو سیستمونو په سر کې موقعیت لري چې ایران، پاکستان، اوزبیکستان او ترکمنستان ته اوبه رسوي، او د مرکزي او سویلي اسیا د غرني اوبو مهمه سرچینه ګڼل کېږي.

خو د لسیزو جګړو له امله د هېواد پرمختګ درېدلی دی. افغانستان ونه شو کولای چې بندونه، کانالونه او عصري د اوبو لګولو شبکې جوړې کړي، او له همدې امله یې په تاریخي ډول د خپلو قانوني اوبو ډېره کمه برخه کارولې ده.

د ټیټ جریان هېوادونه بیا په همدې آزاد او غیرمنظم طبیعي جریان پورې تړلي پاتې شوي، او دا حالت یې د یوې دایمي اړتیا په توګه منلی دی.

نن دا تاریخي نابرابري په یوه “هایډرو-سیاسي تلک” بدله شوې چې افغانستان د دوو متضادو فشارونو ترمنځ راګیر کړی دی:

له یوې خوا د ټیټ جریان هېوادونو تکیه پر غیرمنظم اوبو جریان ده، چې د افغانستان هر ډول یواړخیزه د اوبو پروژه د ګواښ په توګه درک کوي.

له بلې خوا د افغانستان داخلي مالي او تخنیکي کمزوري ده، چې د کیفیت لرونکي زیربنا د جوړولو ظرفیت محدودوي او د اوبو د ضایع کېدو او چاپېریالي زیان خطر زیاتوي.

هیڅ اقدام نه کول هم امکان نه لري، ځکه چې دا میلیونونه افغانان له فقر او خوراکي ناامنۍ سره مخ کوي؛ خو یواړخیز اقدامات بیا سیمه‌ییزه شخړه رامنځته کولی شي.

───

یواړخیز حرکت او احتمالي غبرګون

د اقتصادي انزوا او اقلیمي فشارونو له زیاتېدو سره، د طالبانو اداره بیا هم خپلو پروژو ته دوام ورکوي.

د اوبو لګولو ستره پروژه — د کوشتېپه کانال — د امو سیند د اوبو تر ۱۵٪ پورې اړولو لپاره طرحه شوې ده، څو د افغانستان په شمال کې سلګونه زره هکتاره ځمکه خړوبه کړي.

خو د اوبو په سیاست کې د یو هېواد اوبه د بل هېواد د کموالي معنا لري.

اوزبیکستان او ترکمنستان د امو سیند په اوبو تکیه لري، او د جریان کمېدل د کرنې، پنبې تولید او د خوړو صنعت ته جدي ګواښ پېښوي.

په لوېدیځ کې له ایران سره هم د اوبو د شریکولو لانجې وخت په وخت ترینګلتیاوې رامنځته کړې دي.

پاکستان هم د کابل سیند پر سر د بندونو له جوړولو سره مخالفت کړی دی.

دا وضعیت د افغانستان د انزوا لویه ستونزه ښيي: ګاونډیان غواړي افغانستان کمزوری پاتې شي، او همدا انزوا هغه له پانګونې او تخنیکي مرستې محروموي.

افغانستان اوس له اوزبیکستان څخه غنم واردوي. د کوشتېپه پروژه ممکن دا تجارتي لړۍ هم اغېزمنه کړي.

───

د تلک ماتول (حل لاره)

د بحران د حل لپاره باید د “زما اوبه ـ ستا اوبه” د صفر جمعې له منطق څخه د ګډې ګټې پر بنسټ سیستم ته واوړو.

د طالبانو د نه رسمیت له امله کلاسیک تړونونه ستونزمن دي، نو پرمختګ باید د تخنیکي همکارۍ او اقتصادي انګیزو له لارې وشي.

۱. د اوبو د وېش پر ځای د ګټو وېش

• د انرژۍ په بدل کې اوبه:

افغانستان برېښنا ته جدي اړتیا لري. ګاونډیان کولی شي ارزانه برېښنا ورکړي، په بدل کې افغانستان د اوبو جریان د کرنیزو فصلونو په موسم کې تنظیم کړي.

• بهرنۍ پانګونه:

د مرکزي اسیا هېوادونه د ګډو برېښنايي پروژو لکه قمبراته-۱ په څېر ماډلونو څخه ګټه اخیستلای شي. دا ډول ماډلونه د افغانستان لپاره هم پلي کېدای شي.

• د “مجازی اوبو” تجارت:

د ټیټ اوبو مصرف لرونکو کرنیزو محصولاتو صادرات کولی شي د اوبو سپما او اقتصادي عاید دواړه زیات کړي.

───

۲. د پولې هاخوا د اوبو لګولو عصري کول

د ټیټ جریان هېوادونه باید په ګډه د کرنې عصري کولو ته پانګونه وکړي.

په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د قطره‌یي اوبو لګولو، تړلو کانالونو [پایپ لاینونو] او عصري سیستمونو په کارولو سره تر ۳۵٪ پورې د اوبو ضایع کېدل کمېدای شي.

───

۳. د ګډی معلوماتي فضا رامنځ ته کول

د سیاسي محدودیتونو له امله مستقیمه همکاري ستونزمنه ده، نو بې طرفه د څار سیسټمونه لکه د سیلابو د خبرداري نړیوالې شبکې او د خوړو امنیت څارنې سیستمونه کولی شي ګډ معلومات برابر کړي.

───

په پای کې، افغانستان باید د لوږې او بې ثباتۍ په حالت کې د نورو د وضعیت د ساتلو لپاره بند پاتې نه شي.

خو یواړخیز او غیرمنظم پرمختګ هم سیمه له خطر سره مخ کوي.

یوازینی دوامداره حل دا دی چې سیندونه د ملي مالکیت پر ځای د ګډو اکوسیستمونو په توګه وکتل شي، او د ګډ مدیریت پر بنسټ اداره شي.

افغانستان ته رغنده ملاتړ اړین دی، نه انزوا — څو د خلکو د اوبو او خوراکي امنیت هڅې د سیمه‌ییزې شخړې سبب نه شي.

لمر

د لمر مجلې په اړه لنډ مالومات دلته.
Back to top button