ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان د ډلهییز امنیت په برخه کې د همکارۍ«مکې تړون» لاسلیک کړ
لیکنه: «زما روایت»
ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان د دفاعي همکاریو د پراختیا په موخه درې اړخیز تړون لاسلیک کړ چې د «مکې تړون» په نوم یاد شوی دی.
په دې سند کې د دفاعي صنعت په برخه کې د همکارۍ پراختیا، د تجربو شریکول، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د هڅو همغږي او د سیمهییز امنیتي میکانیزمونو پیاوړتیا شامله ده.
د تړون له مهمو عناصرو څخه یو د ډلهییز امنیت اصل بلل شوی : یعنې پر یوه غړي هېواد وسلهوال برید د ټولو درېیو هېوادونو د امنیت پر وړاندې ګواښ ګڼل کېدای شي.
له لاسلیک وروسته لورو ټینګار وکړ چې دا تړون دفاعي بڼه لري، د کوم ځانګړي هېواد پر ضد نه دی او د هغو نورو هېوادونو د ګډون لپاره هم پرانیستی دی چې د سولې او ثبات د پیاوړتیا لېوالتیا لري.
دا سند د اګست په ۷مه په ریاض کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان، د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان او د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف ترمنځ د کتنې پر مهال لاسلیک شو.
درې واړو مشرانو د سیمهییز امنیت، سمندري ګواښونو او د ایران د وضعیت په اړه هم خبرې وکړې.
د «زما روایت» د کارپوهانو تحلیلي نظر
سره له دې چې درې واړو هېوادونو ویلي چې «د مکې تړون» یوازې دفاعي بڼه لري او د کوم هېواد پر ضد نه دی، خو ستراتیژیک اهمیت یې له عادي پوځي همکاریو ډېر پراخ دی.
دا چوکاټ په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې د سیمهییز امنیت په نظام کې ژور بدلونونه روان دي او څو مهمې شخړې او سیالۍ یو له بل سره تړلې دي: د ایران شاوخوا ترینګلتیا، د غزې له جګړې وروسته د یو شمېر اسلامي هېوادونو او اسرائیلو خرابېدونکې اړیکې، د هند او پاکستان سیالي، د افغانستان اوضاع او د امریکا، چین او نورو نړیوالو قدرتونو ترمنځ سیالي.
د اسرائیلو عامل
د تړون د درېیو غړو هېوادونو اړیکې له اسرائیلو سره په وروستیو کلونو کې سختې ترینګلې شوې دي، په ځانګړي ډول د غزې له پېښو وروسته.
ترکیه:
انقره د اسرائیلو د غزې د عملیاتو تر ټولو سخته نیوکه کوونکې ده. ترکیې د اسرائیلو پر ضد سخت دریځ نیولی، د اقتصادي اړیکو یوه برخه یې محدوده کړې او د فلسطین موضوع د خپلې سیمهییزې پالیسۍ له مهمو برخو څخه ګڼي. له دې سره سره، ترکیه له لوېدیځ سره پېچلې ډیپلوماتیکې او ستراتیژیکې اړیکې لري، چې د ناټو غړیتوب هم پکې شامل دی.
سعودي عربستان:
له غزې جګړې مخکې ریاض له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو پر لور روان و، خو دا بهیر د فلسطین د دولت د جوړېدو په ګډون له ځینو شرطونو سره تړلی و. د غزې جګړې دغه پروسه ډېره پېچلې کړه او په عربي او اسلامي نړۍ کې یې پر سعودي فشار زیات کړ.
ریاض هڅه کوي چې د اسلامي نړۍ د مشر رول وساتي او په عین وخت کې له امریکا، چین، ایران او سیمهییزو شریکانو سره خپل توازن حفظ کړي.
پاکستان:
اسلامآباد له اسرائیلو سره رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري او په نړیوالو موضوعاتو کې عموماً د فلسطین د مسئلې ملاتړ کوي. د فلسطین ملاتړ د پاکستان د بهرني سیاست او کورني سیاسي اجماع یوه مهمه برخه ده.
د ایران عامل
له تهران سره د درېیو ګډونوالو اړیکې پېچلې او متضادې دي.
سعودي عربستان:
ایران د سعودي لپاره هم د ډیپلوماټیک تعامل شریک دی او هم اصلي سیمهییز سیال. که څه هم د چین په منځګړیتوب دواړو هېوادونو اړیکې بېرته عادي کړې، خو لا هم د فارس خلیج امنیت، د ایران د توغندیو پروګرام او سیمهییز نفوذ د اختلاف مهمې موضوعګانې دي.
ترکیه:
انقره له ایران سره اقتصادي او ډیپلوماتیکې اړیکې لري، خو په سوریه، عراق، قفقاز او مرکزي آسیا کې د نفوذ پر سر ورسره سیالي هم کوي. ترکیه هڅه کوي چې خپل مستقل سیمهییز رول وساتي او له تهران سره مستقیم ټکر ونه کړي.
پاکستان:
ایران د پاکستان مهم ګاونډی دی، خو اسلامآباد اړ دی چې د سعودي عربستان، چین او امریکا ګټې هم په پام کې ونیسي.
د پاکستان امنیتي ننګونې
د پاکستان اصلي امنیتي ننګونې یوازې لوېدیځ لوري ته نه دي. دغه هېواد له دوو ګاونډیانو سره دوامدار ستراتیژیک ترینګلتیا لري:
له هند سره د کشمیر لانجه، پوځي سیالي او د دوو اټومي قدرتونو ترمنځ احتمالي کړکېچونه دوام لري.
له افغانستان سره اړیکې هم د امنیتي مسایلو، سرحدي ستونزو او د وسلهوالو ډلو د ملاتړ د متقابلو تورونو له امله ترینګلې دي.
په بلوچستان کې هم پاکستان له جدي امنیتي ننګونو سره مخ دی.
د چین او امریکا رول
«د مکې تړون» ته باید د یوه ساده «ضد بلاک» په توګه ونه کتل شي. هر غړی هېواد خپلې ځانګړې ګټې لري او له بېلابېلو ګواښونو سره مخ دی.
چین د منځني ختیځ په سیاست کې خپل نفوذ زیات کړی، د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د اړیکو په بیا رغولو کې یې منځګړیتوب کړی او له پاکستان سره مهم ستراتیژیک شریک دی.
له بلې خوا، امریکا لا هم د ترکیې او سعودي عربستان په امنیتي چارو کې مهم نفوذ لري.
پایله
«د مکې تړون» ته تر ډېره بريده د زیاتېدونکې بېثباتۍ په شرایطو کې د امنیتي همغږۍ لپاره یو نوی چوکاټ جوړ کړي.
خو د دې تړون حقیقي ارزښت به په دې پورې تړلی وي چې آیا ترکیه، سعودي عربستان او پاکستان کولای شي خپل سیمهییز اختلافات کم کړي او دا “سیاسي اعلامیه” په یوه اغېزمن امنیتي میکانیزم بدله کړي که نه.





