قدرمنو هیوادوالو، خویندو او ورونو، السلام علیکم ورحمة الله و برکاته،
تاسې ټولو ته – که په هیواد کې دننه یا د نړۍ هر ګوټ کې یاست، د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وایم.
عید سعید اضحی به فرد فرد شما در هر کجایی که هستید، مبارک باد.
قربان هییت بیرمینگیز مبارک.
خپل درناوی دغه راز قدرمنو حاجي صاحبانو ته چې د حج مقدسې فریضې ادا کولو له پاره په بیت الله شریف کې راټول شوي، هم وړاندې کوم او د افغانستان د ملت او د نړۍ د ټولو مسلمانانو د سوکالۍ لپاره د دعا هیله ترې کوم.
امروز گرد آمدن مسلمانان در بیتالله شریف، گواه روشن این حقیقت است که عقیدهٔ ما در انحصار هیچ فرد و گروهی قرار ندارد. این باور مقدس، میراثی است که در طول قرنها از دل اندیشه و شعور جمعی به ما رسیده است. از همینرو، هر مسلمان در روز قیامت در بارگاه الله جلشانه، خود پاسخگوی اعمال خویش خواهد بود.
عقیدهٔ پاک و مشترک ما هیچگاه مایهٔ تفرقه در میان ملت ما نبوده است؛ بلکه همواره ارزش والایی بوده که دلهای مردم ما را به هم نزدیک ساخته و پیوند برادری را استوار نگه داشته است. آنچه سبب اختلاف گردیده، اقشاری اند که عقیده را انحصاری و سیاسی ساخته اند.
ګرانو خویندو او ورونو،
نژدې شپږ میاشتې مخکې مې تاسې سره په خبرو کې وویل چې ملت د ژوند او بربادۍ ترمنځ په دوه لارې ولاړ او له یوه سخت، خو ضروري انتخاب سره مخ دی. له هغه راهیسې مې تاسو سره د خبرو مخه نیول شوې او غږ مې غلی شوی و. په دې موده کې مې سره له دې چې آواز نه در رسېده، زړه مې یوه شېبه له تاسې لرې او بېخبره شوی نه دی. نن د رحمت په دې ورځ بېرته تاسو ته در ګرځم او هغه نیمګړی بحث له هماغه ځایه پيلوم، ځکه په دې دومره میاشتو کې نه یوازې انتخابونه پر خپل ځای پاتي دي، بلکې وضعیت لا ډېر بېړنی شوی او دوه لارې د ګړنګ تر غاړې رسېدلې ده.
موږ د اختر خوشحالي په داسې حال کې نمانځو چې په زړه کې مو د هغو هیوادوالو داغ لا تازه دی چې په کابل، پکتیکا، خوست، ننګرهار، کندهار، کونړ او نورو ولایتونو کې د بمباریو له امله شهیدان او ټپیان شوي دي. ټولو غمجنو کورنیو ته تسلیت وایم. دغه راز پاکستان ته وریادوم چې افغانستان ته دې د مشرق د علامه شاعر، اقبال له سترګو وګوري، په ارزښت او وقار دې یې ځان وپوهوي او درک دې کړي چې آسیا د خپل زړه له ثبات پرته ثبات ته نه شي رسېدلی. دا تصور دې هم له سره و ایستل شي چې استعماري کرښې زموږ دردونه جدا کړي دي. په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې زموږ خویندې او ورونه ورته درد زغمي چې هغه هم زموږ خپل درد دی.
هموطنان گرامی،
امسال عید قربان در حالی فرا میرسد که تحول بیسابقهای در منطقه رخ داده است و دامنه جنگ تا همسایه ما ایران و کشورهای خلیج گسترش یافته است. در این کشورها، بهشمول مهاجرین افغان، میلیونها انسان آسیب دیده، بیجا شده و با نگرانیهای عمیق درباره سرنوشت خویش به سر می برند. در چنین وضعیتی که سراسر منطقه در حال تحول است، بی تفاوت ماندن به معنای آنست که دیگران به جای شما تصمیم بگیرند. نیاز به همکاری منطقوی در این شرایط به مراتب بیشتر از پیش شده است که کلید اصلی آن در کشور عزیر ما قرار دارد. بناءً یک سیاست اقتصاد محور از اولویت های اصلی ماست که دستیابی به آن انسجام تمام ظرفیت های ملی افغانها را می طلبد.
جهان نزدیک به پنج سال در انتظار ماند تا ببیند در افغانستان چی تغییری بهمیان میآید، اما این انتظار آمیخته با ناامیدی در حال پایان یافتن است. کشور ما بهگونه بیسابقهای منزوی شده و تقریباً همه طرفها، دیگر به افغانستان نه بهعنوان یک همسایه، بلکه به چشم یک تهدید امنیتی می بینند. حتی آنهایی که حاضر بودند به گروه حاکم فرصت بدهند، اکنون آشکارا میگویند که از خاک افغانستان با خطر تروریزم روبه رو اند.
این همان پیآمد بحران مشروعیت است که من از سالها دربارهٔ آن هشدار دادهام. مشروعیت با زورِ تحمیل و ادعا، بهدست نمیآید؛ مشروعیت را ملت به کسی میدهد که آزادانه و با ارادهٔ خود انتخابش کرده باشند. گروه حاکم چشمان خود را بر آن تحول عمیقی بسته است که در ذهن و روان مردم افغانستان شکل گرفته است. کسانی که از نبض ملت خود آگاه نباشند، هرگز نمیتوانند نماینده واقعی ملت باشند.
د روان وضعیت د پېټي زور له بده مرغه ولس زغمي. نن بې شمېره کورنۍ حیرانې دي چې په یوه مړۍ ډوډۍ لومړی د کوم بچي خېټه مړه کړي. چاپېریال مو د اقلیمي بدلون له ژورو منفي پایلو سره مخ دی. فصلونه مو په وچکالۍ سوځېږي او د کور سرپناه مو سیلابونه ویجاړوي. یو ځل بیا وایم چې زموږ لوږه ازلي نه ده. دا د انتخابونو پایله ده او که سم انتخابونه وشي، هیواد مو د الله جل شانه په فضل دومره امکانات لري چې د نسلونو لوږه او بیوزلې پرې ختمه شي. د قربانۍ په دې ورځ باید پوه شوو چې قرباني یوازې وینې تویول نه دي. د الله جل شانه دربار ته د مسلمان نیت او اخلاص رسېږي. دا هغه ورځ ده چې مسلمانان د یو بل لاسنیوی کوي؛ پر بیتالمال مسلط باید وپوهېږي چې دغه پانګه یوازې د بېوزلو، کونډو، یتیمانو او افغان ملت حق دی، نه د واکمنو شخصي مال.
قدرمنو خویندو،
زه ستاسې درد او وېره درک کوم او په دې پوهېږم چې وېره مو د سبا، بل سبا، بلې میاشتې او بل کال ده چې ښوونځی، کار او په ټولنه کې به ګډون ولرئ که نه. له نجونو زدهکړې پاتې کېدل او د ځوانانو نامعلوم برخلیک فرعي مسایل نه دي. دا اصلي مسئله ده. هېڅ ملت په یوه پښه مزل نه شي کولای. ما تل ویلي چې یوه باسواده نجلۍ پنځه نسلونه بدلولی شي. زموږ پېغلو او ځوانانو ته باید د پېټي په سترګه ونه کتل شي. دا زموږ د هیواد راتلونکی دی او د ۲۰۴۷ کال د افغانستان بنسټ به د دوی په ځواکمنو اوږو ایښی وي.
هموطنان عزیز
سخن گفتن از منافع ملی بدون آنکه ملت در محور آن باشد و بدون وحدت ملی، ناممکن است. منافع ملی باید بر بنیاد یک ارادهٔ ملی تعریف شود و همواره در خدمت وحدت ملت قرار داشته باشد. ما باید با خود صادق باشیم و ببینیم چه چیزی در برابر آن مانع ایجاد کرده است. منافع یک شبکه یا سودِ یک حلقهٔ بسته، در تناقض مستقیم با منافع ملت قرار دارد. این تناقض باید از بین برود، نه اینکه مدیریت شود؛ منافع هر شبکهای باید در چارچوب منافع ملی تعریف گردد و هیچگاه فراتر از آن قرار نگیرد. اولویت همیشه با ملت است، نه با شبکهها و حلقههای خاص.
زمان صحبت در مورد انتخاب دیگر گذشته است، حالا وقت انتخاب است و ملت باید راه آینده اش را برگزیند. من سوالاتی را با شما شریک میسازم که امروز تقریباً در هر خانواده افغان مطرح است: در نزدیک به پنج سال گذشته چه چیزی به دست آوردیم؟ چی قیمتی برای آن پرداختیم؟ و اگر این وضعیت پنج سال دیگر هم دوام کند، پیامد آن چه خواهد بود؟
عید امسال میتواند فرصت خوبی برای آغاز یک گفتمان ملی در این مورد باشد. در هر خانه، هر نشست، و هر محفل میتوان با ذهن آرام یک بحث واقعی ملی را آغاز کرد. از هموطنان مقیم کشورهای دیگر نیز دعوت میکنم که این بحث به شما نیز تعلق دارد. در این گفتمان ملی سهم بگیرید، از آن حمایت کنید و پشت تصمیم ملت خود بایستید. البته آنچه که هرگز نباید فراموش شود اینست که: هیچ هدفی و هیچ نارضایتی نمیتواند بازگشودن درِ کشتار افغان به دست افغان را توجیه کند. آن در باید بسته بماند.
اجماع د یوه کس یا ډلې له لورې نه راځي. اجماع د هغه ملت د ملي ارادې پایله ده چې له یوه مشروع نظام، سولې او باعزته ژوند پرته ډېر څه نه غواړي. زه د تل په څېر، د ځان لپاره هېڅ نه غواړم، خو چمتو یم چې د لازمي اجماع د راتګ، او د مرګ پر ځای د ژوند؛ د فقر پر ځای د شتمنۍ؛ او د دښمنۍ پر ځای د سولې او سوکالۍ د لارې د انتخاب په برخه کې، خپله ونډه ادا کړم.
تل دې وي افغانستان
زنده باد افغانستان
یشه سین افغانستان





