لیکوال: نور وهاب څپاند (د سیاسی مسایلو او نړیوالو اړیکو شنونکی)
د افغانستان د بدخشان ولایت په شمال ختیځ کې پروت واخان دهلېز، د خپل ځانګړي جغرافیایي موقعیت له امله، د هېواد د ملي حاکمیت، سیمهییز امنیت او اقتصادي همکاریو لپاره ځانګړی اهمیت لري.
دا سیمه افغانستان له چین سره نښلوي او د منځنۍ، جنوبي او ختیځې آسیا ترمنځ د اړیکو د پراختیا بالقوه فرصت برابروي.
ستراتیژیک فرصتونه او محدودیتونه
د واخان له لارې د سړک جوړول د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو او سوداګرۍ د پراختیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کېدای شي. خو د سړک جوړېدل په خپله د سوداګریز دهلېز د فعالېدو معنا نه لري. د چین د پولې پرانیستل، د ګمرکي او ترانسپورتي آسانتیاوو برابرول، د دواړو هېوادونو هوکړه او دوامدار امنیت هغه شرایط دي چې د دې پروژې عملي ارزښت ټاکي.
د واخان سخت غرنی چاپېریال، اوږد او سوړ ژمي او لوړ لګښتونه هم د دې لارې د پراخې سوداګریزې استفادې پر وړاندې خنډونه دي. له همدې امله، باید د دې دهلېز په اړه له مبالغې ډډه وشي، خو د سیمهییز اتصال او د ځايي خلکو د ژوند د ښه کېدو احتمالي ګټې یې هم له پامه ونه غورځول شي.
امنیت او ملي حاکمیت
د واخان امنیت یوازې د سرحدونو ساتنه نه ده، بلکې د افغانستان د خاورې بشپړتیا، د ناقانونه فعالیتونو مخنیوی، د سیمهییز ثبات تأمین او د خلکو د حقونو خوندیتوب هم پکې شامل دي.
افغانستان باید له ګاونډیو هېوادونو سره د امنیتي همکاریو لپاره روښانه اصول ولري. د هېڅ هېواد امنیتي اندېښنې باید د افغانستان پر ملي حاکمیت او خپلواکو پرېکړو د محدودیت لپاره د توجیه په توګه ونه کارول شي. په ورته وخت کې، د احتمالي ګواښونو په اړه باید د آوازو او ادعاوو پر ځای پر کره شواهدو او مسوولانه ارزونه تکیه وشي.
د واخان په اړه هره ستراتیژیکه پرېکړه باید د افغانستان د ملي ګټو، د قوانینو د رعایت او د بهرنیو تړونونو د شفافیت پر بنسټ وي. افغانستان همدارنګه باید خپلې سوداګریزې لارې متنوع کړي، څو پر یوې لارې له بشپړې اتکا څخه ډډه وکړي او له چین، منځنۍ آسیا، ایران، پاکستان او نورو شریکانو سره متوازنې اړیکې وساتي.
د واخان د خلکو او چاپېریال حقونه
د واخان د پرمختګ اصلي معیار باید یوازې د سړکونو جوړول او د سوداګرۍ زیاتوالی نه وي، بلکې د سیمې د اوسېدونکو د ژوند ښه کېدل هم باید تضمین شي.
روغتیايي خدمات، زدهکړې، پاکې اوبه، انرژي، مخابرات او د کار فرصتونه د دې سیمې د دوامدار پرمختګ اساسي اړتیاوې دي.
همدارنګه، د واخان طبیعي چاپېریال، د اوبو سرچینې، څړځایونه او د وحشي ژوو د ژوند سیمې باید خوندي وساتل شي. هره لویه پروژه باید د چاپېریالي او ټولنیزو اغېزو له ارزونې وروسته عملي شي، او د سیمې اوسېدونکي باید د هغو پرېکړو په بهیر کې ونډه ولري چې د دوی پر ژوند، ځمکو او معیشت اغېز کوي.

د افغانستان لپاره عملي تګلاره
افغانستان اړتیا لري چې د واخان لپاره یوه اوږدمهاله ملي تګلاره جوړه کړي چې امنیت، اقتصاد، سیمهییزې اړیکې، د خلکو حقونه او د چاپېریال ساتنه په ګډه په پام کې ونیسي. له چین سره باید د پولې د پرانیستلو، سوداګرۍ، ترانسپورټ، امنیت او لګښتونو په اړه روښانه مذاکرات وشي. له بهرنیو هېوادونو او شرکتونو سره تړونونه باید شفاف وي او د افغانستان د ملي ګټو د خوندیتوب ضمانتونه ولري.
همدارنګه، د واخان په اړه د ملي تفاهم پیاوړتیا، د خلکو ګډون او د سیمهییزې سیالۍ پر ځای د اقتصادي همکاریو هڅول اړین دي. دا سیمه باید د لویو قدرتونو د سیالۍ او نیابتي شخړو پر ډګر بدله نه شي.
پایله
واخان دهلېز د افغانستان لپاره امنیتي حساسیتونه، اقتصادي فرصتونه او ستراتیژیک ارزښت لري. خو له دې جغرافیایي موقعیت څخه ګټه اخیستل یوازې هغه وخت ممکن دي چې ملي حاکمیت، متوازنه بهرنۍ پالیسي، شفاف تړونونه، دوامدار امنیت او د خلکو حقونه خوندي وي.
افغانستان باید واخان د ملي یووالي، سیمهییز اتصال او اقتصادي پرمختګ د فرصت په توګه وکاروي، نه د بهرنیو سیالیو د ډګر په توګه. د دې سیمې د راتلونکي په اړه هره پرېکړه باید د افغانستان د ملي ګټو، د اوسېدونکو د اړتیاوو او د راتلونکو نسلونو د حقونو پر بنسټ وشي.
( یادونه: د دې لیکنې لنډیز او ژباړه د لیکوال په اجازه د خپلواکو کارپوهانو کلوب «زما روایت» له خوا چمتو شوې ده.)





