د ایران او سعودي پخلاینه او لنډ افغاني تحلیل یې!
د محمد آصف ننګ لیکنه
۱. دا دیپلماسی، که پخلاینه تر اوه کلن دیپلماتیک خپگان وروسته، دوه اصلي موخې لري…د “تنش او ټکر” په ځای د روابطو “عادي گرځول”، اما دا چې دا دوه “جمع اضداد” به څومره سره عادي او څومره ملگرې شي قطعاً پدې منجلابي وضعیت او پیچیده سیاستونو کې د باور وړ ندی!
۲. په لوی ستیج او اصلي رقابت کې دا د چین بریا پر امریکا بلل کیږي، هغه شکست خوړلې او بداعتماده امریکا چې خپل ملگرې او متحدین ورځ په ورځ له لاسه ورکوي… د ایران په تعبیر امریکا غوښتل “ویده فتنه”راوېښه کړي، ایران ورته د “زن، زندگی، آزادی” د خوځښت او اعتراضي حرکتونو د ملاتړ په ځواب کې د امریکا د متحدانو د عربي حوزې یو اصلي او حسابي غړی د “رقیب” له درجې د “رفیق” درجې ته راوست او بغاوت یی هم یعنی خنثی کړ..!
۳. مگر په یاد باید ولرو چې د ریاض او تهران خپگان او رقابت څو بُعدي دی، سلسله یې د سني-شیعه تفاوت نه نیولې، د روسیه-امریکا په بلاکونو تر تقسیم ور هاخوا، د یمن، سوریه، عراق، لیبیا، لبنان، کویت تر جگړو او د متحده عرب اماراتو تر جنجالي جزیرو لاهم ژور دی…آن د امریکا-اسرائیل او عربي خلیج تر نفتي رقابتونو هم رسیژي، نو دم مهال دا ژورتابه “عمق” په آسان او ساده تحلیلونو نه خلاصیژي، ، که څه هم کافی گنجایش او امیدواري شته.
۴. ایران د داخلي کشمکش تر څنگ د اوکراین په جنگ کې د روسیې تر څنگ دومره کلک ودرید چې په نړیوال ستیج کې لازیات څنگ ته شو، ایران فکر کاوه چې روسیه به دا میدان ډیر ژر فتحه کړي او تهران به د خپلې زرنگۍ پاداش او د “تقیه” حسنات ژر تر لاسه کړي، مگر داسې ونشول ځکه نو غواړي خپل د جنجالونو (داخلي او منطقوي) اوږده سلسله رالنډه او د (نړېوالې) انزوا حلقه راکمه کړي.
۵. سعودی عربستان هم خپله فایده محاسبه کړې، ځوان شاهزاده محمد نه غواړي د خپلو اسلافو سیاست تعقیب کړي او د لویو قدرتونو د رقابت مجاني شریک پاته شي. د جوباید د ساده تشریفاتو له مخې ویلی شو چې شاهزاده نه یواځې د قاشاقچي په قضیه کې چې بار بار یې ورته تازه کوي او جزیه ترې اخلي، بلکې په لویو او ستراتیژیکو مسایلو کې پر امریکا بې باوره ده… سره لدې چې سعودي له اسرائیلو سره دیپلماتیکه “ناممکن او مستحیل” اقدام تر سره کړ، اما امریکا قطعاً د ملگرتیا لار نه وړي… د عربي منازعاتو په له منځه وړلو کې یې د عربانو غم نه دا چې کم نه کړ بلکې ورځ په ورځ یې ورته زیاتوي… د یمن، سوریه، عراق او لیبیا بحران لا پسې پیچیده، لاینحل او پراخیژي… عربي هیوادونه قطعاً دې نتیجې ته رسیدلې چې خپل جنجالونه باید پخپل عقل او خپل تدبیر ختم کړي، دوی پوه شوي، په خاصه توګه د قطر د نړیوال جام تر انجام وروسته چې د بریا لپاره تر رقابت رفاقت ډیر ارزښت لري…هلته په لوبو کې دسعودي استازي په لاس کې د قطر بیرغ او د قطري هغه په لاس کې د سعودي بیرغ او د المغرب (مراکش) په بریا د ټولو عربي هېوادونو جشن یې جوته علامه وه…
نتیجه:
نړۍ به رو رو په سیمه ییزه ستراتیژیو، نژادي قرابت او اقتصادي گټو ورټولیژي، آسیا په یوې متحده آسیا او عربي نړۍ په واحدې جزیرې تبدیلیژي…هیوادونه نور د غفلت او ناسنجیده گۍ له خوب راپاڅیژي، نور نو هر هیواد خپل دوست او سیال پیژني…سیاسي قدرت هم له وراثت او انحصار وځي… ځوان نسل، ځوان تفکر او ځوان ماغزه د لوبو او رول ډگر ته لار مومي، تقلید پرستان او مجبوره مطیعیان د سیاست او هم د لوبو د دوام شیمه نلري دا نقشونه بدلیدونکي دي…
منم چې نوی نسل ته غرب تکنولوژۍ په لاس ورکړی، یوه دوره به دا تکنولوژۍ د“انحراف، غفلت او منکراتو” وسیله وه مگر اوس دا وسیله د بیدارۍ، عقلانیت، منفعت او اصلي رازونو او رمزونو د پیژندگلوي لپاره کارول کیژي…ممکن د ایران د نوی نسل پاڅون د ایران په سیاست کې د بدلون یو عامل وی…!؟ نو هغوی چې خپله سودا، خپل فکر او خپله معامله د ملت له ارادې او رضایت پرته پرې خرڅوي او د ملتونو په غیاب کې پرې دساتیر چلوي باید پوه وي چې نړۍ نور هغه بازار نده چې ملتونه به یې د استعماري عصر په څېر په ړانده اطاعت ورسره چلیژي… نور نه عربي نړۍ ته، نه ایران او نه هم د امریکا نوي نسل ته او نه هم د دنیا هیڅ موجوده “نويو معاصرو دولتونو” ته پر پخوانیو “تقلیدي سیاستونو” او تفرقه اچوونکو فتنو تگ ممکن دی…
له اسرائیلو سره د خلیجي هېوادونو د دیپلوماسۍ آغاز او له ایران سره د سعودي بازگشایي ښئ چې نړۍ به خامخا نوي نظم (د سیمه ییزه اتصال پر محور) اخلي…خو خدای دې وکړي چې دا نظم د ځمکې د شیطانانو “شیاطین الانس” په خواهش د تضاد، یرغل، رقابت او ټکر نه بلکې د خوندیتوت، احترام، رفاقت، دمنافعو دتبادل او اتصال نظم وي!!