محمد آصف ننگ
د اقتصاد خپرندوی مشر
په تېرو دوو مېاشتو کې، د روان ۲۰۲۳ زکال له مارچ راهیسې، د امریکا درې لوی بانکونه افلاس او مات شول، پدې توګه د امریکا فدرال حکومت د First Republic Bank ټوله سرمایه مسترد او پر JPMorgan Chase یې په 10.6 ملیارډ ډالرو وپلورله. د امریکا نور بانکونه او مالي مؤسسات له ورته برخلیک سره مخامخ دي او یو شمېر سترې کمپنۍ هم له شدیدې مالي مضیقې سره مواجه دي، چې ځېنې یې د بقا په منازغه کې له یوبل سره ادغام غوره کوي.
د بانکونو افلاس نه یواځي امریکا کې بلکې له امریکا د باندې هم خطرناک عواقب لري، په حاضر وخت کې له امریکا څخه د باندې څه کم دوه تریلیون ډالر په تبادلوي چلند کې، یا د ملي پس اندازونو او نورو دولتونو د ملي شتمنیو او ذخیروي زیرمو په حیث په دوران کې دي، په امریکا کې له بانکي افلاسونو او ورشکستګیو سره یې اغېز مستقیماً پر ډالر او د د دې کرنسۍ پر ثبات او بې قرارۍ پرېوځي، مګر طبعاً په دویمه دایره کې د ډالر په درلودونکو، ساتونکو او ترویجوونکو یې اغیز غورځي.
د امریکا د مالي بازار تحلیل یو لوی او څو بُعدي بحث دی چې زمونږ له تحلیل سره خامخا اړخ لګوي خو دلته زه غواړم د یوه لوی مالي او اقتصادي جنګ چې د دوو او څو ځواکمنو هېوادو ترمینځ (امریکا، روسیه، چین، هند، اروپا، عربي خلیج) او یوې مقتدره کرنسۍ (ډالر) په وړاندې روان دی، بحث وکړم.
د ډالر د حاکمیت په وړاندې جنګ پدې عنوان راپېل شوی چې ګویا دغه واحده کرنسۍ نباید پر نړۍ دوامداره حکومت وکړې ځکه چې د ډالر یکه تازي نه دا چې د هیوادونو پر مالي او اقتصادي ثبات او رکود اثر غورځولی، بلکې تر څنګ یې د امریکا هژموني او یکه تازۍ ته هم تقویه او زمینه ورکړې، ډېرکله د ډالرو د نرخ په نوسان او تذبذب کې ځېنیو هېوادونو بشپړ قیمت ورکړی، له لوړ انفلاسیون او قیمت بها تورم سره مخامخ شوي، آن چې له سیاسي سقوط سره مواجه شوي، لکه سریلانکا، قزاقستان، پاکستان او…ځکه خو د نړۍ ځینې مهمو او په عین وخت سیالو هېوادونو د یوې متبادلې کرنسۍ د بریکس BRICS (برزیل، روسیه، هندوستان، چین او جنوبی افریقا) پر ایجادولو او رایجولو کار کوي، دوی د نړیوال وجهی صندوق IMF په ځای ورته AMF د پېسو آسیایی صندوق هم ایجاد کړی چې تر دې مهال ۴۴ هېوادونو د بریکس او AMF په کلپ کې د ګډون لېوالتیا ښودلې. توقع کیږي چې دا کرنسۍ به وکولی شي د ډالر هژموني او سرداري له ګواښ سره مخامخ کړي او په دې توګه به د ډالر او هم د امریکا تکسالارۍ په اقتصادي بازارونو او هم په سیاسي ډګر کې محدوده او ګواښمنه کړي.
د امریکا او روسیې د جګړو ماهیت!
اصلي جګړه د اقتصاد جګړه ده. د فکري او ایدیولوژیک جنګونو عصر ختم شوی. د هر فکري جنګ او فرهنګي استعمار تر شا اقتصادي ګټې او یا د منافعو تضاد پروت دی. په ظاهره د امریکا او روسې جنګ په اوکرائین کې داسې ښکاري چې ګویا امریکا په اوکرائین کې روسیه راګير کړې، خو د کال په تېریدو سره سوکه سوکه جوتیږي چې قضیه برعکس ده، روسیه په اوکرائین کې د فتوحاتو او جغرافیا د تصرف جنګ نه بلکې یوه داسې جګړه پر مخ وړي چې اوکرائین پکې د جګړې د قربانیانو او د جنګ د میدان حیثیت لري خو د شطرنج شاته نورذی منافع لوبغاړې د روسیه او امریکایی اتحاد تر څنګ ناست دي. د اروپا کمزوره هېوادونه او ډیر نور مجاور او له دې اتحادیې سره ذی معامله هېوادونه هم پکې پخپل قماري لوبو او د جګړو اقتصاد کې وربوخت دي. پدې جنګ کې امریکا غوښتل عربي هېوادونه هم د ځان ملګري کړي، خو عربي هېوادونه نه دا چې پدې جنګ کې له ذکاوت کار واخیست، برعکس د اروپایي هېوادو، دوی لګیا دي د سعودي عربستان تر مشرۍ هم عربي جګړې ختموي هم هغه اوږده تربګېنۍ له ایران او خپلو عربي هیوادو، لکه سوریه، یمن، لیبیا او عراق سره ختموي… عربي هېوادونه بخصوص د خیلیج خویندي لازیات جسارت کوي له روسیې او چین سره د بریکس په کلپ او په ګڼو نورو اقتصادي اوږد مهاله قراردادونو کې ورګډیږي.
په جګړو کې د امریکا بوختیا، له ملګرو سره خیانت، له افغانستان او عراق تر وتلو او د ناکامه سیاستونو په سبب داسې ګیر شوې چې ډېر کمزوري پیروان یې په افریقا او لاتینه امریکا کې هم ترینه لاره بېلوي او مستقلانه د خپلو منافعو لپاره خپل مسیر ټاکي…
سعودي عربستان پر روسیې د اقتصادي بندیزونو له ائتلاف د وتلو په حال کې ده او په شدت د سیمه ییزه همکاریو غړو هېوادونو ته ورنږدې کېږي. د سیمه ییزه همکاریو جغرافیا تر ډېره د چین، روسیه، هند، ترکیه، مالیزیا او…پر محور راڅرخي، چې دوه تعبیره نور هم لري: له امریکایی ائتلاف او سیطرې وتل، له ډالري هژموني خپلواکه کیدل…
سعودي عربستان د روان ۲۰۲۳ زکال په جنوري کې یې له روسیې سره د ډیزل داسې قرارداد وکړ چې له مخې به یې هره میاشت درې نیم تر پنځه میلیون بوشکې ډیزل په ارزانه بیعه اخلي، هغه به په کور د ننه پر سعودیانو پلوري او خپل استخراجي تېل به په لوړه بیعه په نړیوال بازار خرڅوي، چې پدې تړون سره به دوه ګټي ترلاسه کوي، هندوستان، برزیل، ارجنتاین او ځیني نور هېوادونه هم ورته معامله له روسیې سره لري.
سره لدې چې امریکا په دفاعي لحاظ د سعودي عربستان تضمین کونکی امنیتی شریک دی، خو ښکاري چې سعودي عربستان د خپل امنیتي سپر لپاره نور بنیادي ګامونه اخلي…سعودي عربستان ته د چین د جمهور رئيس، شي جین پنګ په وروستي سفر کې د دواړو هېوادونو ترمینځ د ۳۰ ملیارد ډالرو په ارږښت (چې په سعودي ریال او چینایي کرنسۍ یوهان به ترسره کیږي) ۳۴ څو اړخیزه تړونونه لاسلیک کړل… د تیرکال په پای کې چې د امریکا جمهور رئیس جوبایدن په ورته سفر کې سعودي عربستان ته سفر وکړ، اما د توقع خلاف د ځوان او سمارټ شهزاده، محمد بن سلمان لخوا په نهایت ضعیف پروتوکول یې استقبال وشو، که څه هم د هوایې ډګر د ترافیکو قوماندان یې استقبال ته ولاړ و خو د نړۍ زهیر پاچا ته یې چندان خوند نه و ورکړی…!!! علاوه پر دې د ۲۰۲۳ز کال له پېل د امریکا لخوا د اوپک له غړو هېوادونو خاصتاً له سعودي عربستان غواړي چې د نفتو د تولید او صادراتو کچه لوړه کړي خو سعودي عربستان په تکراري نوبتونو هرځل ۲ میلیون بوشکې په ورځ کمې کړي دي چې پدې سره د نفتو بیعی ثابتې او نسبتاً لوړې پاته شوې دي. که څه هم پر روسې او ایراني نفتو د بندیز له کبله هم د نفتو د بازار قیمت لوړ پاته شوی خو د صادراتو ښکته پاتې کیدل یې یو بل اصلي عامل دی.
د ډالر په وړاندې د نوی کرنسۍ (بریکس) راتلونکي؟
دم مهال د بریکس د پنځو اصلي غړو (برزیل، روسیه، هند، چین او جنوبی افریقا) تر څنګ ایران، بنګلادیش، سعودي او جمله ۴۴ هیوادونه د بریکس په کلپ یا فرکسیون کې شاملیدونکي دي. چین، روسیه، سعودی عربستان، ایران، هند او ګڼ نور هیوادونه له ۳۱ اروپایي هیوادونو سره (له اروپایي اتحادیې سره) په یورو تعامل کوي، له بریطانیا سره په پونډ او ۱۸ نور هېوادونه له هند سره په هندي روپیو د خارجي تجارت په ادايګیو اتفاق کړی. د جاپان ین او د روسې روبل هم خپله پراخه تجارتي جغرافیا لري. معنا دا چې شاوخوا ۱۰۰ هېوادونه د خپلو وطني کرنسیو یا بریکس سره د تړون شوق لري.
د تیرې یوې پېړۍ په تفاوت د چین او روسې ترمینځ سیاسي، نظامي او اقتصادي نږدېوالی بېخي بېساری ده، چین د روسیې سره، د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې په نسبتاً مشترکه دریځ نه غواړي د امریکا د سیالۍ ترشا ودریږي، ځکه خو چین د امریکا په بندیزونو کې د اروپایي ملګرو په شان ونډه وانخیسته، بلکې نور نوي اقتصادي او تجارتي تړونونه یې له روسیې سره امضا کړل.
د روسیې او اوکرائین په جګړه کې، تر نظامي پرمختګونو یې اقتصادي جنګ تر هغه زیات د بحث وړ دی. د امریکایي بانکونو برعکس د روسیې هیڅ بانک تر اوسه سقوط ندی کړی، بلکې د جګړې باوجود یې د بانکونو پولي ذخیروي بنیه لازیاته غښتلې شوې ده. د روسي ملیاردرانو شمېر په کال ۲۰۲۲زکال کې ۸۸ تنه و، اما په ۲۰۲۳ کې ۱۱۰ تنو ته زیات شوی. د بریتانیا په نسبت د روسي په خارجي تجارتي بلانس کې د همدې دوو کلونو ترمینځ یو حسابي لوړوالی راغلی، مثلاً د بریتانیا د ۲۰۲۲ زکال خارجي تجارت ۳۵۳ ملیارد ډالرو په ارزښت و. پداسې حال کې چې د روسیې هغه ۵۰۵ ملیارد ډالرو په ارزښت ښودل کېږي.
بلخوا د نړۍ په کچه د ډالرو د نړیوال ریزرف کچه ۱۲٪ (له ۷۱٪ څخه ۵۹٪ ته) راغورځېدلې. د افغانستان او ځینو نورو عربي هیوادونو د ملي شتمنیو تر منجمد کیدو وروسته د امریکا په ریزرف بانکونو کې د خارجي شتمنیو د زیرمه کیدو رجحان او میل نهایت کم شوی، نه دا چې دا میل او رجحان کم شوی، بلکې یوه شدیده بد اعتمادي هم پدې برخه کې ایجاد شوې ده. بر علاوه د ملي شتمنیو او احتیاطي نقدي ذخایرو په حیث د واحدې کرنسۍ (مثلاً ډالر) ذخیره کول او هم د پیسو د پشتوانې د برابرۍ په عنوان پر ډالر اتکا او اکتفا بدله شوې ده. که د دونالد ترمپ د وینا مطابق د جوبایدن امریکا همداسې روانه وي امریکا به خپل ګڼ ملګري له لاسه ورکړي. امریکا یو وخت عراق درلود اما اوس یې د عراق په شمول د شرق الاوسط جغرافیا دومره ناآرامه کړې چې اکثریت هېوادونه یې د روسیې او چین ملګرتیا ته رابللي. اکثریت آسیایي هېوادونو هندوستان ته د تعامل لپاره لېوال شوي، حتی اروپایي اتحادیه چې د اوکراین له جنګ پرته له کوم مثبت سنجش او ګټې، صدمه ویني د خپل مسیر په تبدیلولو تجدید نظر کوي. فرانسه پدې ډله کې د ملګرتیا د نه دوام ترجیح ورخپله کړې ده او که جګړه اوږدیږي نو د ملګرتیا جغرافیا خامخا ورسره بدلیږي.
د امریکا عمده متحدین ګوري چې چین د جګړو د اصلي طرفونو تر څنګ نشته خو برعکس یی اقتصادي رشد په شدت سره زیات شوی او د جګړو په عصر کې تر ټولو منفعتي فرصتونه همدغه هېواد ورخپل کړي. د چین کرنسۍ (یوهان) د نړۍ د پنځم نمبر مرغوبې کرنسۍ ځای نیولی، په نړېواله کچه د ملي ریزرفونو په حیث د چین کرنسۍ پنځم مقام لري، په کورنۍ، سیمه ییز او نړیوال تجارت کې پر چینایي کرنسۍ د تعامل میزان ۲۶.۶٪ لوړوالی موندلی دی. په تیر یوکال کې د ۴۲.۱ تریلیون (۶.۱ تریلیون ډالرو معادل) تعامل په یوهان او د ۵۵۰ میلیارد ډالرو په ارزښت یې خارجي ادائیګي په یوهان ترسره شوې دی. د نړۍ په ۸۲ ریزرف بانکونو کې یوهان د ذخیروي پیسو په حیث رواج موندلی.
نتیجه:
تر ۲۰۲۵ زکال به د نړۍ اقتصادي جغرافیا او تجارتي تعاملات واقعاً موجوده نړیوال نظم او خاصتاً زمونږ سیمې ته نوی رنګ ورکړي. که بریکس د یوې نړیوالې کرنسۍ په حیث زیږېدنه او رواج یې وموند، نو د ډالر هژموني به خپله کډه او سیطره له نړیوالو مارکیټونو باروي!
دا هم په پام کې باید ولرو چې د ډالر سیطره د ډالرو د مطلقه پای په معنا نده او نه هم د امریکا د سیاسی زوال په معنا ده. د ډېرو هغه امریکایي ضد او امریکافوبیایي تحلیلونو تر څنګ د ډالر نړیوال ترویج او تاثیر یې په اقتصادي ثبات او د نړیوالو بازارونو په رونق، تقویت او کوم وساطت چې دغه کرنسۍ یی لري د یوه مکمل او جامع تحلیل وړ ده، اما دلته مې اراده نشته چې د ډالر په ملاتړ بحث وکړم، ځکه نو دا بحث د تحقیق د ځانګړو رشونو له مخې د موضوع د ارزونې یو مجرد روش ده چې یو مقدار پر نوی پدیدې (د بریکس پر ایجاد او د سیمه ییزه همکاریو پر رجحان) متمرکز دی، یعنی یوه غټه برخه بحث تشریحي ده نه مقارنوي!! لوستونکي او څېړونکي یې پر مقارنوي پرتلې هم مطالعات کولی شي، تر څو بشپړه نتیجه ترلاسه کړي.
د روسي منابعو د اټکل مطابق به د اوکراین د جنګ سرنوشت تر همدې کلونو پورې یوطرفه شوی وي. د جګړې قیمت به طاقت فرسا او فرسایشي وي، مخصوصاً د بې هدفه شریکانو (اروپایی اتحادیی) لپاره، اما د اقتصادي تحریمونو بیعه به تر ټولو زیات پخپله وضع کوونکو ته زیانمنه وي. نه به افغانستان، نه ایران، نه شمالي کوریا او نه هم پر روسیه او چین باندې روان بندیزونه مطلوب اثر غورځوي، ځکه چې سیمه ییزه همکارۍ او د بریکس پر محور د نړۍ نوی نظم به په جګړه ییزه رقابتونو نه بلکې په اقتصادمحوره منافعو راڅرخي. د امریکا بندیزونه کولی شي د افغانستان لپاره یو طلایي فرصت وي چې په اعظمي کچه پخپل ذات اتکا زده کړي او له سیمه ییزه همکاریو او منطقوي همپالنې سره ځان وصل کړي ځکه نو پدې کشمکش کې افغانستان ته پکار ده چې تر ۲۰۲۵ زکال پورې یې، باید:
• د سیاسي ثبات لپاره ډېر پاخه ګامونه پورته کړې وي.
• د معاصره دولتدارۍ شکل او ماهیت، د دولت د مبانیو پر بنسټ له عنعنوي حکومتوالۍ څخه رااوښتې وي.
• پر ډالري زون او ډالرو دغه مروجه امتیازي اتکا په تدریجي توګه باید راکمه کړای شي.
• د نرخونو د برابرۍ میزان له ډالر و هغو نورو باثباته کرنسيو ته؛ بلکې له حقیقي اقتصادي رشد سره وتړل شي.
• د ملي ارزي ذخایرو لپاره د واحد هېواد او واحدې کرنسۍ غلط انتخاب بیا تکرار نشي.
• سیمه ییزې همپالنې او همکاریو ته پدې رقابت کې باید له نن څخه اقدام وکړي. له نژدې او پیوند ګاونډیانو او هم له نسبتاً ثابتو ملګرو سره، لکه ترکیه، چین، هند، مالیزیا، اندونیزیا، عربی خلیج، منځنۍ آسیا او روسیه سره خپل تعامل او تجارت پراخ کړي.
• افغانستان ته د چین قدوه بهترینه ده. دغه هېواد نړۍ تسخیر کړې اما پرته له ټوپک، په اقتصادي زور او پرخپلو منابعو د اتکا له مخې، د تکنولوژۍ پر مټ او د تولید په ځواک.
• سر له اوسه د بریکس هر اړخېزه تحلیل باید ترسره شي. د ډالر زوال او د بریکس ترویج په یوه شپه نه واقع کیږي. په دې میان کې ژور تجارب او قابل عبرت لوړې ژورې پرتې دي. کم له کمه د اقتصادي تحقیقاتو مراکز باید ایجاد او استخدام شي تر څو پدې هکله مختلفه سناریوګاني (ګټه او تاوان) یې را وسپړې او…
آصف ننگ