بسم الله الرحمن الرحیم
ناپوهي او د تعلیم نه شتون افغانستان هر ځلي په ځانګړي ډول په معاصر تاریخ کې له کواښونو سره مخ کړی آن تر دې پورې چې خپل منځي جګړې، تعصبونه د ټولنې د هر اړخیزې نه وده په ځانګړي ډول په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزه برخه کې لاملې په وګړو کې د تعلیم د کچې کموالی او په ځینو سیمو کې حتی د نشتون ګنل کېږي، خو له خپلواکۍ نه وروسته د خپلواکۍ مخکښو کسانو د تجربې له پلوه دغه نه شتون ته د تکمېلېدو هڅې پیل کړي چې په ځانګړي ډول د افغانستان د خپلواکۍ سالار او مترقي شاه امان الله خان دغه نیمکړتیاوې د هغه وخت له علومو سره سم ورته ځانکړي توجه وکړه، چې د هغه یوه مهمه خبره د تاریخ په زرینو کرښو کې لیکل شوی چې وېل به ېې: ( توپک کېږدئ او قلم واخلئ ولې چې باسواده ملتونه خپلواک پاتې کېږي او تل به خپلواک وي!)
په دغه لیکنه کې غواړم تر څو وروسته له خپلواکۍ نه د امانیه دورې د زدکړو تګلارو او ګړنلارو ته چې په معاصر ادارې سازماني جوړښتونو کې د ستراتیژیو او پالیسیو تر عنوان لاندې ورته ځانګړې توجه کېږي یو لنډه کتنه ولرم چې تر څو په هغه وخت کې د امانیه دورې د تعلیم په برخه کې تاریخي زرینتوب راښکاره شي:
۱- د امانیه دورې د زدکړو ستراتیژي ( تګلاره):
مخکې له دینه چې د امانیه دورې تعلیمي ستراتیژي او تګلارې ته اشاره وکړو اړینه ده تر څو ستراتیژي ( تګلاره) وپیژنو:
ستراتيژي هغه تګلارې او تدبیرونه دي چې د هغې څخه په استفادې سره وکولای شو خپلو مخو ته ورسېږو. او یا په بل عبارت سره ستراتيژي هغه تګلارې او يا تدبیرونه دي چې د سازمان د منابعو اوماحول په نظر کي نيولوسره د هغې په واسطه د يو سازمان اوږد مهاله موخې ( هدفونه) لاسته راوړل کېږي.
د پورتنیو تعریفونو پر بنسټ باید وویل شي چې د يوې ټولنې پرمختګ او همدارنګه د یوې هوسا او سالمې ټولنې د جوړیدو لپاره باید د هغې ټولنې ټول وګړي وکولای شي له عامه دولتې خدمتونو نه برخمن شي په ځانګړې ډول زدکړه او تعلیم چی د ټولنې د ودې او پرمختګ لپاره د وګړو اساسي حق هم ګڼل کېږي باید پرته له توپیره زمینه مساعده شي.
په ټوله کې د زدکړو ستراتيژي د امانیه شاهي حکومت په لومړیو کرښو کې قرار درلود هماغه و چې په ستراتیک تګلاره کې د زدکړو په برخه کې په عمومي موخو سره چې هغه په افغانستان کې ټولو وګړو ته د سواد او تعلیم زمینه برابرول او له بیسوادي سره مبارزه وه د پالیسیو(تګلارو) جوړښت و، او همدا راز د زدکړو او تعلیم په برخه کې د قوانینو ( نظامنامو) برابرول او د شاه امان الله خان لخوا د هغو نافذیدل دي او له بلې خوا په عموم کې د درسي نصابونو برابرول په تعلیمي ستراتيژي کې د امانیه دورې له لويو مخو څخه ګڼل کېږي چې د افغانستان په تعلیمي برخه کې په معاصره ډول تر اوسه پورې ورنه ګټه اخیستل کېږي.
۲- د امانیه دورې د زدکړو پالیسي ( ګړنلارې):
بیا هم مخکې له دې نه چې د امانیه دورې د زدکړو پالیسيو ته رڼا واچوو اړینه ده تر څو پالیسي معرفي کړو:
پالیسي انګلیسي کلمه ده چې په پښتو ژبه کې ورته کیدای شي کړنلاره استعمال کړو او عبارت ده له:
د تصمیم نیونې لپاره د یو جامع تګلارې او لارښود نه عبارت ده.
او یا په بل عبارت سره پالیسي او ګړنلاره د ستراتیژیکو ( تګلارو) د پلانونو د تطبیق په موخه د یو هېواد یا یوې ادارې عمومي موخو ته د رسېدلو په لاره کې له پراخو پلانونو څخه ګڼل کېږي.
د امانیه دورې تعلیمي پلانونه که ولوستل شي دغه موضوع ورکې له وریا نه ښکاري لکه په معاصرو اداري سیستمونو کې هغو ته ستراتیژي ( تګلاره) او پالیسي (ګړنلارو) ویلل کېږي.
نو ځکه ویلئ شو چې د امانیه دورې د عمومي ستراتيژي په پام کې نیولو سره چې د سواد او زدکړې برابرول و او په بیلابیلو برخو کې ورته وده ورکول لکه په تقنیني، تعلیمي او تحصیلي دورو کې هغو ته د نصابونو برابرول، د معلمینو او معلماتو ( نارینه او ښځینه ښونکو) کدرونو ایجادول، چې هرې برخې ته په ځانګړي ډول لاندې اشاره کوم:
- په تقنیني برخه کې :
په تقنیني برخه کې وروسته له خپلواکې نه د نظامنامو نافذیدل په افغاني ټولنه کې په پراخه کچه تغیر راوستل شو د افغانستان د لوړ دولت د نظامنامې ( اساسي قانون ) په کال ۱۳۰۲ هـ ل / کې نافذیدو سره د وکړو د اساسي حقوقو ځانګړتیاوي په لومړي ځل په افغانستان کې تقنیني تدوین ځانته غوره کړ د تعلیم او زدکړو په برخه کې د غه معتبر حقوقي او قانوني سند په (۱۵) ماده کې داسي تصریح شوي وه:
( ټول مکتبونه د افغانستان تر پلټني او علم آوري لاندي دي، حکومت په ټول هغه سببونو او تدبیرونو غور او کوښښ کوي، چې لپاره د تربیت د عملي او قومي د ټولو وسیدونکو افغانستان په یوو شاني سم او برابر وي، مګر په هغه تعلیمي قاعدو ته باید هیڅ خلل او ویجاړه نه رسیږي چې په امور د دیني او مذهبي د هندوانو یا نور امان غوښتونکو پوري تعلق لري.)
همدا راز د افغانستان د اساسي تشکیلات د نظامنامې کال ۱۳۰۵ هـ ل / په لومړی فصل کې د مرکزي اداري تر عنوان لاندې په (۵) ماده کې په (۶) جزء کې د معارف وزارت تر عنوان لاندي تشکیلاتي اداري ته اشاره کړي وه چې لا مخکې د معارف جلیله وزارت اساسی نظامنامه په کال ۱۳۰۲ هـ ل کې نافذ شوي وه.
په تقنیني برخه کې د امانیه دور ې پالیسي او کړنلارې د معارف او زدکړو د ستراتيژي پر بنسټ واضح او مصرحه وه چې د افغانستان د لوړ دولت اساسي نظامنامه ( اساسي قانون ) کې په واضحه ډول د وکړو د حقوقو په فصل کې د زدکړو ارزښت او د غه اساسي حقې د افغان وکړو برابر حق بللي و او حتی زمونږ د اهل هنود د وطندارنو حق د تعلیم او زدکړو په برخه کې د هغو دیني او اعتقادي بنسټ خوندي بللي و.
- د معارف د ټولنې ( انجمن ) جوړول:
په امانیه دوره کې وروسته له خپلواکې د معارف او زدکړو په برخه کې د لومړی ځل لپاره د معارف ټولنه ( انجمن) ایجاد شوي وه دغه تولنې دنده درلودله تر څو د تعلیم او زدکړو په برخه کې او د افغان وکړو د دغه اساسي حق په پام کې نیولو لپاره لازم تدبیرونه ونیسي په ځانګړي ډول دغې ټولنې له معارف وزارت سره جوخت د تعلیمي نصاب برابرول او تصویبولو کې او همدا راز د هغو د مفرداتو او کتابونو د تالیف دنده او معلمینو ته د زدکړو د میتودونو لارښونه پر مخ بوله چې اړین اقداماتي د هغه وخت د معارف په تاریخ کې ثبت او د ستایني وړ بلل کیږي.
د معارف جلیله وزارت اساسی نظامنامې په (۱۵) ماده کې د معارف د ټولنې په ارتباط داسي حکم شوي و:
(انجمن معارف در باره جداول درسیه و دستور العمل ها و هرنوع لوایح نظام و قانون راجع به مکاتب و تدریسات را که از طرف ریاست تدریسات ابتدائیه و تالیه داده میشود و نیز در خصوص انتخاب کتب درسیه اجرای مذاکرات و اتخاذ مقررات مینماید.
مدعیاتی را که راجع به امور انضباطیه و نسبت به مدیران و مامورین و معلمین مکاتب بوقوع می آیند همین انجمن تحقیق و اتخاذ مقررات میکند، هرگاه تجویزی از طرف یکی از اعضای مجلس اظهار شود و مظهر قبول اکثریت آراء باشد اینگونه تجویز موضوع مذاکره میتواند شد.)
همدا راز په (۱۹-۱۸-۱۷-۱۶ ) مادو کې د غې نظامنامې د معارف د ټولنې د دندو په اړه وضحاتونه درلودل لکه څرنګه چې په (۱۹) ماده کې د پښتو ژبې د درسي کتابونو د تالیف لپاره داسي حکم کړي و:
( برای ضبط و تدوین اصول و قواعد لسان پشتو و برای نقل و ترجمه کردن کتب درسیه باین زبان یک مرکه (د پشتو) تشکیل میشود و این مرکه (د پشتو) به انجمن معارف مربوط میباشد.)
پدغه ټولنه کې د هغه زماني مشهور دیني عالمانو او نورو غړیتوب درلود.
- د تعلیمي دورو نصاب:
په امانیه دوره کې وروسته له خپلواکې د لومړی ځل لپاره منظم تعلیمي دوري سره له منظمو نصابونو رامنځته شول لکه ابتداییه دوره، تالیه دوره او رشدیه دوره او وروستي لوړي زدکړي چې د اوسني تعلیمي او تخصصي زدکړو پر بنسټ ابتداییه، متوسطه، ثانویه او د عالي تحصیلاتو دوره ورته یادولی شو.
دغو هري دوري ته د منظمو پالیسي ( کړنلارو) پر بنسټ منظم نصابونه جوړ شوي وه د بیلګې په ډول ځينو ته په لاندي ډول اشاره کوم:
۱- ابتداییه دوره:
په کال ۱۳۰۷ هـ ل/ کې د معارف ټولنې لخوا د ابتدایې مکتبونو لپاره یو تعلیمي پروګرام تصویب شوي وه او په لاندي ډول سره له مفرداتو او لازمو لارښونو د معلم لپاره ورکې مالومات موجود و چې له هغه جملۍ نه د لومړۍ دوري نصاب ته اشاره کوم:
– د لومړۍ کال مضامین او مفرادات:
د دینیات مضمون :
وضوء، نماز و حفظ اذکار نماز و قرائت سپاره اخیر قرآن کریم از الفیل الی آخر.
انتباه:
معلم باید عملا از روی حرکات خود به شاگرد وضو و نماز را بیاموزاند و اذکار نماز را برای متعلم حفظ کند در ماهای اخیر سال که شاگرد قابل قرائت شود رساله اول دینیات را برایش تدریس کند تا در حفظ اذکار نماز برای شارگرد پختگی پیدا شود و در قرائت فارسی بیشتر قوت بگیرد.
د اخلاقو مضمون:
معلم باید از پاکی و نظافت وجود برای شاگرد تعریف کند پاکی و سترگی جامه را توصیه نماید وقت بخواب رفتن و وقت از خواب بیدار شدن را توصیف کند از خوردن طعام به اوقات معین اوصاف نماید، پابندی وقت را تاکید کند از چند بازیهای که ورزش و اخلاق را دارا باشند شرح نماید از سوانح شیرین آدمهای مشهور و مشهود شفاهی برای شاگردان بیان نماید.
د فارسی مضمون:
نصاب یکساله صوت غزل و قرائت فارسی اول حفظ معنای چند لغت آسان یک یا دو غزل اخلاق را حفظ کند.
مشق تمام حروف فارسی و نوشتن مرکبات دو حرفی سه حرفی و جمله های که از همین گونه کلمات مرکب باشند.
د حساب مضمون:
نوشتن اعداد از یک الی صد و خواندن آنها مشق واعمال اربعه بسیط از اعداد یک الی بیست.
انتباه:
معلم باید خود بر تخته اعداد را بنویسد یک یک شاگرد را بر تخته امر نوشتن بدهد سوال کند شاگردان را برای جواب خود تشویق کند که دست بردارند و بزبان نگویند تا آنکه معلم از یک شاگرد نپرسد معلم باید کوشش کند که ذهن طفل برای نگهداشت سوال و حل آن و دادن جواب مستعد شود و تا به پرسیدن و اجازه گفتن سوال و جواب در حافظه طفل بماند.
د دروس اشیاء مضمون:
شرح ده شکل حیوانات مختلف مثلا پشک، سگ، اسپ، گوسفند، مرکب، اشتر، مرغ خانگی، کبوتر، موش، گنجشک.
تفصیل گندم، جو، جواری، پالک، شلغم، کچالو، سیب، ناک، خربوزه.
فهماندن راست و چپ، جبهات اربعه، اسم روزهای هفته، نام ماها و مواسم، بیان سنگ، آهن و مس که از معدن گرفته میشود و ترکیب ظاهر انسان.
انتباه:
معلم این درس را طوری به طفل تدریس کند که طفل باحوال اشیای مذکوره متوجه شود و صرف توجه کند و برای طفل آسان و مرغوب معلوم شود.
د رسم مضمون:
رسم خط مستقیم، منکسر، منحنی، دایره، مثلث و مستطیل.
په همدغه ډول تر پنځم صنف پوري د ابتدایې دوري نصاب او لارښوني د معلم لپاره ځانګړي شوي وي.
۲- تالیه دوره:
دغه دوره په اوسني وخت کې ورته متوسطه ویلل کیږي پدغه دوره کې زدکونکو نسبت ابتدایې دوري ته په لوړه سطحه مضمونونه ویلل تر څو بلې دوري یعني رشدیه دروي ته چمتو شي.
۳= رشدیه دوره؛
رشدیه دورې ته په اوسني زمانه کې ثانویه او یا لیسه دوره ویلل کیږي، دغې مرحلۍ ته هم د امانیه دورې په کال ۱۳۰۲ هـ ل/ کې یو پالیسي د ( پروغرام مکاتب رشدیه) تر عنوان لاندې جوړ شوی و چې د نصاب برسیره د رشدیه مکتبونو قسمونه هم ورکې مالوم شوي و چې په الف او ب قسمونو تقسیمدل او د هر قسم لپاره مشترک او عمومي مضامینو شتون درلود او یا هم هر قسم ته ځانګړي مضامین په نظر کې نیول شوي و.
لکه څرنګه چې په تشکیلات مکاتب رشدیه کې پدي اړه داسي ذکر شوی و:
( مکتب رشدی منقسم به دو قسم است قسم (أ) و قسم (ب).
شاګردانیکه از (أ) خارج میشوند در سال اول یعنی صنف دهم دوره ثانیه مکتب امانیه و یا دیګر مکاتب تالیه مماثله داخل شده و اکمال تحصیل میکند.
و برای تحصیل عالی در یک دارالفنون حاضر میباشند.
مدت تحصیلیه قسم (أ) چهار سال است و قسم (ب) که یک قسم مسلکیت پنج شعبه دارد: شعبه اداره، شعبه زراعت، شعبه تجارت، شعبه صنایع خفیفه، شعبه ماشین و الکتریک. مدت تحصیلیه هر شعبه پنج سال امتداد دارد…)
د پورتنیو تعلیمي او بیا عالی زدکړو بنیاد اوس هم په افغانستان کې وجود لري لکه د زراعت مسلکی لیسه، د خفیفه صنایع مسلکې لیسه، د تجارت مسکلې لیسه او همدا راز تخنیکمونه دغه لیسي مسلکې کسان له ۱۴ صنف نه په نیمه عالي سطحه فارغوي.
بیا نو دا موضوع په ډاګه ویللی شو چې امانیه دوره له خپلواکې وروسته د افغانستان له زرینو دورو څخه د تعلیم په برخه کې شمیرل کیږي.
د) د معلمینو او معلماتو ( نارینه او ښځینه ښونکو) په برخه کې:
د دارالمعلمینو او دارالمعلماتو مسلکې ښونکو په برخه کې هم په کال ۱۳۰۰ کې یو جامع پالیسي د ( پروغرام دارالمعلمین ها و دارالمعلمات مرکز) تر عنوان لاندي یو اداری سند جوړ شوي و د دغه پالیسي هدف د ښونکو تربیه او د معارف برخه کې د کدرنو برابر ول و.
په دغه برخه کې نه تنها نارینه ښونکې بلکې ښځينه ښونکې هم تربیه کیدلي او یو جامع نصاب ورته جوړ شوي وه چې لاندي یو برخې ته ېې لنډه اشاره کوم:
( نظر به ماده ۴۹ نظامنامه تدریسات ابتدائیه و دروسی که در دارالمعلمین ها و دارالمعلمات مرکز تدریس میشود بروجه آتی است:
قرآن کریم و دینیات، فارسی، اخلاق و معلومات مدنیه، حسن خط، تاریخ، جغرافیه، ریاضیات، «حساب، هندسه»دروس اشیاء، علوم حکمیه « فزیک، کمیا»، تاریخ طبیعی «حیوانات، نباتات، علم الارض»، زراعت، حفظ الصحه، روحیات «علم النفس»، تطبیق قواعد علم النفس به صنعت ترتبیه، فن تربیه اطفال، رسم، کارهای دستی، موسیقی، تربیه مدنیه.
در دارالمعلمات مرکز علاوه برین دروس اداره بیتیه «تدبیر منزل» خیاطی، طباخت نیز تعلیم داده میشود)
همدا راز د هري اختصاصي برخې مضمونونه او نصاب هم پدغه پالیسي پروګرام کې شتون درلود لکه د زراعت اختصاصي رشدیه مکتب د تجارت اختصاصی رشدیه مکتب او…
په آخر کې خپله دغه لیکنه د دري ژبې هغه ضرب المثل په لیکلو پای ته رسوم چې واېې ( مشت نمونه خروار است) دا پدې مانا چې د افغانستان د خپلواکې د غږ اوچتونکې او اخستونکې شاه امان الله خان کړنې د تاریخ په پاڼو کې نه هیریدونکې دي هر کال د هغه کړنې د خپلواکې په محفلونو کې د مقالو په بڼه او یا د وینالو په ویناوو کې را برسیره کېږي جنت الفردوس ځای او روحې ښاده وي.
او په اخره کې د یادوني وړ بولم چې د ښځو د تعلیم او تحصیل په اړه په افغانستان کې باید اړین او استوار ګامونه واخستل شي د مکتبونو او پوهنتونونو دروازې باید د ښځو پر مخ په افغانستان کې پرانیستل شي او دغه جنسیتي تبعیض باید پای ته ورسیږي.
لیکونکی: دکتور محمد ظریف علم (ستانکزی)