پاکستان غواړي د مرکزي او جنوبي اسیا، چین او منځني ختیځ ترمنځ د ترانسپورټي نښلونې پر یوه مهم پُل بدل شي
ژباړه : غ. جانباز
The Nation:
پاکستان هڅه کوي چې په سیمه کې د یوه مهم ترانسپورټي مرکز په توګه خپل رول پیاوړی کړي او مرکزي او جنوبي اسیا، چین او منځنی ختیځ له یو بل سره ونښلوي. د پاکستان د مواصلاتو فدرالي وزیر، عبدالعیلم خان، د ملګرو ملتونو د اسیا او ارام سمندر لپاره د اقتصادي او ټولنیزې کمېسیون (ESCAP) په هغه وزیرانو کنفرانس کې چې د نومبر له ۱۷مې تر ۲۰مې نېټې پورې په بنکاک کې جوړ شوی و، د ویډیويي اړیکې له لارې د وینا پر مهال دا څرګندونې وکړې. د نوموړي په وینا، د بدیلو سوداګریزو لارو پراختیا او د ترانسپورټي خنډونو له منځه وړل، د نړۍ د روانو نامعلومو شرایطو په ترڅ کې د سیمهییزو اکمالاتي ځنځیرونو د ثبات لپاره ځانګړی اهمیت لري.
وزیر د پاکستان پر ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت او د کراچۍ، قاسم او ګوادر بندرونو پر ظرفیتونو ټینګار وکړ. د اسلاماباد د ارزونې له مخې، دغه بندرونه کولای شي د مرکزي اسیا هېوادونو ته نړیوالو سمندري سوداګریزو لارو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي. پاکستان د ترانسپورټي زیربناوو پراختیا او سیمهییزو هوکړو ته د ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصادي همکاریو د پراخولو بنسټیزه وسیله ګوري.
د مرکزي اسیا له هېوادونو سره د اوسپنې پټلۍ ګډو پروژو ته هم ځانګړې پاملرنه شوې ده. عبدالعیلم خان وویل چې د قزاقستان – ترکمنستان – افغانستان – پاکستان د اوسپنې پټلۍ پر پروژې همکاري روانه ده. په ورته وخت کې، د ازبکستان – افغانستان – پاکستان د اوسپنې پټلۍ د مسیر د تخنیکي او اقتصادي ارزونو د چمتو کولو چارې هم پر مخ روانې دي. نوموړي د ټرانزیټي لېږد رالېږد په اړه د څلور اړخیزې هوکړې (QTTA) پر اهمیت هم ټینګار وکړ او هغه یې د نړیوالو باروړونکو لېږدونو د پراختیا لپاره یو مهم میکانېزم وباله.
د سړکونو د ترانسپورټ په برخه کې، پاکستان له چین سره د نښلوونکي قراقرم لویې لارې د عصري کولو چارې پر مخ وړي. د دې لارې په اوږدو کې د کال په ټولو موسمونو کې د تګ راتګ ډاډمن کول، له چین او مرکزي اسیا سره د سوداګرۍ په پراختیا کې �





