دپښتو ژبې کلاسيک شاعر رحمان بابا او د عشق مسئله
د عشق طبيعي او عرفاني بهير
يوه ډېره پيچلې او د ډېرې كارونې وړ گړنه يا مفهوم چى په بشري فرهنګ او يا په تېره هنر كې كارول کېږي، د عشق مفهوم دى. موږ یې د كلمې د ريښې سره سروكار نه لرو، خو دا مهمه ده، چې كله نا كله همدا گړنه په بېلابېلو ماناو كارول کېږي. ان تر دې چې د مجازي او واقعي يا حقيقي مخ تاړي هم د عشق له كلمې سره يو ځاى کېږي. دلته په دې شننه كې موږ هڅه كوو، دواړه غاړې یې راوسپړو.
له كومه ځايه چې د عشق مفهوم د انسان د احساس، عاطفې او روان سره تړاو لري، نو له همدې لارې یې په طبيعي علومو کې نه، بلكې په ټولنيزو پوهنوكې او له هغه هم په هنر او ادبياتو كې زيات تكرار راغلی او يادونه یې شوې ده. په شننه كې اړ يو، چې د ارواپوهنې او فلسفې، عرفان او هنر څخه مرسته وغواړو. خو عشق يو لړ كرامات هم لري، په دې مانا چې دغه انساني احساس او د عاطفې په عرادو سوره «بې خودي» كل- كله د دې سبب کېږي، چې انسان نوې دنيا وپنځوي. په انسان دومره اغېزه هم كوي، چې يوه بله او جلا دنيا هسته كړي. طبعاً چې دا دنيا د هنر دنيا ده، انسان د همدې احساس په مرسته د خداى مرتبه خپلوي یعنې جهان هستوي او دلته ده، چې هغه خبره چې انسان د ځمكي پر مخ د «خداى خليفه» دى، صدق كوي.
عشق څه شی دى؟ دا هغه پوښتنه ده، چې عارف او صوفي د هغې په ځواب كې وايي، چې عشق هغه څه دی، چې حد او اندازه نه لري او تعريف یې هم نه کېږي، خو د ذوق له لارې پېژندل کېږي.
نو كه دا خبره ومنو، چې عشق له ذاتي حيثه حدود نه لري او تعريف یې هم نه شي كيداى، نو د پايلو، آثارو او لوازمو له مخې كيداى شي حدود یې مالوم او تعريف یې هم وشي. خو د دې لپاره چې عشق وپېژنو او هغه وڅښو نو د هغه څښاك زموږ تنده نه شي ماتولی. د عارفانو په نظر عشق يو داسې څښاك دى، چې له سيراب كيدو پرته څښاك دى. نو هر څوك چې وايي، چې له هغه سيراب شوم، نو په واقعيت كې هغه عشق نه دى پېژندلی. بله خبره دا مشهوره ده، چې هر څومره چې عاشق له عشقه وڅښي تنده یې دوه چنده زياتېږي.
د عشق په برخه كې څېړنه موږ دې ته هڅوي، چې له عرفاني ځانگړنې پرته د عشق طبيعي جوهر را وسپړو او لږ پرې وگړېږو.
د عشق طبيعي سرچينه
له روان پوهنيز پلوه: په ارواپوهنه كې د فرويد ځانگړنه او د هغه د كار اهميت په دې كې دى، چې نوموړي وكړاى شول، د علمي او مادي تجاربو په وسيله او د عقلي میتودونو له لارې د انسان روان وڅېړي، خو د ځينو پوهانو او سايكالوجېستانو په عقيده فرويد د افراط لاره نيسي. دا ځكه چې هغه په نفسانياتو باندې ډېر ټينگار كوي او د هر څه د نفسي لارې څېړي.
فرويد له دوه گونو اصلونو یعنې د ژوند شور او هيجان يا اروس (Arose) او د مرگ ترهه او هيجان يا ناتانوس (Nutinous) څخه پيل كوي، خو د انسان د شخصيت د څېړلو په برخه كې تثليث يا درې گونۍ ته رسېږي. دغه درې مفهومه له: ايد، ايگو او سوپرايگو (Id, ego and Superego) څخه عبارت دي. د هغه په باور سره ايد د رواني انرژۍ او غرايزو سرچينه ده. ايد بايد نسبت بهرنۍ نړۍ ته له بدن او د هغه له جريانونو سره زيات روابط ولري. ايد د ابتدايي اصل د ارضا يا د ژوند لومړنی اساسي رول یعنې لذت يا خوند په غاړه لري او د لذت د اصل هدف د رنځ څخه لرې والی او د خوند يا لذت لاس ته راوړل دي. ايد د ايگو او د سوپرايگو برخلاف سازمان بندي كوي او د هغه انرژي د تحرك په حال كې ده او كيداى شي له يوې موضوع بلې هغې ته انتقال شي. د تجربو په لاسته راوړلو او د زمان په تېرېدو سره بدلون نه مومي، د منطق او استدلال او قواعدو لاندې نه راځي، اخلاقي او معنوي ارزښتونه نه مراعت كوي، يوازې يوې مسلې ته پاملرنه كوي او هغه يوازې د غريزي احتياجاتو رفع او ارضا د لذت د اصل په مطابق ترسره كوي. ايد د انسان د شخصيت تهداب دى. دا قوه د عقل ضد غير ټولنيزه ځان غوښتونكې او د لذت په لټه كې ده. ۱
ايگو د شخصيت اجرايي عامل دى او په ايد او سوپر ايگو باندې د كنترول دنده لري. د ټول شخصيت په گټه د بهرنۍ نړۍ سره رابطه جوړوي. ايگو د ايد يا د لذت د اصل تر فرمان لاندې نه دى او د واقعيت له اصولو پيروي كوي. ايگو د خيال، فانتيزۍ او واقعيتونو ترمنځ توپير كولی شي، خو سوپرايگو د شخصيت اخلاقي او قضايي برخه ده او زياتره د ارمان نماينده ده. دا قوه د مخه تر دې چې د واقعيت د حصول لپاره هڅه وكړي، سخت د كمال په لټه كې ده. همدارنگه سوپر ايگو د انسان د اخلاقي ناموس په حكم كې ده.
ځيني د نظر خاوندان د طبيعي عشق نوم هم را اخلي. د هغو كسانو چې سر و كار یې له اروايي څېړنو سره دى، لكه فرويد او په تېره كارل گوستاو يونگ، هغه د عشق د مفهوم د راسپړلو لپاره له عرفاني ليد توگي څخه هم تر مخه ځي. كارل گوستاو يونگ د طبيعي عشق مسئله د انسان له غرايزو سره تړي او دغه غرايز د نوموړي په عقيده د تمدن په ظهور او پرمختگ سره تر كنترول لاندې راځي. هغه دا باور شرح كوي، چې د تمدن ظهور د هغو ځانگړنو رام کولو او تابع کولو څخه عبارت دی، چې د انسان په وجود کې حيواني گڼل کېږي. په واقعيت کې ويلی شو، متمدن کيدل یعنې اهلي کيدل، چې البته دا کار د انسان د حيواني طبعيت له مقاومت او سر کشۍ چې د ازادۍ تږى دي، نه تر سره کېږي. کله نا کله په بشر باندې غرور او سر مستي لاسبرې کېږي، خو هغه یې د تمدن په رسيو مهاروي. يونگ ليكي: «لرغونی دوران له دې سر مستيو او بې بند و باريو ډک دی. په ځانگړي توگه کله چې د زياتو خوراکونو او شراب خوريو مجلسونه جوړېدل دود شول، دا دود هم رامنځ ته شو. دا عادت او دود له ختيځې نړۍ نورې دنيا ته خپور شو، تر هغه ځايه چې د شراب خورۍ محافل د لرغوني فرهنګ مشخصه او ځانگړنه شوه. همدا د شراب خورۍ او د ښو خوراکونو د کولو دود د دې سبب شو، چې د مسيح له ميلاد څخه تر مخه وروستۍ پېړۍ پورې دوام وکړي. خو د دې مقابل روح یعنې د تحمل او سختيو زغمل او رياضت په زياترو مذهبي فرقو او فلسفي ښوونځيو کې وروزل شو. په دې ډول وه، چې په هغو کې د گډوډ اعتقاد فضا د متعددو خدايانو ته لکه ميترا او مسيح باندې باور، چې په رياضت ولاړ ول، را منځ ته شو.»(۱:۱۸) ۲
د بشري تمدن په تاريخ کې د رنسانس ظهور چې له منځنيو پيړيو وروسته په اروپا كې واقع شو، د معاصر بشريت په كړو وړو ازاديو او فرهنګي ارزښتونو كې ستر بدلون را منځ ته كړ. د فرانسې د ستر انقلاب څخه وروسته او كله چې شلمه پېړۍ پيل کېږي، د انسان د ازاديو په پرتلنه جنسي مسايل هم ځانگړی اهميت پيدا كوي، دا ځكه چې هنر او ادبيات د ساكرال او تيولوجيك چاپيريال څخه ازادېږي. انسان د خپلو تمايلاتو او احساساتو د پنځولو وس او ازادي پيدا كوي. لنډه دا چې د عشق څړيكه ادبياتو ته هم لاره پيدا كوي.
همدارنگه په نويو څېړنو او ادبياتو كې او په ځانگړي توگه هغه ادبيات چې د انسان د فردي تمايلاتو منعکس کوونکی وو، د انسان د فزيكي او جسمي دنيا غرضونه په کې دخيل ول، په ادبياتو كې یې خپل ځاى ونيو. په دې لړ كې خاص ادبيات را منځ ته شول. په همدې چاپيريال كې د ارواپوهنې رونق بشپړ شو. دا ځكه چې هېڅ چا او هېڅ ښوونځي نه شواى كولاى د عصري فكري جريانونو د نفوذ مخه ونيسي. او له هغو شرايطو څخه په كومو كې چې یې ژوند كاوه گوښي او منزوي پاتې شي، خو جنسي مسايل له هماغه وخته د سياسي مسايلو په اثر او د نويو نړۍ ليدونو په سبب شا ته واچول شول. دغه كار البته دې حقيقت ته بدلون ور نه كړ، چې د انسان غريزي طبیعت په محدوديتونو او كوچنۍ دايره كې چې تمدن یې را مخ ته كوي وساتي. د دې محدوديتونو نوم د زمانو يا پيړيو په اوږدو كي بدل شو، خو ماهيت هماغه دى، چې و.
يونگ په يو بل اثر كې د يوه بوډا يهودي افسانه را نقلوي، چې په هغه كې د انسان د غريزي طبعيت او تمايلاتو شننه او شرح نزول كوي، وايي:
«يو زوړ يهودي چې ډېر متقي او په پرهېزگارۍ كې یې ساری نه و او د خداى دوست و.
۱ فرويديزم ونيو انارشيزم. مقاله. م.ف. انديشمند(يادښتونه) ۲كارل گوستاويونگ. روان شناسی ضمير ناخود اگاه (ترجمه محمد علی اميری). چاپ هشتم ۱۳۹۷
د ژوندانه په مانایې ډېر فكر او تامل كاوه. بالاخره پوه شو، چې د بشريت ټول مصايب د شهوت له ديو او بلا څخه را زېږي، نو پر ځمكه پرېوت او له خدايه یې وغوښتل، چې د شهوت شيطاني روح له نړۍ بهر كړي. څرنگه چې هغه ډېر پرهېزگاره پير و، نو خداى د هغه توبه او زاري ومنله او دعا یې ور ته قبوله كړه. زوړ سړى ډېر خوشاله شو. يوه ورځ مازديگر د تل په څېر باغ ته ووت، چې د گلانو له عطرونو خوند واخلي. باغ د تل په څېر و، خو يوه ستونزه دا وه، چې د عطرو او خوشبويۍ هغه همېشنی او پخوانى بوي نه و. يو څه ورك او نادركه او يو څه بې خونده مالومېده. يا دا چې د پخوا په څېر خوند او رنگ یې نه درلود. فكر یې وكړ، چې ستړى دى. د زرو جام یې را پور ته كړ او زاړه شراب یې پر سر واړول. دا وار د شرابو خوند هم د تېر په څېر نه و. دې پير په حرم كې يوه ښكلې ښځه هم درلوده، كله چې یې ښځه مچ كړه، د هغې مچكه هم د شرابو په څېر او د گلونو په څېر بې خونده او بې خاصيته وه. د كور بام ته وخوت او خپله كيسه یې خداى ته تېره كړه. فكر یې وكړ چې کېداى شي، غلطي یې كړې وي، چې د شهوت روح یې په دعا سره له منځه وړی وي. له خدايه یې وغوښتل: «د شهوتو شيطاني روح بير ته را وگرځوه.»
څرنگه چې هغه پرهېزگاره او د خداى دوست و، نو خداى یې بيا دعا ومنله او وروسته چې پير د هر څه پسې گرځېده، ليدل یې چې هر څه يو خوند او كيفيت لري. گلان عطر لري، شراب خوند لري او د ميرمنې مچه یې هم له خوند او كيفه ډكه ده.»(۲: ۱۱۶)۱
د کارل گوستاو يونگ په باور دا كيسه موږ ته په ډاگه كوي، چې كه موږ د انسان او د طبعيت د ازلي قوانينو څخه سر غړاوى وكړو، څه كه معقول وي او كه نا معقول وي، نو په واقعيت كې به مو يو څه له نړۍ بهر كړي وي. زموږ نړۍ او زموږ وجود په كامله توگه يو نا معقول څه لري او اصلاً نه شو كولاى ثابته كړو، چې هر څه بايد معقول وي. البته ځېنې معقول ملاحظات شته، چې بايد پر هغو وپوهيږو او بايد ور سره سازش وكړو او كه نه نو شيطاني روح له منځه ځي. دا چې موږ په ځېنو نا معقولو چارو باور لرو، چې ان حياتي ارزښت لري، نو ارواپوهنيز حقيقت دا دى؛ چې هغه څه چې پرې پوهېږو او پرې فكر
كوو، هماغه زاړه او لرغوني انسان ته پرېږدو، خو كه لرغونى انسان یې ونه مني، پوهيږو چې موږ په ورانه لار تللي يو. له دې جوتېږي، چې مينه يا عشق چې غير تصوفي او عرفاني هغه ده، د تن او روان يوه غوښتنه ده او يو داسې كيفي حالت دى، چې په محسوساتو كې شتون لري، خو د عشق دغه حالت د انسان په روان كې ډېر لوړ او عالي درجه پيدا كولی شي.
په دې اساس نن ورځ موږ پوهيږو، چې دا يوازې د انسان طبيعي او غريزي حيواني طبعيت نه دى، چې د تمدن د محدوديتونو او جبر څخه سر غړاوى كوي او د انسان په وجود كې تعارض او تضاد را منځ ته كوي، بلكې غالباً نوي افكار چى د فرد له ناخوداگاه څخه سر را باسي لكه غريزه چې د حاكم فرهنګ او ارزښتونو او معيارونو په وړاندې درېږي او د دروني تضادونو سبب کېږي. د بېلگې په توگه زموږ د دوران د سياسي رواني اختلال مفكوره ډېره پر ځاى او په وخت ده. دا ځكه چې زموږ د دوران انسان په بنيادي ډول د هغه جرياناتو او تعلقاتو تر اغېز لاندې دى، چې د هغو سره په قياس كې جنسي مسئله بې اهميته مقدمه گڼل کېږي.
د پورتنۍ شننې له مخې ويلی شو، چې د انسان طبیعت په خپل ذات او ماهيت كې د هغه ارگانيزم او فزيكي جوړښت او د هغو پر بنياد رواني غوښتنې او د هغو ارضا لكه څنگه چې د هنرونو، هستونو او نوښتونو محراق دى، نو د عشق او مينې، عاطفې او احساس لپاره هم يو بنيادي محراق دى. كه انسان (تيز) يا حكم وبولو، نو د هغه ياد شوي تمايلات يا طبيعي عشق كولی شو (انتي تيز) يا (حكم ضد) وگڼو، نو طبعاً چې دا پروسه په يو سنتيز او يا تركيب ته لاره برابروي، چې هغه عرفاني عشق دى، چې له لومړي هغه څخه ډير وروسته را منځ ته شوى دى. د دې كرښو ليكونكي نه شي كولى، د عشق لپاره د حقيقي او مجازي مخ تاړي يا پيشوند وكاروي، بلكې عشق، عشق دی او په خپلو مدارجو كې عرفاني او صوفيانه او ان مذهبي عشق د لومړي په وړاندې يو غبرگون، عكس العمل او عصيان دى.
عرفاني عشق
په عرفاني دنيا كې عشق د طبيعي عشق ترانسيندينتال يا تعالي بڼه ده. د دې مانا دا ده، چې عشق كوم پايداره حالت نه دى، چې وكړای شو په مشخصه توگه د هغه حدود او پولې وټاكو. دا ځكه چې عشق په پرله پسې توگه د حركت او بدلون په حالت كې دی. د اسلامي دنيا لوی عارف او صوفي شيخ محى الدين عربي د عشق په اړوند ځاى ځاى يادونې كوي. د هغه په وېنا عشق په داسې ډول را ښكاره کېږي، چې گويا وجود نه لري، يا نشت دى. عشق د اتصال ميل او د معشوق سره پيوند دى. نه د شخص په خاطر او يا د هغه د عيني وجد په سبب، بلكې د اتصال د دوام او استمرار لپاره دى. عشق د عاشق او معشوق دواړو په دوام را منځ ته کېږي. عربي هم وايي، چې عشق داسې اشتياق دى، چې په پرله پسې توگه د غير موجد معشوق سره تړاو ته یې پام دى. په بل عبارت موجود د خپل ځان په خاطر دوست نه گڼل کېږي، بلكې هغه څه دي، چې مقابل اړخ كې وي او موږ یې دوست بولو. دا په خپله يو ډول ايجاد اوهستونه ده او همدارنگه د هستونې دا حالت د ابن عربي په تعبير د (معدوم) په توگه باقي پاتې کېږي.
عشق گډون له منځه وړي، مشاركت نه مني. د عارفانو په نزد زړه يا قلب د دوه معشوقو د ساتلو ظرفيت نه لري. دا د عشق ځانگړنه ده، چې خپل خاوند د هرې هغه اورېدنې پرته چې له معشوق څخه یې اورېدله،كڼوي او د معشوق له ليدنې پرته خپل ليد د بل هر ډول ليدنې څخه انكار كوي. ژبه هم له معشوق پرته په بل هر څه گونگېږي. په زړه باندې مهر وهي، چې په هغه كې له معشوق پرته بل هېڅ شی، د هغه تخييل ته لاره نه پيدا كوي.(۴: ۱۲۰)
عرفاني فرهنګ او ادبياتو كې زياترو هغه صوفيانو او عارفانو چې د وجد او شور پلويان وي او د مطلقه ذات سره د اتصال د فكر روزنه كوي، د عشق مفهوم ډېر كاروي او يا په بل عبارت ډېر ځله په همدغه له عشق څخه د را پيدا شوي بې خودۍ حالت كې ځان گوري. عين القضات همداني په خپل اثر تمهيدات كې په پړاونو سره يادونه كوي. وايي:
«هر كه عاشق شود وانگاه عشق پنهان دارد، بر عشق بميرد، شهيد باشد. اندرين تمهيد عالم عشق را خواهم گسترانيد. هر چند كه مى كوشم كه از عشق درگذرم عشق مرا شيفته وسرگردان مى دارد، وبا اين همه او غالب مى شود ومن مغلوب با عشق كى توانم كوشيد؟»(۵:۹۶)
همدارنگه په بله برخه كې وايي:
«دريغا عشق فرض راه است، همه كس را دريغا اگر عشق خالق نداى باری عشق مخلوق مهيا كن تا قدر اين كلمات ترا حاصل شود. دريغا از عشق چه توان گفت! و از عشق چه نشان شايد داد و چه عبارت توان كرد! درعشق قدم نهادن كسى را مسلم شود، كه با خود نباشد، و ترك خود بكند. و خود را ايثار عشق كند. عشق آتش است هر جا كه باشد، جز او درخت ديگري ننهد، هر جا كه رسد سوزد وبرنگ خود گرداند»(۵: ۹۷)
خو کله چې د رحمان بابا د کلام تاويل او تفسير کوو، موږ په هغه کې د عشق په اړوند دواړه اړخونه په ترکيبي توگه ليدلی شو. په دې مانا چې هغه هم د انساني عشق يا طبيعي عشق مجذوب دی او هم یې کلام ځاى ځای د عرفاني عشق نښې نښانې لري.
چې حاصله مې له حسنه روښنايي شوه په طلب کې
شپه او ورځ لکه افتاب په لار روان دى زما روح
ستا په زلفو په رخسار پسې رحمان يم بې وطنه
مسافر دهندوستان و خراسان دى زما روح(۵:۷۶)
عاشقانه
دآشنا له هجره زړه د آشنا چوى
آفريده کړه خداى جهان دا هسې شوخ
چې يوسف یې د دونيا په متاع ورکړو
پيدا مه شه بل کاروان دا هسې شوخ
چې بوسه له ياره غواړي بي ادبه
خداې دې نه کاندې رحمان دا هسې شوخ (۵: ۷۷)
۱ يونگ، كارل گوستاول ۔ تحليل رويا ء. ترجمه رضا رضایی. نشر افكار. چاپ دوم: ۱۳۸۲
دا لیکنه په ۸۸ مې پانه کې دوام مومي …
په پورته بیتونو کې وينو، چې دلته د رحمان عشق يو
ډول زميني يا د دې دنيا عشق دی. دا چې وايي (مسافر د هندوستان دى زما روح) موږ ته هغه کيسه را تداعي کوي، چي رحمان هندوستان ته مسافر کېږي. په دويم څو بيت کې د اشنا له هجره د اشنا زړه چاودل عرفاني عبارت نه دى. يا له ياره بوسه غوښتل هم دا ډول يوه انگيزه را پاروي، يا دا چې وايي، خداى دې نه کاندي، رحمان دا هسې شوخ، مطلب دا چې مخکيني بيت کې له ياره بوسه غوښتل هغه زميني يار دی نه ماورا.
د زياترو بهرنيو څېړونکو په وينا د رحمان دېوان د عشق دېوان دی، له هر څه زيات د عشق په باب وېناوې لري.
كار د عاشقيه اول ډېر راته اسان و
اوس هسې حيران يم چې دا كار به په څه شان كړم
ډېرو خلكو لاپې ستا د مېنې دي وهلي
هېڅوك هسې مه شه لكه زه چې یې په ځان كړم
نه لري مرهم د عاشق زخم بې تسليمه
دا هسې درد نه دى چې یې دفع په درمان كړم
نه كا هېڅ دښمن په دښمنانو هسې چارې
ستا په عاشقۍ كې لكه زه چې یې په ځان كړم(۵: ۱۴۶)
د عشق اولويت
د ستا درد به په هزار درمان ور نه كړم
دانسته به دغه سود په زيان ورنه كړم
كه څوك راكاندي دنيا اوعقبى دواړه
عاشقي به دې په اين و ان ور نه كړم
كه مې چېرې لاس د ستا په بوسه بر شي
دا نعمت به د جنت په خوان ور نه كړم(۵: ۱۴۶)
د عشق عاشقانه طبيعی تمثيل
دا يو څه رنگه ژوندون دى نه پوهيږم
خوب دى خيال دى كه افسون دى نه پوهيږم
جام د ميو چې د ځان په وينو مومم
ترو زلال كه جگرخون دى نه پوهيږم
د پتنگ او د بلبل تر ميان حيران يم
مخ دې اور دى كه گلگون دى نه پوهيږم
په شانه سره دې تار د زلفو بيل شه
كه غوڅ شوى مې نارون دې نه پوهيږم
عشق په هسې رنگ مقام باندې قايم كړم
چې وصال دى كه بيلتون دى نه پوهيږم
يا دا چې:
كه مې پيرې كه مې پلورې چاره نشته
زه رحمان د ښايسته و خانه زاد يم
دا ځواب رحمان هغه كا چې مرزا وى
زه څرگند د محبت په ښه بنياد يم(۵: ۱۵۴)
كه ډوبيږم په اوبو يا په اور سوزم
د سرو شونډو په اتش او په اب خوښ يم
چې د يار د خط و خال نښي پكښې وې
زوړند سر په مطالعه د كتاب خوښ يم(۵: ۱۵۵)
بله بیلګه:
د ښايست مخى دې نشته تر مشرقه تر مغربه
د وصال مونده دي گران دي، مگر مهر شي له ربه
چې د رب فضل پرې وشي، هغه خلاص شي له غضبه
دا دولت د خداى په داد دى، مونده نه شي له نسبه
عشق څه هسې علم نه دى، چې حاصل شي له مكتبه
مكتب حال د مذهب وايي، عشق سېوا دى له مذهبه
ستا د حسن په تعريف كې، رحمان گونگ دى له ادبه(۵: ۱۸۴)
مثال:
څه وشو كه زه انگشت نما شوم ستا په مينه
لا تر ما خوښ یې وقاضي وهم ملا ته
مرم په دا چې ما له تا جارباسي هغه خلق
بيا دې په ديدن تر ما ړومبي ځغلي و خوا ته
زه رحمان چې ووينم يار وايم خدايه خېر كړې
گډه ښاپيرۍ ده د بني ادم له ذاته(۵: ۱۹۱ )
د عشق اساطيري تمثيل
زه عار نه لرم په عشق كې د پيغوره
بې پروا يم د ستۍ په څير له اوره
ږدي په خوله د سمندر مهر د مومو
څوك چې ما منع كوي د عشق له شوره(۵: ۲۰۹)
عاشقانه بغاوت
ډېر عمر مې تېر كړ بېهوده په زمانه
نور دې زما سر وي او د تركو استانه
هېڅ مې حاصل نه كړه په شيخۍ او په تقوى
پس له دې مې وار دى هر چې شي په ميخانه
د همدې غزل پای
ځكه زاهد زهد كا د يو جنت لپاره
سر ښندلي نه شي په اوربل د جانانه
گوره د منصور هسې په دار نه شې رحمانه
مه كړه دا د عشق خبرې مستې رندانه
بله نښانه د عاشقۍ نه شته رحمانه
بې نام و نښان شه كه یې غواړې نښانه(۵: ۲۳۵)
د رحمان د عشق غوره ځانگړنه
دوست محمد کامل مومند چې په رحمان بابا یې يوه کره او پخه څېړنه کړې ده، د رحمان بابا د ژوندانه او افکارو د پټو زاويو څرگندونې یې کړي دي. هغه وايي:
«په فارسي غزل کې چې کومه خوږه او مزه ناکه ژبه حافظ لري، رحمان بابا یې په پښتو کې لرونکى دى، لکه چې د خارجي او داخلي شهادتونو څخه ښکاره ده، رحمان بابا يو لوستى او ښه عالم سړى و. له دېوانه یې د فارسي ژبې سره د ښه واقفيت اندازه په ډېر ښه شان کيدلی شي او لکه چې ما وړاندې عرض کړى دى، زموږ شاعرانو او اديبانو په شمول د خوشحال بابا او رحمان بابا د عربي او فارسي له استادانو کافي فيض حاصل کړى دى، ترڅو چې د رحمان بابا تعلق دى، د هغه په کلام کې هم د فارسي ادب د استادانو خصوصاً د حافظ د فکر او نظر او خاص طور سره د بيان او ادا د طرز اثر ډېر غالب او جوت دى.»(۷: ۱۳۶)
همدارنگه ياد څېړونکي زياتوي: حافط او رحمان دواړه عاشقان او صوفيان، دواړه قلندران او د درويشانو د کيميا اثره نظر ارزومن او منتظر دي. کله چې دا پرتلنه په څنگيز ډول گورو، اړینه ده، چې د حافظ د عاشقانه کلام په رڼا او همدارنگه د رحمان د عاشقانه غزلو په روښنايۍ کې د رحمان بابا د عشق ځانگړنې وپېژنو.
د فارسي ژبې ستر شاعر حافظ چې له تصوفي ادبياتو سره اشنا و، په څرگند ډول د عشق يادونې هم کوي. د هغه په نظر هم عشق او عاشقي په ټوله کې له اسرارو څخه عبارت ده، چې په زيات باور سره د صوفي عشق حق ته په پاملرنه کې ليدل کېږي. په نهايت کې د عاشق او معشوق ترمنځ کله نا کله داسې تړاو او يووالی دى، چې د «زه» او «ته» نومځري هم په هغه کې نه ځايېږي. د هغه په وېناوو کې ځينې وختونه هم داسې دوه گوني او جلا والى را څرگندېږي، چې يوازې د عاشق د وجود له کاملې فنا پرته د هېڅ ډول اتصال امکان د هغه په باب تصور کې نه راځي، خو د دغه عشق بيان د صوفيانو په شعر کې او د هغو په شطحياتو (د شرع ضد ويناو) کې جوتېږي، چې دغه عشق کله نا کله له انساني عشق پرته په بل ډول نه توجيه کېږي. داکتر عبدالحسين زرينکوب د حافظ په باب چې مفصله څېړنه کړې، د شاعر د عاشقانه اشعارو او افکارو په باب ليکي: «په انساني عشق او د ظاهري جمال او ښايست څخه په خوند اخيستنې برسېره له ظاهري جمال څخه هم ځينې صوفيان د عشق الهي ته د رسيدو او د غيبي جمال د خوند وسيله تلقي کېږي. دا نه يوازې له اخلاقي پلوه چې عشق د ازمايښت ډگر او د نفس د تزکیې سرچينه او له ځان غوښتنې څخه خلاصون او د سر ښندنې يو تمرين او غيرپرستي تمرين کوي، بلکې د ذوقي تجربې او ښکلا پېژندنې له پلوه چې د حسن او ظاهري جمال پوهېدنه پوهېدنه د ښکلا له مظاهرو څخه او خوند اخيستنه ده.
“په انساني عشق او د ظاهري جمال او ښايست څخه په خوند اخيستنې برسېره له ظاهري جمال څخه هم ځينې صوفيان د عشق الهي ته د رسيدو او د غيبي جمال د خوند وسيله تلقي کېږي. دا نه يوازې له اخلاقي پلوه چې عشق د ازمايښت ډگر او د نفس د تزکیې سرچينه او له ځان غوښتنې څخه خلاصون او د سر ښندنې يو تمرين او غيرپرستي تمرين کوي، بلکې د ذوقي تجربې او ښکلا پېژندنې له پلوه چې د حسن او ظاهري جمال پوهېدنه د ښکلا له مظاهرو څخه خوند اخيستنه ده. دا د صوفي ذوق ته ځلا ورکوي او هغه ته دا استعداد ور کوي، چې د حسن په نازکيو دې وپوهېږي او هغه ته دا وس ورکوي. له دې امله ده، چې د تفکر او تامل څښتنان دواړو ډولو الهي او انساني عشق ته اهميت ورکوي. او له دې امله ده، چې صوفيه ادب د عشق او عاشقانه تجربو څخه مالامال دى.” 1(۶: ۱۷۸)
زرينکوب هم دا خبره په څرگنده کوي چې:
حافظ نه يوازې د الهى عشق په باب چې د هغه د عرفاني غزلونو موضوع ده؛ بلکې د انساني عشق په باب هم چې شاعر په زياترو غزلونو کې په څرگنده توگه د شونډو او خال و خط او جسماني او مادي معشوقو اړوند خبرې کوي، هم څرگندونې لري، چې د هغه عشق د نن ورځې د معشوقې شين يا ابي خال نه دى، همدارنگه داسې څه دي، چې د يوې ازلي سابقې سره تړاو لري، ځلېږي. دا ازلي سابقه چې شاعر یې د انساني عشق په برخه کې هم لکه د الهي عشق په باب خبرې کوي څه ده؟ له شک پرته په دا ډول اشعارو کې په عرفاني مانا د ازل سابقې يا د (الست) وعده او هغه ته اشاره ده.
همدارنگه ياد پوه يوې بلې اسطورې ته اشاره کوي وايي، چې:
“ابن داود او مسعودي د فلاسفه وو له قوله نقلوي، چې خداى ارواح مدور جوړه کړه، بيا یې يو مهال هغه دوه نيمايي کړه او هره نيمايي یې په بل تن کې ځاى کړه. له دې امله هر تن چې په دې جهان کې د يو بل تن سره مقابل شي، د هغه د روح نيمايي په هغه کې موجوده وي؛ نو د همدې پخوانۍ آشنايۍ په سبب له هغه سره عشق کوي او دې کې شک نه شته چې خلک په دې اړوند د طبع او اکر په خرابۍ سره هم توپير لري.” (۶: ۱۸۵)
رحماني عشق
موږ په رحماني عشق کې په ډاگه دا دوه گوني يا دواليزم ليدلی شو، چې يو اړخ ته انساني يا طبيعي او بل اړخ ته رباني يا اولوهيتي دی. د رحمان په عاشقانه شعرونو کې دواړه اړخونه شته او دا دواړه اړخونه د رحمان د ښايست يا ښکلا پېژندنې ليد لوري لا پسې پياوړي کوي. په همدې اساس د رحمان د ښکلا پېژندنې اړخ يا احساس چې د هغه له روان څخه د شعر قلمرو يا سمندر ته لار کوي، نوى ښکلاييز جهان پنځوي. سره له دې چې په بله برخه کې موږ د رحمان د ښايست احساس را سپړو، خو لاندې شعر یې هم ښه نمونه او بېلگه کيداى شي.
عاشقانه غزل
درېغه ولېدى يو ځل هغه مخونه
چې دراز لرې مژگان دراز قدونه
د راز قد، دراز مژگان، درازى زلفې
وړې شونډې وړه خوله واړه غاښونه
د آسمان شمس و قمر به ترې قربان كړم
هم د ځمكې په سر واړه سره گلونه
چې یې ووينم په مخ مې اوښكي درومي
د پسرلي له مخه ووري بارانونه
كه يو ځله یې مخ ووينم په سترگو
ما په زړه كې قبول كړي دي نذرونه
د هجران په شپه سور كټ را ته سور اور شي
يو زمان مې باندې نه لگې اړخونه
چې په سپينو اننگو دې زلفې زانگي
ښاماران دي د چندڼو په ښاخونه
كه خداى غم د جدايۍ ورته اسان كړ
و رحمان و ته اسان دي نور غمونه(۵: ۲۳۶)
تر مخه مو يادونه وکړه، چې د رحمان بابا دېوان د ځېنو كسانو له خوا د “عشق” د دېوان په نوم هم ياد شوى دى؛ نو كله چې د رحمان دېوان را اړوو، دې كې به مبالغه نه وي، چې په هر شعر په هر نظم او هر غزل كې د عشق، عاشق او معشوقې كلمه ياده شوې ده. يا د رحمان بابا د انگرېزي دېوان د سريزې د ليكوال په باور سره د رحمان بابا د دېوان اصلي محتوا عشق دى. غواړو په دې مسئله هم د تصوف له زاویې او هم د ارواپوهنې له نظره څه ووايو.
افغان عالم او مشهور څېړونکی حبيب الله رفيع صيب چې د رحمان بابا دېوان یې هم په ټول دقت چاپ كړی او هم یې پرې ډېره څېړنه كړې ده، په ډېره واقعبينانه توگه يوه مسئله په وروستي اثر “رحماني خم” كې را سپړي او هغه دا چې د تصوف په خوا كې دا هم جوتېږي چې:
“دى د مجازي مينې په پوړيو د حقيقي مينې د معراج لور ته ورختلى. ځېنې کسان د ده مينه يوازې حقيقي مينه بولي او له مجازي مينې څخه یې منکر دي؛ خو د ده په دېوان کې داسې بيتونه مومو چې هېڅ منکر دا نه شي ويلاى، چې ده دې مجازي مينه نه وي کړې.” 2(۸: رحماني خم )
زه عار نه لرم په عشق کې له پېغوره
بې پروا يم د ستۍ په څېر له اوره
زه رحمان په زړه نرى کړم هغه نجونو
چې یې ملا وي د ويښته په دود نرۍ
په رحمان د ښايسته و قدر ډېر دى
د طبيب له قدره چا زده بې رنځوره
که مې پېرې که مې پلورې چاره نه شته
زه رحمان د ښايسته و خانه زاد يم
گوښې گوښې ښايسته مې زړه وکاږي
زه و کوم يوه ته وايم چې تا يووړ
زړه که يو وي ما خو تا لره درکړى
مگر نورو لره نور زړونه پيدا کړم
رحمان بابا
له بلې خوا د رحمان بابا دېوان د ځېنې داسې صوفيانه او عارفانه مفاهيمو ډك دى، چې د هغه له تصوفي لارې او عرفاني مسلك څخه هم سترگې نه شي پټېداى؛ خو داسې هم نه چې د يو کامل او تمام عيار عارف حکم پرې وشي، دليل دا دى، چې د پښتو ژبې او ان په نورو ژبو کې شعر له اشراق او عرفان سره ډېر څنگ لگوي يا په بل عبارت د شعر او عرفان د هستېدنې مرکز د انسان په روح او روان کې شريک دی. بله دا چې عرفان او تصوف زموږ د شرقي فرهنګ يوه ځانگړنه ده. د مثال په توگه هغه وايي:
عاشقي چې تر كماله ورسېږي
د خپل يار له لاسه زخم یې مرهم شي
يا دا چې:
دا دولت د خداى په داد دى
مونده نه شي له نسبه
عشق څه هسې علم نه دى
چې حاصل شي له مكتبه
مكتب حال د مذهب وايي
عشق سېوا دى له مذهبه
رحمان بابا
له پورته بيتونو څخه مالومېږي، چې د رحمان د ژوند منحني له پړاوونو تېره ده. كه په يوه پړاو كې د ځوانۍ او زلميتوب په نېشه مست و او د مجازي مينې شمال پرې لگېدلی؛ نو د تفكر او تأمل په سمندر كې داسې لامبوزن دى، چې د عشق فطري او معنوي الهاماتو ته یې پام شوى دى. د هغه په باور عشق كسبي نه دى، فطري دی او دا داسې دايره ده، چې په لوی او ستر محيط كې یې يوازې انسانيت ځايداى شي. (په تصوفي او عرفاني متن كې) نه نور صفات.
رحماني عشق د حقيقي عشق پړاو يو رواني او سايكالوجيك حالت بولي. په هغه كې چې انسان له معمول او عادي حالت څخه ووځي او ځان د سترې او لايتناهي هستۍ د هستونكي سره يو بولي. لوي ماسيونون د منصور حلاج په اړوند رساله باندې په خپله سريزه كې ليكي:
“عارف چې په ضروري توگه له جلا والي، يوازې والي او له تکثير څخه رنځ وړي، د عشق په بركت او شور سره خپل وجود د قواو د بېلا بېلو اغراضو څخه منع كوي او د يوازېني معشوق په لټه كې کېږي.” 3(۹: ۱۷)
رحماني عشق یعنې څه؟
په انگليسې ژبه د رحمان بابا د دېوان ژباړونكى او سريزه ليكونكى باور لري، چې هغه څه چې د رحمان په دېوان كې ډېر برجسته او څرگند دي، هغه عشق دى. موږ د رحمان بابا په دېوان كې په دې خبره غور وكړ. د رحمان بابا په دېوان كې په كراتو ځله د عشق كلمه تكرار شوې ده؛ خو دا عشق يوازې تصوفي او عرفاني
عشق نه دى، دا يو اوږد قصيده ډوله غزل دى، چې مطلع یې ده:
په نامه د هغه خداى مې دا بيان دى
چې يو نوم یې په نومونو كې سبحان دى
په دې شعر كې رحمان بابا د خداى توصيف كوي. د خداى صفات بيانوي، چې له يوې خوا شريعت ته نېږدې او له بلې خوا د خالص تصوف او عرفان څخه واټن نيسي. په دې مانا چې په وحدت الوجود كې په عالي او ترانسيندينتال حالت كې صوفي له ځانه بهر کېږي او ځان يا خپل مادي وجود نفې بولي.
محى الدين اكبر وايي: “از ديدگاه وحدت وجود، خلق عين حق است ونه چنان است كه خالقی باشد و مخلوقى جدا از او خالق و مخلوق از هم جدا نيست، بلكه خود خدا است، كه در صورت عالم جلوه گر ميشود. ”
نوموړى په همدغه چاپ كې د خداى وحدانيت د دېوان په ۱۳۶ مخ د خداى ديدار او ښكلا بيانوي ytilibisividnIپه خاصه توگه په دې بيتونو كې، داسې برېښي، چې نوموړی د رسمي مذهبي عبادت تعقيب ترك كوي. رحمان په معنوي لحاظ تږى دى. هغه وايي، زما زړه په طاعت او عبادت نه قانع کېږي.
د سريزې ليكوال په قول: “ د قناعت لپاره دا تنده نوموړي ته لارښوونه كوي، چې مولانا محمد شفيع ورته تكنيكل مذهب يا دين وايي.” په دې اساس د رحمان بابا د دېوان ارزښت يا مشخصه د خداى سره د خالصو اړيكو قصد او د تصوف عرفاني دوكتورين بيانوي، چې دا په خپله په رحمان پورې اړه لري. یعنې دا چې رحمان بابا د شريعت او تصوف ترمنځ يو منځ مهالى دريځ لري. نوموړی وايي، كه چېرې موږ د رحمان بابا له دېوان دغه ډول تصوف پورې اړوند شعرونه ليرې كړو؛ نو څلورمه برخه به هم پاتې نه شي؛ خو دا سوال پر ځاى دى، چې رحمان بابا د تصوف د كومې لارې (طريقت) پيرو دى او په كومه پوړۍ كې حضور لري، چې دا مالومه نه ده؛ خو ځېنې بيا وايي، چې د هغه عرفان زيات د قرآن سره هماهنگ دى. لكه څنگه چې غزالي يا د هغه پانته يستي (وحدت الوجودي) لارې افراطي تصوف چې په زياترو كلاسيكو متونو كې ليدل کېږي عبارت دی .۱ نوموړى وايي، په دې اړوند څو داسې منابع شته، ، چې د رحمان بابا د ژوند د وخت اسلامي تمايل په ډاگه كوي، چې دا سمه او واقعبينانه خبره ده، چې بيا هم دا ادعا تصديقوي، چې نوموړى د تصوف او شريعت (چې زياتره صوفيان ادعا كوي، چې يو د يو بل مكمل دي خو… ) ترمنځ دريځ لري او زيات تمايل یې د شريعت لورې ته دى نه ژور او پوخ صوفيانه طريقت ته.
كه د روان پوهنې له نظره د انساني شخصيت ابعاد را وسپړو، په هغه كې داسې سركشه ځواك شته، چې دا وس لري، چې انسان د معمولو ټولنيزو ضوابطو پروا ونه ساتي. خو بله خبره دا ده، چې له عرفاني پلوه د عشق مفهوم څه شى دى؟
عشق مفرد شوق او يو شي ته شديد تمايل دى. عشق داسې اور دى، چې په زړه بلېږي او محبوب سيځي. عشق د بلا گانو سمندر، الهي لېونتوب او د معشوق سره بلا واسطه د زړه قيام دى.
خو عشق څه دى؟
هغه څه چې د انسان د شخصيت د ايد (di) د ياغي او سركشه ځواك څخه را برسېره کېږي. دا كه موخه یې د مادي لذت تر لاسه كول وي او كه د معنوي برترۍ تر لاسه کول؛ خو دواړه د عشق په حالت كې واقع کېږي. په فرهنګ اصطلاحات عرفاني او تصوف كې د عشق تعريفونو ته ځير کېږو. عشق د طريقت ډېر مهم ركن دى او دا مقام يوازې كامل انسان چې د ترقۍ او تكامل پړاوونه یې وهلي وي، درك كولاى شي. ۲(۱۲:۵۸۰)
عاشق د عشق د كمال په پړاو كې داسې حالت سره مخامخ کېږي، چې له ځانه پردى او ناخبره کېږي او له زمان او مكان څخه فارغ او د محبوب په فراق كې سوځېږي؛ نو د دې څخه جوتېږي، چې غير له ايد (di) څخه به د عشق مكان د انسان د شخصيت په بل ټاپو كې نه وي. مولانا وايي:
عشق جوشد بحر را مانند ديگ
عشق سايد كوه را مانند ريگ
عشق بشكافد فلك را صد شكاف
عشق لرزاند زمين را از گزاف
گر نبودی بحر عشق پاك را
كى وجودى داد مى افلاك را
دا دنيا ده خداى له عشقه پيدا كړې
د جمله و مخلوقاتو پلار دى دا
د سېلاب په مخ كې لاړم لكه خلى
عاشقي به یې د باد په مخ بڼه كا
كه چا ځاى وي كوه قاف غوندې نيولى
چې د عشق له بحره روغ سلامت ووځي
رحمان بابا
حافظ گويد:
زعشق نا تمام ما جمال يار مستغنى است
باب و رنگ و خط چه حاجت روى زيبا را
من از آن حسن روز افزون كه يوسف داشت دانستم
كه عشق از پرده عصمت برون آرد زليخا را
رحمان بابا وايي:
كه ليدلى زليخا يوسف په خوب دى
ما په وېښه دى ليدلى په خواب نه دى
زليخا غوندې به بله شيدا نه وي
كه د مصر مستورې شي واړه تورې
“اى درويش! عشق براق سالكان و مركب رونده گان است. هر چه عقل به پنجاه سال اندوخته باشد. عشق در يك دم آن جمله را بسوزاند و عاشق را پاك و صافی گرداند. سالك به صد حيله آن مقدار سير نتواند كرد، كه عاشق در يك طرفت العين عاقل در دنياست وعاشق در آخرت.”۸
عشق را به حقيقي و مجازي تقسيم كرده اند. عشق مجازى ابتدا محبت وهوى و بعد علاقه و بعد وجد و عشق است كه منشأ آن هوى وحب مجازى است و پس از مرتبه عشق شغف است، كه سوزاننده قلب است.
“خواجه عبدالله انصاری رسايل ۱۲۵ ابوسعيد ميهنی اسرارالتوحيد ۲۲۴)(۵۸۲:۱۲)
خو كله چې د پورتنېو مسايلو په رڼا كې د رحمان بابا په باب غور كوو، د ښاغلي حبيب الله رفيع دا نظر هېڅكله له پامه لېرې نه شي پاتې کېداى، چې رحمان بابا له مجازي مينې څخه د حقيقي مينې په لور گام اخيستى دى. د هغه له شعرونو جوتېږي، چې د هغه په كركتر كې پټ او ناملموس ياغيتوب موجود دی. هغه د عقل او هوش څه پرواگير نه و. په هغه كې دا ظرفيت و، چې د عشق په لار پل كيږدي؛ نو کېداى شي، په مجازي مينه کې د محروميت له لارې هغه عالي حقيقي عشق ته داخل شوی وي. د روبرت سامپسون او مومن خان (په انگليسي ترجمه باندې سريزه ليكونكي) دا نظر چې وايي، كه د رحمان بابا له دېوان څخه د حقيقي عشق شاعري لېرې كړې؛ نو نېږدې هېڅ به پاتې نه شي. د استاد رفيع دا خبره يو بنياد لري چې وايي.
“موږ د ده له پاړکو څخه دا را ايستلی شو، چې رحمان بابا په ښکلا او ښکلو مين و. د ژوند ډېره برخه یې د مينې په يادونو او د بېلتون په بادونو کې تېره کړې ده. کله هجران زورولى، کله وصال، کله يوه پی مخي ښکار کړی او کله بل. کله مينې ورته اور کړى او کله یې په بيديا کې بې تابه کړى دى. د ده د ژوند دا ټولې پېښې د ده په شعرونو کې نغښتلی شوي او تر موږ پورې را رسېدلي دي. د رحمان بابا د ژوند ډېره برخه په مجازي مينه کې تېره شوې او د عشق په مدرسه کې یې بې له زلفو بې له خطه بې له خاله بل څه نه و لوستي.” ۹(۸: ۲۲)
زه عاشق يم سرو کار مې دى له عشقه
نه خليل، نه داود زى، او نه مومند يم
خط دې تور حرفونه مخ دې پاڼې د کتاب دي
شغل د کتاب دې بل کتاب راڅخه يووړ
رحمان بابا
رحمان او د عشق تعريف:
اوس چې كله د عشق تعريف او تعبير په خپله د رحمان بابا په كلام كې پلټو؛ نو موږ ته د حالاتو په بېلابېلو مقطعو او زماني واټنونو كې د شعر تعريف را كوي. او بيا هم هاغه مخکینى نظر را جوتوي، چې په يوه برخه كې عشق یعنې د ښكلا په سمندر كې پناه کېدل، په لويه هستۍ كې غرقېدل، يوه باريكه لمحه او شېبه را څرگندېدل او داسې نورې خواوې او جهتونه ويني. لاندې شعرونه گورو:
په رخسار چې دې د خط غبار څرگند شو
سر بلنده شوه فرقه د خاکسارانو
سياهي د نوي خط دې هسې زيب کا
لکه کښلي واړه توري د قران
وهغو ته عاشق نه ويلی بويه
چې یې فکر يا د سر يا د دستار وي
پسران دې عار زما له عشقه نه کا
پاک عاشق، پير او پدر درې واړه يو دي
پاک او منزه دى عشق د نفس له خاصيته
چېرته چاه د گېډې چيرته چاه د زنخدان
دلبرانو و ته خاک تر تلې لاندې
د دې نور جهان په سر لکه اسمان يم
نوکري د معشوقو کوم په عشق کې
مهيني نه د بهلول نه د اورنگ يم
که مين یې په خپل يار باندې رښتيا
اواره کړه اول دين پسې دنيا
رحمان بابا
په پورته شعرونو كې موږ د عشق دواړه خواوې وينو، هم د مجازي مينې او هم په اصطلاح د حقيقي مينې ځانگړنې وينو. په ځېنو مواردو كې د جنت د حورو يادونه دا نقد او هغه نسيا داسې خبرې دي، چې هم د تصوف سره اړخ لگوي؛ خو د جنت د حورو ياد او د جنت په باب فكر او باور عارف او صوفي ته په وروستي عارفانه پړاو كې دومره مطرح نه دي.
د جنت له حورو تېر شه که يار غواړې
خداى دې نقد د چا نه کا نسيا
سپين رخسار او تورې زلفې کېداى شي، د سېمبولونو په توگه يادې شوې وي؛ ځكه په شرقي نړۍ کې د تصوفي افكارو د بيان لپاره شعر يو ښه منبر و. غزل په خاصه توگه د دې افكارو د وړاندې كولو لپاره د منلي فورم په توگه كارول شوى دى او په دې فورم كې د تغزلي او رمانتيك او تخيل د ساتلو لپاره ټول سمبولونه په اصطلاح له مجازي مينې او محسوساتو له دنيا اخیستل شوي دي. په را وروسته شعر كې د سپين رخسار او تورو زلفو عاشق صوفي او عارف توجيه کېداى شي.
عاشقان د سپين رخسار د تورو زلفو
څه پروا لري د کفر د اسلام
رحمان حسن د يار وينم په پرده کې
نه پټېږي نور د شمعې په فانوس
دا حجاب چې نور عالم یې حجاب بولي
دا زما د يار تر مينځه حجاب نه دى
که څوک وای هنر کوم دى؟ وايه دا دى
چې بې خدايه نوره مينه په چا نه کا
رحمان بابا
په شرقي عرفان او تصوف كې د عشق مكتب د مولانا او شمس الدين محمد تبرېزي د سوزنده مينې او عشق څخه مالامال دى. دې ښوونځي تر ډېره په پښتو ادب هم سيورى غورځولى دى. منصور حلاج هم څو وارې د رحمان په دېوان كې ياد شوى دى؛ خو ډاكتر ناصرالدين صاحب الزماني د مولانا او شمس د صوفيانه عشق په باب يو ډول اروا پوهنيزه شننه وړاندې كوي. عشق په تصوف كې په يو وار كمال ته نه رسېږي. د عشق تصوف د تشو خبرو مذهب نه دى؛ بلكې په عمل كې د اقرار مذهب دى. د سهوې او خطا لاره ده. د نوسانونو، پرمختگونو او د خطا او ازمايښت لاره ده. يو تدريجي كمال دى. د عشق مذهب په عمل كې دى؛ نه په خبرو كې. نوموړى د شمس په دې خبره ټينگار كوي، چې: “پيش ما يكبار مسلمان نتوان شدن! بلكه ره پيماى طريق عشق، مسلمان مى شود و كافر مى شود و باز مسلمان مى شود و هر بارى از هوى (خودخواهی) چيزی بيرون مى آيد تا آن وقت كه كامل شود.” ۰۱ (۱۳: ۳۳۰)
د صاحب الزماني په قول تصوف له ټولنيزه پلوه درې پړاوونه لري:
۱. د پرهيز تصوف يا قهر
۲. د عشق تصوف يا سوله
۳. د جنگ او عصيان تصوف يا جگړه
د نوموړي په نظر د عشق سره په پيوند كې تړاو او په دوست اتكاء، په پير، په مراد، په مطلوب او قطب تکيه ده. ارواپوهنه د دغه كار بنسټ او د دې مداوا په دې تړنه او روابطو كې پلټي. د مرسته غوښتونكي يا لاس نيونكي يا مريد يا عاشق پورې ده؛ خو دغه اتكاء په خپل ذات كې سالمه هغه نه ده. كه د ناروغ درملنه په همدې پړاو كې متوقفه شي؛ نو د هغه د شخصيت وده او سلامتي بيا موندل به په ټپه ودرېږي.
د نوموړي په باور د (عشق په تصوف) كې سرښندنه يو اړخيزه نه ده؛ خو په اتكايي تړنه او رابطه كې هر وخت يو د يوې خوا مينه او عشق او بلې خوا ته مهر او مينه اخېستونكى پاتې کېږي.
صاحب الزماني زيات د مولانا او شمس په عشق تمركز كوي او د تصوف لپاره دا مثال راوړي؛ خو د رحمان بابا په باب دا يو څه صدق كوي. د مثال په توگه په مولويه طريقه کې سماع او موسيقي يو اصل دى. شعر او موسيقي رقص او سماع د عشق په تصوف كې يوه وسيله ده، نه هدف. دا د عواطفو د تلطيف وسيله ده. د قهر او خشونت د كمښت وسيله ده. د يو شان ته والي برابرۍ د ملگرتيا او دوستۍ د جلا والي لپاره د چارې پلټل او د يوازې والي درمان دى؛ خورحمان بابا سره له دې، چې په سماع او موسيقۍ او رقص په باره كې يو غزل او ځينې شعرونه لري؛ خو داسې منظم او د طريقت په بنياد نه دي. کېداى شي د پښتنو محافظه كارې ټولنې او د عنعنوي شريعت د سپوتېزم په دې بهير اغېز كړى وي.
د رحمان بابا په دېوان كې يوازې يو شعر د سماع او رقص په باب موجود دى. سره له دې چې رحمان بابا په مشخص او څرگند ډول د كومې خاصې فرقې او تصوفي طريقت ياد نه كوي؛ خو د سماع او رقص يادونه د هغه د هيجان او بېخودۍ د حالت نماينده گي كوي.
سماع په زياترو په ځانگړي توگه په مولويه طريقه كې يو اساسي ركن دى. صوفيان سماع او موسيقي د داسى حالت د ايجاد لپاره لازمه بولي، چې په هغه كې عارف او سالك له خپله تنه او حالته بهر کېږي او په لويه هستۍ كې د ځاى کېدو او ورکېدو لاره جوړوي.
سماع، عرفاني شور او هيجان:
ساقي را كړه ته و ما ته جام د رقص
زه ارزو په زړه لرم مدام د رقص
ده وې اوس به د خوښۍ ساعت په تاشي
مغني را كړ و ما پيغام د رقص
مسيقي علم خپل استاد را ته تعليم كړ
را نمای كړ هر تار مقام د رقص
سر یې پاس تر نه فلكه څرگندېږي
چې په چا وشي ارشاد اعلام د رقص
چې جلوه پرې د محبوب له لورې کېږي
هرگز نه شته په هغه اشام د رقص
څو لياقت یې هر وگړي څخه نه شته
په لايقو باندې وي انعام د رقص
یې سا په وجود شته عبدالرحمانه
حقيقت به هومرې نه كا تام د رقص
رحمان بابا
انسانيت:
د رحمان بابا په محدود یعنې يوازې يو دېوان كې د ژورو او فلسفي افكارو ډېر څركونه شته. هغه انسان حيوان بولي؛ خو د انسان خويونه د آدم او د خلقت د سترې اسطورې په اساس توجيه كوي.
په ادم كې د حيوان خويونه شته دى
بيا هاله یې آدم بوله چې آدم شي
د انسان كمال
شاعر عشق يوه خدايي وركړه بولي. په دې شعر كې عشق الهامي متاع ده، نه د سود او زيان متاع.
عشق يو داد دى په عاشق باندې له خدايه
هسى نه دى چې یې پيرې يا یې پلوري
وجودي
شاعر د مجنون اسطوره د يو سېمبول په توگه د عشق او يووالي لپاره استعاره گرځوي.
د مجنون د حال پوښتنه به څوك څه كا
جهان واړه كوراكور مجنون ليلا دى
يا دا:
په جذبه د عاشقۍ كه برهم نه شي
بېدادي د مطلوبانو واړه داد دى
چې د آه و د فرياد طاقت یې نه وي
هر سكوت د بې طاقتو آه فرياد دى
سېمبول عشق
د رحمان بابا په نظر عشق يوازې يو نوم نه دى؛ بلكې د هغه په نظر سلگونه نور نومونه لري. دا نومونه سره له دې، چې د طبيعي عشق له افسانو اخیستل شوي دي؛ خو د حقيقي مينې د توجيه او تفسير لپاره كارول کېږي.
بادشاهان په عاشقۍ كې ملنگان شي
ما او تا غوندې وگړي د چا ياد دي
سل په دارنگه نومونه د عشق نور دي
لكه نوم چې د مجنون او د فرهاد دى
چې یې زړه شي هلته کښېني هلته پاڅي
عشق د عقل و د هنر كره داماد دى
چې د څنگه مې دلبر په لاس كې جام دى
نن اورنگ د زمانې زما غلام دى
رحمان بابا
دوه متضاد حقيقتونه
رحمان سره له دې چې په ډېر احتياط د شريعت له پولې څخه تېرېږي؛ خو كله نا كله چې د عشق هيجاني حالت ترسيموي؛ نو د عشق وجوب يا واجبيت له هر ډول فرضو او واجبو پورته بولي.
هېڅ یې مه پوښته له فرضو له واجبو
په هغو چې عاشقي كړه خداى واجبه
عاشقان تر سر و ماله يار ته تېر دي
خداى دې دا طايفه نه كاندي كاذبه
رحمان بابا
انسان مركزيت او وحدت
د وجد او شور په حالت كې رحمان بابا ځان او جانان سره يو بولي او دا د عرفان او تصوف د عقيدې يو بنياد هم دى، چې اغېز یې دلته څرگند دى.
خپل جانان مې هسې نقش دى په زړه كې
نه پوهېږم چې رحمان يم كه جانان
ماوی زړه د مومن عرش دى خبر نه وم
چې به عشق زما دا عرش كاندي وېران
عاشقۍ یې تر هغه حده بېهوش كړم
چې نه هوش لرم نه سر او نه سامان
رحمان بابا
منصوري تومت
داسې جوتېږي، چې رحمان بابا په خپل ژوند كې د تومتونو قرباني هم و. اتهامات پرې هم لگېدلي دي. دا يوازې ذهني او خيالي هغه نه دي، بلکې د هغه د ژوند د واقعيتونو نماينده گي كوي.
لور د لوره د تهمت په غونډو ويشت شم
ملامت را باندې وايي درست جهان
يا دا چې:
دا جهان دى خداى له عشقه پيدا كړى
د جمله و مخلوقاتو پلار دى دا
اوس له دې څه پوهېداى شو؟
د رحمان بابا د دېوان د بېلابېلو فكري بهيرونو او په ځېنو مواردو كې د متضادو او يو له بله سره نا ورته باورونه جوتېږي، چې د رحمان د هستونو ډېر څه ورك او يا له منځ تللي دي. يو دليل دا دی، چې رحمان بابا په خپل دېوان كې داسې عقايد مطرح كوي، چې ښايي، نوموړي د وخت په پوهنو پوره لاسبري درلوده؛ خو داسې يو شخص چې هم د تصوف او هم د ټولنيز ژوند او هم د حكومتدارۍ او استبداد او هم د موسيقۍ او سماع په باب مشخص نظريات لري، څنگه کېداى شي، يوازې يو دېوان د هغه د ژوند پانگه وي. له دې جوتېږي، چې دوه فكتورونه يو د پښتنو محافظه كاره ټولنه او بل د وخت استبداد چې د علم او فرهنګ قدر یې په نشت شمېرلی، د دې سبب شوی وي، چې د ده او د ده په څېر د نورو لسگونو شاعرانو او ليكوالو او د نظر خاوندانو اثار له منځه تللي وي.
د رحمان مينه او رحماني عشق په يو جهت كې نه شو ثابتولی. هغه شاعر و. شاعر ښكلا ويني. دا ښكلا د محسوساتو ښكلا ده؛ خو په ژور محروميت او مفرطې مينې او د وخت حالات انسان دې ته اړ كوي، چې د مينې لپاره بله مجرا او لورى پيدا كړي او رحمان هم چې د هند او د فارس له فرهنګي پوهنو اغېزمن و. د مولوي، حافظ، جامي، سعدي او نورو څخه اغېزمن و. او د پښتونخوا د ستر فرهنګي او سياسي غورځنگ روښاني غورځنگ څخه اغېزمن و. نه شو ويلای، د هغه په باب يو ارتودكسي يا افراطي حكم وكړو.
ياداښتونه:
۱. فرويديزم ونيو انارشيزم. مقاله م.ف انديشمند. ياداښتونه
۲.كارل، گوستاويونگ. روان شناسی ضمير ناخوداگاه. (ترجمه محمد علی اميری). چاپ هشتم. ۱۳۹۷
۳. يونگ، كارل گوستاویونګ. تحليل رويا ترجمه رضا رضايی. نشر افكار. چاپ دوم: ۱۳۸۲
۴. ادونيس، علی احمد سعيد. تصوف و سور رياليزم. د دكتر حبيب الله عباسی ژباړه. سخن: ۱۳۸۵
۵. همدانی، عين القضات. تمهيدات. (با مقدمه و عفيف عسيران). منوچهری. چاپ هشتم: ۱۳۸۹
۶. دکتر عبدالحسين، زرينکوب. از کوچه رندان. درباره زندگی و انديشه حافظ. انتشارات امير کبير. چاپ شانزدهم، تهران: ۱۳۹۴
۷. دوست، محمد کامل مومند.رحمان بابا. (ترتيب، تدوين محمد زبير حسرت) چاپ. دانش خپرندويه ټولنه۔۱۳۸۴
۸. رفيع،حبيب الله. رحماني خم. چاپ (د ختيځې سيمي د ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکه ټولنه (دانش خپرندويه موسسه)، کال: ۱۳۸۸
۹. لوی ماسينيون. منصور حلاج. (د روان فرهادي ژباړه)، کتابخانه ملي، ايران، کال: ۱۳۸۱
۱۰. محى الدين اکبر، فصوص الحکم. (فارسي عربي)، (ترجمه توضيح و تحليل محمد علي، موحد و صمد موحد) چاپ: تهران: ۱۳۸۵
۱۱. The poet of Rahman BaBa (translated by.Rober Sampson and Momen Khan.Master). Printer.Mahallah Jangi.Peshawar..2005
۱۲. سجادی سيد جعفر. فرهنګ. اصطلاحات وتعبيرات عرفاني. چاپ ششم. تهران:۱۳۸۱
۱۳. صاح الزماني، ناصرالدين.خط سوم. چاپ بنيان تهران.کال: ۱۳۷۴