پښتانه څنګه خپله پښتو پردۍ کوي
سریزه
یو پښتو مضمون مې لوست. متن یې په نامانوسو او مصنوعي کلماتو کې داسې پېچلی و چې هرې جملې سره باید لاس او ګریوان شوی وی چې معنا مې ورنه اخیستې وی. د کلونو تعلیم او تحصیل سره سره د یو پښتون ژبپوه په صفت خپله پښتو راته پردۍ وه؟
دوې خاطرې را په یاد شوې. په امریکا کې زما په کتابخانه کې د یو بخارایي استاد سترګې د بلخي مولانا د مثنوي معنوي په یوه خاصه نسخه ولګیده. کتاب مې ورکړ خو ویې ویل: «لوستلی یې نشم ځکه مونږ تاجیکان یوازې په سیرلیک (روسي) الفبا بلد یو او عربي رسم الخط نشو لوستلی.» د نی نامې څو بیتونه چې مې ورته ولوستل، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې… ویل یې: «دا ښکلي شعرونه مو له پلرونو نه اورېدلي وه خو اوس مونږ تر تاجیکي په روسي ښه پوهېږو.»
بل وخت یوې پېښورۍ محصلې د امریکا په یو پوهنتون کې له ما نه د پښتو د شعر نمونه وغوښتله. د خوشحال خټک یو شعر مې پیدا کړ او ور مې کړ. ویل یې: «ته یې راته ولوله. زه یې نشم لوستلی.» ما ورته وویل: «با سواده او با تعلیمه پښتنه یې، په پښتو هم پوهیږې او خپله ژبه نشې لوستلی؟» دی دې وویل: «جي، ما په انګلیش سکول کړی پوختو راله راځی، خو ریډینګ کولی نشم.» هک پک پاتې شوم.
افسوس مې وکړ چې څنګه روسانو تاجیکانو ته خپله ژبه پردۍ کړې او انګریزانو پوختنو ته. سیاسي استعمار له منطقې تللې، خو د فرهنګي استعمار اثرات یې هسې پر ځای پاتې دی. وروسته چې مې د تېرو تللی خیال را خپل کړ، دې ته مې پام شو چی پر هغو به پردیو خپلې ژبې پردۍ کړي وي، خو پر مونږ پښتنو خپله ژبه پردۍ کړې. د علت په لټه له قلم سره وخوځېدلم:
۱ – د ژبی طبیعي تحول او بدلون
د طبیعت د بلې هرې پدیدې په شان ژبه په تنوع، تراکم، او تبادله کې وده کوي، له یو بل نه ژغونه، ترکیبونه، او کلمات په عاریت اخلي څو د یوې منطقې د بیلابیل ژبو د ویونکو تر مینځ افهام او تفهیم زیات شي. د یوې ژبې پیاوړتیا د هغې ژبې د خلکو په علم، فرهنګ، ادب، رحانیت، خلاقیت، او نورو خصلتونو پوری تړلې ده. که څه هم هره ژبه ولسي (فلکلوري) سرودونه، سندرې، او شفاهي ستاینې او داستانونه لري، خو حتمي نده چې هره ژبه دی علمي، فلسفي، تمدني، او د لوړ ادب او شعر ژبه وګڼل شي.
په نړۍ کې یوازې څو محدودې ژبې د علم، فلسفې، او ساینس ژبې پېژندل شوي چې اکثره علمي اصطلاحات له هغو نه نورو ژبو ته انتقالیږي. دا ژبې چیني، سانسکریټ، عربي، او یوناني/لاتین دي. د ختیځې آسیا ژبې خپل علمي اصطلاحات له چیني له چیني ژبې نه اخلي، د هند د نیمې وچې ژبې یې له سانسکریت نه، د اسلامي نړۍ ژبې یې له عربي نه اخلي، او اروپایي ژبې خپل علمي اصطلاحات معمولاً له یوناني/لاتین نه اخلي.
معاصر علمي اصطلاحات لکه فلسفه، دموکراسي ، اسطرلاب، کیمیا، الجبر، کارما، حج، تیلسکوپ، کمپیوتر، ویبسایت، قرنطین، کرونا او نور له همدغو ژبو راغلي چې په نورو ژبو کې معمولاً له ترجمې پرته استعمالېږي . د تاریخ په اوږدو کې خاصې ژبې تمدني پېژندل شوي دي لکه لاتین، عربي، یا انګریزي او ځینې مذهبي ژبې ګڼل شوي لکه عبري، عربي، سانسکریت، زړه اوستا او یوناني. په نړۍ کې یوازې څو محدودې ژبې د علم، فلسفې، او ساینس ژبې پېژندل شوي چې اکثره علمي اصطلاحات له هغو نه نورو ژبو ته انتقالیږي. دا ژبې چیني، سانسکریټ، عربي، او یوناني/لاتین دي. د ختیځې آسیا ژبې خپل علمي اصطلاحات له چیني له چیني ژبې نه اخلي، د هند د نیمې وچې ژبې یې له سانسکریت نه، د اسلامي نړۍ ژبې یې له عربي نه اخلي، او اروپایي ژبې خپل علمي اصطلاحات معمولاً له یوناني/لاتین نه اخلي. معاصر علمي اصطلاحات لکه فلسفه، دموکراسي ، اسطرلاب، کیمیا، الجبر، کارما، حج، تیلسکوپ، کمپیوتر، ویبسایت، قرنطین، کرونا او نور له همدغو ژبو راغلي چې په نورو ژبو کې معمولاً له ترجمې پرته استعمالېږي . د تاریخ په اوږدو کې خاصې ژبې تمدني پېژندل شوي دي لکه لاتین، عربي، یا انګریزي او ځینې مذهبي ژبې ګڼل شوي لکه عبري، عربي، سانسکریت، زړه اوستا او یوناني.
زر کاله پخوا اسلامي تمدن د همرنګۍ، همنوعۍ، او همکارۍ په فضا کې مختلف ملتونه په یوه ټغر را ټول کړل او ټولو ولسونو د اسلامي تمدن د انسجام، اتحاد، او پراختیا په سبب کوښښ کاوه چې عربي کلمات په عاریتي توګه په خپلو ژبو کې استعمال کړي څو د ټولو ولسونو ترمینځ تفاهم زیات شي. خو زرکاله وروسته ذهنیتونه کاملاً معکوس شوي او هر ملت غواړي له خپلې ژبې نه د عربي او نورو ژبو کلمات وباسي. دغه کار د اسلامي ټولنو تر مینځ تفاهم او همکاري لږ کړي.
پښتو له پاړسي سره ګډ اریایي میراث او مشترک کلمات لري. خو د دغو دواړو ژبو تاریخ له متفاوتو پړاونو نه تېر شوي دي. د بحث د وضاحت لپاره پاړسي په دریو برخو وېشو:
الف – تمدني پاړسي (د اسلامي تمدن دوهمه ژبه)
ب – ملي پاړسي (د ملی هویت ژبه لکه دری، تاجیکی، فارسی)
ج – محلي پاړسي (د منطقوي لهجو ژبه)
تمدني پاړسي هغه ژبه ده چې د الحمیادو، السواحلي، او اردو ژبو تر څنګ د اسلامي تمدن له څلورو عمده ژبو ګڼل کیږي چې د اسلامي تمدن په پراختیا کې یې مؤثره ونډه درلوده. د عربي تر څنګ تمدني پاړسي په نسبي توګه د پښتنو د دیانت ژبه هم ده ځکه پښتنو ته اسلام او دیني اصطلاحات د پارس له لارې راغلې او د عربي/پاړسي رنګ یې اخیستی لکه اودس (آب دست)، (ن)ماز دیگر، روزه او نور.
پښتنو، له کوم حساسیت نه پرته، د عربي او تمدني پاړسي کلمات خپل ګڼلي دي. دغه کار د پښتو ژبی د لغاتو ذخیره زیاته کړې او په علمي، فلسفي، فقهي، شعر، ادب او د ژبی په نورو برخو کې یې آستانتیاوې را مینځ ته کړي دي.
په دې سبب د منطقې ډېرو ولسونو د تمدني پاړسي په وده کی کې برخه اخیستې: ساماني تاجیکو د بلخ په دربار کې پاړسي ژبه وروزله، ترکانو په غزنی کي، غوري، لودي، خلجي، او سوري پښتنو په دهلي کې، مغلو په هند کې، هوتکو، ابدالیو، او محمدزیو پادشاهانو په پارس او افغانستان کې پاړسي د دربار د ژبې په توګه پاللې.
۲ – ژبپالنه، نژادپالنه، او ملتپالنه
سل کاله دمخه د نازي المانانو نږدې سیاسي اړیکې له ترکې، اوسنی ایران، او افغانستان سره ددې سبب شوې چې د نازیانو د نژاد پالنې ذهنیت په غیرشعوري توګه د غربیت او ترقي تر نقاب لاندې په دغو اسلامي هیوادو کې پلي شي او د ملي غرور د پیاوړتيا تر سیوري لاندې هر ترک، ایراني، او افغان د خپلې نژادي برتري د اثبات په غرض خپله ژبه له تاریخي نظره تر نورو زړه او مقدمه وګني او له لغوي نظره یې د نورو ژبو له تأثیر نه آزاده او «پاکه» کړي.
اتاترک له عربانو سره د دښمني په سبب د مدني اصلاحاتو په بهانه اسلامي خلافت، عربي رسم الخط، دیني القاب او رسوم لغو کړل او د عثماني ترکیې په اته سوه کلن لرغونی تاریخ یې خاوری واړولې. خلک یې سمدلاسه له خپل تاریخ، ژبی، او سیاسي فرهنګ سره پردي کړل.
شوروي روسیې هم د اتاترک له سیاست نه په تقلید، یا د هغه په بهانه، د فرهنګي تجدد په نامه د منځنۍ آسیا ولسونه له خپلو دیني، ثقافتي، او د ژبې د ادب له تاریخي میراثونو څخه پردي کړل، او د دوی اړیکې یې له ګاونډیو هیوادونو سره وشلولې. تاجیکي ژبی ته یې سیاسي هویت ورکړ او الفبا یې له عربي نه لاتین ته، او بیا سیریلیک ته واړوله او تاجیکان یې په مکرره توګه عمداً کم سواده وساتل.
د پارس دولت د خپل هیواد نوم ایران کړ او د ترکانو په څېر یې خپل ضد عربي سیاسي کړنلار غوره کړه او له پاړسي ژبې نه یې د عربي کلماتو او اصطلاحاتو «پاکسازي» پییل کړه او پر ځای یې اروپايي عاریتي او نور مصنوعي کلمات وکارول.
په افغانستان کې د پښتو ملي ژبې ته د رسمي ژبې جامه ور واغوستل شوه. خو د پښتو ژبې د پراختیا کوښښونه په غیر شعوري توګه د منطقې د ژبنیو شوئونستي حساسیتونو سره چې له اوسني ایران نه یې اور ته لمن وهل کېده مخامخ شوه چې د پښتو د پیاوړتیا له مثبتو ابعادو سره سره د متنازع سیاسي شعور د راپارېدلو سبب شوه.
د هغو غلطو انتباهاتو له مخې چې په غیرشعوري توګه له نازي المان نه او بیا په تقلیدي توګه له ترکیې او پارس نه واخیستل شول، د پښتو او پارسي رابطه د اسلامي تمدن له محور نه وایستل شوه، او د اوسنی ایران او افغانستان د کورني سیاست پر محور را وڅرخول شوه. زمونږ ګاونډی هیواد چې لا هسې د ایران/پارس د سیاسي هویت په بحران کې کښېوتلی و خپل نژادي هویت یې ایراني و باله خو خپل ژبني هویت یې پارسي وساته. ځکه یې پاړسي خپله ملي ژبه اعلان کړه. د تاجیکستان او افغانستان دولتونو د ملي ګرايي له مخې د خپلو متمایزو ژبنیو هویتونو د ساتنې په منظور خپلی پاړسي لهجې په رسمي توګه په ترتیب سره تاجیکي او دري ونومولې.
د اوسنی ایران او افغانستان د ملي ژبو د رسمي کولو یو عمده توپیر دا و چې ایران یوه مسلطه تمدني او درباري ژبه ملي او رسمي اعلان کړه او د هغه له مخې یې د پارسي ژبې د ټول اسلامي تمدن د میراث ادعا وکړه.
په افغانستان کې پښتو یوازې په نسبي ډول د دربار او بازار ژبه وه. کله چې حکومت وغوښتل چې پښتو رسمي ژبه کړي، ددغه کار لپاره یې نه علمي پانګه درلوده او نه یې د عملي کېدلو لپاره د تعلیمي اصولو په معیار سمبال تدریسی تدریسي کدرونه درلودل. د راپارول شویو حساسیتونو له مخې د پښتو ژبی تشویقي زده کړه د جبري زده کړې په ذهنیت کې وپېژندل شوه.
په دی ډول پښتو د یوې قومي/ملي ژبی په توګه له اسلامي تمدني پاړسي ژبې سره د یو نابرابره رقابت په ډګر کې ودرول شوه. د دغه رقابت په نتیجه کې له یوې خوا د افغانستان تاجیکانو (د ایرانیانو په تقلید یا لمسون) د تمدني پاړسي ژبی ټول تاریخي او ادبي افتخارات د ځان و ګڼل، او له بلی خوا یی د پښتو او پاړسي تر مینځ مشترک اریایي کلمات د پاړسي انحصاري حق وګاڼه. ځینی پښتنو هم پرته له دې چې د اریایی ژبو مشترک کلمات د پښتو او پاړسي ګډ میراث وګني، د تاجیکانو د انحصاري مالکیت ادعا ته تسلیم شول او پر ځای یې د پښتو ژبی لپاره د نویو مصنوعي کلماتو په جوړولو پییل وکړ.
۳ – له عاریتی کلماتو سره حساسیت
آیا په یوه ژبه کې د عاریتي کلماتو شتون عیب دی؟ د ژبو تر مینځ د عاریتي کلماتو تبادله یو طبیعي امر دی. په نړۍ کې هیڅ ژبه نشته چې عاریتي کلمات په کې نه وي. حتی قراني عربي کې د پاړسي (پهلوي)، حبشي، یوناني، هندي، سریاني، عبري، نبطي، قبطي، ترکي، زنګي، تمازیغت یا بربري ژبو کلمات شته. همدغه راز په نړۍ کې تر ټولو پر مخ تللي بین المللي ژبې هغه دي چې له نورو ژبو یې ډېر کلمات په عاریت اخیستې وي لکه انګریزي چې یوازې ۲۶٪ کلمات یې جرمنیک یا انګریزي الاصله دي، پاتې یې ۲۹٪ فرانسوي، ۲۹٪ لاتین، ۶٪ یوناني، او پاتې یې له نږدې شپېتو نورو ژبو نه پورکړي.
همدغه راز د اسلامي تمدن په پییل کې د پاړسي ژبې د محبوبیت یو سبب دا و چې د نورو ژبو عارتیي کلمات یې په پراخه پیمانه اخیستې و. د دري پاړسي ۸۶٪ کې کلمات عربي دي. ددغو عاریتي کلماتو د زیاتې ونډې په سبب دري پاړسي له استانبول نه تر بنګاله پورې د دربار او بازار د ژبې په توګه خپره شوه.
د ژبې د طبیعي بدلون له مخې د نویو کلماتو او اصطلاحاتو جوړول او معیاري کول یو مسلم امر دی. دغه کار ته په ژبپوهنه کې «نیولوجیزم» وایي چې کله کله ادبي سطحي ته د محلي اصطلاحاتو د لوړولو له لارې حاصلیږي. په پښتو کې ځینې عربي یا پاړسي اصطلاحات ترجمه کېږي او د پښتنو د دود او دستور رنګ ورته ورکول کېږی. د زمانې له تقاضا سره برابر دغه راز نوښتونه د یوې ژبې په لغوي پانګه او ادبیاتو مثبته اغیزه کوي او د پښتو ژبې په مورد کې یې د ادبی اصطلاحاتو ذخیره پیاوړې کړې.
خو کله کله نیولوجیزم سیاسي او یوې تعصبي انګېزې پر بنا ولاړ وي او هدف یې پر نورو ژبو دخپلې ژبې برتري ثابتول وي. دغه ډول نیولوجیزم د اوسني ایران د «پاکسازي» کوښښ په جامه کې له ټولې عربستیزي سره افغانستان ته سرایت کړی هان تر دې چې عربستیزي یې د تاجیکانو د سیاسي غوښتنو په ترځ کې د پشتوستیزي رنګ اخیستی. زمونږ غولېدلي تاجیک ورونه هڅې کوي چې د پښتو ژبې ، فرهنګ، تاریخ، او ادبیاتو ته سپکاوی وکړي. ځینې پښتانه لیکوال تعصب ته په تعصب ځواب ورکوي او د پاړسي کلماتو له استعمالو نه ډډه کوي. د پښتنو او تاجیکانو تر مینځ د تشنج او سیاسي رقابت په مکدره فضا کې د پاړسي ژبې عاریتي کلماتو سره ضدیت د سیاسي رقابت رنګ اخیستی او په هیواد کی متنازع ذهنیت ته شدت ورکوي.
په دغه «له نورو زار له خپلو بیزار» ذهنیت کې اوسني ایرانیان او د افغانستان ایراني مشربان په عربستیزي کې د غرب خواته مندې وهي مثلاً د عربي «تشکر» پر ځای د فرانسوي «مرسي» وایي یا شفاخانې ته بیمارستان وایي، ځینې پښتانه بیا له عربي/ پاړسي سره د حساسیت له مخې د شرق خوا ته د هندي/ اردو لمنې ته ځان اچوي مثلاً فیل ته هاتي وايي یا خدمت ته چوپړ وايي. تاجیکان او پښتانه په غفلت کې د تعصبي نیولوجیزم فاشیستي ریښو ته متوجه نه دي او په غیر شعوري ډول له خپلو هیوادوالو خویندو وروڼو سره خدای مکړه د نازي المانانو د نفرت چالچلند کوي.
ځینې باسواده پښتانه لیکوال په پښتو کې د عربي/ پاړسي کلماتو شتون لوی عیب ګڼي او په دې باور دی چې پښتو باید له پردیو کلماتو پرته ولیکل شي. خو کله چې د پښتو ژبی د لغاتو ذخیره محدوده ویني د
دا لیکنه …… په ۲۶ پاڼه کې دوام کوي …
مصنوعي کلماتو په جوړولو پییل وکړي. ځینې نور ځان مجبور احساسوي چې باید د پاړسي ژبې د هرې کلمې لپاره هرومرو یوه معادله یا مترادفه پښتو کلمه پیدا کړي یا یې په مصنوعي توګه جوړه کړي.
ددغو مصنوعي کلماتو د جوړولو په سبب د اوستایي ژبو یوازنی میراث ساتونکي ژبه د یوې مصنوعي پښتو ژبې څېره غوره کوي، د سلهاو او زرهاو مانوسو او منل شویو عربي/پاړسي کلماتو تحریمول د عربي/پاړسي/پښتو د مشترکو کلماتو سرشاره ذخیره له فقر سره مخامخ کوي، او د موثقو کلماتو معنا او د املا انسجام له مینځه وړي.
برسیره پر دې، د دقیقو او مشخصو مترادفو عربي کلماتو پر ځای داسې مصنوعي او مبهم کلمات استعمالېږي چې نه معنا په کې روښانه وي، او نه د ترادف او تعادل رنګ په کې لیدل کېږي. مثلاً «لمانځل» په ځانګړي توګه د بیلابیلو مترادفو عربي کلماتو پر ځای استعمالېږی استعمالېږي لکه: صلات، عبادت، مناجات، تجلیل، احتفال، تمجید، تقریظ، تمدیح، تعظیم او نور. په نتیجه کې هم خدای لمانځل کېږی، هم د استقلال جشن لمانځل کېږي، او هم د یو شاعر د تلین ورځ لمانځل کېږي. یا مثلاً معلومه نده چې د «ویی» مصنوعي کلمه د کومې عربي کلمې مترادف وګڼو: کلمه، لغت، لفظ، اصطلاح، معجم، الالقأٰء، یا قاموس؟ په همدې توګه «نیوکه» د اعتراض، تعرض، انتقاد، (ادبي) نقد، ایراد، احتجاج… پر ځای استعمالېږي. دغه عربي کلمات دقیقې، مشخصې، او متناسباً متفاوتې معناوې لري چې «نیوکه» د هغو ټولې معناګانې نشي افاده کولی. په پښتو باندې ددغه راز تعصبي نیولوجیزم تحمیلول د معاوضه شویو کلماتو د معناګانو د مختلفو ابعادو ظرافتونه او لطافتونه له مینځه وړی وړي.
۴ – معیاری پښتو د عامیانه لهجو سطحی ته ټیټول
د ژبو تر مینځ د عاریتي کلماتو د املایي طرزالعمل له مخې عاریتي کلمات په دوهمه ژبه کې د امکان تر حده د خپلې اصلي ژبې املایي شکل او تلفظ ساتي که څه هم د دهمې ژبې د دستوري جوړښت او صوتي قوانینو رعایت په کې کېږي. البته ځینې داسې عربي کلمات شته چې د صوتي، املایي، او تر یو حده معنایي ابدالونو په نتیجه کې د وخت په تېریدل سره عربي/پاړسي کلماتو سره خپل ورته والی بایللی لکه قراضه > غرازه > کړزه، عوره > عورت > اورته، کنار آبی > کنار اوی > کڼاوی، فوج > پوځ، تفحص > تپوس.
عامیانه تلفظ د ولسي او فلکلوریک هنر، ادب، او نکلونو د ساتلو لپاره ضرور دی، خو یوه ټولنه د خپلو لوړو ادبیاتو، شعر، طنز، لنډو قصو، اوږدو ادبي داستانونو، حماسو او کارنامو د لیکلو لپاره رسمي، معیاري او ادبي لیکدود ته ضرورت لري. په هغه صورت کې د محلي لهجو تفاوتونه د یو معیاري لیک دود په املایي شکل کې ساتل کېږی کېږي چې د هغه له مخې د یوې ژبې تاریخ، ادب، شعر، او نور علمي آثار خوندي پاتې کیږي. تعامل دا دی چې عامیانه تلفظ د کلماتو د معیاري املا تابع وي. یعنی عوام او کم سوادان د پوهانو تابعیت کوی کوي ، نه برعکس.
اوستایي پښتو او له فُرس قدیم نه زېږیدلې پاړسي ګډې لغوي ریښې لري چې د پښتو ژبی د معادلو او مترادفو کلماتو د املا په معیاري کولو کې ډېره مرسته کولی شي. مثلاً د «ځ» او «ز» املایي مناسبت. معمولاً هغه کلمات چې په پاړسي کې په «ج» لیکل کېږي په پښتو کې په «ځ» لیکل کېږي لکه ځای، ځوان ځنګل، ځلا، ځورول، ځېل… هغه کلمات چې په پاړسي کې په «ز» لیکل کېږي په پښتو کې معمولاً په «ز» یا «ژ» لیکل کېږي لکه زمکه، زنګون، زنه، زمی/ژمی، زوند/ ژوند… او هغه کلمات چې په پاړسي کې په «چ» لیکل کېږي په پښتو کې په «څ» لیکل کېږي لکه څه، څا، څو، څادر، کوڅه، څکل، څلور، څرب، څنګه… ددغو صوتي ابدالونو له مخې د پښتو ژبی د لیکدود په برخه کې د پاړسي د عاریتي کلماتو وجود ډېره مرسته کوي.
د عربي ژبې د کلماتو اشتقاقي ترکیب د یو مصدر ټول ۲۸ ممکن شکلونه خپلې مرتبطې معانموې ساتي. په دې توګه د عربي ژبې ریښه وي انسجام د لغاتو په زده کولو، پېژندلو، او د لغوي زخیرې په زیاتولو کې ډېره مرسته کوي.
نو ځکه که د پاړسي او عربي ژبو عاریتي کلمات د معیاري املا پر ځای د عامیانه تلفظ په املا ولیکل شي، د بې شمیره عامیانه لهجو په سبب د صحیح لیکنې معیار له مینځه ځي. د دغې انارشي یا خپل سري په سبب هرڅوک کولای شي هره کلمه په خپل سر دهرې لهجې په تلفظ او په هره املا چې یې زړه غواړي ولیکي. په نتیجه کې د پښتو ژبې د املا معیاري کول چې له کلونو راهیسې کار پرې شوی له مینځه ځي.
په ډېر تأسف باید ووایو چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د «پښتو – دري لنډ قاموس» ددغو اصولو رعایت ندی کړی. مثلاً د «معنی/معنا» کلمه په کې د «مانا» په شکل لیکل شوی چې د ریښې او مفهوم ارتباط یې د نورو مشتقاتو لکه یعنی، معین، تَعْین، تَعَیّن، عین، عیناً، عینیت، اعیان… سره له مینځه تللی دی. څنګه چې عربي د علم، طب، نجوم، فلسفی، روحیاتو، الهیاتو، او عرفان ژبه ده، د «مانا» شکل ددغو علومو له ورته اصطلاحاتو سره کاملاً بی مفهومه او بی ارتباطه شوې.
همدغه راز کله چې د «معلومات» کلمه د «مالومات» په شکل لیکل کېږي، نه یوازې مضحکه او نامانوسه ښکاري، بلکه د لیکوال پر بی بیسوادي دلالت کوي. که هدف د عربي کلماتو او عبارتي ترکیبونو له استعمال نه ډډه کول وي، نو «معلومات» چې د «معلوم» جمع ده باید جمع یې د پښتو د جمعې د قانون له مخې «مالومونه» ولیکل شي او د «معلوم» نور مشتقات لکه علم، معلوم، معلم، تعلیم، عالِم، عالم هم باید د ایلم، مالوم، مالیم، تالیم، آلیم، آلَم… په شکلونو ولیکل شي. دا خلک پر ځان خندول دي. که د پښتنو یو نسل په دې مزخرفه عمدي بې سوادي کې وروزل شي ، ټول تاریخي او ادبي آثار به ورته پردي وي او لوستلی به یې نشي. د تعصب له مخې د عربي او پاړسي کلماتو له استعمال نه د ډډه کولو په نتیجه کې ذکر شوی پښتو قاموس هسې د محلي عامیانه لهجو د تلفظ یوه ټولګه بللی شو، نه یو لغوی موخذ.
ځینې پښتانه لیکوال چې په غیر شعوري توګه د دغه تعصبي نیولوجیزم په مرض مبتلا شوي هسی هسې «پښتو» متنونه لیکي چې پښتنو ته له پردی زبې لا پردی ښکاري. د مثال په توګه یو پښتانه لیکوال دغه مطلب د «نغوتنومځري» په هکله لیکي:
«هغه نومځري دي چې وګړيو يا څيزونو ته نغوته کوي او هغو د نومونو ځای نيسي او يا ورسره لکه لنډ ستاينوم د مخټاکي په توګه ملګرتيا کوي. نغوتنومځري د ځيزونو، پديدو او ژويو لپاره د ځانګړو نومځرو پرځای هم راځي. په بله وينا، ځانګړي نومځري يوازې په وګړو پورې اړه لري. نغوتنومځري د نوږي، ګڼې، پېر او يوازې درېيم وګړي او واټن له مخې اوړون لري.»
ددغو جملو د مصنوعي کلماتو ثقلت ذهن د عبارت په هر بند کې را ایساروي او د نامانوسو کلماتو د معنا په برخه کې حتی حدس او تخمین له ځنډ او خنډ سره مخامخ کوي او په نهایت کې د مطلب افاد صفر ته نژدې کوي. د همدې مضمون پاړسي متن ښیی چې د بحث موضع اشاري ضمیرونه دی دي. دا سؤال را مینځ ته کېږي چې که په پاړسي، ترکي، ارود، سندي، او د اسلامي نړی په نورو ژبو کې اشاري ضمیرونه عربي ته په ورته اصطلاح «اشاری ضمیرونه» یادېږي، ولې د پښتو په دغه متن کې هیڅ داسې کلمه نشته چې اشاري ضمیر ته ورته والی ولري ؟
متأسفانه دغه تعصبي نیولوجیزم رسمي نشراتو او انترنتي خپرونو ته هم سرایت کړی. د مثال په توګه کله چې د ویکیپیدیا یا ګوګل پښتو متن لولی کلمات مو تر سترګو تېرېږي، خو د جملې په آخر کې معنا د نامنوسو کلماتو په ګرو کې پاته وي. د مقایسې په توګه که یو پاړسي متن د ګوګل ترجمې ته ورکړئ ۹۵٪ روان، سلیس، او د افهام وړ ترجمه کوي. خو که ورته پښتو متن ورکړی داسې ترجمه شوی عبارات درکوي چې د ثقیلو مصنوعي کلماتو په سبب د فکاهیاتو او مزخرفاتو تر مینځ ځای لري. لوستونکي نه پوهېږي چې ورته وخاندی که وژاړی. ددغه تعصب په سبب پښتانه حتی د یوې عصری تکنالوژي له ښې او مناسبې استفادې نه محروم پاتې کېږي.
۵ – ادبي آثارو کې لاس وهنه
د ژبني تعصب تور ښامار منګونی د پښتو لرغونو ادبی آثارو ته هم رسېدلی. د پښتو د شعر او ادب د پلار خوشحال خان خټک نوی چاپ شوی کلیات نه یوازې په غلطه املا د «خوشال» په نامه لیکل شوی بلکه په پوره ګستاخي او بیشرمي یو بیسواد پرې لیکلي «له نویو زیاتونو او سمونو سره».
بیا یې د خوشحال نوم د کتاب په متن او دده د ټولو غزلو، بوللو، او قصیدو په مقطع کې په قصدي او عمدي توګه په غلطه املا «نا سم» لیکلي. دا کار نه یوازې د یو لوی شاعر په اشعارو کې بی ځایه تصرف دی، بلکه د پښتو د ادب پلار ته خورا لوی توهین او سپکاوی دی. یو څوک څنګه په پوره سپین سترګتوب جرأت کوي او د خوشحال نوم «تصحیح» کوي ؟؟؟ ګڼې خوشحال خان خټک داسې بیسواده و چې نه یې خپل نوم درست لیکلی شو او نه د خپل نوم په معنا پوهېده؟ د پښتو د ادب پلار ته د دغو سپکو سپورو سپکاوی پښتنی دود او دستور ته لوی شرم دی.
د یونان د تاریخ د پلار هیرودت نوم په دوه زره کاله کې چا په غلطه املا ندی لیکلی. د شیکسپیر نوم دا پنځه سوه کاله په هغه املا لیکل کېږي چې په انګریزي ژبه کې هغه وخت مروجه وه. نور ولسونه د خپلو ادبي میراثونو درناوی کوي، د خپلو ادیبانو او شاعرانو حرمت ساتي، او آثار یې له تصرف نه خوندي ساتي. خو زمونږ ناپوهه پښتانه د خوشحال خان خټک په سلګونو شعرونو کې د تعصب له مخې عمدي تصرف کوي او دده ښکلی نوم په غلطه املا لیکي او د خوشحال د «خوش + حال» په ښکلي اسم با مسمی نوم باندې خپل جهالت تحمیلوي. هسې نوم چې معنا یې په خوښ حال کې تقدس ته تقرب پیدا کوي. هغه روحاني حال چې یوازې د عارفانو نصیب کېږي او د خیال په دنیا کې د خوشحال غوندې یو شاعر لپاره مناسبترین نوم دی.
د پښتو د شعر پلار د اندېښنې او تبحر خاوند و، خوشحال خان نه په تعصب کې زېږیدلی و او نه په تعصب کې روزل شوی و. خوشحال خان خټک نه یوازې د پښتو د ادب پلار دی، بلکه د پاړسي ژبې شاعر هم دی او په لسګونو غزلې، رباعیات او شیر وشکر شعرونه یې په ډېر ژور تخیل او د ډېر لوړ شعري صنعت په قالب کې په پاړسي ژبه کښلې. یوه کوچنی نمونه یی دا ده:
از او دل برگرفتن کار من نیست
که از جان سیرگشتن کار تن نیست
چمن را گرچه گُلها بس شگرفست
ولی همچون رخت گل در چمن نیست
مرا گویی بگو وصف دهانم
چه گویم، چون در او جای سخن نیست
من و سودای رویت، تا که هستم
اگر چه خود ترا پروای من نیست
غمت تا در دل و جانم وطن کرد
مرا در کوچهٔ شادی وطن نیست
چرا خوشحال را پرسی که چونی
مگر از چهرهٔ او مُبرَهَن نیست؟
(د خوشحال خان خټک د نوم په هکله د مشرح لیکنې انتظار و اوسی)
۶ – له پښتو لیکوالو نه هیله:
پښتانه لیکوال په غیر شعوري توګه له پارسي سره په داسی بی لزومه رقابت کې کښېوتلي چې د لغوي اختراعاتو په سبب پښتو له تاریخي ادبي آثارو نه فاصله پیدا کوي. په اوسني ایران کې د ژبې د«پاکسازي» له امله هغه پاړسي چې له دجلې تر کاشغره خبرې پرې کېدې، اوس له مشهده تر هراته د پوره پوهېدلو وړ نده، هان تر دې چې که سعدي یا حافظ له ګوره را پاڅي د اوسنیو ایرانیانو په ژبه نه پوهیږي. په ورته ډول د معاصرو پښتنو لیکوالو په پټو سترګو تقلید هم سبب شوی چې که پیر روښان یا رحمن بابا له قبره را پاڅي، د نننی کابل د نیولوجیستانو په پښتو نه پوهېږي. «خوشال» خو به د خپل نوم د غلطې املا په لیدلو لا په قبر کې مخ واړوي.
پښتانه لیکوال باید د ابهام له تیارو نه د واقعیت روښنایي ته را ووځي او دغه حقیقت ومني چې په یوه ژبه کې د عاریتي کلماتو شتون عیب ندی، بلکه صفت او ضرورت دی. د عاریتي کلماتو کارول پردی را خپلوی، خو د مصنوعي کلماتو کارول خپل پردی کوي. د نویو کلماتو او علمي اصطلاحاتو جوړول د هرچا کار ندی، بلکه د پښتو ټولنې په شان د یوې باصلاحیته علمي ټولنې مسولیت دی. په نورو ژبو کې که څوک یوه منل شوې کلمه په متفاوته املا ولیکي، غلط ګڼل کېږي. خو په دې ګډه وډه آنارشي کې اصلاً د پښتو په املا کې غلط او صحیح نشته. هرڅوک هره کلمه په هره املا چې زړه یې غواړي، لیکي یې.
په غیرشعوري توګه تعصبي نیولوجیزم د پښتنو په بی سواده ساتلو کې ونډه لري. یو پښتون باید درې ځلې با سواده شي: لمړی په مسجد کې د قران لوستلو په خاطر په عربي رسم الخط کې، دوهم ځلې په ښونځي کې د پښتو د لیک لوست په خاطر، او دریم ځلې، د نویو نامانوسو مصنوعي کلماتو او اصطلاحاتو سره د آشنایی په خاطر.
هر څومره چې په یوه ژبه کې، مصنوعي او نامانوس کلمات ډېرېږي، د ویونکو تر مینځ یې د افهام او تفهیم او پوهې او مراودې اړیکې له مینځه ځي. که په یو عبارت باندې ډیرې مصنوعي کلمې بار شي، متن منحصر په فرد کېږی او د ژبې اجتماعي خاصیت له مینځه ځي. په بل عبارت یوازې هغه څوک په متن پوهېږي چې لیکلي یې وي.
د افغانستان غیرپښتانه ولسونه که په پښتو خبرې نشي کولای، اقلاً د عربي/پاړسي د عاریتي او مشترکو کلماتو له برکته د مطلب افاده کولای شي. د تعصبي نیولوجیزم په نتیجه کې دغه عربي/پاړسي مشترک کلمات چې د دغو ژبو تر مینځ د ارتباط مزې دي، شلېږي او پر ځای یې ثقیل او نامانوسه کلمات د خپل مینځي او تفاهم په لار کې خنډونه جوړوي. که پښتو دومره سخته کړي چې پښتانه لا نه پرې پوهېږي، نو بیا له اوزبیګ، هزاره، تاجیک، او ترکمن نه څه توقع لری چې پښتو زده کړي؟
پښتانه لیکوال د بی لزومه تعصبي نیولوجیزم د ورځنیو اختراعاتو په سبب هم ځان د وجدان په عذاب اخته کوي او هم د متن لوستونکي. له یوې خوا د پښتنو د سواد سطحه ټیټه پاته کېږي، له بلې خوا پښتانه په متنازعه او متشنجه فضا کې ایسار پاته کېږي چې هم د پښتو لرغونی میراث او ژبنی هویت د پردیو متعصبینو له تهدید لاندې راځي، او هم د پښتنو لیکوالو خلاقیت د سیاسي او نژادي رقابتونو په شخړو بند پاتې کېږي. پښتنو لیکوالو ته لازمه ده چې د مصنوعي کلماتو د جوړولو پر ځای خپل کوښښ د پښتو شعر، طنز، ادبي لیکنو، ادبي نقد، نمایشنامو، لنډو قصو، او د اوږدو داستانونو، حماسو او د کارنامو لیکلو ته وقف کړی، څو د پشتو ژبې د ادبي آثارو لمن پراخه شي.
د هغی ورځ په هیله چې د پښتو بیاض په نامانوسه کلماتو تور شي څو د پلار نیکه ژبه رانه پردۍ شي.