آیا د ډېیورنډ موافقه لیک نړیوال حقوقي ارزښت لري ؟
په دې لیکنه کې :
نړیواله پوله ورته ویلی شو؟
یوه اړخیزه ټول پوښتنه او “خودارادیت” مردود دی؟
دکرښې دواړو غاړوته پراته ولسونه دپرېکړې حق لري؟
دا چې د ډیورنډ غمېزې دېرې اوهدیرې ویشلي او دیوې کورنۍ غړي، رښتیا ده؟
د ۱۹۶۹زکال دنړیوال کینوانسیون پریکړه څومره د پام وړ ده؟
ډیورنډ پخپلې بیوګرافېي کې څه ویلي دي؟
پاکستان دبرېتا نوي هند میراث خور بللی شو؟
دې او دیته ورته پوښتنې اوځوابونه په دې لیکنه کې . . .
لا د برېتانوي هند د بهرنيو چارو سکرتر “مارټمر ډيورنډ” افغانستان ته نه وه راغلی چې برېتانوي ښکېلاک له ۱۸۸۰ نه تر ز۱۸۹۰ کال پورې د شمالي، مينځنۍ او سويلي پښتونخوا سيمې تر ګومله پورې ترګواښ لاندې نيولې وې.
انګرېزانو په سيمه کې د يولکو څلوېښت زرو په شاوخوا کې پوځ ځای پر ځای کړی وه. خو کله چې ډيورنډ افغانستان ته راغی نو بيا يې له ځان سره سيمې ته دېرش زره سرتيري د امير د ګواښلو لپاره راوستي ول.
هغسې خو بریتانوي يرغلګرو د امير شېرعلي خان واکمنۍ ړنګه کړې وه، د ګندمک شرمناک تړون يې په امير محمد يعقوب خان لاسليک کړی و. مېچنۍ، خيبر، کورمه، پښين او له سېوۍ برسېره يې غوښتل، وزيرستان، تيرا، د مومندو سيمه، باجوړ، دير، سوات، چترال، او د لوی افغانستان نورې سيمې هم پخپله ولکه کې راولي. د برېتانوي هند وايسرای “لارډ ډفرن” د برېتانوي هند د بهرنيو چارو سکرټرې ډيورنډ د خپل استازي په توګه وټاکه چې سيمې ته لاړ شي.
امير عبدالرحمن خان نه يوازې د ډيورنډ د نه راتلو وړانديز وکړ بلکې له “شيلا باغ نه ترکوږک غره” پورې د انګرېزانو د تونل وهلو په وړاندې هم کلک غبرګون وښود (۱۸۸۹ – ۱۸۹۰ ز کال) او دې ته يې د “کولمو د سيخ” نوم ورکړ. د ۱۸۹۰ زکال د سپتمبر په دریمه نیټه امير د ژوب او ګومل په نيولو د برېتانوي هند نوی وايسرای “لينډون” ته هم وړانديز وکړ چې يو پلاوی د خبرو لپاره کابل ته ولېږي. ۱۸۹۱ ز کال د فبروري په اتمه نېټه يې بيا خپل وړانديز ور غبرګ کړ.
همدا ډول په ۱۸۹۲ ز کال کې پخپله وايسرای ته بلنه ورکړه چې په کابل او يا جلال اباد کې له ده سره د سيمې په اړه خبرې وکړي.وايسرای په همدې پلمه چې د خبرو وخت لا نه دی را رسېدلی خو موخه يې دا وه چې امير وګواښي او بيا يې دېته اړکړي چې څه وايي هغه پرې ومني. وروسته پېښو وښوده چې د ډيورنډ په راتلو هغه څه چې انګرېزانو غوښتل هغه يې د همدې ګواښونو له مخې په امير ومنل.
د دغو ګواښونو څو بېلګې داسې وې:
۱. د مېچنۍ او پتالۍ په سيموکې د قومونو تر مينځ اخ و ډب ته لمنه وهل.
۲. د سردار محمد ايوب خان په پلمه د امير وېرول. ګني که تاسو له برېتانويانو سره تړون لاسليک نکړی نو محمد ايوب خان لاسليک ته تيار دی.
۳. ډيورنډ په ځغرده امير ته وويل که تاسو تړون لاسليک نکړئ نو بيا جګړې ته چمتو اوسئ.
۴. په سيمه کې د برېتانوي هند د لاسپوڅو پاڅون چې امير بايد له ډيورنډ سره موافقه ليک امضا کړي.
۵. د آمو سيند په پاسنۍ برخه کې د شغنان او روشان په اړه د روسانو غبرګون ته د امير پام را اړول.
۶ . د افغانستان او ايران تر مينځ د پولې په سر چې کومې لانجې د امير شېرعلي خان د واک له مهال نه را پورته شوې وې امير ته په دې تړاو غوږ وهنه.
دغه ګواښونه او د دې په څېر نور ډېر لاملونه ول چې د ډيورنډ موافقه ليک پداسې حال کې چې امير په ښکاره خوشاله برېښېده ولې له ډېر ګواښ سره د ۱۸۹۳ ز کال د نوامبر په ۱۲ نېټه له ډيورنډ سره يوې موافقې ته ورسېد. د دې يو ستر لامل دا وه چې برېتانيه او روسيه په ۱۸۸۵زکال په يوه ناندريزې پولې باندې د يوې لويې دښتې په سر په شخړه کې تر بل هر وخت زيات جګړې ته نږدې شوي ول. دا د سترې لوبې په اوږدو کې لومړی ځل وه چې دغه ستر ځواکونه د جنګ تر بريده ورسېدل. نو ځکه يې د افغانستان ځمکني بريدونه او کرښې معلومې کړې. په لوېديځه کې پراخه دښته د پولې په توګه او جنوب ختيځې څنډې د ډيورنډ کرښه.
د ډيورنډ د موافقه ليک په وړاندې غبرګونونه
کله چې ډيورنډ د سپتمبر په پای کې له پېښور نه مخ په کابل وخوځېد، د تورخم په سيمه کې د سپه سالار څرخي په ملتيا د اکتوبر په دولسمه نېټه کابل ته ورسېد.
سايکس پخپل نامتو کتاب کې کښلي دي چې: “ډيورنډ په سر کې لومړی د آمو د رود، د پولې خبره را پورته کړه. امير ورته وويل: له دې نه دا بله پوله مهمه ده… زما خلک د دې پروا نکوي چې زه په روشان يا “شينګان” کې پر مخ ځم او که پرشا، خو دوی ډېر پدې فکر کې دي چې ستاسو له لوري دوی پر کوم ځای ولاړ دي؟”(1)
سنيګال هم پخپل کتاب “هندوستان او افغانستان” کې پدې تړاو ليکلي دي چې: “ډيورنډ د امير د چلن په اړه چې د ده پرمختګ او لا سبري ته يې زمينه برابره کړه د برېتانوي هند د مرستو منندوی وو…”(۲)
رابرتس کاږلي دي چې: “امير عبدالرحمن خان د روس په پرتله برېتانويان خپل دوستان ګڼل ولې نوموړي وليدل چې له روسانونه د ده دوستانو (انګرېزانو) د افغانستان ډېره ځکمه لاندې کړه.”(۳)
کله چې انګرېزانو د ډيورنډ د کرښې په تړاو د افغانستان له تنې نه کومه خاوره بېلوله نو د سيمې خلکو خپل غبرګون د دوی د پلاوي په وړاندې داسې وښود:
۱. له موافقه ليک نه يوکال وروسته (۱۸۹۴ ز کال) کله چې د نخشې له مخې کرښه معلوموېده په چترال کې عمراخان جندول په برېتانوي پلاوي وسله وال بريد وکړ.
که څه هم له دې پخوا چې کله د وزير او مسيدو وګړي له موافقه ليک نه خبر شول د انګرېزانو په وړاندې پاڅون وکړ او د واڼې چونۍ يې وسوځوله.
۲ – د چترال په څېر په وزيرستان کې هم د ملا پونده په مشرۍ د انګرېزانو په وړاندې د سيمې خلکو او ولس په ۱۸۹۵ ز کال پاڅون وکړ او د برېتانوي هند پلاوی يې دې ته پرې نه ښود چې کرښه معلومه کړي.
۳ – کله چې انګرېزان په دې پوه شول چې په پوله کړکېچ زياتېږي نو بيا يې د ولس د ځپلو لپاره رابرتسن Robertson چترال ته واستوو. کله چې د ګلګت پليټکل ايجنټ هلته ورسېد، د خلکو لخوا کلابند شو، چې وروسته دده د خلاصون لپاره کرنيل کېلي Kelly له ګلګت نه او سررابرت لوSir Robert Low له پېښوره ور ورسېدل او دی يې وژغوره.
۴ – هغه مهال چې انګرېزانو په پکتيا او د مومندو په سيمه کې کرښې ته بدلون ورکړ نه يوازې امير د برېتانوي هند چارواکوته شکايت وکړ بلکې ملانجم الدين اخوند، ملا قديم او ملا پونده ولس عمومي پاڅون ته وهڅول او ان تر دې چې انګرېزانو ملا نجم الدين اخوند ته وړانديز وکړ چې د دې سيمې ماليه به ورکوي.
۵ – دغو پاڅونونو د برېتانوي هند چارواکي دومره وډار کړل چې پخپله وايسرای له کلکتې نه پښور ته راغی. او خلکو د ملا قديم خان په مشرۍ د انګرېزانو د لاسپوڅو کورونه وسوځول.
۶ – مومندو د برېتانوي هند په هغه پلاوي بريد وکړ چې غوښتل يې د افغانانو يوه تنه په دوه برخو ووېشي.
د ملا نجم الدين اخوند لخوا د فتوا له مخې د ډيورنډ کرښې (که څه هم کرښه لا کښل شوې نه وه) دواړو غاړو ته پرتو ولسونو د جهاد ناره پورته کړه.
آيا د ډيورنډ کرښه نړيوال ارزښت لري؟
د دې موافقه ليک نړيوال حقوقي ارزښت ځکه د تامل وړ دی چې پخپله امير عبدالرحمن خان پخپل کتاب کې پخپل قلم دېته داسې ګوته نيولې ده: “تاسو لما څخه د بريد پولو د دې قبيلو په بېلولو سره چې زما همدينه او هم ملته دي، زما د ولس پر وړاندې زما سپکاوی کوی او ما ناتوانه کوی. زما ناتواني ستاسو د دولت لپاره زيان دی. خو زما نصيحت يې ونه مانه. د هندوستان دولت دومره لېوال وه چې د بريد پولو دا قبيلې له ما څخه بېلې کړي چې زما چارواکي يې په زوره سره له بلندخېلو، واڼه او ژوب څخه ووېستل يانې هغوی ته يې وويل که تر پلانۍ نېټې پورې ونه وتلی نو تاسو به په زور وباسو.”(۴)
له دغو څرګندونو څخه ښکاري که امير دغه موافقه ليک لاسليک کړی هم وی اويا نه وی نو انګرېزانو چې څه غوښتل هغه يې کول. په ۱۹۶۹ زکال د ملګرو ملتو په کینوانسيون کې راغلي دي کوم تړونونه چې د زور (د زورور – کمزوري تر مينځ) له مخې لاسليک شوي دي بايد ډېر ژر لغوه شي.
د کینوانسيون په (۵۱) ماده کې هم داسې لولو: کوم موافقه ليکونه چې د ګواښ له مخې امضا شوي دي نړيوال حقوقي ارزښت نه لري.
امير د ګواښ په توګه دې ټکي ته هم ګوته نيولې ده چې جنرال رابرتس ته دنده سپارل شوې وه چې له خپلو ځواکونو سره جلال آباد ته ځان ورسوي. ډيورنډ هم ګواښ کړی وه که چېرې امير موافقه ليک لاسليک نه کړي نو جګړې ته دې ځان چمتو کړي.
د موافقه ليک په تړاو د بهرنيو حقوق پوهانو او تاريخ پوهانو اندونه:
دا چې امير عبدالرحمن خان په خپل کتاب کې په ګوته کړې ده چې دغه موافقه ليک نړيوال ارزښت نه لري يو ستر لامل يې دا دی چې د يوه ګواښ له مخې لاس ليک شوی دی.
جي – بي – تيت د برېتانوي هند نامتو چارواکی هم انګېري: “د ډيورنډ موافقه ليک له دې بابته نه دی لاسليک شوی چې د افغانستان او برېتانوي هند پولې وټاکي. بلکې د امير د واک قلمرو يې ګڼلی دی”(۵)
د جي بي تيت د ليکنې موخه دا ده برېتانويانو غوښتل چې له دغو سيمونه د هندوستان نيمه وچه د خپل سيال هېواد د روسيې له بريد نه وژغوري سرپرس سايکس هم په دې اند دی چې:
“د برېتانوي هند استازي ډيورنډ او د امير تر مينځ د دغه موافقه ليک بنسټيزه موخه د دې سيمې کنترول وه. موخه يې دا نه وه چې د هند پوله را وړاندې کړي.”(۶)
دډيورنډ په “بيوګرافي نومي کتاب کې هم دېته ګوته نيول شوې ده چې دغه تړون پدې نوم لاسليک شوی نه دی چې برېتانوي هند د افغانستان خاوره لاندې کړي (۲۱۷ مخ) بلکې د دغې سيمې د کنترول هيله يې لرله.”
ويليم بارتن او توماس هولدک هم د يادو څرګندونو پخلی کوي خو د ټولو له خبرو نه داسې انګېرل کېږي چې دغه سيمه د “نفوذي ساحې”په نوم يادې شوې دي.
ولې يوه خبره د پام وړ ده چې په بېلابېلو انګليسي متونو کې دغه موافقه ليک ته فرنټيرلين Frontier، باونډري لين Boundary، بورډر Bordar نوم ورکړشوی دی او په سريزه کې بيا د “نفوذي ساحې” ټکی هم کارول شوی دی. موږ پدې بنسټ ويلی شو، کله چې تړون دواړو غاړو ته مبهم وي نو خپل نړيوال باور له لاسه ورکوي.
د ډيورنډ موافقه ليک او د پاکستان جوړېدل:
تر هغې چې پاکستان جوړېده افغان ولس له چترال نه تر بولانه پورې په بېلابېلو سيمو کې د برېتانوي ښکېلاک په وړاندې وسلوال بريدونه وکړل چې موږ د وزيرستان د توچي د ناوې (۱۸۹۷ کال د جون ۱۰) بريد چې په انګرېز پليټيکل چي – جي (GEE) وشو د ساري په توګه يادولی شو.
په ۱۸۹۷ ز کال د جولای پر شپږویشتمه په ټول سوات کې د لېوني فقير په مشرۍ وسلوال پاڅون چې تر ملکنډه پورې پرمختګ وکړد یادېدو وړ دی. د همدې ملا نجم الدين اخون په لارښودنه د مومندو ايجنسي وګړو په ۱۸۹۷ ز کال د اګست په نهمه نېټې د پېښور«شبقدر» ونيو.
همدا ډول له خيبر نه تر تيرا پورې د لس زرو تنو په شاو خوا کې د دې سيمې خلک د سيد اکبر په مشرۍ د انګرېزي ښکېلاک په وړاندې پاڅېدل چې ډېرې سيمې يې آزادې کړې او د جنرال لوکاټ له ۴۴ زرو پوځيانو سره په مېړانه وجنګېدل.
په سامانه کې ورکزيو هماغسې تربنو بيا تر پښين پورې د ډيورنډ دواړو غاړو ته پرتو افغانانو ان د پاکستان تر جوړېدو يو د بل پسې د انګرېزانو په وړاندې خونړي پاڅونونه وکړل.
حقيقت دا دی چې د برېتانو يانو په وړاندې پښتون ولس د خپلې خاورې د آزادۍ لپاره ډېر جنګونه وکړل.(۷)
کله چې د هند نيمه وچه په ۱۹۴۷ ز کال د هند او پاکستان په نوم ووېشل شوه پاکستان په همدا کال د سپتمبر په دېرشمې نېټې ملګرو ملتو ته د غړيتوب لپاره وړانديز وکړ. د یادونې وړ دی چې افغانستان يوکال دمخه یعنې ۱۹۴۶ ز کال د سپتمبر په میاشت د ملګرو ملتو غړيتوب تر لاسه کړی وه. په دې هکله د افغانستان استازی عبدالحسين خان عزيز د يوې وينا په ترڅ کې وويل:
افغانستان د پاکستان د خلکو په آزادۍ کې ځان شريک ګڼي. ولې د ملګروملتو له غړيتوب سره يې زما رايه مخالفه ده. دا ځکه چې شمال لوېديځه کرښه د پاکستان برخه نشم ګڼلی.
دا چې د اکتوبر په شلمه نېټه يې د مخالفت رايه بېرته واخیسته لامل يې دا وه چې په نوامبر کې يوه دېپلوماتيکه ناسته په پام کې وه چې په کراچۍ کې جوړه شي.
افغانان په دې اند وه چې د کورنيو او بهرنيو ستونزو له امله ښايې پاکستان دېته غاړه کېږدي چې د پښتونستان داعيه ومني. ولې دا يوه تېروتنه وه دا ځکه چې پاکستاني چارواکو له يوې خوا باچا خان (عبدالغفار خان) زندان ته ټېل واهه او له بلې خوا يې دېته هم لمن وهله چې خدايي خدمتګار هندوستان غواړي او له خپل مسلمان ورور نه کرکه لري. دې خبرې هغه وخت لا زور واخیست چې د پاکستان پوځونو هغه سيمې کلابندې کړې چې د پښتنو خپلواکي يې غوښته. دوی يې هم وځپل او هم يې دغه ډنډوره ګډه کړه چې باچا خان کانګرس ښه ګڼي او مسلم ليګ بد ګڼي .“په ۱۹۴۸ زکال د جون په مياشت کې عبدالغفار خان او يو شمېر مشران بندي شول. او چا چې ډاکتر خان چې کله د صوبه سرحد اعلی وزير وه د کانګرس ګوند په ګټه يې هندوستان ته رايه ورکړې وه دا هم د تامل وړ وګرځېد.”(۸)
له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د افغانستان حکومت د خپلو تاريخي او ملي اړيکو له مخې د افغانستان له جغرافيې نه د بېلو شوو (پښتونستان) او له لاسه وتلو سيمو غوښتنه په ټينګه راپورته کړې وه.که څه هم د هغه مهال د پوهنې وزير نجيب الله خان په يوې راديو يې وينا کې وويل: “ د ۱۹۳۱ کال نه راواخله تر ۱۹۳۴ ز کال پورې افغان حکومت په وار وار له انګرېزانو نه وغوښتل چې له افغانستان نه بېلې شوې سيمې بايد د هند خاوره ونه ګڼل شي.”
“خان عبدالغفار خان هم په ۱۹۴۶ کال د برېتانوي هند د وزيرانو د دې پرېکړې مخالفت وکړ چې صوبه سرحد دې د پنجاب (وروسته پاکستان) برخه شي.”(۹)
د افغانستان حکومت هم له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د۱۹۴۴ ز کال د نوامبر په څلورمه نېټه د وزيرانو شورا په يوه غونډه کې پرېکړه وکړه “کوم څه چې په راتلونکي کې د هند په نيمه وچه کې پېښېږي د سرحد د پښتنو د مدغم کېدلو مخه بايد ونيول شي.” (۱۰)
کله چې د پاکستان په نوم کومې ډنډورې را پورته شوې د ډيورنډ دواړو غاړو ته غبرګونونه پيل شول.
ډاکتر خان لارډ بيټن ته چې پښتونخوا ته راغلی وه وويل: “کله چې هند وېشل کېږي صوبه سرحد به د پاکستان برخه نه وي.”(۱۱)
لا هند وېشل شوی نه وه چې د ۱۹۴۷ ز کال د جون په مياشت کې افغان حکومت وويل: “که چېرې د هند او پاکستان په نوم هېوادونه د نړۍ په سياسي جغرافيه کې مينځته راځي او انګرېزان د هند د نيمې وچې اوځي ورسره جوخت د ډيورنډ موافقه ليک له مينځه ځي.” همدا لاملونه ول چې کله چې پاکستان جوړ شو په رسمي او نا رسمي غونډو کې دا پرېکړه وغندل شوه. هغه مهال چې د پښتنو او بلوڅو مشران د پاکستان لخوا زندان ته ټېل وهل شول افغان حکومت په ډاګه د پاکستان د حکومت غندنه وکړه.
د افغانستان او پاکستان د حکومتونو اختلاف دې کچې ته ورسېد چې د پاکستان هوايي ځواکونو د ۱۹۴۹ ز کال د جولای په مياشت کې په مغلګۍ بريد وکړ او افغان چارواکو په خپل غبرګون سره لومړی يوه لويه جرګه را وغوښته او پرېکړه يې وکړه چې د پښتونستان له داعيې به ملاتړ کوي. له دې سربېره لويې جرګې د ډيورنډ د تړون په ګډون ټول هغه تړونونه چې له انګرېزانو سره لاسليک شوي لغوه اعلان کړل. همدا راز د ډيورنډ پورې غاړې ته پرتو ولسونو د تيرا په سيمه کې د ۱۹۴۹ ز کال د اګست په دولسمې نېټې هم يوه لويه جرګه را وبلله او د پښتونستان بنسټ يې اعلان کړ او هم يې يو ملي بيرغ تصويب کړ. د پښتونستان په نوم خوځښت د ډيورنډ د کرښې دواړو غاړو ته روان وه. ان اي پي فقير چې ځان يې د پښتونستان پاچا ګاڼه هم دغه سياسي بهير ته ژمن وه.
ولې له بده مرغه دغه کړکېچ لا تر اوسه روان دی او تر اوسه يې لا د حل کومه لاره نه ده موندل شوې.
(۱) سايکس، سرمورټمر ډيورنډ ۲۱۲ مخ
(۲) سينګال، هندوستان او افغانستان ۱۴۶ مخ
(۳) رابرتس، پي ای، د برېتانوي هند تاريځ ۴۹۲ مخ
(۴) امير عبدالرحمن خان تاج التواريخ ۳۵۷ – ۳۵۸ مخونه
(۵) G. B. King of Afghanistan p. 188
(۶) History Of Afghanistan
(۷) سينګال، هندوستان او افغانستان ۱۶۳ مخ
(۸) غوث عبدالصمد سقوط افغانستان ۹۳ مخ
(۹) مروت، فضل الرحيم په افغانستان کې… ۲۷۲ مخ
(۱۰) نعيم، محمد عزيز مجاهد ولس خپرونه ۱۹۹۶ کال د جولای مياشتنی ګڼه
(۱۱) مروت… ۲۷۳ مخ