زده شوې بېوسي
بېوسي هغه کلیمه ده، چې وخت ناوخت زموږ په ټولنه کې د کمزور، بېکسو، بېوزلو او غریبو خلکو لپاره کارول کیږي. بیا کله وايو پلانکی ډېر بېوسه انسان دی، خو دا کلیمه همدومره ساده او کوچنۍ نده او د ارواپوهنې د علم یو لوی بحث او لوری جوړوي، چې په دې لیکنه کې به د ارواپوهنې د علم له نظره د بېوسۍ په اړوند پوره مالومات در سره شریک کړو.
د بېوسۍ په اړوند شته مالومات دا وايي: چې موږ د تاریخ په اوږدو کې د دې بېوسۍ، ډېرې نښې په فردي، ټولنیزو او لویه کې سیاسي جریانونو کې لیدلي او ښکاره ثبوت یې د جمهوریت پرځېدل وه.
د بېوسۍ کلیمه د مثبتې ارواپوهنې د پلار مارتین سلیګمن په څېړنو کې د ذهني مډل یو بنسټیز مفهوم دی، چې شاوخوا نیمه پيړۍ یې په دې اړوند لوستلي، لیکلي، فکر یې کړی او له دې مسلې سره یې پوره سروکار وو.
سلیګمن په ۱۹۷۲ ز کال د خپلې یوې مقالې په وروستۍ برخه کې یادونه کوي، چې ما تل د خپلې ناروغۍ پر مهال د مخنیوي په ځای درملنې ته لومړيتوب ورکړی او څو ځله مې پام شوی، چې دې کار ډېرې بریاوې را په برخه کړي. سلیګمن دا خبره په همدې مقاله کې ښه سمه شاربلې او بیا، چې سلیګمن په ۲۰۰۰ ز کال کې د مثبتې ارواپوهنې په اړوند خپله بله مقاله خپره کړه نو پوره څرګنده شوه، چې نوموړي پوره څلور لسیزې په همدې اړوند فکر او کار کړی او دا ځکه وایم، چې په وروستی مقاله کې یې هم هماغه د ۱۹۷۲ ز کال د مقالې په څېر په خپله دې خبره ډېر ټينګار کړی. پر همدې بنسټ کولای شوو ووایو، چې د بېوسۍ (Helpless) کلیمه ورځنیو کارېدونکو کلیمو په څېر نشو کارولای او همغه ډول یې ارزونه نشو کولای.
سليګمن د بېوسۍ د مفهوم لپاره د خپل پلار ژوند ته ګوري، هغه چې حقوق یې ويلي وو، يو بریالی زده کونکی وه او فکر يې کاوه چې په ټولنه کې به يو ډاډمن ځای ولري او خوندي به وي. خو هغه مهال په ټوله نړۍ کې جګړه روانه وه او ده بايد داسې یوه دنده موندلې وای، تر څو یې د خپلې کورنۍ لپاره یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړې او خپله شپه او ورځ تېره کړې وای. د سلیګمن د پلار دا لنډه یادونه د سلیګمن لپاره د یوې بېوسي بیلګه وه چې پلار یې پرې اخته شوی وه، هغه احساس کاوه چې هر څه یې له کنټروله وتلي، دی باید کیني او په تمه پاتې شي، چې څه پېښېږي یا په اصطلاح بابا غوشې ډوډۍ راوړه. دا بېلګه او دا نظر د دې لامل شو چې د ارواپوهانو پام راواړوي، د لا نورو څېړنو لپاره یوه انګېزه او محرک وګرځي او له نېکه مرغه په دې اړوند اوس، پوره څېړنې، لیکنې او ادبیات رامنځته شوي.
د بې وسۍ (Helpless) تعریف:
د سلیګمن په وینا بېوسي یاني د کنټرول د نشتوالي إحساس. د ارواپوهانو په اند د ژورخپګان بنسټ همدا بې وسي جوړوي، یانې هغه حالت ده، چې خلک له ذهني اړخه دې باور ته په کې رسېږي، چې په ګواښمنو او سټرسي موقعیتونو کنټرول نه لري او نه یې شي مدیریت کولای.
زده شوې بېوسي (Learned helplessnes) څه ده؟
زده شوې بېوسي د مثبتې ارواپوهنې د ډېرو مهمو اندونو اصلي مفهوم جوړوي، هغه مفهوم چې له ارواپوهنې بهر هم ملموس او د درک وړ دی. زده شوې بېوسي د انساني ژوند ډېرې کړنې توضیح کوي، چې ښایي حیرانوونکې وي. که موږ زده شوې بېوسي سمه درک کړو ډېرې بدې او منفي اغېزې په کې پیدا او له منځه یوسو. په دې اړوند تر اوسه ډېرې څېړنې شوي تر څو د زده شوې بېوسۍ مانا کشف کړي. نیږدې ۵۰ کاله کیږي، چې زده شوې بې وسي د یوې نظرېې تر سرلیک لاندې مشهوره او منل شوې، خو ډېرې تتې، ګنګې او پټې څنډې یې لا هم همداسې پاتې دي. زده شوې بېوسي په انسان او څارويو دواړو کې لیدل کېږي، په دې حالت کې داسې احساس کیږي، چې درد، ځور او ستونزې تجربه کیږي، خو سره له پرلپسې هڅو پایله نه حاصلیږي، تجربې په ماتو بدلېږي او وروستیو کې انسان یا څاروی دې پایلې ته رسیږي، چې د تېښتې لاره نشته، نوره هڅه باید ونه کړي او په پای کې همداسې شرطي کېږي، داسې انګېري چې نور باید د خلاصون لاس او پښې ونه وهي آن که راتلونکي کې هم د بدلون موقع ورته برابره شي؛ حرکت نۀ کوي، کله چې انسان یا څاروی همدې حالت او باور ته ورسیږي همدا زده شوې بې وسي ده، چې له بده مرغه زه یې په ډېرو مراجعینو او هېوادوالو کې وینم.
دا باور ځکه جوړیږي، چې کس پخوا څو ځله هڅه او هاند کړی وه، خو پایلې یې بریالۍ نه وې، همدې ناهیلی کړی او وروسته له دې هغه کړنې، چې پایله ونه لري دوام نه ورکوي او په اصطلاح ورته تسلیمېږي. په دې حالت کې د هڅې پر ځای جاري وضعیت مني او دا خبره کوي، چې نشم کولای.
د ارواپوهانو د تعریف له مخې، زده شوې بېوسي هغه وخت رامنځته کیږي چې فرد د اوږدې مودې لپاره په فشار راوړونکي، ستونزمن او بې کنټروله حالت کې پاتې شي.
بې وسې څنګه کشف شوه؟
دا مفهوم د لومړي ځل لپاره پۀ څارويو د څېړنو پر مهال په تصادفي ډول کشف شو. مارتين سليګمن او استيون ماير دوو نامتو امريکايې ارواپوهانو په ۱۹۶۷ ز کال کې په سپيانو کې وليده. دوی دوه د سپيو ډلې په دوه بندخونو کې ځای پر ځای کړې، چې د هرې بند خونې مخې ته يوه کوچنی خنډ شتون درلود. يوې بند خونې برېښنايي ټکان درلود، خو بلې بند خونې برېښنايي ټکان نه درلوده. د سپيانو هغې ډلې، چې له وړاندې په پرله پسې ډول له يو زنګ څخه وروسته برېښنايي ټکان ترلاسه کاوه او کله به یې، چې ټکان ترلاسه کاوه له خنډه د تېرېدو هڅه به یې کوله او کله به یې چې هڅه ناکامه شوه، نو سپیانو به نور حرکت نه کاوه او هڅه به یې نه کوله، دا څېړنه همداسې پوره شوه او دې دواړو څېړونکو د دې لپاره چې د سپيانو د غير فعالېدو رېښه مالومه کړي، سپيان يې په دريو ډلو وويشل:
لومړۍ ډله هغه سپيان وو، چې منع شوي وو او بیا راخوشي شول.
دويمه ډله هغه سپيان وو، چې هم یې برېښنايي ټکان ترلاسه کړی وه او هم منع شوي وو، که څه هم دوی د یوې تڼۍ په کېکاږلو سره کولای شو، چې د ټکان مخنيوی وکړی.
-درېیمې ډلې د مخکينۍ ډلې په څېر برېښنايي ټکان ترلاسه کړی وه، خو د ټکان د مخنيوی او کنټرول وړتیا یې تر لاسه کړې وه؛ سپيان بیاځلې خپلو لومړنيو بند خونو ته ولېږل شول.
لومړۍ او دویمې ډلې په چټکۍ سره له خنډونو څخه ټوپ واهه او له برېښنايي ټکانونوڅخه خلاصيدل يې زده کړي وو، مګر درېیمې ډلې له برېښنايي ټکانونو څخه د خلاصون له وړتيا سره سره بیا هم د تېښتې کوښښ نه کاوه، يانې درېیمې ډلې د خپلې مخکينۍ تجربې په بنسټ زده کړي وه، چې د دوی هڅې هېڅ ګټه نه لري.
دې څېړنکو ویل: که څه هم زموږ لومړنۍ آزموينې په څارويو ترسره شوي، خو د زده شوې بېوسۍ بیلګې په انسانانو کې هم شته. له هغه را وروسته په انسانانو هم ډېرې نورې څېړنې ترسره شوي، چې په هغوی کې يې هم بېلابېلې نښې او نښانې ليدل شوي دي. پر دې موضوع د لا ښه پوهېدو په موخه اوس ورځو د بېوسۍ نورو بېلګو ته.
هغه ماشوم چې په پرله پسې د رياضي مضمون کې پاتي راځي او یا په ازموینو کې ښې نمرې نه اخلي، نو ژر دې پایلې ته رسیږي، چې زه نور نه شم کولای دا مضمون زده کړم یا هغه د کلیوالو په اصطلاح کور مغزه یم. له دې هر څه وروسته زده کونکی په نورو ټولګیو او ازموینو کې همدا فکر کوي، د کلونو په تېرېدو سره دې پایلې ته رسیږي، چې زه د ریاضي په وړاندې څه نشم کولای، زما او د ریاضي نوره نه سره جوړېږي همدا احساس د بېوسۍ لامل ګرځي او همدا بې وسي ده.
هغه کس، چې په خپلو ټولنیزو يا عاطفې اړيکو کې د شرم احساس لري ښايي په تدریجي ډول دې پايلې ته ورسیږي، چې نوموړی نشي کولای په خپل شرم برلاسی شي او دا په هر وخت کې حتمي ده، پايله کې به هغه نه يوازې د شرم په له منځه وړلو کې کوښښ ونه کړي، بلکې شرم به يې نور هم زيات شي.
څېړونکي په خپلو څېړنو کې دې پایلې ته رسیدلي، چې زده شوې بېوسي په ټولو حالتونو کې يوشان نه وي، د بیلګې په ډول هغه ماشوم، چې په رياضي کې د بېوسۍ احساس لري ښايي د رياضي په ټولګي کې هم دا احساس ولري، خو په نورو چاپيريالونو کې، چې کله د رياضي حساب او کتاب ته اړتيا پیدا کړي ښایي دا احساس پیدا نکړي.
بېوسي ولې په خلکو کې توپير کوي؟
ما وړاندې هم یادونه وکړه، چې ځيني خلک په ټولو يا ډېرو حالتونو کې بې وسي تجربه کوي، په داسې حال کې، چې زده شوې بېوسي په ځينو نورو کسانو کې يوازې په يو شمېر ځانګړو حالتونو کې پېښيږي او ښایي دا پوښتنه پيدا شي، چې لامل يې څه دی؟
د خلکو باور او د پېښو پر وړاندې ليدلوری توپیر لري او له پېښو سره همدا توپیري چلند ښايي دا لامل تشریح کړي، د بېلګې په ډول هغه کس چې ناهیلي کوونکي فکرونه لري، ډېره شونتیا شته، چې په زده شوې بېوسۍ اخته شي ځکه، چې دوی په منفي ډول د يوې پېښې يا ستونزې ډېر ناخوښ اړخونه ويني، له دې امله ښايي ځان د دې حالتونو په بدلولو کې بې وسه وګڼي.
بې وسي او ماشومتوب!
زده شوې بېوسی ډېرځله د ماشومتوب په تجربو او د ماشومتوب پر مهال د پاملرنې په موده پورې اړه لري. بېوسي د ژوند په لومړیو کې زده کیږي، آن کولای شو ووایو، چې د پيدایښت پر مهال پيلیږي، په نوې زېږېدنه کې یې بنسټ جوړیږي او ډېرځله هغه ماشومان د بېوسۍ ښکار کیږي، چې محرومیتونه لري، په ځانګړي ډول هغه مهال چې دا محرومیت مورنی وي. همدا مورد ښایي د بېوسو میندو په وسیله اولادونو ته هم ولېږدول شي او زده شي. زده شوې بېوسي ښایي د اضطراب او ژورخپګان لامل هم شي، ماشوم کېدای شي فکر وکړي، چې د راتلونکي ژوند پېښې د تېر په څېر د کنټرول وړ نه دي او کېدای شي دا فکر هم ورته پیدا شي، چې هېڅ هم د کنټرول وړ نه دي، هر څه له لاسه وتلي، د ده په واک کې نه دي، نه بدلیږی او ښایي دا هم ځان ته ووایی چې نور هڅه نه ده په کار، په دې اړوند مې وړاندې د ماشوم او د ریاضي مضمون بیلګه هم راوړې وه.
هغه ماشوم چې په خپلو درسونو کې ستونزه لري په پرله پسې ډول دا ذهنیت په ځان کې روزي، چې نوموړی د درس په يوه ځانګړې برخه کې کمزوری دی او هرڅومره، هڅه چې وکړي بې ځايه به وي. دا حالت د ماشوم د زده کړې بهیر خرابوي او د زده کړو راتلونکی بهیر یې له ګواښ سره مخ کوي. د زده شوې بې وسۍ ډېرې نښې نښانې د ښوونځي په درشل کې راڅرګنديږي، آن د ښوونکو د آزموينې د پوښتنو جوړولو تګلاره هم د دې حس او ليدلوري په رامنځته کولو کې ونډه لرلای شي. په دې اړوند په ۲۰۰۴ ز کال کې يوه څېړنه وشوه چې زده کوونکو ته پکې دوه ډوله پوښتنې ورکړل شوې وې. د لومړي ګروپ پوښتنې په سختو پوښتنو پيل شوې وې او بل ګروپ پوښتنې له آسانه پوښتنو پيلېدې، د څېړنې په پای کې د زده شوې بېوسۍ نښې نښانې ولیدل شوې. بېوسي په هغه ډله زده کوونکو کې ولیدل شوه، چې پوښتنې یې په سختو پوښتنو پيل شوې وې، خو دویمه ډله بیا ښه برېښېدلې وه.
په ماشومانو کې د زده شوې بېوسۍ نښې:
بې پروايي
د انګېزې نه شتون
خپګان
ځانته نه درناوی
اضطراب او ژورخپګان
د کارونو ځنډول
کمزورې هڅې
د برياليتوب ټېټه تمه
د مرستې په غوښتلو کې زړه نازړه والی
د ستونزې د حل پر ځای د ستونزې پرېښودل
د نورو برياوې د هغوی بخت او چانس ګڼل
زده شوې بې وسي او لویان:
په لويانو کې زده شوې بېوسي، د ربړو او ستونزو پر وړاندې په سم غبرګون ښودلو کې پاتې راتلو په بڼه راڅرګندیږي. يو لوی انسان، چې په دې معلوليت اخته وي، دا مني، چې ناوړه چارې په خپله پېښیږې او دوی پر دې وضعیت هېڅ کنټرول نلري. دوی د ځان او نورو د نېکمرغه کولو لپاره هېڅ نشې کولای. دا ډول خلک معمولا د خپلو ستونزو د هوارۍ هڅه نه کوي آن که د ستونزې د هوارې فرصت هم ورته برابر وي. لاندې د هغو لاملونو بېلګې راغلي، چې ښايې په لويانو کې د زده شوې بېوسي لامل شي:
له پرله پسې منظم رژیم نیولو څخه وروسته د وزن په کمولو يا زياتولو کې پاتې راتلل
د چرسو یا سګرټو د پرېښودو له هڅې سره سره د سګرټو یا چرسو د څښولو دوام
د یوه نامناسب ملګري، چاپېریال او ګډ ژوند پرېښودل یا ورڅخه لرې کېدل
زده شوې بې وسي او اروايي ناروغۍ:
زده شوې بې وسي ښايي د يو شمېر اروایي ناروغیو پر کچه باندې منفي اغېز ولري، د بېلګې په ډول زده شوې بېوسي ښايي د عام اضطراب او لۀ پېښې وروسته سټرس (PTSD) ګډوډيو د کچې د لوړېدو لامل شې. څېړنو ښودلې چې زده شوې بېوسي (دواړو څارويو او انسانانو) کې د سټرس، اضطراب او ژورخپګان د لوړېدو لامل ګرځي. يوې څېړنې ښودلې چې زده شوې بېوسي په شدید ژورخپګان او (PTSD) د اخته کېدو شونتیا لوړوي، په ځانګړي ډول هغه مېرمنې، چې د اوږدې مودې لپاره يې کورنۍ تاوتریخوالی تجربه کړی وي. کله چې يو کس اوږد مهاله اضطراب تجربه کوي ښايي په پرلپسې ډول له خپل اضطراب سره د مبارزې شا پرېږدي، ځکه فکر کوي، لدې څخه نه تښتېدلی شي او نه يې هم درملنه موندلای شي، له همدې امله هغه خلک چې اروايې ناروغۍ لري لکه ژور خپګان یا اوږد مهاله اضطراب، ښايي در درملنې او درملو له ګټو څخه ډډه وکړي. له بلې خوا د وخت په تېرېدو او زده شوې بېوزلۍ په ژورېدو سره، کس دردناک پړاو ته ننوځي، يانې کله چې فرد له اضطراب او ژور خپګان سره مخ کیږي د درملنې هڅه نه کوي، په همدې ډول دا ربړه ورځ په ورځ ډېریږي.
زده شوې بېوسي څنګه مهار کړو؟
څېړنې ښیي، چې زده شوې بېوسي د مهار وړ ده، په ځانګړي ډول هغه مهال چې په لومړيو پړاوونو کې وپېژندل شي. اوږد مهاله بې وسي، آن کۀ ډېره ژوره شوې هم وي کولای شو مهار یې کړو، خو ډېرې هڅې او ډېرې اوږدمهاله درملنې ته اړتيا لري. د دې ډول کسانو درملنه په ذهني – چلندي تګلاره باندې کیږي. د دې درملنې موخه د منفې فکرونو پېژندل او د خوشبینه او منطقې ځایناستو ځای پرځای کول دي، په دې بهیر کې د اړوند کس د فکرونو دقيقه ارزونه کیږي، په هغوی نیوکې او د هغوی فکري بڼه ماتیږي. په څارويو ترسره شوې څېړنې ښیي، چې منظم تمرین او سپورټ د زده شوې بېوسۍ د کچې په ټیټولو کې مرسته کوي، که څه هم دا څېړنه په انسانانو نده ترسره شوي، خو په دې پوهېږو چې په ټوله کې منظم بدني فعاليتونه په اروایي روغتيا مثبته اغېزه لري او په لوړ احتمال له زده شوې بېوسي څخه د رابرسېره شوي خپګان او بې حسۍ مخنيوی کوي. سم خواړه، پاملرنه، د پوهې لوړول او میډیټیشن د شخص د فکرونو او ذهني لید په بدلون کې اغېزمن واقع کېږي.
پایله
زده شوې بېوسي ښايي د فرد پر اروایي روغتیا او د هغوی د ژوند په څرانګوالي ژوره اغېزه وشيندي. هغه خلک چې په دې ستونزه اخته وي له ژورخپګان، د انګېزې له نه شتون او لوړ سټرس سره لاس او ګرېوان وي. دا ستونزه په ټولو وګړو کې په يو ډول نه ده. د ماشومتوب بېلابېلې تجربې او د ژوند څرنګوالی د دې ستونزې پر کچه اغېزه لري. که احساس کوئ، چې په زده شوې بېوسۍ اخته شوي ياست نو دا به غوره وي، چې يوه ارواپوه ته مراجعه وکړئ ترڅو د بېوسۍ له فکرونو خلاص او دا احساس مهار کړئ.