ویدیوها

د آزادۍ ورځ

که وس مو نه وي د بیرغ اخیستو

څادر لرئ که نه د ستړو اوږو؟

د کور سکاره، د بدن وینه او د وني پاڼي

د محبت په کاڼي وټکوئ!

ترې نه تور، سور، زرغون، رنګونه ساز کړئ

په خپل ریښې ریښې څادر باندي یې ولګوئ!

د خپل شرین وطن بیرغ پرې جوړ کړئ!

د خپل بابا نیکه امسا را واخلئ!

ژر یې پرې وتړئ بهر را ووځئ!

د آزادۍ ورځ په دې شان ولمانځئ!

په دې هویت افغانستان ولمانځئ!

لمر

د لمر مجلې په اړه لنډ مالومات دلته.

مطالب مشابه

Back to top button