بنسټګر: مطیع الله ویسا
مطیع الله ویسا شاوخوا ۳۰ کاله وړاندې د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې د یوه ښوونکي په کور کې زېږېدلی دی.
نوموړي په کوچنیوالي کې تر هغې وروسته چې ښوونځی یې په کورنیو جګړو کې سوځېدلی، پتېیلې وه چې د ماشومانو د زدکړو حق لپاره به مبارزه کوي.
هغه او ملګرو یې تر اوسه په لېرې پرتو سیمو کې ۵۲ تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستي او ۱۸ کتابتونونه یې جوړ کړي دي.
هغه همدارنګه د افغانستان په لېرې پرتو کلیو او بانډو کې د لویانو د باسواده کېدو او لیک لوست لپاره د موټر سایکل ګرځنده کتابتون هم جوړ کړی وه چې د کتاب لوست د دود عامونې ترڅنګ یې ځايي خلکو ته د زدکړو برخه کې عامه پوهاوی هم ورکاوه.
مطیع الله ویسا به د افغانستان لېرې پرتو سیمو کې د ښوونیز کمپاین پر مهال د هغه ځای له مشرانو سره د زدکړو د اهمیت په تړاو خبرې کولې.هغه به همدا راز ماشومان، په ځانګړي ډول نجونې راټولولې، کتابونه او د لیک لوست نور اړین توکي به یې پرې وېشل او په پای کې به یې د هغوی د هڅونې لپاره پخپله کتاب هم ورته لوست.
د قلم لار ټولنې له ۲۰۰۹ کاله تر دا وروستیو د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې پر ماشومانو او لویانو ۶۳۰ زره راټول کړي د بېلابېلې محتوا لرونکي کتابونه وېشلي او په کندهار او اروزګان ولایتونو کې یې د کمپیوټر زدکړې درې مرکزونه هم جوړ کړي دي. د دغې ټولنې مشر مطیع الله ویسا، پر افغانستان د طالبانو له بیا ځل واکمنېدو وروسته د افغانستان د ۲۰ ولایتونو بېلابېلو ولسوالیو ته ښوونیز کمپاین لپاره سفرونه کړي دي.
د ۲۰۲۳م کال د مارچ د میاشتې په او ویشتمه، خدایي خدمتګار او د قلم لار ټولنې مشر مطيع الله وېسا د جهل د لښکر له خوا ونیول شو او زندان ته واچول شو.
د ده جرم دا دی چې د قلم په ذریعه یې ولسونه بیدار کول او په قلم یې قسم خوړلی وه چې له جهل سره به جنګېږي، تيارې به ورکوي او د پوهې رڼا به د وطن تر ګوډ ګوډ پورې خپروي. دی ګنهګار ځکه دی چې کلي په کلي کتابونه ګرځوي، د وطن بچو ته کتابچې او قلمونه وېشي او تړلي ښوونځي پرانيزي. د ده جرم دا دی چي د الله (ج) د “اقرا ” يا ولوله! حکم تبليغوي، او همدا يوه خبره کوي چې که خپلواکي غواړئ، عزت او سوکالي غواړئ نو ښوونځي پرانيزئ او د پوهې لار ونيسئ.
ویسا تل یې د جهالت په وړاندې مبارزه کړې ده او د خدايي خدمتګار په حیث یې له شمال تر جنوب له ختیز تر لویدیز پورې یې ولسونه رڼا ته را بللي او د ځوانانو په لاس یی قلم ورکړئ.
د مطیع الله ویسا توقیف د نننیو حکمرانانو دښمني د قلم او کتاب سره او د هغوی د دین نه بیخبري ښایي. د نوموړي د خلاصیدو لپاره هڅې روانې دي.