منزه شهید
د کره خبرونو خبریاله
منزه شهید ډیره وړه وه چې خپلې کورنۍ سره له هېواد نه بهر د کډوالۍ ژوند پیل کړ او هلته ستره شوه. د طالبانو د لومړي رژیم د ختمیدو وروسته او د افغانستان د جمهوري حکومت راتلو سره بیا په ۲۰۰۷ ز.کال کې افغانستان ته ستنه شوه. وروسته له لنډه مودې منزه افغانستان یې د آلمان په نیت پرېښود او هلته یې خپلې لوړې زدکړې او ماسټري په سیاسي علومو کې ترسره کړ. منزه په دې هکله وايي: “زه ډيره وړه وم چې له افغانستانه کډواله شوم. هو ډیر ارمان مې دی چې کاش مې یو څو نور کلونه هم په ګران افغاستان کې تېر کړي واي. کاش چې په خپل کلي او کلا کې مې څه موده ژوند کړی وای. د خپل ښکلي وطن یادونه راسره لا ډیر وای.
د پښتو خوږه ژبه د منزه مورنۍ ژبه ده. خو په دري، انګلیسي، اردو او آلماني ژبې روانه خبرې کولئ شي. سربېره له دې چې منزه په کډوالۍ که پیدا او ستره شوې ده او بیا یې خپل لوړې زده کړې هم په پردي هیواد کې تر سره کړي دي او اوس هم له هېواد نه بهر اوسېږي خو بیا هم وايي چې: “زه ځان افغانه بولم او غواړم چې زما بچیان هم ځان افغانان وبولي او پرې وویاړي. د ګران افغانستان درې رنګه بېرغ او ملي سرود مې په زړه کې پروت دی او چېرې چې یې ګورم یا اورم نو احساس د ارامښت کوم.” منزه موسیقی او هنر سره مینه لري او وايي، چې: د موسیقۍ اوریدل مې ډیر خوښیږي نو ګڼ شمېر سندر غاړې اورم که هغه افغانان دي او که هندي سندرغاړې دي. د پخوانیو هنرمندانو څخه یې استاد ساربان او استاد اولمیر او نوو سندرغاړو کې یې هارون باچا او کرن خان د خوښې سندرغاړي دي.
د استاد اولمیر دا سندره یې خوښه ده:
“ستا د سترګو بلا واخلم بیا دې سترګې ولې سرې دي.”
د هارون باچا ټولې سندرې یې خوښې دي خو دا سندره یې ډیره خوښه ده:
چې بیا نه توره پورته شي نه سر په وینو رنګ شي
باداره دغه جنګ دې د وطن اخېري جنګ شي.
منزه د میهني شعرونو او سندرو سره ډیره مینه لري او وايي چې
“افغانستان د تاریخ په لحاظ ډیر غني دی چې د غزنویانو له واکمنۍ نیولې ان د اسلامي تمدن پورې ژور تاریخ لري. که څه هم افغانستان په جغرافیي توګه دومره ستر هېواد نه دی خو په کې مختلف توکمونه ژوند کوي. ما د افغانستان کلتوري ځانګړتیاوې ډیرې خوښیږي. دا چې مونږ مختلفې ژبې لرو مختلف ډایلکټونه لرو، مختلف رواجونه، مختلفې نڅاوې لکه اتڼ یا قرصک، اصیله موسیقۍ لرو چې له ربابه نیولې تر دمبورې پورې ځانته بېل خوند او ځانګړتیا لري، بېلا بېل ډول جامې لکه د افغانې جامو څخه نیولې ان تر ازبکي جامو پورې، د هرې سیمې ځانګړي خوراکونه له شوروا نیولې تر اشک او قابلي پلو، دا ټول هغه څه دي چې افغانستان ته یوه خاصه ځانګړتیا ورکوي او دا ځانګرټیا سره ډیره مینه لرمه. که څه په افغانستان کې مې د خپل عمر ډیر لږ وخت تېر کړی خو د افغانستان سره مې مینه شاید تر هر یو بل افغان ډیره ويخو کمه نه. د افغانستان خاوره هم راته ارامښت راکوي. هر ځل چې ورغلې یمه نو لومړی مې خاورې ښکلې کړې.”
منزه شهید په آلمان کې خپل ماسټري په سیاسي علومو کې تر لاسه کړې ده. له ۲۰۱۵ کال نه راهیسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره د خبریالې په توګه کار کوي. منزه شهید په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کې تجربه لري او د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.
نوموړې د افغانستان، پاکستان، سیمه ییزو او نړیوالو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو، فرهنګي او مذهبي مسایلو په اړه څېړنې او مقالې هم لیکي.
د هغې ټلویزیوني خپرونې په بیلابیلو کلتوري او د بشري حقونو پر مسئلو تمرکز کوي لکه کورنی تاوتریخوالی، د ښځو او جینکیو حقونه، روغتیا، تعلیم او داسې نور…
کله چې ما له منزه شهید نه پوښتنه وکړه چې ولې یې رسنیز کار غوره کړ، په ځواب یې را ته وویل:
“ما تل غوښته چې د خلکو غږ اوسم. هر ځای چې مې کار کولو د یوې ستونزې په وخت به ملګرو د خبرو لپاره زه ټاکلم چې منزه به زمونږ په استازیتوب وغږیږي. همکارانو او ملګرو به راباندې حساب کوه او باور یې راباندې کوه. کله چې مې ماسټري وکړه په سیاست کې مې ډیره دلچسپي وه نو له هغې وروسته مې پریکړه وکړه چې زه به د خلکو غږ جوړیږمه. خلکو ته به د خپل هېواد وضعیت بیانومه. کره او ريښتینې معلومات به ورته راغونډومه، څېړنې او لیکنې به کومه. او چې د یوې خبریاله په حیث کار کوم، غواړم په خپلې ټولنې کې د بدلون برخه یا سبب اوسمه. هغه ناخوالي یا ناوړه رواجونه چې د مېرمنو په وړاندې ځینې افغانانو خپل کړي په هغې کې بدلون راولم.
منزه شهید د دې پوښتنې په ځواب کې چې تاسو له ژونده څه زده کړي دي، داسې ځواب راکړ:
“له ژونده مې ډیر څه زده کړي. دا چې زیار ویستل څومره مهمه دی، دا چې حوصله لرل څومره مهمه دی، دا چې له خپلو ننګونو او ستونزو زده کړه کول څومره مهمه دی. خو یو څه چې مې تر اوسه په ژوند کې زده کړي هغه دا دی چې تر څو افغانان ټول یو موټي نشي که هغه هر قوم وي، تر څو که مونږ یو ځای نشو مونږ د افغانستان راتلونکی نشو ژغورلی او نه هم د خپلو کړنو ناسمې پر نورو تپلی شو.
-مګر آیا کولئ شو چې په کډوالي کې اولاد وروزو او د خپلو بچیانو په زړه کې افغانستان سره مینه وکړو؟
“زما مور او پلار راته ژوند کې تر ټولو مهم څه چې رازده کړل هغه دا وو چې که هر ځای ژوند وکړم خو دا به نه هېروم چې زه څوک یمه او زما اصلیت څه دی. مونږ په کوزه پښتونخوا کې ډيره موده ژوند وکړ خو پلار مې تل راته د خپل کلتور او افغانیت زده کړه کول. او زه نن په امریکا کې د یوې امریکايۍ په توګه نه بلکې د یوې افغانې په توګه په ژوند کولو ویاړم او خپلو ماشومانو ته هم دا ور زده کول غواړم. د خپلې ټولنې سره یې تل په اړیکه کې پاته کېدل غواړم.
منزه شهید په دې اند ده چې، “زمونږ کلتور او امریکايي کلتور ډير توپیر لري. افغاني کلتور ډېر اجتماعي دی او خلک عموماً د خپلې کورنۍ ګټې تر خپلو شخصي ګټو په لومړیتوب کې ساتي دا پدې مانا ده چې د کورنۍ مسولیتونه د شخصي اړتیاوو په پرتله ډیر اهمیت لري. دا کیدای شي زمونږ پر ژوند کله منفي او کله هم مثبت اغېز ولري.
د طالبانو د نظام لاندې کوم ارزښتونه د خطر سره مخ وینئ؟
طالبانو په افغانستان د قبضې کولو وروسته ډيره ځوریږمه. خپل هویت ته د خطر احساس کومه خپل درې رنګه بېرغ او خپل ملي سرود ته دردیږمه. زړه مې ډیر خوږیږي چې خپل هېوادوال په ځانګړي ډول مېرمنې د طالبانو د زورواکۍ سره مخ وینمه. د افغانانو سره د طالبانو ناوړه چلند ذهناً نا ارامه کړې یمه.
منزه شهید واده کړې او خپل مېړه او دوو زامنو “ارسل او سیال” سره په وېرجینیا کې ژوند کوي. د پښتو ژبې شاعري او موسیقۍ سره ډیره مینه لري او نوو ځایونو ته سفر کول او د طبیعت لیدل یې له جمله شوقونو څخه دي.
منزه وايي چې “ زه تل هڅه کوم چې د خپلو افغانانو لپاره داسې څه وکړم چې هغوي ته ترې ګټه ترلاسه شي.”
د فخر افغان خان عبدالغفار خان (باچا خان) چې د پښتنو لر او بر افغانانو ملي مشر او لارښوونکی و دا وینا مې تر ټولو ډیره خوښیږي چې وايي “د مور غېږ د انسان لومړنۍ او ارزښتمنه مدرسه ده. ” او دا وینا مې خوښه ځکه ده چې په کې د ښځې ارزښت او د یو نسل په پرمختګ کې د ښځې رول ته اشاره شوې. دا چې یوه پوهه مور یو پوه نسل روزلی شي.
د منزه شهید د لا بریاوو په هیله…