مقالات
Trending

د افغانستان کانونه او طبیعي منابع

د اقتصادي مشارکت او سیمه ییزه اتصال لپاره اساسي شتمنۍ

محمد آصف ننګ

داقتصاد خپرندوی مشر

د افغانستان د کانونو او طبیعي منابعو بحث د یوې مقالې په کچه احاطه کول ناممکن دی.کله چې په داسې یوه موضوع بحث کېږي باید په دې اړه ډېر څېړنیز او هر اړخیز معلومات شامل شي ترڅو وکولی شو د افغانستان د کانونو او منرالونو په هکله جامع او کامل بحث وړاندې کړو، چې دا نو کتابونه کتابونه معلومات به وي. په دې بحث کې هڅه شوې چې درې عمده معدني منبعې (مس، اوسپنه او لیتیوم) نسبتاً مشرح راسپړل شي ځکه دا درې منبعې د سیمه ییز اتصال انځور روښانه او جوته کولی شي. دلته هند او چین یادوو، د سیمه ییز اتصال تر ټولو لوی او ارزښتناکه هېوادونه. دوی د سیمې بلکې د نړۍ د تر ټولو لویو نفوس لرونکو، تر ټولو لویو اقتصادونو او تر ټولو لویو شریکانو اعتبار د افغانستان لپاره لري. که دا دوه مو په حقیقي معنا د منابعو او منافعو شریکان شي، زمونږ د سیاسي ثبات تضمین ورکوي. د افغانستان د معادنو ستراتیژي باید هغه څه وي چې زمونږ جغرافیایي وصف ته بدلون ورکړي. نورې کیسې یی ډیر دي خو په لنډه توګه د معادنو او طبیعي منابعو په هکله یو څو داسې ټکې چې لازماً هر حکومت او ددې خاورې هر بچی باید پرې پوه وي:

  • دا چې ددې هېواد طبیعي منابع او معدني مواد زښته پرېمانه، متنوع او متعدده دي، چې ارزښت یې په مادي لحاظ څه د پاسه تر لس تریلیون یورو رسېږي، مګر د معادنو د ارزښت په اړه رسمي ارقام (۱-۳ تریلیون یورو) یادیږي. البته ارقام تخمیني او قیاسي دي او کم و زیات کیدای شي خو د تنوع له پلوه په افغانستان کې ۱۴۰۰ ډوله معادن او منرالونه تثبیت شوي دي او دا هغه امتیاز دی چې د نړۍ ډیر کم هېوادونه یې لري. همدا غني منابع زمونږ د کاملاً خودکفا کیدو، استقلال، ځواکمنتیا، پرمختګ، د سیمه ییزه مشارکت او ملي ثبات لپاره تر ټولو ستراتیژیکه ابزار بلل کېږي.
  • دا چې د دې هېواد غني منابعو ددې په ځای چې مونږ ته رفاه، سوکالي او غنامندي راوړي، برعکس یې دا هېواد کلونه کلونه د سلطه ګرو ځواکونو د کشمکش په میدان بدل کړی او زمونږ د میلیونونو انسانانو د تباهۍ او هلاکت او د وطن د ویجاړی سبب شوی. په تاریخي لحاظ ددې تحلیل او نتیجه باید د یوه وطني سرمشق په توګه فرد فرد ته تشریح شي او ټول هغه عوامل چې دغه نعمت یې په زحمت بدل کړی باید د یو تاریخي درس په توګه افهام شي او دولتونه د دې جوګه شي چې دا منابع څنګه د خپل وطني ثبات، سیمه ییزه مشارکت او نړیوال عزتمندۍ وسیله ګرځولی شي. تر ټولو د مخه جهل، ناداني، له تعلیم لیرېوالۍ، کورنیو شخړو او له خپلو مادي او معنوي شتمنیو د بې خبرۍ په سبب مونږ دغه وضعیت ته رسېدلي یو.
  • زمونږ معادن باید په تحرک راوستل شي ترڅو زمونږ د صنعتي پراختیا زمینه مساعده کړي. په دې معنا چې دا سرشاره منابع باید د صعنتي ودې او کارخانو د خامو موادو په حیث زمونږ د خودکفایي او دایمي ثبات تضمین وکړي، د نورو له احتیاج، له غربت د خلاصون او د میلیونونو وګړو لپاره د استفادې او ګټنې لپاره وکارول شي او زمونږ د قوت او عزت اسباب شي. طبعاً له تحرک (استخراج او استحصال) سره به یې زمونږ د جنګي جغرافیا وصف په اقتصادي جغرافیا تبدیل او تحویل کړي او دا به تاریخي تحول وي چې نور دغه د وینو او هلاکت کاروبار د حیات او شرف په کاروبار بدل شي.
  • دا خبره ضرور باید درک کړو، چې د هېواد معدني منابع قطعاً او په یو اړخیزه توګه د خارجي لیلام او قراردادونو لپاره ندي نو باید په ډیر دقت یې استخراج او استحصال ترسره شي. دا د موجوده او راتلونکو نسلونو امانت او د دوی د دوام او بقا وسایل دي چې دولتونه مکلف دي په تصرف کې یې دقیقه او پایداره پلانګذارۍ وکړي.
  • له بهرنیو هېوادونو (پخصوص له مجاورو ګاونډیانو سره) د کانونو په برخه کې تړونونه مهم دي. په فعلي شرایطو کې مونږ د نړیوالو تحریمونو او د
  • جغرافیایي بند موقعیت Landlocked  هغه جبر دی چې مونږ یې اړ کړې یو تر څو ریاضتي اقتصاد ترسره کړو. د همدې جبر له مخې د سنجیده او آینده نګره پروګرامونو او برنامو له مخې باید په نسبتاً امتیازي بنیاد له ګاونډو هېوادونو سره د کانونو قراردادونه وتړو، منتها د کانونو په قراردادونو کې د معدن کاري، استخراج، تصفیه او نورو ضمني عملیاتو چاری پخپله په معدني حوزه یا ساحاتو کې ترسره شي. که څه هم په تخنیکي لحاظ د هر معدن د استخراج او تصفیه چارې په اړوند معادنو کې ترسره کېږي، خو بیا هم ځينې هېوادونه په دې برخه کې لویو پانګونو ته زړه نه ښه کوي، ځکه چې د معدن د کیندنو ماشینري او پانګونه لوی مصارف غواړي. البته ځينې مدرنه وسایل او میتودونه شته چې قراردادي طرف کولی شي له لوی سرمایې د تعدین مراحل او بهره برداري ترسره کړي.

د افغانستان د ځینو تثبیت شویو معادنو احجام او برآورد:

معدني مادهحجمي برآوردارزښتي برآورد
خام نفت۱.۸ میلیارد بشکې (اوس مهال په فاریاب او سرپل ولایتونو کې) د قشقري، زمردسای او بازارکمی نفتي میدانونو کې د ۹۰ میلیون بشکې نفتو استخراج قرارداد شوې دي۱۰۷ میلیارد ډالره، تخمیناً له همدې دریو میدانونو په ورځ ۲۰۰ ټن نفت د ۱۵۰ زره ډالرو په ارزښت ترلاسه کېږي
طبیعي ګاز CNG۱۶ تریلیون فوت مکعبمجموعي ارزښت یې تر یو تریلیون ډالره زیات دی
ګازي مایعات۵۰۰ میلیون بشکې
مس، نقره او…۶۰ میلیون ټنهپه سلګونو میلیارد ډالره
د ډبرو اوسپنه یا عادي فلزات۲۲۰۰ میلیون (۲.۲ میلیارد) ټنه۳۵۰ میلیارد ډالر، تخمیناً
کمیابه معدني  مواد یا پګمتایت (لیتیوم، المونیم، سیماب، جست او…)۴.۱ میلیون ټنه د لیتیوم د معدني ذخیرو له پلوه افغانستان د نړۍ شپږم لوی هېواد دیڅه د پاسه یو تریلیون ډالره، تخمیناً (د افغانستان د یو ټن لیتیومو بیه د ۱۳ او ۱۶ زره ډالرو ترمینځ تخمین شوې)
طلا یا سره زر۲۷۰۰ کیلو ګرامه۱۷۰ میلیون ډالره
منبعد افغانستان د معادنو وزارت او د امریکا د ځمک پېژندنې سازمان، د ۲۰۱۹ کال ګزارش

د افغانستان د معادنو او منرالونو ځېنې ډولونه:

افغانستان د کاني موادو په لحاظ غني هیواد دی. شاوخوا ۱۴۰۰ ډوله معادن او منرالونه په افغانستان کې موجود دی، چې د جیولوجیکي تخمین او برآوردونو له مخې یې ارزښت تریلیون (د لیتیومو په شمول تر ۲۰ تریلیون یورو) لوړېږي، اما له کلونو راهیسې یې استخراج او استفاده نه ده ترسره شوې. هغه کاني مواد (معدني مواد) چې د دې هیواد په کانونو کې کشف او ځینې یې استخراج شوي په لاندې ډول دي.

اوسپنه، سره زر یا طلا، مس، نفت، طبیعي ګاز، د ډبرو سکاره یا سنګ ذغال، ګټور فلزي مواد، ګټور غیر فلزي مواد، منګانیز، کرومین، سُرب، جست، المونیم، مولبدن، ولفرام، قلعي، بیسموت، ارسینیک، رانجه یا سُرمه، سیماب، نادره عناصر، بریلیوم، لیتیم، سیزیوم، روبیدیم، تانتالیم، نیوبي،کادمیوم، اورانیوم، توریوم، نجیبه فلزات، سلفر، فلوریت، باریت، سلستین، فاسفوریت، اپاتیت، ریشیي تیږه، شګوګل یا ابرک، تالک یا شوکاڼی، مګنیزیت، ګرافیت، ګچ، د خوړلو مالګه، قیمتي ډبرې، لکه لعل، زمرد، یاقوت، لاجورد، کونسایټ، کلسایټ، نفرایټ، کرومایټ، سرپینټین، اشپات، ساختماني مواد، ګرمې اوبه او ځینې نورې قیمتي او غیر قیمتې ډبرې دي. لکه مو چې اشاره وکړه، دا ځینې هغه کاني مواد دي چې په نسبي توګه ترینه استفاده شوې، منتها ددې هېواد لاس ناخوړلي غني منابع ګڼې زیاتې دي، چې شرحه یې د کانونو وزارت په اړوند ویب سایت او ارشیف کې کتلی شئ.

د مساعد اقلیم له پلوه دلته کال بر زراعتي فعالیتونه ترسره کیدای شي، هکذا د اوبو، لمر او باد له پلوه افغانستان کولی شي څه د پاسه ۳۵۰ زره میګاواټ برق تولید کړي.  دا مقدار برق د کورنۍ ځان بسیاینې ترڅنګ، پاکستان، هندوستان او نورو ګاونډیو ته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د برق او اوبو د فروش او مدیریت له پلوه زمونږ ملي عواید تر ټولو خلیجي هېوادونو زیاتولی شي.

حکومت ته پکار ده چې د معادنو او نورو طبیعي شتمنیو په هکله د ګڼو دیپلوماسیو په چوکاټ کې خپل خارجي سیاست دیزاین او اولویت بندي کړي.

پاکستان او هندوستان د سون د انرژۍ، په خاصه توګه د برېښنا د کمبود له شدید بحران سره مخامخ دی. په راتلونکو کلونو کې به دغه اړتیا څو چنده لوړه او اضافه شي. په دواړو هېوادونو کې د انکشافي صنعتي پلانونو له مخې، پر موجوده ظرفیت برعلاوه، د زرګونو میګاواټ برق اړتیا ده چې دغه اړتیا ته افغانستان په پراخه پیمانه ځواب ویلی شي او کولی شي د افغانستان د برېښنا د تاسیساتو له ایجاد او پراختیا سره له دواړو هېوادونو سره پایداره شراکتونه قایم کړي چې پرته له مادي ګټو، د برېښنا د دیپلوماسۍ پر بنسټ مونږ کولی شو د دواړو هېوادونو د کړکیچ کچه راښکته او د سوله ییزو پیوندونو په استحکام کې نقش ایفا کړو.

له هند سره د اوسپنی (حاجیګک) د تړونونو او له چین سره د مسو (مس عینک) او هم له ایران سره د هرات د مسو د ګڼو حوزو په برکت کولی شو د سیمه ییز اتصال مزې لا مضبوط کړو. له هر یوه هېواد سره زمونږ د منافعو د تبادلې ګڼ اړخیزه فرصتونه شته چې تحقیق، پلټنې او اجرايیوي کیدو ته ضرورت لري.

له چین علاوه ایران، پاکستان هند او ځينې اروپايي هېوادونه هم د مسو خریداران دي. غواړم په مختصره توګه د اتصال د ایجاد لپاره پر دې مادې لېږ تم شم.

د عینک د مسو کان:

دغه معدني ساحات حدوداً۴۰ کیلومتره احتوا کوي چې د لوګر ولايت محمداغې ولسوالۍ اړوند عینک په سیمه کې موقعیت لري. د عینک په دغه ستر کان کې د اټکل له مخې له ۱۱،۳ میلیونه تر ۱۲ میلیون متريک ټنو پورې د مسو زېرمه وجود لري. همداراز د مسو دغه کان کې ۲۲۳۰ اوه زره اوه سوه متريک ټنه نقره، ۲۳۳ شوږ سوه زره متريک ټنه کوبالت او يو څه اندازه سره زره هم شتون لري.

په مجموعي توګه د عینکو د مسو ذخیروي ارزښت تر ۷۸ میلیارد ډالرو اوړي، مګر په یاد باید ولرو چې د مس عینک سیمه په خپل شاوخوا کې درې نور د مسو کانونه هم لري.

اول مرکزي عینک :

د ۱۹۹۵ میلادي کال د کیندنو له مخې په دې مرکزي برخه کې نږدې 143 یو سل څلویښت میلیونه ټنه د مسو ډبرې موجودې دي.

دویم سوېلي عینک :

په ۱۹۹۵ میلادي کال کې د عینک په سوېل برخه کې د کیندنو له مخې دغه کان 53 پنځوس میلیون ټنه د مسو ډبرې لري.

دریم لوېديځ عینک :

همداراز د لوګر د مس عینک کان ختیځ لور ته د کابل ولايت د خاکجبار ولسوالۍ د دربند په سیمه کې د مسو يو بل ستر کان شته چې۷کیلومتر ساحه احتوا کوي او زېرمه ېې له يو میلیون ټنو مسو زیاته ده.

د عینک کان په افغانستان کې د مسو د يو لوی کمر بند په څېر يوه مهمه سیمه ده. د افغان متخصصینو د معلوماتو له مخې په عینک سیمه کې ۱۱،۳میليونه ټنه تثبیت شوي خالص مس موجود دي.

د عینک په سیمه کې دوه شتمنۍ پرتې دي: يوه ېې مس او بله ېی لرغونې سیمه او بې ساري تاریخي آثار دي. په دغه لرغونې سیمه کې د بودا بې شمېره مجسمې او ستوپې لرغونې سکې او نور توکي شته. د عینک په سیمه کې د ۱۱،۳ میلیونه ټنو ثابتو او خالصو مسو د ترلاسه کولو لپاره اړتیا ده تر څو ۳ درې میلیارده ټنه خاورې او شګې ترې لرې کړای شي چې دغه مس پکې نغښتي دي.

د افغان ځمک پیژندونکو د معلوماتو له مخې د مس عینک ستر کان چې ځینې شاخونه ېی کابل او ځینې ېې په لوګر کې غځېدلي شاوخوا ۸۰۰کیلومتره مربع مساحت لري. که د مس عینک کان استخراج چارې پیل شي د افغانستان په عمومي وضعیت، په ځانګړې توګه په اقتصادي حالت به د پام وړ اغېزې ولري.

مس عینک په کال ۱۳۸۷، د ثورپه میاشت کې له یوې چینایي کمپنۍ MCC سره یې د ۳ میلیارد ډالرو په ارزښت قرارداد شوی. تر کال ۱۳۹۰ پورې جمعاً ۳۶۰ میلیون ډالر، منجمله ۱۸۳ میلیون د پیشپرداخت په حیث، د اړوند کمپنۍ لخوا په مصرف لګېدلې. مګر متأسفانه د لرغونو آثار د محافظت په دلیل او ځېني نور تخنیکي او نامشخص دلایل وجود لري چې ددې پروژې کار عملاً ندی پیل شوی. د قرارداد له مخې به چین څه د پاسه ۱۱ میلیون ټنه مس له دې کان استخراج کوي چې د لندن د فلزاتو د بورسونو د بازار له برآورد سره سم یی ارزښت مجموعاً تر ۱۰۰ میلیارد ډالرو رسېږي.

ټاکل شوې وه چې چینايي «‌اېم سي سي» ‌کمپنۍ د عینکو د مس کان ته د افغانستان له شمال څخه تر جلال آباد پورې د اورګاډي پټلۍ وغځوي خو له دې کبله چې هغه یې په یوه مقطع کې غیر اقتصادي بللې وه نو له دې وړاندیزه بېرته پر شا شول او د وخت حکومت یې دغو ماتیدونکو ژمنو ته اعتراض ونکړ. د قرارداد له مخې به اړوند چینایی کمپنۍ هرکال ۲۴۰ تر ۳۰۰ میلیون ډالره رویالیټي او مالیات د افغانستان دولت ته ورکوي، همدارنګه د همدې پنځلس کلن تأخیر په سبب افغانستان د مالیاتي عوایدو له پلوه، چې له دې پروژې به ترلاسه کیدل، شاوخوا درې میلیارد ډالر زیان لیدلی دی.

سربېره له دی د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د هرات په شیدایي، د هرات د نایک، د دوبرادران، سیم کوه، میرعلی…او د هرات د مسو د ګڼو ساحاتو تر څنګ د غزني د زرکشانو، د بدخشان د بایوقره او فارمرده او په غور، بادغیس، بغلان، فراه، کندهار، زابل او فاریاب کې د مسو متعدده کانونه کشف او یا تثبیت شوي دي چې ارزښت یی میلیونونو ټنو ته رسېږي.

د بامیان د حاجیګک کانونه د سیمې د هېوادونو په کچه اوسپنې پریمانه او باکیفیته معدني حوزه بلل کېږي.

افغانستان د اوسپنې کانونو له اړخه خورا غني هېواد دى. د دغه هېواد د اوسپنې کانونه د نړۍ د سترو کانونو په ډله کې شمېرل کېږي. په دې اړه شوو څېړنو او کشفیاتو ته په پام سره افغانستان د اوسپنې لرونکو کانونو او د اوسپنې ډبرو له اړخه نسبتاً غني هېواد دی ځکه چې ۴۵ کیلومتره  يواځې د بابا غرونو په لړۍ کې د اوسپنې د اتو زېرمو شتون تثبیت شوى دی، چې له دې ډلې د بامیانو سوېل ختیځ ته په پروت د حاجيګک د اوسپنې کان له لوړ اهمیت څخه برخمن دى او زېرمې یې حدوداً ۱،۸ یوعشاریه اته تر دوه میلیارد ټنو تثبیت شوي دي.

دا کان د سیمه ییزه اتصال په تکمیلي کړیو کې یو داسې رول لري چې د جنوبي آسیا او د آسیا د زړه  ترمینځ د وصل امکان برابروي. د همدې کاني موادو په برکت کیدای شي د هند او پاکستان ترمینځ د سولې او پخلایني اساسي زمینه هم مساعده شي.

 په لومړي ځل روسانوخپلې لومړنۍ څېړنې په ۱۹۷۰ لسیزه او بیا په ۱۹۸۰ لسیزې کې تر سره کړې چې د ۱۹۸۰ زېږدیز کال په اوږدو کې ېې اکتشافي پړاوونه بشپړ او استخراجي پلانونه ېې هم طرحه شول. خو متأسفانه د سیاسي بدلونونو، ناامنیو له زیاتېدو او زیربناوو او اساسي لارو د نه شتون په سبب یې چارې تر استخراجي پړاوو ونه رسیدلې او تر نن پورې لاپاتې دي.

د بیا ځلې کار او استخراج په موخه، په ۲۰۱۰ زیږدیزکال کې دافغانستان د وخت حکومت د حاجيګک د اوسپنې د کان په اړه په ځینو نړیوالو رسنیو کې د داوطلبۍ اعلانونه خپاره کړل. تر دې مرحلې وروسته ۲۳ کمپنیو داوطلبۍ ته ځانونه ونوموه. افغان حکومت د دغو شرکتونو وړاندیزونه وڅیړل او یوازې شپږ کمپنۍ د شرایطو له پوره کولو سره په داوطلبۍ کې پاتې شوې.

د کانونو وزارت د حاجیګک کان په څلورو برخو وېشلي دی. د حاجیګک د A بلاک یې کاناډايي کمپنۍ «کیلو ګولډ ماین» ته په نظر کې نیولې و او پاته درې برخې B،C  او D یې په هندي کمپنۍ «سیل» پورې اړوندې بللي وې.

که څه هم په کال ۲۰۱۵ ز.کال کې د هماغه وخت د کانونو او پترولیم وزیر، ښاغلی داودشاه صبا ویلي و چې د حاجیګک په اړه هیچ ډول قرارداد له هندي کنسرسیوم (سیل) یا بلې هیچ کمپنۍ سره رسماً ندی تړل شوی. لذا دا مسئله تر نن ورځ واضح نده چې آیا په دې هکله کوم قرارداد له هندوستان سره شته کنه؟ مګر د وزارت له اسنادو داسې ښکاري چې په ۲۳ رقابتي کمپنیو کې  شپږ شرکتونه شارت لست او پدوی کې بیا یوه هندۍ او یوه کانادایي کمپنۍ د ګټونکو په لست کې امتیاز ترلاسه کړی و.

هندي سیل کمپنۍ هغه وخت ویلي و چې د اوسپنې د اووه میلیونه ټنو توليدي فابرېکې پر ځای په افغانستان کې د پولادو له پاره له کاله د ۱،۲ میلیونه ټنه فولادو د تولید فابریکه جوړوي چې افغان حکومت هم ورسره منلې وه او دا یو لوی امتیاز و د افغانستان لپاره، ددې ترڅنګ هندي اړخ د افغانستان د اوسپنې نور کانونه هم تر نظر لاندي درلودل چې ګواکي دلته د اوسپني د کانونو انحصاري مالک پاته شي…

دا ستر کان نه يواځې چې په افغانستان بلکې د سیمې په کچه مشهور کان دى چې55 متره ژوروالى  او ۱۶ کیلومتره اوږدوالى لري.

د دغه کان د عیار او زېرمې په اړه ترسره شویو ارزونو ثابته کړې چې احتمالي زېرمه یې تر ۱،۸ یو عشاریه اته میلیارده ټنو پورې رسېږي. له اوسپنې پرته د ځینو نورو عناصرو لکه باریم، کوبالیت، نکل، سپین زر او ځینې نور جانبي عناصر هم په دغه کاني حوزه کې موجود دي. د اټکلونو له مخې په دغه کان کې د ټولې شته اوسپنې استخراج به یو سل و اتیا کلونه ونيسي، څو په بشپړ ډول استخراج شي.

په کال ۱۳۹۰کې د افغانستان دولت د هندي او کانادا یي کمپنیو سره ددې معادنو د استخراج تړونونه (تفاهمي دیالوګ) تهیه شول. په پام کې وه چې د هند لخوا شاوخوا لس تر اتلس میلیارد ډالره پانګونه پکې وشي. هند به له حاجیګک د ایران تر چاه بهار بندر پورې د اساسي لارې د جوړولو ترڅنګ ځينې استخراجي صنایع هم دلته ایجادوي.

همدارنګه د دې کانونو په دریو ټاکل شویو ساحاتو کې به په یوه ساحه کې کانادایي کمپنۍ او په دوو نورو کې به هندي شرکتونه خپل فعالیت پیلوي. جالبه دا ده چې په کال ۱۳۹۱ کې اړوندې هندي کمپنۍ ۷۵ میلیون ډالرو ته د کار د پیل په مقصد ضرورت درلود نو یې له نړیوال بانک او د هند له حکومت د قرضي غوښتنه وکړه چې متأسفانه په دې کار بریالۍ نشوه ځکه نو په هماغه کلونو کې یې کار خنډنی شو او تر اوسه همداسې بې سرنوشته پاتې دی.

له هند سره د حاجیګک تړون، په حقیقت کې د سیمه ییزه اتصال یوه عمده کړۍ تکمیلوي. داسې کړۍ چې تر پېړیو یې متبادل منفعت افغانستان او حتی سیمې ته رسېږي.

طالبانو د معادنو په مدیریت کې ښه پرمختګ کړی. په کال ۱۴۰۱ کې ۶۵۰ واړه او متوسط معدنونه قرارداد او ۱۸۰ نور د استخراج قراردادونه په تدارکاتي مرحله کې ول. په همدې کال کې طالبانو د معادنو د عوایدو له باب ۱۴ میلیارد افغانۍ راټولې کړي دي. په ۱۴۰۲ کې د افغانستان د معادنو وضعیت لابهتره و. په دې کال کې حدوداً د ۶.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د معادنو داخلي او خارجي تړونونه اعلان شوي دي. په همدې کال کې د هېواد د ټولو وړو، متوسطه او غټو معادنو او هم د ټولو کریمه کاڼو کنترول د امارت اسلامي په لاس کې ول. پخوا د قیمتي کاڼو یا دکریمه احجار (نفیسو کاڼو) زیاتره کنترول د محلي زورواکو په لاس ول چې هرکال یې دولت له مالیاتي عوایدو له پلوه ۳۰۰ تر ۳۵۰ میلیون ډالره محروم کړي و.

د افغانستان لیتیوم او پګمتایت (نادره معادن):

آیا افغانستان به په راتلونکي کې د لیتیومو سعودي عربستان وي؟!

په ۲۰۰۹ کال کې د ناسا (د امریکا فضایي سازمان) د راپور له مخې د افغانستان په غزني ولایت کې د لیتیوم د ذخایرو شتون ته اشاره شوې ده. راپور ډیر تفصیلي دي. د دې تفحصاتو او تحقیقاتو لړۍ د ناسا لخوا تر کال ۲۰۱۰ پورې وغزیده. په همدې کال کې د امریکا د دفاع وزارت د یو محرم یاددښت په وسیله سپینې ماڼۍ ته د افغانستان د لیتیوم د ارزښت شرحه ورکړل شوې وه. په دې یاددښت کې د افغانستان لیتیوم د سعودي عربستان له نفتو سره پرتله شوې او راغلي چې په آینده کې به افغانستان د لیتیومو سعودي عربستان وي. لکه څنګه چې سعودي عربستان د نړۍ د نفتو تامینونکی دی، همداسې به افغانستان د لیتیومو د اکمال له پلوه د نړۍ د ضرورتونو تامینونکی هېواد وي.په مشخصه توګه، په اوسني عصر کې چې نړۍ د ګلخانه یي ګازاتو او د کاربن د استعمال له کبله د اقلیم د ککړتیا ګواښونه کوي او په شدت او جدیت سره یې د راکمېدو غوښتنه کوي، نو په دې معنا ده چې د لیتیومو ارزښت به لازیات او استفاده به یې په مدرنه تکنولوژۍ او صنعت کې لازیاته پراخېږي. په موجود عصر کې د موبایل تولیدونکي کمپنۍ، د چارجي بطریو او الکترونیکي موټرو د تولید کارخانې تر ټولو زیاته اتکا پر لیتیومو کوي، ځکه نو افغانستان ددې مادې یو له غني ذخیرو د برخمن هېواد په توګه کولی شي دغه ماده د ستراتیژیکه وسلې Strategic weapons  په حیث په نړیوالو معادلاتو کې او د ډک لاس شریک په حیث یې وکاروي.

په کال ۲۰۱۵ کې د ناسا سازمان د جیولوجیکي سروی له مخې، د غزني د ناهور دښته، د فراه انار دره ولسولۍ او د دایکندي ولایت د اشترلي سیمه د لیتیومو د ذخیرو لوی مرکزونه ښکاره شوي چې د موجوده تثبیت شویو ذخایرو ارزښت تر یو تریلیون ډالرو پورې تخمین شوي ډي. په دې راپور کې د افغانستان د لیتیومو معادن د احجامو او ظرفیت له پلو یوه پراخه ساحه احتوا کړې چې طول یې ۸۵۰ تر ۹۰۰ کیلومتره او عرض یې د ۱۵۰ تر ۲۰۰ کیلومتره، له هرات شروع تر نورستان پورې غزېدلې، چې کیدای شي استخراجي دوران یې تر اویا کلونو پورې ورسېږي. د افغانستان د لیتیومو ذخایر په نړیواله کچه شپږم مقام لري (اول مقام بولیویا هېواد چې ۲۱ میلیون ټنه لیتیوم لري، بیا ارجنتاین چې ۱۷ میلیون ټنه، بیا چیلي چې ۹ میلیون ټنه، بیا چین او بیا افغانستان چې څه د پاسه ۴ میلیون ټنه لیتیوم لري) . سربېره له دې د افغانستان لیتیوم په کیفیتي لحاظ، د غلظت او خلصویت له پلوه اول درجه تقیم شوی.

په کال ۲۰۱۷-۲۰۱۸ کې د امریکا د ناسا ادارې په یو راپور کې د افغانستان د اسپادومین Spodumene د منابعو د موجودیت خبر ورکړی. دا کاڼې پخپل ترکیب کې د لیتیوم ماده لري چې د لیتیوم په شان ارزښت لري.

ایران او چین د افغانستان د لیتیوم شدیدترینه متقاضیان دي. چین چې د نړۍ د لیتیومو انحصار په لاس کې لري غواړي د هغو شپږ میلیارد ډالرو په ارزښت پانګونه چې یې له افغانستان سره د قشقري او پنځو نورو نفتي میدانونو په برخه کې کړې د هغو ترڅنګ زمونږ د لیتیومو منابعو ته ځان ورسوي. د همدې غني منبعې په خاطر د واخان له دهلیز او هم د لار او کمربند CPEC د شبکې له لارې له افغانستان سره ستراتیژیکه ملګرتیا قایمه کړې. د یادونې وړ ده چې د لیتیومو استخراجي صنایع میلیاردونو ډالرو پانګونې ته اړتیا لري او غریب افغانستان پرته له شراکت دا کار نشي کولی. د چین لیوالتیا او دا چې چین د لیتیوم په وسیله د خامو موادو د پالش ۸۰٪ نړیوال کاروبار او هم په نړیواله کچه د موبایل د بطریو د ۷۷٪ انحصاري قراردادونه په لاس کې لري، ځکه خو د نړۍ تر بل هر هېواد ددې چانس لري چې له افغانستان سره په ښه مزیت د لیتیومو د استخراج همکاري وکړي. طبعاً له دې سره د سیمه ییزه اتصال او مشارکت پوتنسیل لازیات لوړېږي.

همدارنګه مونږ په آمو دریا او افغان-تاجک او افغان-ترکمن حوزو کې د اوبو او نفتي میدانونو د شراکت له پلوه او هم د عبوري ترانزیتونو له پلوه چې افغانستان پکې د پل حیثیت لري کولی شو په ګڼو معدني مواردو کې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره، هم د سارک او هم د ایکو او شانګهای په فارمټونو کې شراکتونه او منطقوي اتصال ایجاد کړو.

ایران هرکال د میلیاردونو مترمکعب او پاکستان ته هرکال څه د پاسه ۱۸ میلیارد مترمکعب اوبه چې میلیاردونه ډالر ارزښت لري په مجاني توګه ورته واریز کېږي. که د اوبو د مدیریت او استفادې قانوني چوکاټ او قراردادونه اجرا شي، افغانستان به د میلیاردونو ډالرو عواید له دې سرشارې منبع ترلاسه کړي، چې له بده مرغه دم مهال په مفته زمونږ ګاونډیو ته ورځي او هیڅ ډول احسان یې په وړاندې نلري. قاعده دا ده چې مجاني شی په اوسني عصر کې یا مال الغنیمت دی او یا له افتخار ډکه غلا، خو د مالکیت له مخې تصرف او د قیمت له مخې ورکړه قدر لري!

پردې برسیره د صافي او بابا د غرونو په سلسلو کې د موجوده پرېمانه او ډولاډول کاني منابعو او هم د شمال د نفت او ګاز په حوزو کې او همدارنګه د قطغن د زراعت او غلو د پرېمانه ګدامونو په برکت د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د ډیرو لویو قراردادونو او د ګډو پانګوونو د ایجاد ګڼ فرصتونه او پوتنسیلونه شته چې دې هدف ته د رسیدو لپاره د افغانستان اقتصادمحوره لومړیتوب باید د دولتونو سرمشق وي.

ددې لیکنې لپاره ماخذ:

  • د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت، د معادنو او صنایعو کمیسیون، قاری عباس
  • BBC، ۲۰۲۲، دمې ۱۲مه، افغانستان چقدر نفت، لیتیوم و انواع دیګر مواد نفتی دارد؟
  • DW آیا معادن میتواند اقتصاد افغانستان را نجات دهد؟ ۱۳۹۶، ۵، ۳۰
  • د امریکا د فضایی سازمان، ناسا، له ګڼو ماخذونو
  • Reuters, August 19, 2021, what are Afghanistan’s untapped minerals and resources?
  • د RFi.Fr له ویب سایټ، ګذارش معادن افغانستان ۲۰۱۵، ۵، ۲۵
  • له ځینو معتبرو بهرنیو متفرقه منابعو

مطالب مشابه

Back to top button