مقالات
Trending

د سیمه ییز اتصال لپاره د جیوایکونومیک او جیوپولتیک د بدلون او بهبود اړتیا

آیا له پاکستان سره د سیاسي اړیکو په غیاب کې اقتصادي اړیکې ټینگېدای شي؟

دوست پاکستان تر سیال پاکستان غوره دی، خو څنگه؟؟

محمدآصف ننگ

د اقتصاد خپرندوی مشر

له پکتیکا ولایت څخه، ۱۲ دلو ۱۴۰۲

د لیکنې هدف:

دغه لیکنه د مثبت فکر، اتحاد او د دواړو هېوادونو، بلکې د سیمه یې  ز اتصال د ممکن کېدو په نیت پنځول شوې ده. زمونږ او پاکستان ترمینځ آن ددې هېواد له تاسیس راپدیخوا غالباً د تصادم، معاندې او عدم تسامح سیاست پر مخ راغلې چې نتیجه یې   وروسته له اوو لسیزو جوته ده چې د کرکې او ټکري سیاست څخه مو یوازې مرگونه، تخریب او پشاتگ حاصل کړی دی. د همدې حاصل عمده نتیجه دا ده چې د څو لسیزو لپاره د لویو نړیوالو او سیمه یيزو لوبو په میدان تبدیل شوی یو. دلته پرنگي لوبې او شیطاني سیاستونه پدې دلیل پلي کېږي ځکه چې مونږ د اسلامي امت په عنوان او هم د لوی افغان قوم په حیثیت او د گڼ فرهنگ مشترکاتو با وجود یو له بل سره په ټکر کې یو، یو له بل سره جدال کوو، پر یوبل ترحم نه کوو او هر شر او هر شرارت دلته د یوبل د ځپلو او تضعیف لپاره رابولو….

غواړم دلته پر هغو متبادلو گټو او فرصتونو ټېنگار وکړم چې که د دواړو هېوادونو ترمینځ پکار ولوېږي مونږ به گټور او زمونږ جیوایکونومیک او جیوپولتیک به په مثبت لور متحول کړي او د سیمې ناامني به په ثبات او بی قراري به په استحکام بدله کړي.

په سیاسي جغرافیا کې پاکستان یو نوی مولود دی. زه شخصاً سره له دې چې پر پاکستان له شدیدو منتقیدینو څخه یم، خو باوري یم چې د جنرال ایوب خان کنفدریشن تر نظر نیولو لاندې څواړخیزه منفعتونه به مو ترمینځ جوړېږي او دا د دواړو هېوادونو ترمینځ به بهبود راولي.

که د ښه نیت پر بنسټ ونشي نو د زمان او شرایط جبر به مو دغسې مراودو ته رسوي. د جغرافیا او زمان جبر دا هم ده چې تر قیامت پورې به همدا هېواد زمونږ گاونډ وي. لکه له نورو گاونډیانو سره چې مشترکات لرو له دې هېواد سره مو مشترکات متعدد او نه بیلیدونکي دي، ځکه نو زمونږ دغه تنقیدي سپړنه محض د تنقید لپاره نه بلکې د اصلاح لپاره ده. دلته د پاکستان په هکله پدې لیکنه کې له منفي کرونولوژیک بیان څخه مو یوازېنۍ هدف اصلاح دی.

د ډیرو هغو هېوادونو په څېر چې له دویم نړیوال جنگ او د بریتن ودز تر معاهدې وروسته د نړۍ پر نقشه یې ظهور وکړ او د استعماري تقسیماتو او ترکاتو (بقایاوو) په پاېله کې وزېږدل یو هم پاکستان و چې د انگریزي استعمار لخوا د هند له لویې وچې (براعظم) څخه را جلا شو. په کال ۱۹۷۱ کې د یوې خونړی جګړې په پای کې پاکستان دوه ټوټې شو. شرقي پاکستان یا اوسنی بنگال (بنگلادیش) ترینه په داسې حال کې جلا شو چې د پنجابي پاکستان اتیا زره لښکر پکې اسیر او زیاتره یې   تارومار شول.

د دغه هېواد د بدو سیاستونو تسلسل نه یوازې له افغانستان سره بلکې له هند او بنگلادیش سره تر کلونو کلونو لاهم جریان لري. بنگلادیش تر خپل ظهور وروسته د (عدم تصادم) No Conflicts سیاست له مخې په ملي کچه یو لومړېتوب وټاکه چې له هیڅ هېواد سره به په هیڅ یوه بهانه تصادم او ټکر نکوي. د همدي سیاست له مخې یې   له پاکستان او هند سره د تصادم په ځای د شراکت او تساند سیاست غوره کړی چې کامیابه پایلې یې ورکړې…

د تاریخ سپړنه یو داسې واجب دی چې که ورته ځیر نه شو او عبرت ترې وانخلو هیڅکله اصلاحي مزل او د بهبود طرف ته نشو تللی. پدې لیکنه کې به د پاکستان او افغانستان یو داسې تریخ ماضي ته مرور وکړو چې تر نن پورې زموږ په نسبت بی حده تاواني تمام شوی. که داسې ونکړو هغه د مثبت پیوند او د متبادلو گټو د ایجاد آرمان ته نشو رسیدلی. د تصادم او ټکر د بندولو او ختمولو لپاره د تصادم او ټکر بې طرفه تحلیل مهم او د مقابل طرف په میز کېښودلو لپاره ضروري دی.

بنگلادیش د همدې عدم تصادم د لومړیتوب له مخې ټولې قومي، ارضي، حدودي او جغرافیایې کشمکشونه یوې خواته کړي او د اقتصادي او تجارتي پراختیا پر بنسټ یې   هم له گاونډیانو او هم له نړۍ سره د (غیر منازعوي هېواد) په عنوان ډیر ښه تعامل چلولي.

عین سیاست بیا هندوستان له خپلو نورو گاونډیانو چین، بوټان، نیپال، بنگال، برما، کشمیر او پاکستان سره تعقیب کړی. دا هېواد د ۷۲ ملت او ۷۲ مذهبونو ترڅنگ، چې ډېرې جگړې او کړکېچونه یې ترمینځ تیر شوي، اما تر خپل استقلال وروسته (۱۹۴۷م) یې وکولی شو هم په کور دننه او هم په منطقوي او نړیواله کچه له شخړو ډډه وکړي او تر ډېره حده یې د عدم انسلاک یا مشترک المنافع د سیاست په درلودو سره ځان په لویو شخړو کې شریک نکړي. پرته له پاکستان چې په غالبه توگه له گونډیانو سره پرخاشگري کوي مگر هندوستان کوشش کړی چې د شخړو د دوام په ځای د شخړو د حل برخه پاتې شي، ځکه خو دا هېواد، پرته له پاکستان، بل چاته سیال او غلیم هم ندی او داسې سیاست ساتل لوی جگر، پراخه سینه او له تعقل ډکه ککرۍ غواړي…

په تیرو پنځه اویا کلونو کې هندوستان وتوانید، د شوروي اتحاد او غربۍ نړۍ په ټکر او جگړو کې تر ډېره حده خپله بې طرفي حفظ کړي.

موږ چې د دې هېواد خارجي سیاست او داخلي مساندت گورو واقعاً لوړ او عبرتناکه درسونه ترېنه د افغانستان لپاره اخیستلی شو، خو کاشکي دولتونو زمونږ د تحقیق مراکزو ته د لازیات فعالیت زمینه مساعده کړې وای.

دواړو هېوادونو ته لومړنی اساسي لومړیتوب: سیمه یيزه اتصال او اقتصادي همپالنه

افغانستان د منځنۍ آسیا، شرقي آسیا او جنوبي آسیا ترمینځ د وصل اصلي دهلیز دی. د مرکزي آسیا عمده هېوادونه (قرغیزستان، تاجکستان، اوبیکستان، ترکمنستان او قزاقستان) د عمان آزاد سمندرگي او د هند بحر ته د کراچۍ او گوادر له لارې او همدارنگه هندوستان ته د افغانستان پر مسیر واگه ته د تړل کېدو او پیوستون لارې څاري. دغه هېوادونه تر هغو پورې خپلو غټو اقتصادي آرمانونو ته نشي رسیدلی، تر څو چې د روسې له تسلط آزاد نشي او له دغه ارزانه، آسانه او غوره بدیل څخه مستفید نشي.

بلخوا چین د (لار او کمربند) د ۶۵ میلیارد ډالري پروژې د تکمیل په هڅه کې دی. په لوی پلان کې افغانستان هم ددې کمربند برخه ده. په کال ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې په مکرر ډول پاکستان او چین پدې کار وکړ چې څنگه افغانستان ددې لارې برخه شي، چې له نیکمرغه د اسلامي امارت له خوا د شمولیت ژمنه په تکرار سره یاده شوې ده.

که څه هم په کال ۲۰۲۳ زکال کې څو ځلې د چیني ورځپاڼو تحلیل دا و چې چين د واخان له لارې پر افغانستان او ایران یو نوی بدیل او متمم ترانزیت ایجادوي او د چاه بهار او بندر عباس له بنادرو ځان عربي خلیج ته ورسوي، طبعاً دغه مسیر پخپله هم مسیر دی او هم مارکېټ…خو متاسفانه په افغانستان کې د حالاتو احتمالي تزلزل، د قانونمنده متعارف دولت نشتون، نړیوال بندیزونه او تحریمونه، سیمه ییزه سیالۍ او کشمکشونه او…د دې باعث شوي چې پر دغه مسیر کم کار وشي.

معلومه ده چې ځمکني لارې تر سمندري لارو ډیر ارزښت لري. د سمندري لارو په مسیر کې خلک ندي مېشت، پدې مسیرونو شاپنگ یا سوداگري نشي کېدای، اما پر ځمکنیو لارو انسانان مېشت دي، ولسونه دي، بازارونه دي او په سلگونو زرو کاري بوختیاوې دي چې تگ راتگ پرې له گټې او برکتونو ډکې دي. ځمکني لارې تر هوایې او بحري لارو په مراتب ارزانه، په مراتب گټورې او په اقتصادي دوران کې یې وزن په کراتو لوړ او ارزښمن دی.

له چین سره د امریکا سیالي په جنوبي آسیا کې تر ټولو زیاته د چین د «لار او کمربند» د پروژې پر سر دی. امریکا پدې  پوهېږي  چې که  چین د ورېښمو دغه تاریخي لار احیا کړي  چین به د نړۍ کې په اول درجه اقتصادي زبرځواک ته تبدیل شي. همدا وجه ده چې امریکا هڅه کوي په افغانستان، ایران او  چین کې وضعیت کړکېچن کړي تر څو ددغه ملیاردي گټو شاهراه عملي کېدو ته پرېنږدي.

یوازې  چین نه دی چې له دې لارې گټمن کېږي، له دې لارې پاکستان، افغانستان، ایران، منځنۍ آسیا، ترکېه او عربي خلیج هېوادونه هم په غټه پیمانه مستفید کېږي او د جیوپولتیک او جیواکونومیک نرخ یې کاملاً عروج کوي.

د سیمه ییز اتصال د نه عملي کېدو دلایل متعدد او پریمانه دي، اما هیڅ یو یې منطقي، گټور او اصلاحي نه دي، خو برعکس د اتصال لپاره بیا فرصتونه فوق العاده پریمانه دي اما قصداً او د تاواني سیالیو په سبب پکار ندي اچول شوي، چې تر شا یې   دلیل او منطق نشته، پرته له منفي تربگېنیو…!

که دغه دائره همدغسې دوام وکړي معنا به یې  دا وي چې سیمه او بخصوص افغانستان او پاکستان قطعاً پرمختگ او ثبات ته نه رسېږي.

(۱) د اقتصادمحورۍ په ځای د امنیت محوره سیاست دوام، د پاکستان د ۴۰ کلن رکود یو اصلي دلیل

پاکستان په تیرو پنځو لسیزو کې افغانستان ته محض امنیت محور دید لري، کله چې دا دید اقتصادمحور شي مطمين یم چې د دواړو هېوادونو ترمینځ به سیالي په همکارۍ تبدیله شي.

د پاکستان د ستراتیژیکي مطالعاتو له مخې، د پاکستان په ستراتیژیک ژورتابه یا عمق کې افغانستان د پنځمې صوبې اعتبار لري. پاکستان د همدې ستراتیژیک عمق  Strategic depth له مخې په افغانستان کې د دریو لسیزو په بدو لوبو کې د مخکښ نقش لري. دا چې دا بحث ډیر ژور ابعاد او اوږد تحلیل لري زه یې په همدې اختصار اکتفا کوم، بل دا چې پدې لیکنه کې کوشش کوم له پاکستان سره د رغنده امکاناتو او فرصتونو په راسپړلو سره غواړم د اصلاح، سمون او د گډو گټو په موندلو سره مثبته نتیجه وړاندې کړم. کوشش کوم هغه مشوقات او فرصتونه رامخې ته کړم چې دواړو هېودونو ته امیدبښوونکي وي، نو ځکه له اصلي کیسو مرور کرام کوم!!

په تېرو ۴۰ کلونو کې د امریکا او شوروي د ساړه او گرم جنگ په سبب او د میلیاردونو ډالرو په مصرفیدو کې پاکستان قطعاً د جنگي قراردادي وصف ورخپل کړ. بیا په تیرو شلو کلونو کې د ترهگرۍ تر عنوان جگړو کې یې بیاځلې د غرب او امریکا جنگي او استخباراتي قراردادونه ترلاسه کړل چې دغه ملیاردي کاروبار، د پاکستان اصلي او سپین اقتصاد د تور اقتصاد په سبب له نامرئي او تدریجي زوال سره مخامخ کړ. په تیرو څلورو لسیزو کې د جگړو تجارت war economy دومره ژورې اغېزې د پاکستان پر دولتي ساختارونو او سیاستونو اثر وغورځوه چې شاید جبران یې کلونه کلونه وخت ونیسي. که څه هم ددې ټولو ترشا د امریکا جگړه ییزه سیاست و مگر پاکستان د خپلو ملي منافعو په هکله د خپلې بېغورۍ قیمت ادا کوي.

(۲)  د امریکا او  چین په سیالۍ کې د سیمې په ناآرامه کولو کې د پاکستان مرموزه دلگرمي!

د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته بیا هم پاکستان پدې هڅه ده چې د  چین او امریکا له سیالیو، چېرته چې د امریکا د جنوبي آسیا په سیاست کې (هغه سیاست چې  چین پکې د اصلي او ستراتیژیک خطر او  اقتصادي گواښ په عنوان معرفي شوی) پاکستان تلاش کوي چې ددوو قدرتونو پدې کشمکش کې عیناً د شوروي اتحاد او امریکا د ساړه جنگ تر ټولو زیاته گټه د ځان لپاره کمایي   کړي. پاکستان د طالبانو له حاکمیت وروسته جدي کوشش کوي چې افغانستان ناامنه او بې ثباته کړي او پدې توگه د ټولې سیمې د ناآرامه کېدو کریډټ له امریکا ترلاسه کړي، البته د یادوني وړ ده چې د امریکا د جنوبی آسیا په سیاست کې د  چین د ژیوایکونومیک او ژیوپولتیک کمزورتیا په هدف د سیمې ناآرامه کول مهم ابزار دي…

د پاکستاني استبلشمنټ په تحلیل، د امریکا او  چین د سیالۍ سلسله دومره ژوره، اوږده او پراخه ده چې دوه درې لسیزې پکې سوکه اوړي، نو د شوروي اتحاد د ساړه جنگ د دورې په شان پدې کړکېچ کې لوی کاروبار د دوی په برخه رسېږي. پاکستان باوري دی چې په ټوله سیمه کې غرب او غربي لوبو ته د وفادارۍ ثبوت پرته له دوی بل هیڅ هېواد ندی کمایې   کړی…!!

خیر نور عمق ته نه ځو، هیله مندیم چې دا ځل به د افغانستان حاکمان له دې تاریخي دوست! سره له دقت او درایت کار واخلي. ددې ترڅنگ چې د امریکا د جنوبی آسیا په سیاست او ابعادو به ځان پوه کوي علاوتاً به د سیمه ییزه سیاستونو په غور څاري او پکې د سیمې د ژیوایکونومیک او ژیوپولتیک مطالعات به د ملي لومړیتوبونو په دایره کې به ردیف کوي‎!!

تر مشارکت د مخه د پاکستان حاضره حالاتو ته یو ځلند نظر!!

د مفتاح اسمعیل (دشهبازشریف د مؤقته حکومت د مالیې وزیر) په قول، په پاکستان کې تر یوې لسیزې زیات د دورانی GDP نرخ څه د پاسه ۳۰۰ میلیارډ ډالره و. تر کال ۲۰۱۷ هرکال د نوی یا افزودي پانگونې (کورنۍ او بهرنۍ) میزان تر ۲ میلیاردو ډالرو رسیدو، مگر دغه میزان (سره له دې چې عاصم منیر د پوځ مشر په لاهور پوهنتون کې (جنوري ۲۰۲۴) وویل چې په راروانو کلونو کې به په پاکستان کې د خارجي او داخلي پانگونې کچه ۱۰۰ ملیارد ډالرو ته ورسېږي!! چې ډیر له غلو او اغراق ډکه وړاندوینه ده) ځکه په ظرفیتي لحاظ په اعظمي حد کې او په مجموع کې د افزودي پانگوني ظرفیت، په یو کال کې، تر ۵ میلیارد ډالرو نشي رسیدلی، د جذب او استخدام ظرفیت یې   نشته…همدا اوس چې گورو د دغه هېواد د پیسو ملي زیرمه National Treasury Assets د۶ ملیاردو په حدودو کې ده، یعني د دوو هفتو د وارداتو له کچې یوڅه کمه.

دغه مخ پر نزول او تنزیلي حالت نه دا چې د سرمایې د جذب لپاره مشوق نده، بلکې جبران او په همدې کچه ساتنه یې   میلیاردونو ډالرو او ډیر قوی شدید ریاضت ته اړتیا لري. نو که واقعبینانه تحلیل وکړو داسې مبالغه آمیزه پیشگويۍ هیڅ معقولیت نلري…!

چې پاکستان د خپل وږي ولس، په زرگونو بندوکارخانو او مفلسو کاروباریانو تر فشار خپل دریځ د افغانستان په هکله له امنیت محورۍ غالباً اقتصادمحورۍ ته واړوي او بله هیڅ داسې بهتره انتخاب ورته ندی پاتې.

 له ۲۰۲۰ کال راهیسې د پاکستان اقتصاد شدیداً د رکود (نزول) په حال کې ده. دغه هېواد شدیداً د سون د انرژۍ (نفت او گاز او برق)  له پلوه قحطۍ سره مخامخ دی. هر کال د ۱۱۰۰۰ میگاواټ برق کمښت او هرکال تر ۴۵٪ پورې د گاز له قلت سره مواجه دی. هکذا د نفتو لوړه بیه سبب شوې چې دغه هېواد د هلاکت پر کرښه ودریږي، ځکه نو احتمال شته

په ۲۰۲۲ زکال کې کړکېچ هغه وخت څوکې ته ورسید چې د عمران خان انتخابي حکومت، ظاهراً د پارلمان په ویتو سره، راوپرزول شو، (یعني پر دیموکراسۍ کودتا وشوه)…

عمران خان دا قضیه د امریکا دسیسه او د پارلمان خیانت بولي. په همدې تشنجي دوره کې د کلدارو نرخ د ټولو خارجي اسعارو په وړاندې راوغورځید او یو ډالر تر ۲۹۰ کلدارو، یوه افغانۍ تر ۳ نیمو کلدارو ورسید، د انفلاسیون نرخ ۳۰۰٪ نه اوچت شو، د سون انرژي (برق او گاز) بیه په بې سارې توگه لوړ شو او یو لیتر تیل له ۱۹۰ کلدارو  ۳۲۰ ته صعود وکړ. په همدې دوره کې د پاکستان د قرضونو کچه ۱۲۸ میلیارد ډالرو ته وخته او IMF د گڼو سختو شرطونو په وضع کولو سره له دې هېواد د پورونو ادایگې غوښتل چې پر حکومت د فشارونو په سبب د مسئلې د حل په موخه گویا کارکشته د ماليې چارو متخصص اسحاق ډار راوغوښتل شو تر څو کړکېچن مالي بحران هوار کړي.

په همدې ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت، د شدیدو سیلابونو په سبب ددې هېواد شپږنیم میلیون وگړي په لوږې مبتلا او ۳۳ میلیون وگړي (دنفوس ۱۵٪) یې   له سیلابونو متضرر شول. ددې سیلابونو د مالي خسارې برآوردونو له مخې له ۱۵ تر ۲۰ میلیارد ډالرو ته رسیږي. (د آناتولي آژانس راپور ۲۰۲۲ د سپتمبر۱۳مه).

په ۲۰۲۳ کې ددغه هېواد امنیتي او ټولنیز بحران دومره هر اړخیز او مضاعف شو چې د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو ترڅنگ، د دوی د مالونو او املاکو تر چور کولو، بیا د افغانستان ۶۰۰۰ کانتینرونه په کراچې بندر کې ایسارول او د میلیونونو افغانیو ډمریج چارجولو په مقصد یې په میاشتو بندول ددې هېواد د خراب مالیې   وضعیت حکایت کوي.

 په همدې کال (د سپتمبر ۲۰۲۳) کې د ټولو قوانینو او معاهداتو خلاف د افغان سوداگرۍ پر ۲۱۲ قلم ترانزیتي توکو یې بشپړ بندیز او د نومبر پر میاشت یې پر پاتي نورو عبوري توکو ۱۰ اضافي مالیه وضع کړل…د مؤقت صدراعظم انوارالحق کاکړ له دستور او د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سرفراز احمد بگټي له ویناوو سره سم به له هغو افغانانو چې پاکستاني هویتونه لري هویت به ترې اخیستل کېږي، املاک به یې   ضبطېږي او بانکي او نقدي شمتمنۍ به یې   دولتي کېږي…دا او دیته ورته مواقف ممکن د تاریخ برخه شي اما ددې ذهني او فکري اثرات کېدای شي هردم شمار په اذهانو کې پاته شي!

د پاکستان کورني کړکېچونو ته یو ځغلند نظر، ولې پاکستان داسې سختو دریځونو ته اړ شوی؟

د ۲۰۲۳تر ۲۰۲۴ کال اوضاع لاهم نده هواره شوې. دی ته د عمران خان د بحران (د۲۰۲۳ کال د مې ۹مه) تبعات وایې، که څه هم د عمران خان نیول کېدلو ته سترې محکمې د یوه جایز اقدام په حیث اعتبار او تائید ورکړ، خو د ولس په میلیوني محکمه دا پریکړه او د خان نېول له قانون سره په مغایرت، ظالمانه، غیرعادلانه او سیاسي توطئه یې بولي.

بس همدا دوه تفاوتونه، دسرکاري او ولسي محکمې ترمېنځ په تصادم او تقابل منجر شوی. طبعاً د ولس مظاهرې له تشدد، غصې، تاوان او بې احتیاطۍ سره ترسره کېږي، اما زمینه ورته پخپله حاکمې دستگاه ایجاد کړې! هغه رمز چې پخپله پاکستانیان پرې پوهېږي.

نوي حالات او د طالبانو له حاکم کېدو سره د پاکستان بله نگون بختي!!

له سېمي د امریکا او متحدینو د وتلو او د اوکراین د جگړو اغېز خامخا شته خو له تېرو څه د پاسه دوه نیمو کلونو، له کوم وخت چې عمران خان نیازی گوښه او بندي شوی، پاکستان په مسلسل ډول په سیاسي او اقتصادي لحاظ راپرځي. لکه چې اشاره وشوه، د کرنسۍ تبادلوي ارزښت یې سخت رالوېدلی، په نړیوال تجارت کې یې بیلانس او اعتبار شدیده صدمه لیدلې، تجارتي راتبه یې له ۱۶۷څخه ۱۹۹ ته راغورځیدلې، د منسوجاتو اروپایې او بریتانوي مارکېټ ترینه بنګلادیش خپل کړی، د IMF د ټولو سختو او بدو شروطونو  سره سره مطلوب قرض ترلاسه نکړ، نتیجتاً که حالات کنترول نشي نو دوه انجامه یې مخې ته پراته دي: اقتصادي ورشکستگۍ یا دیفالت کېدل او سیاسي انارشي!؟

که د پاکستان ماتیدونکي شکننده حالات همداسې دوام وکړې عواقب به یې څه وي؟

  • په امنیتی او سیاسي لحاظ به د نړۍ لخوا ددغه ټولې سېمې (پاکستان، ایران، افغانستان او…) اعتبار په یوې ناامنه او خطري سېمې تسلیم کړی شي، چې طبعاً ډېر بد عواقب، مزید تحریمونه او تر فضایې او استخباراتي نظارت لاندې به پاکستان او سیمه راوستل شي.
  • د پاکستان ثبات او بې ثباتۍ عمیقاً پر افغانستان، منځنۍ آسیا، چین، ایران او ځینو عربي خلیجي هېوادونو اغېز لري. طبعاً له حالاتو سره تعامل او له اغېزو یې د خوندیتوب په خاطر د ټولو مجاورو دولتونو د مدیریت او امنیت مصرف لوړېږي. دوی ته اضافي بوختیاوې (د اوکراین او خلیج د جگړو ترڅنگ) ور د غاړې کېږي. هغه څه چې نړیوال قدرتونه یې طمعه کوي او پدې توگه مزیداً یوې جنگي جغرافیا ته ورټېل وهل کېږي.
  • اما دا تحلیل هم شته چې پاکستان به د خپلو لومړیتوبونو په بدلولو سره (له ستراتیژیک امنیتي ژورتابه اقتصادمحورۍ ته) وکولی شي روان کړکېچونه، چلنجونه او تضادونه نسبتاً قابو کړي. دوی لاهم ډېر هغه ابزار، وسایل او توان لري چې دا گډوډ حالات ترکنترول لاندې راولي. په خوشبینانه تحلیل کې به پاکستان د خپل هیواد په کنترول برلاسۍ شي، اما له خپل ملک د باندې به یې د سیاست کولو، مداخلو او د منفي او نیابتي نقش د ایفا کولو قوت ډېر کم شوی وي او اعظمي تلاش به یې دا وي چې له حالاتو یې رقیبان منفعت اوچت نکړي! اعظمي تلاش به یې دا هم وي چې د افغانستان په باتلاق کې خپل ثبات وساتي او بله هڅه به وکړې چې په افغانستان کې ورته شرایط سازنده او سالم پاتې شي، خو که یې پدې دلدل کې بیا قماري لوبو ته زړه ښه کړ، خدای مکړه عواقب به یې د سېمې او په اول قدم کې د پاکستان لپاره سخت لوړ او سخت تاواني تمام شي.
  • د افغانستان مشرتابه دې د حالاتو روزمره جاج اخلي. د هر احتمالي سناریو لپاره باید آماده گي ولري، تدبیر او چمتوالی دې خامخا ورته ولري او دا تدابیر له همدې ساعت باید تر کار لاندې وي. حالات په کرزماتیکه توگه سرنوشت ټاکونکي لور ته روان دي.
  • افغان پانگوال دې هم د خپلو تجارتي مالونو د ترانزیتي مسیر لپاره او هم دې د کلدارو ذخیره کوونکي (په پاکستان کې میشت افغانان دې) د خپلو نقدو کلدارو په هکله ځان د حالاتو له جزئیاتو خبروي، هسې نه چې د ناخبرۍ په سبب د حالاتو له عواقبو غافل پاتې شي، ځکه چې خوبوړې تل اوبو وړي دي، هسې نه چې زمونږ تحلیل په داسې حال کې د دوی ترمطالعې ورسېږي چې د پاکستان لخوا د مهاجرینو د اجباري ایستلو دویمه او دریمه سلسله تر نسبي آرامش وروسته په راروانو کلونو کې بیا شروع شوې وي او دوی به بیا بیا د خپل غفلت قیمت ورکړی وي!

په (جگړه ییزې جغرافیا) کې د پاکستان نقش، او دواړو هېوادونو ته یې زیان!!

په تېرو پنځو لسیزو کې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د څو عمده مقاصدو په خاطر فضا متشنجه پاتې شوې او دوام یې   کړی:

  • د یو بل د سیاسي شخړو د پراخولو په مقصد د سېمې د گاونډو هېوادونو (او د لویو قدرتونو) بسیجول او د هغوی د ملاتړ له لارې خپله داعیه برجسته کول، د مثال په توګه د دیورند او پشتونستان په مسئله کې.
  • په سنتو او سیتو کې د پاکستان تحریک برانگیزه شمولیت، چې د رقابت معادله یې د دواړو هېوادونو ترمینځ نامتوازنه او افغانستان یې اړکړ چې ځان شوروي اتحاد ته نژدې کړي.
  • د افغانستان لخوا د پاکستان د اتومي کېدو په وړاندې د سیمه ییزه مخالفې اجماع رامنځته کول.
  • د افغانستان د اقتصادي لویو پروژو د تمویل په اړه د آسانه پورونو او مساعدتي مرستو ترلاسه کول او د پوځ او پولیسو د مسلکي روزنې او تقویې لپاره شوروي اتحاد ته مراجعه. (په ۱۹۵۰مو کلونو کې مرحوم داودخان ددې کار لپاره امریکا ته مراجعه وکړه اما کله چې مایوس شو او امریکا ورته د رد ځواب ورکړ نو مجبوراً روسې ته یې مخه کړه.)
  • په مجموع کې د ملي امنیت، ثبات د منافعو او د لویو قدرتونو په ساړه جنگ کې د هغو له خطر د ژغورنې او ترڅنگ یې له دوی څخه د گټو د کمایې   کولو سیاست هغه څه و چې افغانستان او پاکستان یې د لویو قدرتونو په لومه کې وغورځوله. په خاصه توگه د جنوب ختیزې آسیا معاهده یا SEATO چې په کال ۱۹۵۳ کې او د مرکزي سازمان د ژمنتیا معاهده یا CENTO چې په کال ۱۹۵۴ کې د پاکستان په غړیتوب لاسلیک شوه، افغانستان یې دیته مجبور کړ چې د دفاعي او اقتصادي مصالحو په خاطر له شوروي سره ملگرتیا زیاته کړي. د پاکستان همدا تحریک برانگیزه فعالیتونو د ټولې سیمې ددولتونو استقلالیت، بیطرفۍ Impartiality او هم یې د سیمې د عدم انسلاک یا مشترک المنافع Commonwealth غورځنگ ته زیان واړوه.

د دواړو هېوادونو شباهتونه دا دي چې د دولتي ظرفیت State Capacity د لوړولو په ځای او د ضرري سیالیو په ځای یې د لویو قدرتونو انسلاک غوره کړ. پرته د شاه محمودخان له دورې چې د شوروي د دوستۍ په هکله بدبین و، په نورو دورو کې د پورته ذکر شویو مصالحو لپاره افغانستان د شوروي اتحاد او پاکستان د امریکا او غربی بلاک ملگرتیا ته ترجیح ورکړه. دا هغه سیاسي مسیر و چې د دواړو هېوادو ملي وقار د لویدو ترڅنگ یې د ملي ظرفیت (ځان بسیاینې)، همکارۍ، مشارکت او غښتلتیا مخه یې کلونه کلونه ونیوله.

په ۱۹۵۰ کلونو کې شوروي اتحاد د منځنۍ آسیا د هېوادونو په څېر (چې هغه وخت د شوروي اتحاد تر قیومیت لاندې ول) غوښتل افغانستان هم له خپلې سیطرې او مجاوراتو سره وصل کړي، په همدې خاطر یې افغان لوري ته د مشوقاتو ګڼې پنډې وړاندې کړې، له گمرکي مالیاتو د افغاني مالونو معافیت (د۱۹۵۰ کال د څلور کلن قرارداد له مخې افغانستان ته دغسې امتیازات ورکول یوه لویه اړتیا وه)…

بیا په راوروسته کلونو کې د نورو قراردادونو ترسره کول لکه د شمال لویه لاره، د حیرتان د دوستۍ پل، د شیرخان بندر، آقینه بندر، تورغونډې بندر د جوړولو ترڅنگ له ترکمنستان تر کندهار د لویې   لارې پخول، د سالنگونو لار، د شبرغان د نفت او گازو استخراج، د مزار د کې میاوی کود فابریکه، د ځینو نساجي فابریکو، د مکروریانو جوړول، د خانه سازي فابریکه جوړول، د بادام باغ پروژه، په ننګرهار کې د زیتونو فارمونه تاسیسول، د کابل او مزار د اتومیخانیکي انستیتوتونو او…ځینو نورو پوروژو په رغوني او تجهیزولو کې یې مرسته وکړه د شمال- کابل او تورغونډۍ -هرات لارو رغول په خپل وخت کې د شورویانو د یرغل لپاره مساعده مسیرونه واقع شول… شوروي ته په افغانستان کې د تحت الحمایه نظام موجودیت د امریکایې   پراختیا په وړاندې مهم و، ځکه یې   د ظاهرشاه، داودخان او نجیب الله تر دوران خپل سیاسي او نظامي ملاتړ ته توجیه ورکوله…

بلخوا پاکستان د امریکا او غربي بلاک د مزید حمایت د ترلاسه کولو په موخه هڅه کوله چې اوضاع لازیاته متشنجه شي تر څو په غټه پېمانه د امریکا له مالیې   مرستو (دجګړو له اقتصاد) برخمن شي او د بی بدیله همکار په حیث خپل دغه موقعیت حفظ کړي، پاکستان پدې بریالی شو چې د افغانستان د ننه د اسلام د نجات او کفري یرغل په وړاندې افغاني بغاوت په خپل کنترول کې وساتي او کلونه کلونه خپل تخریبي نقش د همدې فداکاره ساده! افغانانو په واسطه پر مخي یوسي.

د لویو قدرتونو په دې سیالیو او کړکې چ کې نه تنها افغانستان او پاکستان بلکې د نړۍ گڼ هېوادونه داسې استعمال شول چې د پسمانده گۍ ترڅنگ یې هېوادونه د نیمې پېړۍ لپاره د جنگي جغرافیا او د جنگي اقتصاد War Economy په لومه کې وغورځول…متاسفانه دا لوبه لاهم هماغسې روانه ده، لاهم پاکستان په تېرو شلو کلونو کې (د امریکا جگړه له خپل کور بچ کړه او افغانستان ته راوسته) او په تیرو شلو کلونو کې یې   د تروریزم په وړاندې د مبارزې تر عنوان، له امریکا څخه په ملیاردونو ډالر کمایې   کړل، پوره شل کاله یې د امریکا او ناټو ځواکونو ته له همدې لارې سپلایې   او لوژیستیک ورساوه، استخباراتي او هوایې   اډې یې ورکړې او…

 د طالبانو تر حاکمیت وروسته د پاکستان پوځ لاهم پدې هڅه ده چې چې ني ایغوریانو او د منځنۍ آسیا د مقاومتیانو په تحریک سره د افغانستان جغرافیا په جنگي جغرافیا تبدیله کړې او پدې توگه د  چین امریکا او روس امریکا له رقابتونو د ځان لپاره نوی نوی جنگي او استخباراتي قراردادنه په لاس راوړي، دوی باور لري چې دغه دوه لویې   سیالۍ به شل کاله نور د پاکستان خارجي ملاتړ او تمویل تامین کړي او پدې جنگ کې به دوی مستفید او افغانستان به د تل په څېر د جنگي محاظ په حیث وکاروي…!

اما که د بدو لوبو نتیجې ته وګورو، دغو مسلسلو نیابتي جگړو د لویو قدرتونو پدې بدې لوبي (د ضرر رسولو په تیر شل کلن دور کې) که له یوې خوا پوځي کړیو گټه ترلاسه کړې خو له بل پلو په همدې دوو لسیزو کې د پاکستان ۸۳۰۰۰ وگړې مړه او تردې څو چنده نور ژوبل شوې دي، د پاکستاني منابعو (The Explainerx، د جنوري ۲۰۲۴کال د تحلیل له مخې) پاکستان په تیرو ۲۴ کلونو کې د امریکا په نظامي ملگرتیا کې ۳۵ تریلیون کلداري زیان خپل ملکي سکتور (اقتصادي، تجارتي، صنعتي، زراعتي او کاروباري یا خدماتي سکتور) ته رسولی…

د طالبانو له راتګ وروسته د پاکستان له لوري د یو اړخیزه ناکام او بې گټې دریځونو ناکامه سیاست دوام او نتیجه یې

د روان ۱۴۰۲ کال د میزان په میاشت کې د پاکستان د گمرک ادارې، د ټولو نړیوالو میثاقونو، قوانینو او له افغانستان سره د شویو معاهداتو په خلاف، د افغانستان پر ۲۱۲ قلم ترانزیتي توکو ممنوعیت ولگاوه، هکذا یې   د افغانستان پر ترانزیتي عبوري مالونو ۱۰٪ اضافي مالیه وضع کړه.

په دغو ۲۱۲ قلم مالونو کې، مصرفي توکې، صنعتي او تجارتي توکې، لکه ټایرونه، ټوکر، د آرایش سامان، زینتي سامان، کاشي، روغتیایي توکي، صنعتي ماشینري، د صنعت خام مواد او داسې نور شامل دي.

د پاکستان دولت د ۲۰۲۳کال په نومبر کې مدعي دی چې د افغانستان ترانزیتي مالونو په سبب ورته هرکال تر ۱۹۰ میلیارد روپۍ یا کلدارې تاوان رسېږي، خو که د تېرو لسو کلونو شالید ته ځېر شو، گورو چې دغه هېواد د عسکري حکمرانانو د پالیسو په سبب له افغانستان سره د ۴ میلیارد ډالرو تجارت له لاسه ورکړې او آن کچه یې تر ۹۰۰ میلیون ډالرو په کال ۲۰۲۳ کې راښکته شوی، په همدې ترتیب د پاکستان د تجارت خارجي بلانس له منځنۍ آسیا سره د ۶-۸ ملیارد ډالرو په حد کې اټکل کېدو چې بدبختانه دغه میزان تر ۳۰۰ میلیون ندی لوړ شوی.

د پاکستان لپاره عمده ترینې پروژې د ایکو او سارک په چوکاټ کې سیمه ییزه اتصال (د جنوبي آسیا او منځنۍ آسیا اتصال) ده چې د افغانستان له لارې ممکن کېدای شي او پرته له دې دهلیز بل هیڅ داسې لار نشته چې پاکستان پرې وصل شي او البته دا هغه آخري فرصت دی چې پاکستان له گړنگ ژغورلی شي.

پاکستان د سون شدیده تنده لري چې د کاسا۱۰۰۰ او ټاپي په پروژو سره یې د انرژۍ مشکل تر ډېره حده حل کېدای شي اما د ترانزیتونو لپاره مجبور دی د سیپک (لار او کمربند) شبکه د افغانستان په غړیتوب سره له  چین سره وصل کړي او هم د منځنۍ آسیا، ایران خواف او واخان کوریدور په کړۍ کې ځان شامل کړي کنې د منطقوي رجحاناتو په سبب او هغه شدید میل چې د منځنۍ آسیا هېوادونه، ایران او  چین یې د افغانستان د دهلیزونو له لارې لري یقیناً چې د پاکستان محرومیت او تاخیر به ددغه هېواد اقتصادي وده له شدید رکود سره مخامخ کړي.

ددې ترڅنگ په پاکستان کې ۸۰٪ عام وگړي او سیاسي گوندونه له دې سیاست سره مخالف دی. دوی باوري دي چې که پاکستان د جگړه ییزه رقابتونو او قراردادونو په ځای له دې بې ځایه سیالۍ (له هند او افغانستان سره) راووځي او ددې بدو انسلاکونو او د یو بل په وړاندې له بدو ائتلافونو سره د یوځای کېدو په ځای (چې پوځیان یې گټمن خو پاکستان یې   ۱۳۲-۱۲۸ میلیارد ډالر پوروړی) کړی باید هغه اقتصادمحورۍ غوره شوې وای. د احمد رشید له نظر همدا اوس خو یوه داسې دوره پر پاکستان راغلې چې د گړنگ پر زۍ یې درولی. ددې لیکوال په باور په پاکستان کې یوه فاجعه دا ده چې نظامیان د ملکي حکومت او ټولو ملکي نهادونو واک په لاس کې اخیستی. له دې سره عسکري مصالح تر ملکي مصالحو لوړ ارزښت لري، خو د قدرت معادله داسې نه چلیږي. (پاکستان د ګړنګ پر غاړه، د احمد رشید کتاب) نو بهتره وه چې د ستیټ کپسټي (د ملي ظرفیت جوړونه او پر هغې اتکا) لوړه شوې وای او د جگړو اقتصاد په سپین اقتصاد تبدیل شوی وای، چې باید داسې وشي او روانه صفحه ژر تر ژره بدله کړای شي.

د دواړو هېوادونو د اړیکو بهبود او د روانې سناریو د بدلون لومړیتوب!

د امریکا د سولې انستیتوت USIP United States Institute of Peace د پاکستان او افغانستان د اړیکو د بهبود لپاره پر پنځو بنیادونو د گډ کار فورموله وړاندې کړې:

  1. Sovereignty Threats د ملي حاکمیتونو په وړاندې د گواښونو منتفي کول
  2. Security benefits له امنیتي امیتازاتو یوبل برخمن کول، دواړه اړخونه باید د نه مداخلې اطمینان کاملاً په دوه اړخیزه توگه حاصل کړي، دا اطمینان چې ملي امنیت ته یې ګواښمن ندي
  3. Geopolitical dynamics د پایداره جیوپولتیک په مقصد د سیاسي جغرافیا مثبت تحرک او خوزښت
  4. Foreign relations د بهرنیو اړیکو بهبود او په خارجي سیاست کې د دواړو هېوادونو ترمینځ د فعاله، خوشبینه او گټورې دیپلوماسۍ ایجاد او تداوم، مخصوصاً د مشترکې جغرافیا د ګواښ په وړاندې همغږي
  5. Mutual trade گډ تجارت پراخول او د متبادلو گټو د ایجاد په مقصد اقتصادي مشارکتونه ډیرول

ددغو پنځو طرحو تفصیل ډیر زیات دی چې بهتره ده څېړونکي او علاقمندان یې اصلي منبعې USIP ته مراجعه وکړي. دا هغه جوهري وړاندېزونه دي چې زمونږ د دې بحث اصلي موخه تشکيلوي. زه یې په خپله ژبه نور اړخونه هم تشریح کوم.

لکه مخکې چې مو اشاره وکړه که د دواړو هېوادونو ترمینځ د سیالۍ او تصادم لوبه په همکارۍ بنا وای نن به دواړه هېوادونه د سیمه ییز اتصال او منطقوي تجارت په اعتباري اوزانو تبدیل شوی وای او د دنیا هر هېواد به ورته د تجارتي او اقتصادي شریک او ستراتیژیک ملگري په حیث اړتیا درلودای، مگر له بده مرغه  لا هم نړیوال رقابتونه باعث شوي چې دلته تخریبي ماموریتونه او لوبې وچلېږي او دواړه هېوادونه د خپلو جنگي او ټکري سیالیو په میدان (د چین او روسې په وړاندې) تبدیل کړي. لاهم د لویو قدرتونو د جنګي لوبو لپاره دواړه هېوادونه مساعد دي او دخیز د تختې حیثیت لري. لا هم خونابه مرگونې پنډي Deadly Packages رالېږي او همدا سوداگانې زمونږ قابل بولي. خو اوس زمونږ وظیفه ده چې له دې کاروبار خپل هېوادونه راوباسو. مونږ له یوبل سره د هغو پنځو وړاندیزونو په هکله له یوبل سره جدي کار وکړو او خپل نیتونه مثبت کړو.

د افغانستان له اړخه له پاکستان سره د مثبتو فرصتونو تشریح، د بحث اصلي محور!

اولاً، په کرونولوژیکه توگه د افغان اړخ پر یواړخیزه ښه نیت او زغم یو نظر:

سره له دې چې د پاکستان تر تاسیس وروسته د دواړو هېوادنو له خوا د ناخوندورو سیاسي ادبیاتو او له نړېوالو او سیمه ییزه کړکېچنو، سیالمنو لوبو متاثره دیپلوماتیکه هڅې غالباً له روزمره مسایلو متاثره، نه د ستراتیژیکه منافعوله مخې،  چلیدلې چې قطعاً یې مثبتې نیتجې له ځان سره نه درلودي. خو له دې سره سره زمونږ د هرې دورې په اساسي قوانینو (او هم له پاکستان سره د دوه اړخیزه تفاهماتو په سندونو) کې د ښه گاونډیتوب اصل، د متبادلو رغنده اړیکو، د هیڅ هېواد په کورنیو چارو کې د نه مداخلې سیاست او د اقتصادي او تجارتي راکړې ورکړې د پراختیا پر مبنا افغانستان تل پاکستان ته د مثبتو فرصتونو ډیر وړاندیزونه مخته کړي دي. د اعلی حضرت ظاهرشاه او شهید داودخان په دریو اقتصادي پلانونو (دوه پنځه کلن او یو اوو کلن پلان) کې له پاکستان سره د اړیکو محور غالباً اقتصادمحوره شوی و. د ظاهرشاه لخوا د ترانزیتونو، کرنې او کانونو کې د مشارکت خواست په ټولو کې لومړۍ پاکستان بیا ایران ته شوی و. هکذا د شهید داودخان د صدارت او جمهوریت په دوران کې گڼو فرصتونو ته که مراجعه وشي، پدې ټولو کې د دواړه اړخیزه اقتصادي ودې مشترکه پروژې په نښه شوې دي چې عمده یې د زراعتي سکتور، معادنو، صنایعو، سرحدي مشترکه بازارونو، ترانزیت، د اورگاډي پټلۍ د پیلولو، د مالدارۍ صادراتو او وارداتو په برخه کې د پاکستان ګډون ته درخواستونه استول شوې دي.

د سردارمحمد داودخان په وخت کې حتی د ایران، افغانستان او پاکستان ترمینځ د کنفدریشن پر طرحه هم کار شوی و. د پاکستان د هغه وخت سفیر، اسلم خټک (د جنرال ایوب خان په دور کې) او مرحوم قاسم رېښتیا په خپلو یاددښتونو کې دغه طرحه د افغانستان د ښه نیت او آن د لوړ قیمت په ورکولو سره غوښتل عملي کړي، چې متاسفانه د لویو قدرتونو (شرق او غرب سیالیو) دغه پلان نیمگړی کړ.

د تیر جمهوریت په دوران کې ښاغلې جمهور ريیس حامد کرزی د خپل ریاست په دیارلس کلونو کې ۲۱ ځلې او جمهور ريیس اشرف غني په اوو کلونو کې هغه تر ټولو ډیر خارجي سفرونه پاکستان ته وکړل.

ښاغلي کرزي د لس ډوله دیپلوماتیکه، امنیتي او اقتصادي میکانیزمونو په کارولو سره چې پکې:

 مخامخ د خارجه وزارت په کچه، د درې اړخیزه (افغانستان، امریکا او پاکستان) کمیسیون په چوکاټ کې، د دواړه اخیزه امن جرگې په قالب کې، ټاپي پروژې، د قلب آسیا، استانبول پروسې، سارک او ایکو او د مشترکه تجارتي ډلو په چوکاټ کې او د افغانستان، چین، امریکا او پاکستان د فارمټ په چوکاټ کې او دیته ورته گڼ نور د عربي هېوادونو او ترکې په وساطت تلاشونه وکړل ترڅو له پاکستان سره کړکېچن روابط مثبت طرف ته ولاړ شي.

هکذا جمهور رئیس اشرف غني د ټولو مراوداتو او دیپلوماتیکه عرفونو خلاف آن د پاکستان د پوځ مرکز یا GHQ ته په ننواتې ورغی. د سیمه ییزه اتصال، دوه اړخیزه اقتصادي مشترکه دهلیز، د اوبو او سرحدي شخړو د نه برجسته کېدو طرحه، د اغزن سیم د غزیدو په هکله د مرموز او شدیداً تاواني اتفاق او سکوت تر حده او علاوتاً هماغه د کرزي د دورې ټول میکانیزمونو په تداوم سره وکارول اما نیتجه یې کاملاً برعکس وه! متاسفانه په واضح توګه د پاکستان لخوا هیڅکله افغان لور ته د رغنده، عمراني او نیتجه بخشه دریځ سرنخ په لاس ورنغی.

د طالبانو تر بیا واکنۍ وروسته د اسلامي امارت په سیاست کې د ښه گاونډیتوب اصل، د افغانستان له خاوري هیچاته د ضرر د نه رسولو سیاست، د اقتصادمحوره خارجي سیاست او له دې ټولو له پاکستان سره د ترجیحي اړیکو د قایمولو، تحکیم او تداوم دریځ (منجمله منځنۍ آسیا ته د امتیازي ترانزیت، په اپټا تړون کې د لازم تعدیل منل، د سکرو او نورو معادنو په قراردادونو کې دوی ته د مراعتي پنډو وړاندیزونه، په کراچۍ کې د افغان سوادگرو په ۲۱۲ قلم توکو د بندیز په اړه سکوت، د مهاجرینو په اجباري خروج د تحمل  Toleranceاو برده بارۍ سیاست غوره کول او…) خو تېرو دریو کلونو کې د پاکستان له اړخه گڼ پرخاشگر اقدامات شوي. په کراچۍ جیلونو کې د افغانو خویندو او کورنیو غیرقانوني ساتنه، یعنې افغان لوری پدې ننګول، د مهاجرینو پر کورنیو او ممتلکاتو یو اړخیزه ظالمانه یرغل، د دوی اجباري او له کرامت لېرې ایستنه، پر افغان حریم گڼ ځلي هوایي او ځمکني یرغل، بی موجبه په بنادرو کې د افغان لوري پر سوادگریزه توکو بندیز، د تورخم او بولدک پر دروازو داسې بندیزونه چې هلته به بالفعل پر افغاني میوو لارۍ بار وي، سربېره د دوی د دیپلوماتیکه دستگاه او گڼو سیاسي واکمنانو لخوا د نامناسبې مداخله گرې ژبې او ادبیاتو کارول، د بی سنده اتهاماتو واردول او داسې نور.

دلته موټی د خروار د نمونې په توگه ځینې مواردو ته اشاره وشوه. طبعاً چې تریخ او بېخونده موارد بیخي زیات دي. غواړم ثابته کړم چې د افغانستان رسمي دریځ او مدونه سیاستونه او پالیسۍ له پاکستان سره د مثبت، رغنده او ترجیحاتو پر بنسټ استواره دی. داچې په خواله رسنیو کې د دواړو ملتونو ترمینځ خوابدۍ او د یوبل پر سیاستونو تنقید څومره پر دوستانه اړیکو سیوری غوړولی دا نو بېله کیسه ده، چې قطعاً د افغان لوري د رسمي دریځ استازیتوب نه کوي!

ثانیاً، د مشترکه موجوده او مستقبلي فرصتونو تشریح، او څو اقتصادمحوره وړاندیزونه!

  • په گڼو برخو کې دوه اړخیزه او د مخامخ سوادگرۍ فرصتونه
  • پاکستان ته د افغانستان د ترانزیتي دهلیز مزایاوي
  • د سیمه ییزه اتصال پر محور د مشترکه فرصتونو ایجاد
  • د ټاپي، کاسا ۱۰۰۰ او نورو پروژو په کامیابۍ کې اصلي مستفید پاکستان دی!
  • د لار او کمربند یا سیپک پر محور د گډو گټو د ایجاد یو با ثباته چانس
  • د افغانستان په منابعو کې د پاکستان لپاره د پانگونې گټور امکانات
  • په گڼو برخو کې دوه اړخیزه او د مخامخ سوادگرۍ فرصتونه

یو وخت د آزادو قبایلي وگړو ترمینځ، د گنډو د تجارت Smuggling کچه تر یو میلیارد ډالرو لوړه وه. دا یو نسبتاً تور او قاچاقي کاروبار بلل کېږي. دا کاروبار له ډېر پخوا آن هغه وخت چې هندي براعظم زموږ گاونډ و، رواج درلود. په لسگونو زره کورنۍ له دې لارې معیشت درلود او لاهم مروج دی او ښه پرېمانه پانگه پکې ښکته پورته کېږي. دېته ورته کاروبار د مکسیکو او امریکا په سرحدونو، د افریقایې   هېوادونو ترمینځ، د ایران او پاکستان، د ایران او ترکیه او د گڼو آسیایې او اروپایې هېوادونو ترمینځ موجود ده او خپل مزایا او تاوانونه هم لري. خو دا کاروبار په یوه دودیزه تجارتي کلتور تبدیل شوی او د زرگونو کورنیو اقتصاد ورپورې تړلی دی.

د پاکستان له تاسیس وروسته د افغانستان او نوی پاکستان ترمینځ د پیل روابط ښه نه و. له کال ۱۹۴۷ تر ۱۹۵۸ (یعنې نهه کاله) د پاکستان له تاسیس وروسته پدې هېواد کې اساسي قانون او گڼ نور قوانین موجود نه ول. د اساسي قانون له تدوین او تصویب وروسته په اقتصادي برخه کې له افغانستان سره رسمي تجارتي او اقتصادي اړیکو رونق واخیست. د کراچۍ او واگه بندرونه افغانستان ته تر ټولو مهم بندرونه و.

د افغان سوداگرو غالبه اتکا د ترانزیت په غرض او هم د پاکستان پریمانه زراعتي او مصنوعي توکو او تولیداتو ته د افغانانو اړتیا په لوړه درجه وه.

پاکستان د زراعت، مالدارۍ، فارمدارۍ، خوراکي صنایعو، منسوجاتو، غوښه، لبنیاتو، زراعتي ماشینري، تکنولوژۍ، بانکداري، مالي تفتیش او گڼو نورو برخو کې له افغانستان سره تجارت لري. په دغو ساحاتو کې تر ۲۰ ملیارد ډالرو د پانگونې گنجایش د پاکستان لپاره شته چې په ملیاردونو ډالر کلني گټه او د اسعارو سیلاب خپلې GDP ته اضافه کولی شي. برعلاوه په پاکستان د افغانانو څه د پاسه ۱۵ میلیارد ډالر پانگونه د دوستانه اړیکو او گډو شراکتونو په پراختیا لازیاتیدای شي.

  • پاکستان ته د افغانستان د ترانزیتي دهلیز مزایاوې

دواړه هېوادونه د سیمه ییز اتصال د مشترک ترانزیت برخې دي. هیڅ ممکن ندی چې پرته له شراکت دلته سیمه ییز ترانزیت او اتصال بشپړ شي. دواړه هېوادونه په گډه کولی شي د منځنۍ آسیا او مرکزي آسیا ترمینځ یا په بل عبارت د شنگهای او ایکو سازمانونه د سارک له سازمان سره وصل کړي. هغه څه چې په تیرو شلو کلونو کې د آسیا زړه فارمټ تر څنگ، د سارک، ایکو، شانگهای، ریکا، استانبول پراسس او…گڼو نورو مشترکو ناستو کې پرې بحثونه او سلا شوي دي، مگر عملي جامه یې کله هم نده اغوستې!

د منځنۍ آسیا لپاره، له ټاپي او کاسا۱۰۰۰ څخه پرته، د گوادر ، واگه او کراچۍ بندرونو ته رسیدنه هغه ستر فرصت دی چې یوازې په تجارتي او ترانزیټي مقصد هم پاکستان او افغانستان ته او هم همدغو هېوادونو ته د سلگونو میلیون ډالرو اضافي منافعو تامین مهیا کولی شي. دغه ترانزیتونه او تجارتي مارکېټونه پاکستان په بهتره او ستراتیژیک لحاظ لازیات غښتلی کولی شي. په دې توگه به پاکستان د ستراتیژیکه قدرت (د ترانزیتونو د حاکمیت) او د اقتصادي مسیرونو د مالکېت ترڅنگ په ملیاردونو ډالر د ترانزیت او خپلو تولیداتو ته د پراخ مارکېټ د موندنې په برکت کمایی کړي. دا چې د همکاریو په پراختیا او د سیمه ییزه اتصال لپاره د ترانزیتونو اغیز به د سیمې پر سیاسي او امنیتي ثبات څومره اغیزه غورځوي هم د اهمیت وړ ده. برعلاوه د هندوپاکستان ترمینځ او هم د سیمې د نورو هېوادونو ترمینځ د پردیو لوبو او د نیابتي جگړو فضا د اقتصادي همکاریو په فضا له بدلید سره به د سیمې د هېوادونو موجوه بودجې په تقلیل سره، کومې چې په امنیتي، استخباراتي او نیابتي ټکرونو مصرفېږي او په سپما او کمښت سره به یې څومره غټ او نوي اقتصادي فرصتونو او اقتصادي ودې ته تمویلي منابع پراخېږي دا نو ډیر لوی تحلیل غواړي.

ځکه نو د افغانستان پر دهلیزونو او ترانزیتونو د پاکستان ګټه، هغه که د منځنۍ آسیا او جنوبي آسیا په سطحه وي او که پخپله د مرکزي آسیا بازارونو ته د پاکستان وصلیدل وي، فوق العاده بی سارې ده. اساساً پر افغان دهلیزونو او ترانزیتونو وصلیدل د پاکستان ستراتیژیک اهمیت، د چین، هند او روسې لپاره هم لوړوي.

  • د سیمه یې  زه اتصال پر محور د مشترکه فرصتونو ایجاد

په دنیا کې گڼ اقتصادي سازمانونه، اتحادیې او د گډو کاروبارونو معاهدات وجود لري. اروپایي   اتحادیه (د۳۱ هېوادونو ترمینځ) یې عملي او برجسته نمونه ده. بیا د خلیج اتحاد (د شپږو عربي نفتي هېوادونو، سعودي، کویت، امارات، قطر، عمان او بحرین ترمینځ)، د افریقایي هېوادونو اتحاد، د لاتیني امریکا د هېوادونو اتحاد، همداسې د سارک، ایکو، آسیا زړه، ریکا، شانگهای او داسې نور.

په وروستیو ذکر شویو کې افغانستان او پاکستان گډ غړیتوبونه لري، اما دواړه هېوادونه د جغرافیایي موقعیت له پلوه فوق العاده لوړ اهمیت او د سیمه ییزه اتصال په ایجاد او تکمیل کې بې بدیله نقش لري. د منځنۍ آسیا او جنوبي آسیا او هم د شرقي آسیا (چین) او غربي آسیا (ایران او عربی خلیج) ترمینځ د افغانستان جغرافیایي ارزښت بې بدیله ده، خو پرته له پاکستان د ورېښمو د تاریخي لار کړۍ نه بشپړیږي. د سیپک یا لار او کمربند هغه عظیمه پروژه ده چې د افغانستان په شاملیدو او د واخان په اتصال سره يې ارزښت څو چنده لوړیږي، یعني واخان د سیپک سیال نه بلکې تکمیلونکې برخه ده.

دریم ټکی دا چې د پاکستان او افغانستان له رغنده رول او همکاریو سره به مشترک المنافع مارکېټونه هم پراختیا مومي. منځنۍ آسیا، ایران، افغانستان، پاکستان او گڼ نور هېوادونه د همدې سیمې او خاصتاً د  چین لپاره تر ټولو لوی مصرفي او استهلاکي مارکېټونه دي. د نړۍ تر نیم زیات نفوس او تر نیمایي زیاتې طبیعي منابع او معادن په همدې پیراموني جغرافیا کې موقعیت لري. د وچې لارې او ترانزیتونه تر هوایې او بحري ترانزیتونو لوی مزیت او ارزښت لري. په هوا او سمندرونو کې بشري استوگنه نشته، مارکېټ او مصرف پکې نشته اما ځمکنی لارې او ترانزیتونه له مبدا تر مقصد پورې له استوگنو، بشري ټېسنونو، مصرفي بازارونو او د مالونو د ذوبیدو له مراکزو ډک دي نوځکه وایو چې افغانستان او پاکستان د سیمه ییزه اتصال لپاره هم د جغرافیایي او ژیوپولتیک موقعیت له لحاظ او هم د گڼو نورو ضمني گټورو اقتصادي فرصتونو د ایجاد او زیاتولو یا د ژیوایکونومیک ارزښتونو څخه برخمن هېوادونه دي، چې له سیمه ییز اتصال هم گټه کمایي کولی شي او هم بې شمېره گټه سیمه ییزه شریکانو ته رسولی شي. طبعاً چې سیمه ییزه اتصال په خپل وار سره د سیمې د ټولو هېوادونو د ملي او سیاسي ثبات لپاره تر ټولو حیاتي ارزښت په برخه کوي او آن د سیمې د (جنگي جغرافیا) Conflict zoon وصف د (اقتصادي همکاریو Economics Cooperation) په جغرافیا بدلولی شي.

  • د ټاپي، کاسا ۱۰۰۰ او نورو پروژو په کامیابۍ کې اصلي مستفید پاکستان دی!

د کاسا۱۰۰۰ او ټاپي پروژو په هکله په ځانگړو لیکنو کې په تفصیل غږېدلي یو، چې مینه وال یې په لاندې آدرس کې کتلی شي، اما دلته یوازې دومره یادونه غواړم چې ټاپي او کاسا زر پروژې هغه دوه پیل شوي فرصتونه دي چې د پاکستان له بالفعله همکاره کېدو سره تکمیلېدلی شي. مخکې مې اشاره کړې وه چې پاکستان د سون انرژۍ (برق او گاز) له اړخه له سخت کمښت او بحران سره مواجه دی. هکذا د پاکستان مخ په زیاتېدو نفوس او شدیداً زیاتېدونکې د صعنت لپاره د سون د موادو اړتیا، که پدې برخه کې مهیا نشي، نو ددې کمښت به خامخا باعث شي چې په هغه هېواد کې د سیاسي او اجتماعي بغاوتونو او صعب العلاجه اقتصادي ستونزو د ټکېدو او پراختیدو سبب شي.

د پاکستان د برېښنا ملي ادارې NEPPA له راپور سره سم دغه هېواد هرکال د ۱۰-۱۲ زره میگاواټ برېښنا د واردولو اړتیا لري. همدارنگه هر کال یې د گاز اړتیا په ډیر شدت سره زیاتېږي. اوسمهال تر ۴۰-۴۵٪ د سون گاز له کمښت سره مخامخ دی پدې دواړو برخو کې کال په کال د مصرف کچه او د اړتیا میزان مخ په زیاتیدو ده، ځکه نو دا هېواد مجبور دی له موقع نه په استفادې ددې دواړو پروژو په کامیابولو او عملي کولو کې له خپلو لاسلیک شویو ژمنو او له پروژوي شریکانو سره د کړیو وعدو په عملي کې دو کې اقدام وکړي…!

  • د لار او کمربند یا سیپک پر محور د گډو گټو د ایجاد یو با ثباته چانس

د  چین لخوا د سینکې انگ ایالت نه پر قاشغر تر گوادر او بالاخره د عمان سمندر ته د  چین د اتصال دغه (تقریباً د ۲۵۰۰ کیلومترو لار) ته سیپک (CPEC) China-Pakistan Economic Corridor  وایي. سیپک د سړک ترڅنگ، د فایبر، برېښنا او نورو کالو، تجارتي مالونو او امکاناتو د انتقال یوه عظیمه ترانزیتي او اتصالي پروژه ده چې مالي بسپنه یې د ۴۶ څخه تر ۶۵ ملیارد ډالرو پورې، په شمول د  چین د ضمني سرمایه گذاریو، رسېږي. مګر سیپک مفته مجاني پروژه نده. د دې پروژې او نورو همکاریو لپاره پاکستان له  چین څخه تر کال ۲۰۲۲ پورې ۳۰ مبلیارد ډالر پوروړی شوی ده، ځکه نو که د سیپک له لاري دا پورنه ادا نشي او نوره مازاد گټه پکې حاصله نشي نو سیپک به هم د پاکستان لپاره ناکامه پروژه وي خو  چین ته به بامنفعته وي. د پاکستان لپاره لازم ده چې په سپیک کې د افغانستان په شریکولو سره دغه د لار او کمربند فایده منتوب لازیاته موثره او گټوره کړي او هم د سیپک یا نوې ابریشم New Silk د ضمیموي لارو (حلقوي لارو) په اکمال کې جدي همکار اووسي.

له دې پروژې سره به د پاکستان او  چین ترمینځ د ۱۲۰۰۰ کیلومترو مزل شاوخوا ۲۴۰۰ کم ته را لنډ او  چین ته به د هرکال د دوو میلیارد ډالرو سپما ورپه برخه کوي. بالمقابل به پاکستان د خپلو صادراتو او وارداتو او بیخ بنایې پروژو د پراختیا لپاره په سلگونو میلیون ډالر گټه پورته کوي.

د  چین دغه پروژه د اسلامي امارت د دلچسپۍ وړ ده، ځکه یې   له کال ۲۰۲۱ راپدیخوا له  چین سره پدې پروژې کې د وصل کېدو خواستونه کړي چې خوشبختانه د پاکستان دولت هم په وار وار د افغانستان د الحاق وړاندیزونه کړي او قبول شوي هم دي.

دیادونې وړ ده چې د واخان دهلیز هم د دې پروژې متمم او مکمل بلل کېږي او په هیڅ توگه د دې پروژې سیال ندی او نه هم د پاکستان په زیان ده، بلکي په واخان دهلیز کې د پاکستان او تاجکستان او هم د قرغیزستان سره د وصلیدو یوه اساسې موخه ده چې پاکستان يې له څو لسیزو آرزو لري.

له تجارتي او اقتصادي گټو ورهاخوا دا یوه تاریخي بیارغاونه او احیا ده چې د ملتونو د وصل ترڅنگ د ټولې سیمې له ثبات او پایداره امنیت لپاره فوق العاده مرسته کوي.

د آسیایي څېړنو له مخې د پروژې په وړاندې تر ټولو خطرناک او ضرري سیال او رقیب امریکا ده چې د دوی د جنوبي آسیا په سیاست کې ددې پروژې تکمیل او پراختیا د امریکا د ملي گټو په زیان تعریف شوی دی.

  • د افغانستان په منابعو کې د پاکستان لپاره د پانگونې گټور امکانات

افغانستان په وچه محاط او په ترانزیتي لحاظ، سره له دې چې نورې بدیلې لارې ایجاد شوي، خو بیاهم شدیداً پر پاکستان او د پاکستان پر بنادرو متکي هېواد دی.

د افغانستان لپاره د بدیلونو له کشمکش د راوتو دوه درې انتخابه وجود لري:

  • د ابریشم یا ورېښمو د تاریخي لارې، د ورېښمو په الحاقي نویو مسیرونو، چې د سپیک په چوکاټ کې پیل شوي او ادامه لري. دا لار مونږ له چین، منځنۍ آسیا او په یو بل نسبتاً طویل مسیر له هند سره وصلوي.
  • د لاجورد مسیرونه، چې مونږ له ایران، ترکیې او اروپا سره په نسبتاً مصرفي واټن وصلوي.
  • د تورغونډۍ، حیراتان، شیرخان بندر، واخان، آقینه، اسلام قلعه چې د ایران له بندر عباس او چاه بهار او عربی خلیج او دنیا سره وصلوي (ایران ښه بدیل دی مګر تر تحریمونو لاندې دی، افغان سوداګر نشي کولی د ایران له لاري د مالونو TT یا نور بانکي ترانزیکشنونه ترسره کړي، علاوتاً د ایران دواړه بندرونه نسبت کراچۍ ته پرمصرفه او اوږدې دي.)
  • د گوادر، قاسم پورټ یا کراچۍ بندر، واگه او… هغه مسیرونه چې مونږ د پاکستان له لارې له هند او دنیا سره وصلوي (دا هم بدیل ترانزیت دی، له مزاحمتونو، آزار او تکلیفونو ډک… خوبیا هم یوه داسې لار ده چې زمونږ تجارت او سوداګر پرې معتاد شوي دي او له دې اعتیاد خلاصون تقریباً ناممکن دی.)

اما اصلي او اساسي بدیل دا ده چې:

  • مونږ پر وارداتو اتکا راکمه کړو، د کراچۍ او نورو گاونډو هېوادونو بندرونه اوس وخت غالباً د وارداتو او په کمه کچه د صادراتو لپاره کارول کېږي. په یاد باید ولرو چې په کلي توگه له هیڅ یوه ترانزیت کاملاً استغنا ممکن نده، اما زما هدف د اتکا د کمیدو ده، نه د ختمیدو.
  • د زراعتي خودکفایۍ پلان: د یوه پراخ ملي او څو اړخیزه پلان له مخې د افغانستان زراعت مدرنه او میکانیزه کړو. د همدې ملي پلان پر بنسټ د زراعتي ځمکو د پراخ وېش پروسه، د ځانګړو اصولو او میکانیزمونو له مخې، پیل او عملي کړو. د غله دانه له بابته د خودکفایی ماستر پلان (پنځه کلن)، د اوبو او سیندونو د مدیریت پلان او زراعتي صنایعو د ودې او پراختیا لپاره هم پلان او هم تمویلي بانکونه (د کرنې د پراختیا بانکونه) باید بیا تاسیس شي، ترڅو پدې برخه کې د وارداتو کچه راښکته شي. طبعاً پدې پلانونو کې د پنبې او منسوجاتو وده، د نباتي غوړو د تولید، د مالدارۍ او لبنیاتو له اړخه خودکفایۍ او…شامل دي.
  • باید پخپلو معدني او طبیعي منابعو کې د سیمې هېوادونه را شریک او له گډو منفعتونو یې مستفید کړو، تر څو له یوې خوا مو د متبادلوگټو شریکان په ستراتیژیکه شریکانو تبدیل شي. په هغه صورت کې طبعاً د مزاحمت او فشار سیاست په یو اړخیزه توگه نشي اعمال کېدای، او بلخوا به زمونږ په منابعو کې له پانگونې سره زمونږ بیروني توکو ته اړتیا راکمه شي او ورسره به ملي تولید انکشاف کړی وي.
  • پر پردیو د ترانزیتي ستونزو او آمرانه فشارونو لپاره باید افغانستان په ځینو برخو کې کاملاً خودکفایۍ ته او صادراتو ته ورسېږي، مثلاً د برق د تولید لپاره د بالقوه، څه د پاسه د ۳۰۰ زره میګاواټ برق د تولید ظرفیت، باید په بالفعل ظرفیت تبدیل شي.

په یو بل د اتکا د ایجادولو قاعده:

تر څو چې په وچه محاط هېوادونو ترمینځ، د یو اړخیزه نیاز فورموله په متقابلې اړتیا Mutual Reliance او د یواړخیزه منافعو قاعده په دوه اړخیزو او څو اړخیزو منافعو Mutual interest+ Benefit تبدیله نشي، ددغسې هېوادونو ترمینځ کړکېچونه او نیابتي لوبي او ضمني ضررونه نه ختمیږي.

ددې قاعدې له مخې، اولاً په پالیسیو کې بدلون: په ملي پالیسۍ کې مهمه دا ده چې افغانستان د اقتصادمحوره سیاست له مخې له ټولو گاونډیانو، نړۍ او په خاصه توګه له پاکستان او ایران سره تعامل وکړي. دواړه هېوادونه له افغانستان سره مشابهتونه لري، اقتصادي ضعفونه، د منابعو نه استخراج، له موډه لوېدلې صنعتي ماشینري، مزمن او پراخ فقر، تحریمونه، کورنۍ کشمکشونه، سیمه ییزه منازعې، تر یوه حده مرزي ستونزې، د اوبو پر سره خوابدۍ، سیاسي مداخلې او…ځکه نو یوازې او یوازې اقتصادمحوره دولتداري او د پورته قاعدې د ایجاد له مخې کولی شو د افغانستان مصايب راکم او د روابطو د بهبود شرایط ځانته پراخ کړو.

ثانیاً، د وطن میداني واقعیتونه دا دي چې: افغانستان په مادي او مالي لحاظ نشي کولی خپلې طبیعي زیرمې، معادن او منرالونه په کامل استخدام او استخراج کې راولي. ددې لپاره د میلیاردونو ډالرو بودجې ته ضرورت ده چې د مشارکتونو او ونډه والانو له لارې (هغه که کورني ونډه وال وي یا سیمه ییزه یا نړېوال) دغه هدف ته رسیدلی شو. دا په دې معنا چې مونږ منابع لرو خو استخراجي صنایع او د هغو لپاره سرمایه نلرو، سیمه ییزه شریکان مو سرمایه لري خو منابع نلري.

ثالثاً، د قاعدې د شریکانو مجبوریتونه: مجبوریت او احتیاج د متقابلې اتکا او ایجاد اساس تشکیلوي. پاکستان د خام صنعتي او نیمه صنعتي موادو له پراخ کمښت سره مخامخ دی چې د افغانستان په ډېرو برخو کې خپلې اړتیاوې پوره کولی شي. ماسوا له دې د کرنې، مالدارۍ په سکتور کې د پاکستان غني تجربه کولی شي گڼ اړخیزه مشارکتونه له افغانانو سره ایجاد کړي. د سکرو ډبرې بل هغه اساسي منبع ده چې افغانستان تر۹۰ معدني سیمې او په میلیونونو مټرک ټنه ذخایر یې   لري. د سکرو ډبرو ته تر راتلونکو گڼو کلونو د پاکستان اړتیا او هغه برېښنایي دستگاوې یا پلنټونه چې د  چین په مرسته یې جوړ کړي، قطعاً د ټولو زیات د افغانستان په سکرو متکي دي.

د خدماتو په سکتور (روغتیا، تحصیلات، بانکدارۍ، مواصلات او اتصالات، تکنولوژۍ) کې د پاکستان پانگوال له ډېر پخوا لیوال دي. همدارنگه د صنعت او د معادنو د استخراج او د استخراجي صنایعو او ماشینري په اکمال کې د پاکستان ماشینري یو لوی ظرفیت د مشارکت لپاره مهیا کولی شي.

افغانستان د طبیعي منابعو له لحاظ (د امریکا د جیولوژیکه سروي د اژانس په تخمین) څه د پاسه ۱۴۵۰ ډوله معادن او منرالونه لري چې مادي ارزښت یې له ۳ تر ۲۵ تریلیون ډالر تخمین کېږي.

د اوبو د منابعو له پلوه یو غني هېواد دی چې د گڼو بندونو او د برېښنا لپاره، جمعاً له بادي او لمریزي منبع، د څه د پاسه د ۳۴۰ زره میگاواټ برق د تولید ظرفیت لري، چې د سیمې د هېوادونو په شمول د پاکستان د برېښنا د کمښت ستونزه تر ډیره هوارولی شي. دا هغه بکر سکتور ده چې پاکستان پکې هم پراخه پانگونه کولی شي او هم ددایمي شریک په عنوان له دې سرشاره انرژۍ استفاده کولی شي.

د افغانستان د طبیعي زیرمو او منابعو د ارزښت او کمیتونو په هکله مې تفصیلي لیکنه کړې ده. اساساً مې هدف دا و چې د پانگولو د جذب، د دولتي مشوقاتو د ایجاد او بالاخره د شریکانو د تشویق برخه یې  برجسته کړم، چې له شریکانو مې ترجیح د افغانستان گاونډیان دي.

ددې لیکنې لپاره مراجع او ماخذ:

  • احمد رشید، پاکستان د گړنگ پر غاړه، د فیض محمد ځلاند ژباړه
  • د پاکستان د سترتیژیکه مطالعاتو کلني راپورنه، د جنرال حمیدگل د مطالعاتو مرکز، ۲۰۰۹
  • د شهید داودخان د دورې اقتصادي پلانونه، ۱۳۳۷-۱۳۵۹
  • پرویز مشرف، پاکستان د اور په لیکه، ۱۳۹۰
  • د امریکا د سولې انستیتوت USIP United States Institute of Peace، ۲۰۲۰
  • سیمه ییزه همپالنه، آقامحمد قریشي، ۱۴۰۱
  • دوکتور شیدا محمد ابدالی، افغانستان، پاکستان، هندوستان یک تغییر بنیادی، ۱۳۹۷۷
  • طالبان: زنان، تجارت مافیا و پروژه عظیم نفت در آسیای مرکزی، احمد رشید
  • د افغانستان او پاکستان د تجارت او صنایع مشترکه اطاقونه، ۲۰۱۹
  • د پاکستان د گمرک اداره، ربعواره راپورونه، ۲۰۱۷-۲۰۲۳
  • د امریکا غږ او بی بی سی ځینې متفرقه راپورونه

مطالب مشابه

Back to top button