دودیزوال يا نيم ولسي شعر د ولسي او نوي ازاد شعر پر وړاندې ،پوهاند ډاکتر مجاور احمد زیار
نوی ليکدود:
ښول، ښونه، ښونځی، ښونکی، کېښودل، پرېښول، روسته، دويم، درېيم
لمړی، کوشنی، يوازنی، يوازنۍ، پېنځه، پېنځلس، پېنځوس، پېنځه سوه، پېنځسوی، وربل، وربوی، وربشې!وږه، وسمهال، وسترمهال،… بې الفه کره راځي لار اولياره په يوه مانا دي
وو( بود)، ول (بودند…)
د هرې دودیالۍ(مهذبې) ټولنې ادب ترهرڅه مخکې پر ګړني او لیکنې ادب وېشنه مومي. ګړنی (شفاهي)، ولسي یا وګړنی(فولکلوري) ادب د هرې ټولنې په هماغه لومړنیو بشپړتیايي پړاوونو پورې اړه لري چې لیک یې لا نه درلود. خو داسې استعدادونه پکې پيدا کېدل چې دغه ژبنی هنر وزېږوي او د نثر یا نظم په بڼه یې یو بل ته خوله پرخوله او سینه پر سینه ولېږدوي او له دې سره یې زېږندویه (ایجادګر) یا ویونکي د زمانې له یاده ووځي. بيا نو د اړوندې ټولنې یا ولس ګډ مال شي او کوم ټاکلی یوگړی (فرد) یې په خپل نامه نومولای نه شي. کله چې ټولنه د لیک ولوست پړاو ته ورګډېږي او ورو ورو لیکنی ادب پکې وده مومي، نو ګړنی ادب ورسره هماغومره ورو ورو له دوده لوېږي او دا ځکه چې د ټولنې فرهنګي اړتیا او ادبي تنده زیاتره په دې دویم ډول ادب خړوبتیا مومي او ګړنی (شفا هي) هغه یې ورسره هسې په څېرمه ډول خپل نیم ژوانده شتوالی پرمخ بیايي او پخوانی برم ورته دومره نه پا تېږي. نو څرګنده ده چې نور یې زېږېدنه هم راټيټېږي او په پای کې د خپلې ټولنې د فرهنګ یو تاریخي ټوک ګرځي. زموږ په پښتني ټولنه کې چې لا ټول غړي یې په لیک لوست نه پو هېږي، د ګړني ادب زېږندنه لا لږ و ډېره شته دی او په ځینو سیمو کې تر اوسه یا تر پرونه یوازنۍ ادبي بڼه پاتې شوې ده، د ساري په توګه پېنځوس شپېته کاله له مخه د پکتیا او پکتیکا په سیمو کې د لیکني ادب څرکهېڅ نه لګېده او یوازې ولسي یا ګړنی ادب واکمن وو، لکه واخلي (شییران) چې په سملاسي (في البدیهه) ډول یې له ټنګ ټکور سره شعرونه او بدلې رغولې او ویلي او دا چې نالیک لوستي ول، نو همداسې ګړني به پاتې کېدل او یا به د هر چا بيرته هېرېدل. په خوست او ځاځیو کې دغه راز شییران د یو نیم نویو را پیدا شویو لیک و لوست والا شاعرانو ترڅنګه لا تراوسه هماغه پخوانی ګرانښت او منښت لري.
ډېرلیدل شوي دي، په هغو پښتني سیموکې چې ښونه روزنه لا په ټيټه کچه کې ده تر پر مختلو سیمو زیاتره ولسي ادبي ژانرونه زیات دود لري. ان تر دې چې هره خبره یې له لنډۍ یا متل سره وي او یا د کوم ولسي شاعر له یو نیم بیت سره. په پښتو کې بیا د ګړني، ولسي یا وګړني (فولکلوري) شعر یو بشپړتیايي پړاو هم لري چې په نیم لیک- لوستو شاعرانو اړه لري او له دې کبله یې ویونکي څرګند او جوت وي، لکه واخلي، زرجان، سیدکمال، میرا، توکل، ملنګ جان، ډیراني، غریبي، باقي، محمد نور، محمدین، عبدالخالق، بسم الله ځاځی، محمد حسین، سالم( د بړو) صنم ګل، وزیرګل، خلقي بابا او داسې نور. رښتیا چې(په ډېرو روسته پاتې زېږاړيکو (مناسباتو) کې د ښکېل انسان ډېر ابتدايي تصورات، افکار او احساسات د هغه د ژوندانه د مادي او معنوي چاپېریال انعکاس دی. ضرورت هغه دیته رابولي چې ګومان وکړي، تصور او حدس ووهي وانګېري او خپلو رواني تمایلاتو ته هنري بڼه ورکړي. (کرګرڅو ادبي یادونې: ۴۵مخ)
دویم ډول ادب لیکنی ادب دی. په دې مانا چې د لیک لوست او زدکړه والو له خوا زېږول کېږي. دغه ډول که څه هم د وګړني ادب پر بنسټ ټیکا ولري، مګر له هره پلوه په یو پرمختللي پړاو کې راځي. لیکنی ادب له ټولنیز او فرهنګي پرمختګ سره سم یو څه چټک بشپړتیا یې بهیر لري او له یوه مهاله بل ته بدلون مومي له دې کبله پر بېلابېلو تاریخي پېرونو(دورو) او پړاوونو(مرحلو) ډلبندي کېږي خو په ټولیز ډول بیا پر تېر مهالي(کلاسیک) او نومهالي پېر(معاصره دوره) وېشنه مومي. همدارنګه له څرنګیز(کیفي) پلوه دواړه لیکنې ډوله پر پاخه(معیاري) او ناپاخه(نامعیاري) هم وېشل کېدای شي.
د ساري په ډول وینو چې هم په پښتو کلاسیک او هم په اوسني ادب کې داوړې بېلګې شته او له دې سره سره د سبک او مېتود له پلوه هم له راز راز وېشنو سره کار لرو. پښتو شعر د ادب د یوه غوره او منلي ژانر په توګه هم له دغو ټولو ډلبندیو څخه لرې پاتېدای نه شي په تېر مهال یا کلاسیک پېر کې چې زموږ د ادبي تاریخ د منځني پېر په نامه یادېږي، د خو شحال د پرمختللي او ژوندي شعر ترڅنګه هم د رحمان بابا تصوفي شعر لرو هم د حمید او شېدا لوړ هنري او رومانتیک عشقي او هم راوروسته د حافظ الپوري، حافظ مرغزي او میافقیرا له حصارکې جلال ابادي هسې تش نظمونه چې د استاد حبیبي خبره پښتو شعر یې د مضمضي، استنجا او استنشاق کچې ته رسولی دی(حبيبي: ۳مخ) او همدارنګه په وسمهال(معاصر) پېر کې دواړه ډوله شعرونه لرو په بله وینا پاخه(کره) او ناپاخه(ناکره) چې د دود له مخې دې یوه ډول ته (شعرونه) وايي او دې بل ډول ته (نظمونه) او بل وېش یې(دودیزوال) او (نوی ازاد) یا په لنډه وینا (قافیه وال) او ازاد شعر.
دوردیزوال هغه شعر دی چې د زړو (کلاسیکو) شعرونو په لاروۍ په بېلابېلو وزنونو، قالبونو او ردیفونو کې ویل کېږي چې دا هم پر خپل وار له څرنګیز(کیفي) پلوه په ناپخو(ناکره) او پخو (معیاري)، په بله وینا پر نظمونو او (شعرونو) وېشنه مومي او له دې سره یې ویونکي هم پر (ناظمانو) او (شاعرانو). خو زما په اندلمړی ډول شعرونه او شاعران(ولسي دودیزوال) او دویم ډول (پرمختللی دودیزوال) نومول غوره برېښي په اروپايي نومونپوهه کې هم دودیزوال شعر و شاعر د نوي او ازاد شعر و شاعر پر وړا ندې کارول کیږي، مګر ولسي دودیزوال وګړني(پاپولر) بولي. دا چې ولې دې په پښتو کې (ولسي دودیزوال) وبلل شي، لاسوند یې دا دی چې هم (ولسي) ځانګړتیاوې لري او هم (کلا سیکې)، لکه په لاندې ډول:
۱-له ژبني پلوه دواړه ډوله، ساده ګړني (محاوروېياشفاهي) او ګړدودي (لهجوي) رنګ لري داسې چې یې لیک لوست او نیم لیک لوست، یا په بله وینا یې زدکړې او کم زدکړي ولسي پرګنې پرې پوره پوهېږي.
۲-ولسي دودیزوال شعر د زړو کلاسیکو (دېواني) شعر د پېښو تر څنګه ولسي کالبونه او تول و تال هم ډېر کاروي او له دی پلوه هم د عامو ولسي پرګنو خوښېږي او هم ورسره ولسي(نالوستي او کم لوستي) سندرغاړي لېوالتیا لري، ځکه د هر ډول (غزل، مقام، لوبې، بګتۍ، داستان، چاربیتې…) موسیقۍ اهنګ (کمپوز) پېژني او سور تال یې په اسانه پیدا کولای شي.
۳-د بدیعي یا هنري اړخ له پلوه ولسي دودیزوال شعر( که ویې لرې) له ولسي هغه سره ډېر ورتوالی لري او کله کله یې بېخي د کاپۍ رنګ لري. انځورونه له ساده او بیا ځلې(تکراري) تشبېه ګانو تېری نه کوي او له څو لنډو تنګو وییونو (لغتونو) څخه کار اخلي، لکه: حسن و ښایست، عشق و مینه، مین و یار، دلبر، دلربا، خوبان، نګار، دلدار، جانان، اشنا، بېلتون، هجر، هجران، فراق، جدايي، مخ، باړخو، اننګي، رخسار، کوڅۍ، زلفې، زلفان، زلفانې، وربل،کاکل، سترګې، چشمان، باڼه، مژګان، وروځې، ابرو، خوله، شونډې، لبان، خولګۍ، بوسه، ناز و ادا، کرشمې، نخرې، مکېز، وصل، وصال، دیدن، کلي کوڅه، ګودر، منګی، پلو، سالو… چې البته دغه وییونه او انځورونه له دېواني هغوی سره هم لږ و ډېر ګډون لري.
۴-د اند او منځپانګې(فکر و محتوا)، ارمان او پیغام له پلوه له ولسې هغه سره ډېر نژدېوالی لري. که څه هم نااګاهانه شانته ټولنیز رنګ هم ولري، شاعران زیاتره د مینې پر ناکامۍ او بې برخۍ راڅرخي، بې له دې چې د علیت او عینیت له مخې ټولنیز او پاټکیز اړپیچونه پکې په سمه توګه راو نغاړي. علت و معلول سره زیاتره ګډوي؛ هر څه له خپل ځانګړي بخت او برخلیک څخه انګېري، یا په بله وینا د فتالیزم(برخلیکوالي- تقدیرګرايي) ته پناه وړي او په دې توګه خپل ساده ارمان او دردېدلی احساس او ګرومونه خړوبوي. د دغې ډلې شاعرانو فرهنګي کچه، لیدتوګه او نړۍ لید دومره ارته ورشو نه لري چې د خیال او اند نیلی پکې هر خوا وځغلوي راوځغلوي او څه داسې نوي څیزونه وځلوي چې له فرهنګي پلوه ټيټنیو پوړونو څخه لوړو دودیالو او روښاندو پوړونو ته هم د مننې او خوند اخیستنې وړشي. ځینې ولسي دودیزوال شاعران که څه هم د لوړو زده کړو او له دې سره د پرمختللې لید توګې نړيلید او اند پوهې څښتنان وي او ارمان او پیغام یې هم پوره لوړ او اګاهانه وي، مګر بیایې هم شعر د هنر له پلوه د نورو ولسي دودیزوالو له هغه سره کوم توپیر نه لري او لا کله ترې ښايي بېخي روسته هم وي، لکه په انقلابي پېر کې چې یې بې شمېره بېلګې ولیدل شوې، داسې چې له وزن و قافیې پرته پکې نور د شعریت هېڅ څرک نه لګېږي. ددغه راز اخواني او انقلابي شاعرانو یا ناظمانو تش په نامه شعرونه ښايي د یوه ساده، لوڅ او بربنډ تبلیقي شعار په توګه هغه هم د موسیقۍ په ملتیا ساده پرګنو ته خپل ډانګ پیلی پیغام ولېږدوي خو اغېز ښندنه یې په شک کې، ځکه ده چې کوم هنري راکښون نه لري او روښاندی(روشنفکره) پوړ خو ورته یې له هغې کوم ارزښت نه ورکوي. ب: له پرمختللي دودیزوال شعر سره د ولسي دودیزوال شعر پرتله
۱- تر دا منځ لومړۍ ګډه ځانګړ تیا قافیواله ده او دواړه ډوله له دودیزو شعري ځیلونو (غزل، دويزې يامثنوي، بوللې، څلوریزې، ترجیح بند، ترکیب بند…) سره کار لري.
۲-ولسي دودیزوال شعر پر پورتنیو دودیزوالو شعري ځیلونو (ژانرونو) سربېره، ځینې ولسي هغه هم را اخلي، لکه لوبه، بګتۍ، چاربیته، داستان…
۳-ولسي دودیزوال شعر د موسیقۍ له پلوه زیاتره پر ولسي اهنګونو ډډه لګوي او لږ و ډېر د غزل په برخه کې په دودیزوال هغه پسې هم ځي.
۴- په ژب- ښکلایزه برخه کې لکه د مخه چې وویل شول زیاتره د ولسي دودیزوال شعر تر اغېز لاندې ټیکاو لري او همدا …ادامه په ۹۰ پاڼه کې… راز یې ژب- اندیزه یا منځپانګیزه خوا هم درواخله. پرمختللی دودیزوال شعر یوازې د شعري تخنیک او ځیل له مخې په پخو زړو(کلاسیکو) شعرونو پسې نه ځي بلکې تر څنګه یې ژب- ښکلایزه لاروی هم کوي او پر دې سربېره پرې خپل نوښتونه او ازمېښتونه هم ورزیاتوي او له همدغه پلوه له ولسي دودیزوال شعر سره جوخت برید جوړوي. که څه هم ښايي په یو لړ دودیز و تکراري وییونو، قافیو، ردیفونو او انځورونو کې ورسره ګډون ولري خو په خوا کې یې د نوي ازاد شعر اغېزمني (اثرپذيری) کېدای شي، د دغې نيمگړتيا تر سیوري لاندې راولي او د چا خبره سکینده(جبران) یې کړي.
د اوسني پرمختللي دودیزوال شعر غورې بېلګې د همدغسې یو ګډون(سنتیز) زېږنده ده، لکه واخلۍ د استاد حمزه، رسا، مفتون، خیال، اجمل خټک، قلندر مومند، اعظم، مراد، زاهد، سلیم، امین، اندیش ، سایل او رابر د لایق، شپون، فاراني، جهاني، کمین، کاوون، ننګیال، بهاند، کاموال، خزان، پیوند، زړه سواند، صفیې، پروین ملال، ټکور، اغېز، اسماعیل، هادي، تکل، ارمان، هغه ( چې په دې ډله کې ځینې د نوي ازاد شعر استازي هم دي…)
د پرمختللي دودیزوال او ولسي دودیزوال شعر ترمنځ برید ټاکنه کله کله پر دې ګرانېږي چې لږ و ډېر یو د بل ډګر ته ننوځي، د ساري په توګه د الفت، خادم، بېنوا پرکچ پرمختللي دودیزوال شعر دلته او هلته ډېرې سستې بېلګې هم لري او همداسې د ځوان پښت هغه هم درواخله. خو دلته باید دا په پام کې ونیول شي چې د یوه ټاکلي شاعر د شعر پله کومې خواته درنه ده او ددغه راز کچ و میچ لپاره له دې پرته بله لار نشته چې هره بېلګه یې بېلابېله ترارزونې لاندې ونیول شي او په پای کې یې چې کوم ډول شعرونه ډېر وختل د هماغو له مخې به یا ولسي دودیزوال شاعر بلل کېږي او یا پرمختللی دودیزوال شاعر، د بېلګې په توګه الفت، خادم، بېنوا او داسې نور شاعران کولای شو د پرمختللیو دودیزوالو شاعرانو په لړ کې ودروو، ځکه ولسي دودویزوالې شعري بېلګې یې تر نورو هغو زیاتې نه راځي. په سرچپه ډول د ولسي دودیزوالو شاعرانو په شعر کې هم ښايي داسې بېلګې ومومو چې له پرمختللو هغو سره ډغرې ووهلای شي، مګر دا چې دغه بېلګې یې لږه کې برخه جوړوي، نو ناچاره یې په ولسي دودیزوالو کې شمېرو لکه واخلئ بینا، بختاني، قتیل یا حافظ چې سږ کال یې ما په یوه غونډه کې یوه ارزونه وړاندې کړه (سباوون: سلواغه ۱۳۶۶، پنځمه ګڼه) که نه، ښايي د حافظ په ولسي دودیزوال شعر کې دومره پرمختللې بېلګې هم راچاڼ کړای شو چې د ساري په ډول د کمین یا زړه سواند له پرمختللو بېلګو څخه څومرییز(کمي) تېری وکړي او د کمین یا زړه سواند په برخه کې دا انډول سرچپه برېښي. ځکه دواړه په ګډه د نصرالله حافظ هومره شعرونه نه دي ویلي، همداسې کېدای شي سېلاب ساپی، فنا ساپی، دوست شينواری، ممنون او داسې نور شاعران هم د شعر د لږوا لي په برکت له بینا، قتیل یا حافظ څخه خپل برید را جلا کړای شي او د کمین او زړه سواند، اجمل اند، دواړو تکلانو په لړ کې ځای ونیسي. دا خبره هم دلته د پاملرنې وړ ده چې ځینې ځوان شاعران د اوسنیو هڅو او ډینامیزم او پرمختيايي لوښي سره سم داسې برېښي چې د نوي ازاد شعر په لاروۍ خپله لیار له ولسي دودیز والو او پرمختللیو دودیزوالو څخه را بیله کړای شي لکه واخلئ ځل، سنګر وال، کلیوال، جګړ، مواج، سیال کاکړ، رازق، یاري، راسا، حصین، ټکور… او یا ځینې نور بیا لږ تر لږه د یوه ټاکلي ژانر لکه(غزل) د سمبالونې له لارې له ولسي دودیزوالو څخه ځانونه راجلا کړي، لکه خلیل زی، رازقي، شرفیار، مظهري، فریاد، مختار، غشمریک د نوي اواز د شعر لارویان هم ښايي ځينې داسې سست قافیه وال شعرونه ولري چې د ولسي هغو تر کچې پورې ورسي، مګر دا چې یو خوا یې دغه بېلګې د ژوند په لومړنیو تقلیدي او ازمېښتي کلونو اړه لري او را روسته یې دومره نوي او ازاد شعرونه ویلي چې د څو مره والي له پلوه یې ترلومړنیو هغو تیری کوي، نو که وغواړو یا ونه غواړو، د زوې اواز د شعر د استاز یو په ډله کې یې شمېرو او بیا په تېره چې ورځ تربلې یې پر مختیايي یون په خپلو سترګو ګورو.
ج:- له نوي ازاد شعر سره د دودیزوال شعر پرتله
۱- دلته کېدای شي، یوازې پرمختللي دودیزوال شعر له نوي ازاد شعر سره په تله کې واچوو، ولسي دود یزوال هغه، خو ورسره په هېڅ ډول د پرتلې وړ کېدای نه شي، لکه څنګه چې پرې له مخه رڼا واچول شوه، نوی ازاد شعر د دودیزوال هغه غوندې د قافیې، ردیف، څپیز انډول او نورو راز راز کلاسیکو قا لبونو او ځیلونو په کړیو کې ښکېل نه دي او یوازې د پښتو په ټاکل شوي تخنیک (سېلابوتونیک) کې ورسره تړون لري چې دلته ورسره ولسي هغه هم په یوه لړ کې راځي (زیار:پښتو بدلمېچ-پښتو شعر څنګه جوړېږي؟).
۲-د نوي ازاد شعر ژبنۍ جوله (بڼه) تر دودیزوال هغې لوړه او معیاري ادبي ده، له نویو نویو وییونو او تړنګونو(لغتونو او ترکیبونو) سره کار لري، داسې یې چې په یوه ټاکلي شعر کې له هر راز بېځایه تکرار څخه ډډه کېږي او له دې سره له لنډون او سپما څخه کاراخېستل کېږي او هغه وییونه او تړنګو نه یا ګړنې(محاورې) یا متلونه چې شعري جوله بېخونده کوي، پرېښول کېږي. اکر (حال) دا چې په قافیه وال(دودیزوال) شعر کې لږ تر لږه قافیه او ردیف تر پایه بیا بیا راځي او هغه هم چې له نورو شاعرانو سره ګډون ولري او د (ابتذال) تر بریده رسېدلې وې.
۳- د نوي او ازاد شعر هنري یا ښکلاییز اړخ له هره پلوه تردودیزوال هغه نوی، پياوړی او زړه راکښونکی وې. دلته د نویو تشبیهي انځورونو ترڅنګه پر نویو نویو استعارو ډېر زور اچول کېږي که په ښکاره له دودیزوال شعر سره ګډون هم ولري مګر د ډېرو باریکو تشبیهي او استعارې اړخونو (وجوهو) په کارونې سره یوه تازه سا ورکوي. له بله پلوه له انځورنې (تمثیل) تخیل، اسطورو او سمبولونو څخه هم ډېر کاراخېستل کېږي او په دې توګه په ډېره لږه ژبنۍ جوله کې ډېرڅه رانغاړي او له دې پلوه چې کوم لنډون(ایجاز) او پېچلتیا (ابهام او ايهام) رامنځته کېږي، له اوسني آر(اصل) سره سم د شعر بل اړين آړ(شرط) پرځای کوي. خودا چې دودیزوال ورسره په دغه هنري پېچلتیا او لنډون کې سیالي نه شي کولای. نن سبا څرګندتیا(صراحت) او بربنډتیا له شعري ښېګڼو څخه نه ګڼل کېږي، ځکه شعر یوه ناسیده څرګندونه ده، نه یوه عادي ژبنۍ څرګندونه چې اورېدونکي یا لوستونکي دې پرې هرومرو سم له سمونې پوه شي، بلکې په سرچپه ډول څومره چې پکې ډوب شي او تم وکړي، هومره ترې خوند او اغېز ډېر اخلي. په لنډ ډول د نوي او ازاد شعر ژبنۍ او هنري جوله د رنګا رنګتیا، نو ښتیا او پېچلتیا ترڅنګه یو په زړه پورې پیاوړتیا او ژورتیا لري او له دې سره ترې مخامخ لوری په هما غه عاطفي انداز کې اغېزمنېږي لکه پخپله ویونکي یې چې د ویلو پر وخت پکې ټیکاو درلودلی، نو ښکاره ده چې په داسې توګه رانغښتی پیغام یې هم ښه تراغېز ښندي، بې له دې چې منونکی پرې مخکې له مخکې پوه شي او له مننې یې ډډه وکړي. هرګوره، یوازې ځینې ډېر پاخه پرمختللي دود یزوال شعرونه لږ و ډېر له دغه توغه وتلای شي.
د ځینو ویینو ډېر مانیزوالی چې هر مهال هر راز مانا(تعبیر) کېدای شي د نوي آزاد شعر له همدغې هنري پېچلتیا او ابهام څخه سرچینه اخلي او په دې ډول د شعر په تلپاتیوالي(ابدیت) کې ستر اغېز لري. په بله وینا، د زمانو پر شعر اوړي. په دودیزوالو شاعرانو کې د حمزه پرکچ شاعر کولای شي، دغه ځانګړتیا وروزي او وپالي، لکه چې وايي:
پرېږده چې لفظونه د درغو دې رښتیا کړم
ته راته سبا سبا کوه زه به بېګا کړم.
۴-د اند او منځپانګې له پلوه نوی ازاد شعر تل مضموني نوښتیا لري، ډېرې پېچلې پدېدې راخلي او ډېر ژور اړپېچونه د علیت او عنیت په رڼا کې رانغاړي او له دې سره کله کله له عادي شاعرانه څرګندونې (بیان) فلسفي څرګندونې ته لیار پیداکوي، اند یې ژور، احساس یې پیاوړی او لید یې لکه هېندا ره پاک او سپېڅلی وي او له دې ټولو سره سره یې پیغام ښه پوره شاعرانه، هنري، فلسفي او ټولنیز ټوکونه (اجزاء) لري.
له ډېرو عادي ورځنیو پېښو سره دومره کار نه لري بلکې زیات پرګلپت او واقعیت ډډه لګوي او جاویداني جوله پیدا کوي، مګر یو دودیزوال شعر د لنډو تنګو قافیو، ردیفو، قکلبو، بندو، بیتو او مسرو له کبله دغه بری تر لاسه کولای نه شي او که بیایې ترلاسه هم کړي، هغه به چېرې په کوم بیت نیم کې وي، نه په ټول شعر کې په لنډ ډولو یوازې او یوازې نوی او ازاد شعرکولای شي، د شعر له اوسني ټولمنلي پېژند (تعریف) سره سم بشپړ اړخ ولګوي(شعر په کره کېښکلي او اهنګینه ژبه کې د اندو واند ياخیال و انديشه عاطفې تړون دی)، اوس دغه راز شعر زیاتره د انقلابي او ژمنو شاعرانو له خوا زیاته دودتیا مومي په دغه برخه کې یو کره کتونکی وايي: (… ددغه نسل د شعرونو او اثارو یوه ځانګړنه داده چې دوی زیات د انقلابي بدلونو او پېښو تر اغېزې لاندې دی. دوی په خپلو اثارو کې د وخت د انسان غوښتنه ډېره ژوره ځای کړې ده او ژمنه او تعهد هم پکې ډېر پياوړی دی. ددې پښت د شعرونو بله ځانګړتيا دا هم ده چې تصویر او تخیل هم پکې ډېر پياوړی او څرګند دی او د بې پيغامه شعر پر خلاف پکې یو عصیان او سرغړاوی هم لیدل کېږي.
یادشویو شعرونو اوس زموږ په فرهنګي غونډوکې د یوه نوي ښونځي بڼه غوره کړې او دا باور هم شته چې د اوسنیو ټولنیزو کالب ماتېدنو څرک پکې لگي. دغه راز د ځوانۍ په پړاو کې ښه په ښکاره وده کوي… . (کرګر: څو ادبي یادونې۹۱مخ، له ښونځي (مکتب) څخه ښايي د کره کتونکي«بهیر» موخه وي، ځکه ښونځی په ایزم اړه لري.) په دغه لیکنه کې له ټاکلي ویینې سره سم د نوي ازاد یا پرمختللي دودیزوال شعر له بېلګو څخه تېرېږو او یوازې پر ولسي دودیزوال هغو بس راوړو:
ستا محبت کې خوار و زار یمه
راشه پوښتنې ته بېمار یمه
لکه مجنون تل ځیګر خون ګرځمه
چې جدا شوی له خپل یار یمه… ۱
عاشق ا لله فريادي
خواته مې راشه ښايسته تاجې نجلۍ
د خپل سینګار په غم کې ورکې نجلۍ…
حافظ: ستا دچم ګلونه ۳
ډکې له سوز دي حمزه ستا غزلې
اخلي الهام درنه زما غزلې…
زړه سواند ته گرانه قدردان
عزيزه لولمه ستا سبا بېګا غزلې۶
زمانې ده ځورولې زما مینه
هر ماتم کې کړېدلې زما مینه
چې علاج یې طبیبان کولای نه شي
ګوره څومره دردېدلې زما مینه…
زړه سواند: ارمانونه ۱۰
یو دې د سترګو جنګېدل خوښوم
بل دې له مینې زارېدل خوښوم
ډېرو لوزونو باندې وغولېدم
خیر دی لا نور هم غولېدل خوښوم
پېغور د مینې راته مه راکوه
ستا په تومت کې رنګېدل خوښوم…
– سترګې راواړوه اشنا په مینه
زړه درېبلې درته ما په مینه
مین په ژوند کې دغه فخر ګڼي
چې سرومال یې شي تالا په مینه
د سېلاب زړه کې دا ارمان پاتې دی
که یو ځل بیا وکړې خندا په مینه ۱
سېلاب: د اوښکو سېلاب
په نامه د لوی څښتن کړم زه کلام خپل ابتدا
چې رحمن، رحیم، بصیر دی هم سمیع او هم دا
څو چې وس لري په خوله کې یا دې توان د قلم
ای بنده مدام ته وکړم د خالق صفت ثنا
په کارونو کې به نه شي بې تقدیره کوم تغییر
نن په ټولو خپلو چارو لټوه د خدای رضا ۱۴
د صورت مینه مې دومره زړه کې نشته
لکه هومره خریدار چې د سیرت یم
د وطن د ترقۍ تلاش مې ډېر دی
نېکمرغي غواړم خیرخواه د خپل ملت یم
ککرۍ به له وطن نه صدقه کړم
لوی غلیم د استعمار او اسارت یم
کرکټر مې له فولادو نه ډېر کلک دی
هم څښتن د پښتني ایمان غېرت یم
لوی دښمن یم د اوهامو خرافاتو
نوی درس د مدنیت او عصریت یم…
فنا: فریادي شاعر ۱۵
زما وطنه رما تنه زما ځان وطنه افغانستان وطنه
زما پښتو زما غېرت زما ایمان وطنه افغانستان وطنه
تا کې پلرونه اوسېدلي هم نیکونه زما خویندې او ورونه زما
ستا نعمتونونه دي جوړ شوي له هډونو زما پلي اورګونه زما
په صداقت رښتینولۍ دا ستا په لار کوي پوره ایثار کوي
ستا ترقۍ ده د (قتیل) د زړه ارمان وطنه افغانستان وطنه ۱۶ قتیل: انقلابي نغمې
مقدسه عنعنه لویه جرګه ده
افغانانو ته درنه لویه جرګه ده
سرنوشت مو د هېواد په دې تړلی
زموږ ټولو فیصله لویه جرګه ده
مونږه سترې ملي پېښې پرې حل کړي
پیوستون ته وسیله لویه جرګه ده… ۱۷
قتیل: انیس۷-۹-۶۶
سهار په تروږمۍ کې په ډوډۍ پسې روان شوم
سړو کې په لړزان شوم
ورتلمه نانوايي ته د ډوډۍ په تمنا ۱۸
سود نه کا واویلا…
نژند: پیام۳۰-۱۰-۶۷
مزدورې مورې ستا په سر مې قسم
ستا په زوړخت، څېري ټټر مې قسم
ستا په بربنډ وجود او لوڅو پښو
ستا په همت لکه د غرمې قسم ۱۹
کبرا مظهري: لمبې
کور د شوراګانو کې شورا وهلهلې وینم
جوړې اکتبر لره هر لورې مېلې وینم
غږ د اکتوبر ځنې زړونه په درزا شوه بیا
نه لري ساقي ارام ډکې سرې پیالې وینم
دا د ازادۍ جشن دا د نېکمرغۍ جشن
جوړه کارګري دنیا ورانې جېلخانې وینم… ۲۳
حصین: د هیلو غوټۍ
اخځونه:
– حبیبي، عبدالحی، په اوسني پښتو شعر کې د ژوند څپې، د افغانستان د علومو اکاډمي، ۱۳۶۰.
– زړه سواند، حبیب الله، ارمانونه، د افغانستان د لیکوالو ټولنه، ۱۳۶۶ او ننواتې، د سرحدي چارو وزارت، ۱۳۶۵.
– زیار، مجاور احمد، پښتو بدلمېچ(پښتو شعر څنګه جوړېږي)، کابل پوهنتون، ۱۳۶۶.
– سېلاب ساپی، د اوښکو سېلاب، د افغانستان د لیکوالو انجمن، ۱۳۶۷.
– فریاد، عاشق الله، ډېوې، د افغانستان د لیکوالو ټولنه، ۱۳۶۵.
– فنا ساپی، محمد جان، فریادي شاعر، دولتي چاپخونه، ۱۳۳۸.
– قتیل، خوږیاڼی، انقلابي نغمې، دا.د.ج. د لیکوالو ټولنه، ۱۳۶۲.
– کرګر، اکبر، څو ادبي یادونې، د افغانستان د لیکوالو انجمن، ۱۳۶۶.
دويمه برخه
اوسنی آزاد پښتو شعر د خپل آزاد فولکلوریک شعر بشپړتیايي بڼه
دلته له (آزاد) سره د (اوسني) ستاینوم(صفت) سرباري کول په دې موخه دی چې له ګړني (شفاهي) یا وګړني(ولسي) آزاد شعر سره د اوسني یا نوی (آزاد شعر) ګډون رانه شي. په پښتو ګړني یا وګړني شعر کې آزاد ډول تر قافیه وال هغه ډېر پخوانی برېښي او آره یې لرغونو آریایي (ویدي- اوستايي) شعرونو ته رسي، لکه لنډۍ، لنډکۍ، زیاتره سروکې(ببولالی، شین خالۍ، د هوتکو ناری…) بدلې، لوبې، بګټۍ، انګې(کاکړۍ، ساندې یا ستاینې) ساندې او یو ګڼ شمېر ملتونه چې زیاتره مقفي نه بلکې (متوازن) مسجع دی، یا په بله وینا څپیز، خپجیز(سېلابوتونیک) تول(وزن) لري. دا نور قاقیه وال ډولونه لکه غزل، داستان، څلورکړیزه(چاربیته)، کاکړۍ، دوبیتي… یې روستنی او پرمختیايي بڼې دي. د پښتو لیکنې شعر لومړی پیلامې هم زیاتره ولسي رنګ لري او د لوبو، بګتیو، بدلو او ځینو سروکیو غوندې په نیم ازاد کالبو کې راڅرګندېږيو ورته اروپايي هغه د (سپینو شعرو) په نامه مټي په ۱۶مه پېړۍ کې رانښلول کېږي. په پښتو کې دغه ولسي ډوله نیم ازاد شعرونه له امیر کروړه(اتمې زېږدي پیړۍ) رانیولې، تر ننه پورې له قافیه والو(دېواني)شعرونو سره وږه پر وږه را روان دی.
له (دېواني) شعرونو څخه موخه هماغه شعرونه دي چې د عربي او پارسي شعر په پېښو په بېلا بېل کالبو(غزل، بوللو، دودیزو، درېیزو، څلوریزو…) کې کښل شوي او کښل کېږئ هغه هم له یوې نیمې (مصنوعي) بېلګې پرته عروضي نه بلکې په سېلابوتونیک تول کې. دا هم اړینه نه ده چې هغه دې هرومرو د یوه (دېوان) کچې او بڼې ته ورسېږي. (دېوان جوړونه) پښتو ادب تاریخ له منځني پېر سره رانښلي چې لومړی ویاړ یې د میرزا خان انصاري (۹۸۸-۱۰۴۰ﮪ.ق) په برخه دی. په (زاړه پېر) کې چې سمدلاسه له دویمې لېږدي (هجري) بېړۍ څخه تر زرمې ټاکل شوی دی، له (دېواني) ډوله شعرونو څخه د شیخ اسعد سوري(۴۲۵مړ) بولله (قصیده)، د محمد هاشم سرواني(۲۲۳-۲۹۷ﮪ.ق) له عربي را اړولې پاړکی(قطعه)، د اکبر زمینداوري(۷۷۱-۸۰۷ﮪ.ق) غزل او یا د شیخ رض لودي(۳۵۰شاوخوا) او امیر نصرلودي(۳۹۵شاوخوا مړ) پاړکی او داسې نور د یادونې وړ دي. په اوسني بڼه ازاد پښتو شعر چې یې که څه هم په ښکاره ډول د اروپايي ازاد شعر تر اغېز و پښو لاندې له ۴-۵ لسیزو راهیسې دود موندلی دی. بیا هم لکه پاس چې وویل شول له خپل دودیز ازاد ګړني شعر سره پیوند لري او د سېلابونوتونیک وزن پر بنسټ ولاړ دی. که یو نیم شاعر د هماغه وچ اروپايي تقلید په لومه کې ښکېل پاتې دی او خپل دودیز تول و تال یې پکې سمبال کړی نه دی، هرومرو یې خبره (سپین) شعر ته رسیدلې ده. تول(وزن) یا په بله وینا(آهنګ) یا په اروپايي نومونه(ریتم) د شعر بنسټیز شرط دی، که په قافیه وال شعر کې وي او که بې قافیه(ازاد) کې. له همدې کبله بې اهنګه (بې وزنه) شعر، شعر نه دی او د (سپین) شعر نومونگ ورسره جوړېږي(سپین په نوي پښتو نومونه، نه په زړه اروپايي نومونه). نیم ازاد کالبونه هم په مخفي، فدار، سمندر، صالح محمد کندهاري، عبدالحی حبیبي، عبدالاکبر اکبر، عبدالاکبر خادم، قیام الدین خادم، فضل احمد غر، کمالي، میا احمد شاه، اسیر، خیال، اجمل، بېنوا، عبدالرحیم مروت… یې له غورو او مخکښو استازیو څخه ګڼل کیږي، بې له شکه له ولسي ا وګړنیو(فولکوریکو) هغو څخه تومنه اخلي او همدارنګه مونډی یا سر پرېکړی( د قافیې له پلوه) شعروه چې عبدالرحمن پژواک یې پر ۱۳۱۷کال په (کلیمه داره روپۍ) بنسټ ایښی دی او ورپسې پر ۱۳۳۱کال د عبدالعظیم ساپي ورته نظمونه(رفیع: زرینې څانګې) او بیا په دې روستيو کې د سید بهاولدین مجروح(ځانځاني ښامار)، خپلې جرړې ولسي هغو ته ور رسوي.
خو که دغه وروستی نیم ازاد(مونډی) شعر په پام کې ونه نیول شي نو هممهال ورسره د بشپړ ازاد پيلامه (هم له قافیې او هم له مسره ییزتوپير له پلوه) په لره پښتونخوا کې لګوو او دا هم کومه هېښنده خبره نه ده چې هلته له پرمختللو اروپايي (انګرېزي) اړیکو سره لر پښتانه تربرو د مخه له نویو ټولنیزو او فرهنګي بدلونونو سره مخامخېږي او له دې سره پښتو ادب هم هلته د مخه نوی بشپړتیايي پړاو ته ورګډېږي او دا هم جوته ده چې د دیالکتیک له مخې هر اندیز(فکري) نویوالي له ځان سره جولیز(شکلي) نویوالی راوړي یا په بله وینا هره نوې مفکوره او منځپانګه(محتوا) د یوه وړ نده(متناسب) کالب او جولې غوښتنه کوي.
د فورم او منځپانگې دیالکتیک، شعري نوښتګري په ازاده(ژبنۍ،هنري اوتخنيکي) جوله کې ښه ترا رامنځته کولای شي. قافیه د شعر د تخنیکي جولې په توګه، نه یوازې تر دغو نورو دوو (ژبني او هنري) جولو پر مانیزه خوا زیات بندیز لګوي، بلکې پر همدغو دوو جولیزو اړخو هم خپله واکمني چلوي او زنداني کوي یې، یا په ساده وینا په قافیه وال شعر کې نه ژبني او هنري(ژب- ښکلا ییز) اړخ سم سمبالېدای شي او نه منځپانګیز(محتوايي) هغه شاعر د قافیې او د ورسره اړوندو توکو (ردیف او مسره ییز انډول) له سمبالونې سره په لوی لاس پر ځان دا بندیز لګوي چې د شعر له څلور ګونو رغنده ټوکونو(متشکله اجزاوو) (ژبه، اهنګ، خیال، اند) څخه له اهنګ پرته دا نور درې سره ټوکونه پوره په پام کې ونه شي نیولای او دویم، دریم او څلورم ارزښت ورکړي له ټولو نوښتګرانه هاند و هڅو سره سره ترې هرومرو دا یا هغه ټوک کمزوري پاتې کېږي، که له اهنګ سره (خیال) سم سمبال کړای شي، نو ژبه او اند ترې کمزورتیا مومي اوکه له اهنګ سره (ژبه) په پام کې ونیسي، نو بیا ترې خیال او اند ژوبلېږي او همداسې تر پایه. لنډه دا چې په قافیه وال شعر کې د ازاد شعر په پرتله د نوښت شونتيا یو څه زيات کړاو غواړي. مګر په ازاد شعر کې څلور واړه ټوکه(ژبه، آهنګ، خیال، اند) همزمان او هم انډول په پام کې نیول کېدای شي او په دې توګه یې د هر اړخیز نوښت لپاره لياره هواره ده.
په دې کې خو هم شک نشته چې قافیه واله مخینه له ازادې شاعرانه سره ډېره مرسته کوي په دې شرط چې دغه مخینه رښتیا شاعرانه مخنیه وي نه ناظمانه. سره له دې هم ډېر ځوان شاعران وینو چې مخکې له مخکې یې په ازاد شعر پیل کړي او په یو څو بیلګو یې جوته کړې ده چې د (شعریت) پر لاره روان دی. که څه هم ښايي د وزن له پلوه یو څه نیمګړتیاوې ولري، مګر په ډېره لږه لارښوونه پر دغه تخنیکي اړخ لاسبری مومي که د (پېښو) د تور لګونې خبره شي چې د کرغیرنتیا(ابتذال) بنسټ دی، بیا هم ښايي په ازاد شعر کې هماغومره ډېرښت او پایښت ونه لري لکه په قافیه وال هغه کې قافیه وال شعر له اره(اصله)، لکه پاس چې وویل شول، د عربي او پارسي په پېښو له (دیوانسازی) سره دود موندلی دی، حال دا چې اوسنی پښتو ازاد شعر له سېلابونوتونیک تول(اهنګ) سره سم د پخواني او وګړني پښتو ازاد شعر د بیا راژوندي کېدنې (رنسانس) ښکارونديي کوي یا په بله وینا یوه بشپړتیايي بڼه یې ده. که حمزه او اجمل دا دومره شاعري په ازاد فورم کې کړی وای. بې له شکه به اوس پښتو د حمزه او اجمل پر ځای نادر نادر پور او (احمدشاملو) درلودای که څه هم د برېښت او نرو دا هومره انقلابي نه وای په دې توګه د پښتو په اوسني ازاد شعر کې له څلور ګونو ټوکونو څخه لږ تر لږه ژبه او اهنګ (وزن) د (پېښو) له توره پخشو(ازاد) دی، پاتې شول(خیال) او (اند) چې کېدای شي یو څه په دغه تور تورن شي، مګر دومره هم نه چې رښتیا د (پښتو) په کچه او جاج (مفهوم) وي، بلکې زیات (الهامي) رنګ لري. د ساري په توګه د (خیال) په اړوندتیا یو لړنوي یا په نوي رنګ کې رنګېدلي سمبولونه، لکه: لمر، سپېدې، سبا او سباوون، شپه، تیاره، باروت، پولاد، سرپ، مرجان، یاقوت، هریمن، اهورا او داسې نور ورته انځورونه او استورې نژدې د ټولې نړۍ په شعر کې دود شوي دي، نو ایا پښتون شاعر او هغه هم د ژمن او ازاد شعر استازی ترې ډډه کولای شي. همدارنګه د (اند یا اندیشی) یا منځپانګې(محتوا) له پلوه ملي، ټولنیزې انساني او ټولنیزې جهاني مسالې لکه سوله او جنګ، پرمختګ او شاتګو ګډ سوله ییز ژوند او داسې زور درواخله برتولت برېښت(۱۸۹۸-۱۹۵۶) چې د املاني ازاد او نوي شعر له ستر نومیالیو څخه ګڼل کېږي د ازاد شعر په اړوندتیا وايي: (هېڅ منځپانګیز نوښت یې جولیز نوښته کېدونې نه دی) او څو اویو کلن نومیالي انتي فاشیست لیکوال هاینریښ بل چې د نوبل جایزې وړونکی دی څه مهال د مخه د یوې پوښتنې په ځواب کې څرګنده کړې وه، نو زما په اند او د خپل ازمېښت له مخې چې د یوه لیکوال په توګه یې لرم، هماغسې چې سړی د خلکو لپاره یو پیغام لري، باید وړ نده (متناسب) کالب یې هم وړاندې کړی، مانا دا چې په شعر په راډیويي نندارلیک، په رومان، په لنډ داستان، په مقاله لیکنه او ډرام لیکنه کې باید ځان پر خپل لیدونکي یا اورېدونکي او یا لوستونکي ورونه تپي، بلکې کالب هم د پېغام اړوند وبولي. له ۱۹۴۵کال راوروسته، بنسټیزه مساله، الهماني ژبه وه چې له اخلاقي پلوه کور ته کرغیړنه شوې وه او د یوې (عوام فرېبانه) او د دروغو او ریا په یوه کرغېړن کالب کې وړاندې کېده… داسې ډېر څیزونه شته چې ومي نه شو لیکالی، ځکه کوم کالب مې چې ورسره ښایېده، پیداکړی نه دی… کله چې ما د یوې موخې(مطلب) لپاره چې څرګندول یې غواړم، کالب نه دی موندلی، هرومرو مې منځپانګه هم نه ده موندلې، (هاینریش بل: ۵۱-۵۲مخ). ددغه الماني لیکوال خبره(الماني ژبه له اخلاقي پلوه کورټه کرغېړنه شوې وه) د پښتو کلاسیک ادب او بیا د (دېواني) شعر پر ژبه په یوه بل ډول د کارو نې(تطبیق) وړ ده او هغه دا چې ددغه پېر پښتو تر ډېرې کچې دبې خرته عربیزم له پلوه بېخې له ځانه پردۍ شوې ده په زړه پورې بېلګه یې د کاظم شېدا د دېوان سریزه ده چې که سربل او ستربل (د، باندې، په، کې…) او مرستیالکر( دې، شته،و شول، کول او کړل…) ترې لرې شي، د هغه مهال یونګه پارسي متن ترې جوړېږي او دا د لمر غوندې روښانه ده چې په پښتو قافیه وال شعر او بیا د غزل په لنډ تنګ کالب کې هغه ډول ګډوله پښتو لا تر اوسه لږ و ډېر دود لري: لبان، چشمان، دهان، ګلرخان، ګلرویان، هجران، جانان غوندې زاړه وییونه خو لا څه کړې چې د قافیې او ردیف تر (جبر) لاندې (روا) ګڼل کېږي، نور نوي هغه هم پرې ورزیات شوي او لا ورزیاتېږي، لکه د باري جهاني په یوه غزل کې چې اسحاق ننګیال(اخبار هفته دولسمه ګڼه) یې دوه بیته د (غورو) بېلګو په توګه راخیستي دي:
دا د مستو پسرلی دی دا د اور سبزه کوبي ده
هره پاڼه خماري ده، هر ګلاب مو شرابي شو
په موج خیزه توپان راغلې، د فلک سېلابي کرږې
زموږ کشتۍ یې ډوبوله خپل دریاب یې توپاني شو
(سبزه کوبي) او (پایکوبي) غوندې وییونه د باري په غزلو کې کوم کمی نه لري او همدارنګه یې(موج خیزه) درواخله، که به څه شاعرانه وي خو پر بله ژبه اړه لري نه پر پښتو. وګورئ په دویم بیت کې د قافیې او مسره ییز انډول له کبله پر پور وییونو سربېره څومره اړ و پېچ (ضد و نقیض) لري:
فلک که زموږ کشتۍ ډوبوله سزا یې دا شوه چې (دریاب یې توپاني شو)، توپاني کېدل خو يې جزا نه بلکې غوره ځانگړتيا ده (زموږ کشتۍ، د ډوبولو لپاره) وړ نده(مناسب) دی ځکه نوره یې هم پسې ډوبوي. له بله پلوه د باري دا غزل او ور ورته(خمریه) او له دې سره څه ناڅه سمبولیک غزل چې د بل اندي (دیګر اندیشي) او نهیلیزم یا اکزیستنسیالیزم بوی ترې راځي، په یوه ډول نه په یو ډول د نورو ډېرو خمریه غزلو کاپي هم ګڼل کېږي( د پوره څرګندتیا لپاره(زیار اخبار هفته څوارلسمه ګڼه).
داسې برېښي چې ننګیال د موسیقۍ له لارې ددغه غزل تر اغېز لاندې راغلی وي چې (ناشناس) یې د موسیقۍ د الاتو په ملګرتیا په خپل زړه راکښونکي او مست اواز کې وړاندې کوي. له دې پلوه خو ډېر ساده ولسي او ولسي ډوله نظمونو هم راکښون (جذابيت) پیدا کوي، نو باید شعر خپل بدیعي او هنري راکښون ولري، موسیقي خو یو بل جلا هنر دی، همداسې په خواږه اواز کې د شعري دیکلمې درواخله چې له بده مرغه ترې پښتو شعر تر اوسه بې برخې دی. دا داسې مانا لري چې څوک پر یوې پېغلې یا مېرمنې د واده په شپه مین شي او وروسته جوته شي چې مخ یې د کتو نه دی. رحمان بابا څه ښه ويلي دي:
هغه ناوې چې په ځان ښایسته نه وي
څوک یې څه کوي ښایست د مور و نیا
قافیه او ردیف هم ښايي وزن او اهنګ همدومره خوند ورکړي لکه غازه او سپېده چې یوه ناوې ښایسته کوي، چې له لرې کېدو سره یې رښتینې څېره رابرسېره کېږي او بیا هله پرې د (ښایسته او بدرنګې) ورمند(حکم) کېږي. زموږ ډېر منلي ولسي شعرونه لکه لنډۍ، نارې او سروکي بې له قافیې او ردیف او یا هم بې مسره ییز انډول تر قافیه والو لیکنو او دېواني شعرو(تصنیفو) زیات موسیقیت لري او له موسیقۍ تول و تال سره ښه ترا اړخ لګوي. اروپايي ازاد تصنیفونه خو لا پر ځای پرېږده، چې همدلته زموږ په هېواد کې څومره پارسي ازاد تصنیفونه د خوږغاړو سندرغاړو له خوا وړاندې کېږي. دا چې لا تراوسه پښتو ازاد شعرونه چا کمپوز کړي نه دي، یا هم نه لرو، بېله خبره ده. که ځینې ځان ساتي او زاړه پال دا وايي چې پښتانه شاعران دي هم تر هغې ازاد شعر نه وايي تر هغې ازاد شعرو نه وايي، تر څو به پښتو کې کمپوزیتوران، دیکلیماتوران او پاخه سندرغاړي پيدا شوي نه وي، غبرګون به یې دا وي چې سم له لاسه خو دغه ژبني هنر ته يوه لارهواری ، نو له دې خو باید ګټه واخېستل شي، تر هغې خو دغه هنر پښه پر ځای پاتې کېدای نه شي او بیا لا دا چې ددغه دویم هنر(موسیقي)لپاره لاره هواره کړي د چا خبره اړتیا د زېږېدویۍ(ایجاد) مور ده.
د نوي او زاړه یا قافیه وال او ازاد شعر ترمنځ دیالکتیکي اړیکې ښايي دومره (مطلقیت) ونه لري او په کار ده د دواړو ډولو پلویان یو د بل په مطلق او یو مخیز رد ټینګار ونه کړي او د دواړو ډولو نوښت په پام کې ونیسي. سمه ده چې نننی پښتو غزل یو شمېر نوښتونه نه لري او ازاد دا هم یو شمېر کرغېړنتیاوې او یو دلیل هم دادی چې هغه هم د نوي ازاد په سیالۍ هم هغومره زړو نه دی. د قافیه وال شعر او بیا غزل غورې بېلګې چې په پرتلیز ډول یې څلور ګونې شعري ټوکونه همزمان سمبال کړي وي، د اسحاق ننګیال د بېلګې پرځای ښايي دغه لاندې بېلګه رښتیا نوښت ولري، لکه:
تندیه ماتوم دی، ټيټومه خو دې نه
په در د سنګدلانو سولومه خو دې نه
چې سود مې د زړه نه شي، نو وجود لمبه کومه
ژوندونه! بې له یاره تېرومه خو دې نه
په سرو وینو لیکای نه شم د جبر قصیدې
قلمه پرېکوم دې، خرڅومه خو دې نه
پېروز دې که پر مانه وو، ښوول دې راته څله
بادار! راکوي به یې، پرېږدمه خو دې نه
زه لیکې د قسمت فنا کوم د خپلو لاسو
تقدیره ختموم دې، بدلومه خو دې نه
ډاکترفنا خټک -کوهاټ