د سر پل ولایت پېژندنه:
د سرپل ولایت د جغرافیوي موقعیت له پلوه د افغانستان په شمال زون کې پروت دی، چې پر ۱۳۶۷لمريز کال کې يې، د جوزجان ولايت له ولسوالۍ څخه ولايت ته ارتقا وکړه.
د سرپل ولایت مساحت ۱۶۳۸۵ کيلومتره مربع دی، چې پکې پښتانه، تاجک،ازبک، هزاره، بلوڅ، ايماق او د افغانستان ځينې نور قومونه مېشت دي. ۹۴ سلنه اوسېدونکي يې په کليو او بانډو کې او پاتې يې په ښار کې ژوند کوي.
د سرپل ولايت شمال لور ته جوزجان، ختيځ ته بلخ، سوېل ته يې غور او باميان او لوېديځ ته يې فارياب او سوېل ختيځ ته يې سمنګان ولايتونه پراته دي.
سرپل د هېواد له مرکز کابل څخه ۶۰۳ کيلومتره واټن لري. دغه ولايت د هېواد له درېيمه درجه ولايتونو څخه شمېرل کېږي.
سرپل د هېواد له هغو ولايتونو څخه شمېرل کېږي، چې ځمکنی زېرمې پکې ډېرې دي. د نفتو، او مسو معدنونه يې له مهمو ځمکنيو زېرمو څخه دي.
د سرپل ولایت ولسوالۍ دا دي:
سرپل ولايت د مرکز په ګډون اووه اداري واحدونه لري. د ولايت مرکز، بلخاب، سنچارک، ګوسفندي، سوزمه قلعه، صياد او کوهستانات يې له ولسواليو څخه دي.
سنچارک ولسوالۍ د مرکز سوېل ختيځ لور ته پرته ده، چې ۹۷کلي پکې اباد دي. ګوسفندي ولسوالۍ هم د سرپل د مرکز سوېل ختيځ لور ته پرته ده، چې ۸۵ کلي لري.
بلخاب ولسوالۍ د سرپل ولايت سوېل لور ته پرته ده، چې ډېرې سيمې يې ريګي او خاورينې غونډی لري. بلخاب ولسوالۍ کې په ټوليزه توګه ۶۵ کلي اباد دي. د دغې ولسوالۍ ځينې برخې غرنۍ هم دي. هوارې برخې پکې شته دي؛ خو د حاصل ډېرې برخې يې للمي ځمکې جوړوي. همداراز په بلخاب ولسوالۍ کې د مسو د کان شتون او د استخراج پيل د دغې ولسوالۍ د اوسېدونکو پر ژوند مثبته اغېزه کړی ده.
صياد ولسوالۍ د سرپل لوېديځ لور ته پرته ده،چې ډېرې کرنيزې ځمکې لري. په صياد ولسوالۍ کې ۵۶ کلي اباد دي. سوزمه قلعه ولسوالۍ د سرپل ختيځ لور ته پرته ده، چې ۷۰ کلي لري.
کوهستانات ولسوالۍ د سرپل ختيځ لور ته پرته ده، چې د دغې ولسوالۍ له لرې پرتو سيمو څخه ده، چې په غرونو او درو کې يې ۷۲ کلي اباد دي.
د سرپل په ولايت کې لا هم اقتصادي او سوداګريزو چارو هغه ډول پرمختګ نه دی کړی، څومره چې اړينه ده.
لا هم د دغه ولايت د اوسېدونکو اقتصادي ستونز د کر او کروندې له لار ې حل کېږي او سوداګريزې چارې يې پخوانۍ کليوالۍ رنګ لري.
سرپل د شمال د لويې لارې يوې څنډې ته پروت ولايت دی، چې له دې امله يې هم د سوداګری په برخه کې پرمختګ نه دی کړی.
د سرپل د ولايت مرکز بازار په څو وړو هټيو او مارکېټونو باندې ودان دی، چې د شمال د نورو ولايتونو او په ځانګړي توګه د مزارشريف ښار مصرفي ولايت بلل کېږي. په دغه ښار کې ډېری له کليو څخه د کرنيزو توکو خرڅلاو مهم اړخ دی. خو په دې وروستيو کې هيله پيدا شوې، چې په دغه ولايت کې د نفتي موادو د کانونو د چارو له پيل سره به د دغه ولايت اقتصاد ي او سوداګريز ې چارې هم ګړندی شي.
له سرپل ولايت څخه د تور او سپين په نامه دوه سيندونه تېرېږي، چې له لار يې کرنيزې ځمکې خړوبېږي.
په ژمي کې د دغو سيندونو اوبه يو څه ښې وي؛ خو په اوړي، کې چې د کرنيزو ځمکو د خړوبولو لپاره په کار وي، اوبه يې خورا کمې وي. له همد ې امله هر کال د دغه ولايت کروندګر د خپلو ټولو کرنيزو ځمکو په کر باندې نه بريالی کېږي.
سرپل ولايت که څه هم ځای ځای غرونه او خاورينې تپې لري؛ خو کرنيزې هوارې ځمکې هم پکې شته دي.
په دغه ولايت کې کابو ۱۱۱۰۰۰ هکتاره کرننيزه ځمکه ده، چې کابو۵۰۰۰۰ هکتاره يې ابي، ۶۰۰۰۰ هکتاره يې للمي او ۱۸۰۰۰هکتاره يې باغونه دي.
په دغه ولايت کې غنم تر ټولو لومړی کښت دی، ورسره وربشې، جوار، انګور، زغر، کنجد، خټکي او هندواڼې هم کيږي.
د کرنې تر څنګ په دغه ولايت کې مالداري هم ډېر دود ده، چې د غويانو، پسونو او چرګانو د ساتنې له لارې پکې ډېری کليوال خپلې اقتصادي ستونزي حلوي.
د سرپل ولایت ځمکنۍ زېرمې دا دي:
سرپل ولايت د هېواد په کچه د ځمکنيو زېرمو په برخه کې د نفتي توکو او کانونو په لرلو سره مهم ولايت شمېرل کېږي.
په دغه ولايت کې د شته نفتي څاګانو ظرفيت ۲،۸ ميليونه مترمکعب اټکل شوی دی.
د دغه ولايت د نفتي توکو مشهورې څاګانې په لاندې ډول دي:
د انګوت نفتي کان، چې ۱۵ تفحصاتي استخراجي نقطې لري. قشقری د نفتو کان، چې د استخراج ۱۰ تفحصاتي نقطې لري، اق دريا نفتي کان، چې ۸ استخراجي تفحصاتي نقطې لري او بازار کمی نفتي کان، چې ۸ استخراجي تفحصاتي نقطې لري.
سرپل په ولایت کې د نورو ولایتونو په پرتله د ولسي ادب، فرهنګ اوکلتور د ودې او پراختیا په برخه کې، هڅې او فعالیتونه کم رنګه دي.
په سرپل ولايت کی د هېواد د نورو ولايتونو په پرتله کلتوري او فرهنګي هڅې کمه رنګه دي.
که څه هم په سرپل ولايت کې د ملي راډيو تلويزون څانګه فعاله ده؛ خو د نورو رسنيو نمايندګی پکې د نشت برابر دي؛ خو يو شمېر سيمه ييزې رسنی او کلتوري ټولنې پکې فعاليت کوي.
په د ې ولايت کې يو شمېر فرهنګي ټولنې هم فعاليت لري او خپلې غونډې ترسره کوي. چې د بېلګې په توګه د کلبه سبز ټولنه، کهکشان ټولنه او قلم بنسټ يادونه کولی شو.
د سرپل ولايت د پوهنې رياست د معلوماتو پر بنسټ، په دغه ولايت کې ۳۸۰ ښوونځی فعاليت کوي، چې ۱۶۰زره زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي. په دغو زده کوونکو کې ۴۰ سلنه نجونې او پاتې هلکان دي.
په يادو ښوونځيو کې د اجير او قراردادي ښوونکو په ګډون ۳۵۰۰ ښوونکي په تدريس بوخت دي.
د ښوونځيو ترڅنګ ۱۸ ديني مدرسې، يو تربيه معلم، چې په پنځه ولسواليو کې څانګې هم لري، پنځه مسلکي ښوونځی( دوه د کرنې، يو د برېښنايي توکو د رغونې او د نفت و ګاز) هم فعال دي.
په سرپل ولايت کې د راه دانش په نامه يوه خصوصي لېسه هم فعاليت کوي.
همدا راز په دغه ولايت کې له تېر کال څخه د تعليم او تربيه پوهنځی په فعاليدو سره د سرپل پوهنتون هم په فعاليت پيل کړى دى.
په وروستي کال کې د امير شېرعلي نوايی په نامه د يو خصوصي پوهنتون د جوړېدو چارې هم پيل شوې دي.
د سرپل په ولايت کې پېژندل شوي شخصيتونه په لاند ې دول دي :
ابومسلم خراساني ، امام يحی، الفريخون، ابوعبيد جوزجاني، مولانا خديم، اسماعيل بلخي، منهاج السراج، قاري عظيم، سيف الدين نوري ، سيد مير حسيني او نور …
د سرپل په ولایت کې د ورزش په برخه کې د ودې او پرمختګ فعالیتونه کم رنګه دي، خو پخوانۍ کلیوالۍ لوبې لکه:خوسی، بېډی، چارمغز بازي او یو شمېر نور ې لوبې ډیر ې عامې دي.
په د ې ولایت کې د فوتبال د لوبې مینه وال هم شتون لري او د تکوندو او بدن ښکلا کلپونه هم فعالیت لري.