هنر و فرهنگ

د لوګر ولایت پېژندنه

زموږ د تاریخي هېواد افغانستان هره سیمه او برخه خپل ځانګړی لرغونتوب لري، چې د نومیالیو او مخورو مشرانو او اتلانو د مبارزې، قلم، تورې، مېړانې او ځلانده کارنامو له لارې آباده او سمسوره شوې ده.

لوګر ولایت د پلازمېنې کابل سویل ختیځ (جنوب شرق ) لور ته پرته سیمه ده، چې د سویل ختیځ دروازه هم بلل کیږي. دا ولایت د کابل سویل ته په کابو (۶۵) کیلومترۍ کې پروت ولایت دى، چې دپېړیو پیړیو مدنیتونو انځور او آثار یې په خپل زړه کې لا تر اوسه ژوندي ساتلي دي.

د دې ولایت په شمال کې  کابل، په سوېل کې یې پکتیا، په ختیځ کې یې ننګرهار، او په لوېدیځ کې یې دمیدان وردګو ولایتونه او د غزني ولایت یوه څنډه هم پرته ده. دغه ولایت کابو (۴۵۶۸۰۰) کیلومتره مربع پراخوالی لري، چې په کې پښتانه، تاجک او هزاره وګړي مېشت دي. د دې ولایت وګړي کابو(۳۳۹۷۰۰) کسان دي.

لوګر په پخوانیو دورو کی د لوی غر په نامه هم یادېده. لوګر تر۱۳۴۳لمريز کاله پورې په کابل ولایت پورې اړونده سیمه وه، خو اوسمهال یو جلا ولایت دی.

د لوګر ولایت مرکز پل علم نومېږي. د اداري جوړښت پر بنسټ دا ولایت کابو ۶۵۷ کلي او شپږ ولسوالۍ لري چې نومونه یې په لاندې ډول دي:

محمد آغه، څرخ، خروار، برکي برک، خوښۍ، او ازره.

په دغه ولایت کې د ملیتي جوړښت له پلوه پښتانه، تاجک او هزاره او په پښتنو کې لاندیني قومونه ورکې استوګن دي لکه: ستانیکزي، الکوزي، سهاک، شامه خیل، ناصر، احمدزي، مسعود، وزیر، متاڼي او همداسې ځینې نور قومونه …

لوګر ولایت لکه د هیواد د زیاترو لرغونو ښارونو او سیمو غوندې هم تاریخي او لرغونې سیمې لري چې په کې د یو شمیر باستاني او تاریخي آبداتو او آثارو نښی له ورایه ښکاري، چې د دې ولایت سرشاره او بډایه تاریخي او فرهنګي شتمني ده. 

په لوګر ولایت کې ګڼ شمېر تاريخي او لرغوني  ځايونه او سیمې شتون لري، لکه :

څرخ: دا سیمه دلوګر په سویل کې د یوې پرتې ولسوالۍ نوم دی.له څرخ څخه کابل،غزني، ارګون او ګردیز ته لارې غزیدلي دي.

سجاوند: دغه سیمه د کابل ګردیز او غزني په منځ او د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې پرته ده.

خروار:

خروار د لوګر له تاریخي سیمو څخه ده او په اداری حساب اوسمهال یوه ولسوالۍ ګنل کېږي، چې له غزني سره ګډه پوله لري.

د عېنکو مس: دا سیمه دلوګر د محمد اغې لوېدیځ ته پرته سیمه ده.

مغل خېل: دغه سیمه د لوګر د محمد اغې لودیځ لورته پرته سیمه ده.

زرغون ښار: دا سیمه د محمد اغې په لودیځ کې پرته سیمه ده.

د جمشېد تخت: دا لرغونې او تاریخي سیمه د برکي برک ولسوالۍ په سجاوند کې پرته ده

شاهي کلا: دا کلا دلوګر دمحمد آغې لودیځ لور ته پرته ده.

سلطان صیب غر: که څه هم دغه سیمه کوم تاریخي ارزښت نه لري، خو له افسانوي ارزښت څخه ډیره برخمنه ده.

سقاوې دښته: دا ستره او ارته دښته د کابل او لوګر په منځ کې پرته ده.

محمد آغه: دا سیمه د لوګر لومړنۍ ولسوالۍ ده، چې له پلازمینې کابل سره ۴۰ کیلو متره واټن لري.

برکي برک: برکي برک د لوګر یوه ولسوالۍ ده، چې د سجاوند تاریخي سیمه هم په کې پرته ده.

برکي راجان: دا سیمه هم یوه لرغونې سیمه ده، تاریخ ېې لرغونو بودایانو ته رسیږي.

ګمران: دا سیمه دلوګر د محمداغې لودیځ لور سپیدسنګ سیمې ته څېرمه پرته ده.

لوګر ولایت د یوې تاریخي سیمې په توګه په خپله غيږه کې ډېر تاریخي اثار او تاریخي سیمې لري.

د دې ولایت لرغونې سیمې د یوې لسیزې په ترڅ کې ډېرې ځپل شوي، غصب شوي او په ډېرو برخو کې ېې په خپل سري توګه کیندنې ترسره شوي دي، چې دغه اثار یې خورا زیانمن کړې دي.

د لوګر سجاونډ له تخت جمشید سیمې څخه دوه د سرو زرو مجسمو، چې یوه ېې نارینه اوبله ېې ښځینه وه، په خپل سر ان د طالبانو پر مهال کیندل شوي او پاکستان ته قاچاق شوي، چې لا یې هم د برخلیک په اړه معلومات نشته.

او همداسې له مس عینک څخه ۱۵ مجسمې، چې له سرو، سپینو زرو او ګچو څخه جوړې شوې وې، په ناقانونه توګه کیندل شوي دي.

که څه هم چې په عینکو کان کې اوس د تاریخي آثارو د ساتنې لپاره امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي او په مسلکي ډول یې کیندنې پیل شوي، خو په ډېرو نورو سیمو کې لا هم وضعیت ښه نه دی .

لوګر په څرخ، سجاونډ، خروار (کافرکوټ)، د مسو عينکو ، د جمشيد تخت، زرغون ښار (خواجه صدر اوليا زيارت)، سلطان صيب غر او په سلګونه نور تاريخي ځايونه لري او په کې ګڼ تاریخي اثار لري، چې تاریخي قدامت یې زرګونه کلونو ته رسيږي. د لوګر په ولایت کې علمي ، ادبي او فرهنګي سټو تل ادبي او فرهنګي فعاليتونو ته پاملرنه کړې ده او بیلابیل ادبي او فرهنګي ټولنې هم ورسره رامنځته شوې دي چې وخت نا وخته ادبي او ټولنيزې غونډې جوړوي او مشاعرې کوي. په دې ولایت کې دنورو مشاعرو ترڅنګ د سنځل ګل په نامه کلنۍ مشاعره کيږي، چې پر کابل سربيره ورته  له یوشمير نورو ولایتونو هم لیکوال شاعران، او د ادب مینه وال راځي.

اوسمهال په دې ولایت کې دوه فرهنګي ټولنې فعالې دي او ورسره په یوشمير راډیو ګانو کې چې په لوګر کې فعالیت کوي، ادبي پروګرامونه هم خپرېږي.

د دې تر څنګ یوه جریده هم په کې چاپيږي او ورسره د ځینو نړیوالو موسسو او ادارو په مرسته د ښځو لپاره د خطاطۍ، لاسي صنایعو، رسامۍ او داسې نور کورسونه هم جوړ شوي دي.

شعر او موسیقي د هر تمدن، کلتور او ثقافت په ماڼۍ کې بنسټیزي ستنې دي، او یو له بل سره تړاو لري او یو دبل بشپړوونکي دي.

د لوګر ولایت محلي موسیقي او ټنګ ټکور لکه د نورو ولایاتو موسیقي ځانته خپلې ځانګړنې لري. د نوموتې موسیقۍ بنډارونه که څه هم چې نا امنۍ اغيزمن کړي، خو لا هم په ډېرو سیمو کې تاوده دي.

په دې ولایت کې د تاریخ په اوږدو کې پېژندل شویو ټولنیزو، سیاسي، علمي ادبي او فرهنګي شخصیتونو ژوند کاوه، چې د دغو نامتو سټو نومونه، کارنامې او فعاله ونډه د ټولنې د پرمختګ او پراختیا په بېلابېلو برخو کې د خورا ستاینې او درنښت وړ دي.

د دغو نومیالیو سټو نومونه دا دي : غازي امین الله خان لوګری، بایزيد روښان، مولانا محمد یعقوب څرخي، غلام حیدر خان څرخی، غلام نبی خان څرخی، محمد صدیق خان څرخی، جرنیل غوث الدین خان لوگری، علامه فیضاني بهایي جان آغا، محمدجان خان محمدآغی، او همداسې یو شمېر نور…

د ټولو نامتو سټو د نومونو تر څنګ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور ریس ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي نوم هم د یادونې وړ ګڼم. 

په دې ولایت کې یو شمير ځانګړې، ازادې او خپلواکې رسنۍ هم فعاليت کوي، چې شمير يې کابو ۱۳ رسنیو ته رسيږي.

اوس مهال په دې ولایت کې دا رادیو ګانې لکه : زینت، استقلال، اتفاق، ملي پیغام، څرک، ملي راډیو  او ملي تلوېزیون فعال دي. د دې تر څنګ په کې د ځوانانو غږ مجله ، د اولمپیک،  او د ځوانانو د ټولنې میاشتنۍ مجله، د ستوری او ورزشکار مجلې او جریدې هم چاپيږي. لوګر ولایت د اوبو درې بندونه لري، چې نومونه یې دا دي:  د خروار د اوبو بند، د خروار په ولسوالۍ کې، د ابت تک د اوبو بند، د خوښۍ په ولسوالۍ کې او د کړومبي د اوبو بند د بره کي برک په ولسوالۍ کې موقعیت لري. او که دا بندونه ورغول شي ، نو ډېرې کرنیزې ځمکې به خړوبې کړي.

لوګر ولایت یو کرنیز ولایت دی، چې ډېر خلک یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، د خلکو اتیا سلنه اقتصاد په کرنې ولاړ دی. په دې ولایت کې ځمکوال او بزګر هر کال له کابو ۵۱۵۰۰ جريبه اوبيزې او کابو ۳۴۳۰۰  للمي ځمکې څخه په زرګونه ټنه کرنيز

حاصلات راټولوي. د دې ولایت محصولات هر کال په زرګونه ټنه غنم، جوار، لوبیا، اوربشې، ډول ډول سابه او نور تولیدات دي، چې په لوګر سربيره کابل، پکتیا او خوست ولایتونو ته هم استول کيږي.

د لوګر ولایت د رنګارنګو ميووُ محصولات هم لري، لکه : مڼې، انګور، زردالو، بادام  او همداسې نور …

په دې ولایت کې د صنعت په برخه کې کوم ځانګړي او د پام وړ تولیدات نه شته، خو د نجارۍ، کمڅي او شړۍ جوړولو ډېر کوچني کارونه په کې شتون لري.

 د لوګر په ولایت کې کابو۲۵۹ ښوونځي شتون لري  چې ۶۷ ليسې، ۷۳  منځني او پاتې نور یې لومړني ښوونځي دي.

په دې ولایت کې کابو ۱۳۳۸۵۵ زده کوونکي په ښوونځیو کې په زده کړو بوخت دي، چې ۴۰۸۳۶ یې نجونې دي. پر ښوونځيو سربيره ۱۹ دیني مرکزونه هم لري، چې یو دارالعلوم، ۳  دارالحفاظه او پاتې نور یې دیني مدرسې دي، چې  کابو۳۱۵۳ تنه په کې په زده کړو بوخت دي. درې تخنیکي او مسلکي ليسې او دوه خصوصي ښوونځي هم په کې فعالیت کوي.

د لوګر په ولایت کې د ورزش په برخه کې په دودیزو لوبو کې خوسی، غيږنیونه، منډې او همداسې یو شمېر نورې لوبې  عنعنوي او مروجې لوبې دي. د دودیزو لوبو تر څنګ یو شمير عصري لوبې هم کيږي. دا ولایت یو ورزشي امریت او لسګونه سپورټي کلپونه لري، چې زرګونه نارينه او ښځينه لوبغاړي په کې بوخت دي په دې ولایت کې کرکټ، توپ ډنډه، سوک وهنه، د تیږو اچولو لوبه، فوټبال، والیبال، تکواندو، کانکفو، بوکسینګ او د سطرنج لوبې ډېر مینه وال لري.

په ډېر درنښت او مینه

مطالب مشابه

Back to top button