وږمه توخۍ ، د ښځو د حقوقو فعاله
د نازوانا په ټبر کې هلته یو ځل بیا یوه بېداره، قدرتمنده، د هیواد او د ولس په مینه سمباله لور وزېږیده او په جګړه ځپلي شاه جوی ولسوالۍ کې د روښنايي ډیوه یې بله کړه او له شاه جوی تر قلاته او بیا په ټول سویلي ولایاتو کې کلي په کلي او کور په کور یې وګرځوله. وږمه توخي د عدالت غوښتنې فعاله وه چې په کندهار، زابل، هلمند او اورزګان ولایتونوکې یې د ولس د ویښتیا لپاره کار کاوه. هغه په زابل کې زیږیدلې او په کندهار ولایت کې د ملالۍ په پوهنتون کې یې د حقوق او سیاسي علومو په پوهنځي کې د قضا او څارنوالې په څانګه کې یې زده کړې کړي دي. د دې د ولس په ځانګړي توګه د ښځو د حقوق او عدالت په برخه کې تبلیغي فعالیت همدالته پیل شو. وږمه توخي هغه فعاله ځوانه ده چې د اووم ټولګي نه راهیسې کله د ښوونکي ، کله د لارښونکي او کله هم د ټولنیېزې فعالې په توګه خپل ولس او خپل هیواد او خلکو په چوپړ کې وه. وږمه توځي د ځوانانو د شورا استازې، د ځوانانو د پارلمان غړې، د سویلي ولایاتو مدني فعاله او دښځو د حقوقو بېداره ځوانه ده چې په ډیرو سختو او کړکېچنو حالاتو کې په جګړه ځپلو او د سنتونوپه بندونو کې بربند ولایتو کې د ټولنې د هغه نیمایي برخې د حقوقو او روښانتیاوو لپاره او د تاو تریخ والي د مخ نیوي لپاره له وېرې پرته او په ډیر زړورتیا یې کار، فعالیت او تبلیغ کړی دی. د سولې په پروسه کې د ښځو د ګدون او د سولې په لویه جرګه کې د ښځو په راغونډولو کې د دې فعالې ونډه ډیره ارزښتناکه وه. دی د اته ایتلافونو( دښځو په مقابل کې د تاوتریخوالې مخنیوی، د ښځو ګډون په سیاست کې، د ښځو ګډون په اقتصاد کې، د ښځو ګډون د سولې په پروسه کې، د ښځو ګډون په تعلیم او تربیه کې…) په ایجاد کې مهمه ونده لرله. په لرې پرتو سیمو کې د ښځینه اتباعو د حقوقو پوهاوي پروګرامونه چې د دی پروګرامونو له لارې ښځې خپل اسلامي، افغاني او مدني حقوقو باندې پوه کېدلې د دې د فعالیتونو یوه بیلګه ده.
وږمه توخي په خپلې مرکې کې ډیرې د پام وړ یادونې درلودې چې زما پام یې ځان ته ځانګړئ کړ. یو له هغه نه دا وه چې هغې وویل چې ډیر حقوقونه دي چې د قانون له اړخه خلکو ته ورکول شوي دي خو خلک ترې خبر ندي نو ځکه ورته لاس رسئ نلري. زموږ کار دا وه چې خلک د هغوی د قانوني حقوقو نه خبر کړو. یو له هغه حقوقو نه ښځینه کارکونکو ته د وړکتون حق وه چې که چېرې هغوی یو دولتي ادارې ته کار کاوه هغوی حق درلوده چې خپلې ادارې کې وړکتون ولري ترڅو هم هغوی کار وکولئ شي او هم د هغوي ماشومان په یو مصئون ځای کې وساتل شي. هغې ادامه ورکړه، موږ وتوانېدو چې د سویلي ولایاتو په دولتي ادارو کې یو څو وړکتونونه پرانیسو او میندو ته دا زمینه برابره کړو تر څو هغوی په ډاډه زړه کار ته راشي او د هغوی ماشومان هم په یو تعلیمي و تربیتي مصئونه چاپېریال کې وساتل شي.
وږمه توخي د ۲۰۲۱ زیږدیزکال د اګست په دیرشمه، کله چې په زرهاوو پوه، تحصیل لرونکي، پر هېواد او پر ولس مئین ځوانان له افغانستان نه ویستل شول، ووته. هغه تر اوسه هم نشي کولی چې د هغې ورځې په هکله، چې دې خپل ټول ارمانونه، خوبونه او جوړه شوې دنیاګی خوشې کړه، خبرې وکړي. دې غوندې میلیونهاوو نورو افغانانو ته دا میاشت د نهیلي انتها وه او ده.
اوس چې له هغه تیارو نه یو کال تېرېږي، د ښونځیو تړل شوی ورونه، له ښځو نه حذف شوې ټولنه، د ورستیو شل کالو برباد شوې مثبت زیار، د روښانتیا د قربانیو ضایع کیدل او داسې نور لاملونه دي چې د وږمې د مهاجرت شپې او ورځې لا نور هم ستونزمن کوي.
وږمه په مهاجرت کې هم آرامه نده ناسته. هغه هر ورځ په مختلفو خپرونو کې ګډون کوي او هلته د افغان ولس او په ځانګړي توګه د افغانو مېرمنو غږ پورته کوي. وږمې دا هوډ کړی چې د خپل ژوند هره شیبه به دخپل هېواد او ولس چوپړ ته وقف کړي او تر هغه آرامه کې نه ني ترڅو چې افغانستان خپلواک، سمبال او آرامه او افغاني ټولنه کې د ښځو بنسټیزحقوقو ته بشپړ درناوی نشي.