د پکتیا ولایت پېژنده
پکتیا ولایت زموږ د هېواد لرغونی، غرنی او تاریخي ولایت دی. د دې ولایت هره برخه خپلې ځانګړې ښکلاوې لري. پكتيا هغه غرنۍ سیمه ده چې له ځنگليزو غرونو څخه برخمنه ده. شنې درې، رڼې او روانې اوبه لري او طبيعت يوه ریښتېنې ښكلا وربخښلې ده. د نوموړې سيمې ځنگليز غرونه پر نښترو، لمنځو، څېړيو، زرغونځيو، اوبښتو، بيجورو، غوړشتيو او د خوون په ونو پوښل شوې ده.
پکتيا ولایت هغه پېژندل شوی ولایت دی چې د جغرافیوي او ستراتیژیک موقعیت له پلوه په تاریخي، سیاسي، اقتصادي، کلتوري او فرهنګي برخو کې د پام وړ او با ارزښته اهمیت لري. د دغې ولایت مرکز د ( ګردېز) ښار دی. د گردېز ښار د پکتيا ولايت اداري مرکز دی چې پکې کابو څلور سوه زره خلک مېشت دي. خلک يې په کرنه، باغدارۍ او سوداګرۍ بوخت دي. دا د د ښار شا او خوا کليو په گډون ٦٥٣ مربع متره پراخوالی لري ، چې د بحر له سطحې څخه يې لوړوالی ٢٣٠٠ مترو ته رسيږي.
پکتيا ولايت د افغانستان په سوېل ختيځ زون کې پروت غرنی ولايت دی چې جنوب ختیځې خواته یې د خوست ولایت، ختیځ ته یې د ډیورنډ فرضي کرښې ها غاړه قبایلي سیمه پاړاچنار، جنوب لوېدیځ کې د پکتیکا ولایت سره گډه پوله لري، په لوېدیځ کې د غزني او په شمال کې له لوگر ولایت سره نښتی دی. په شمال ختیځ کې حتا د ننگرهار له ولایت سره هم یوه کوچنۍ پوله لري. د یادونې وړ ده چې پکتیا ولایت د جنوب ختیځ زون د مرکز په توگه هم ټاکل شوی دی.
د پکتیا ولایت مساحت کابو ۱۶۸۶۲ کيلومتره مربع او د بحر له سطحې شاوخوا ۱۵۰۰ متره لوړ دی. د روغتيايي او مرستندويه ادارو له لوري نا رسمي سرشمېرنې څرګندوي چې د وګړو شمېر یې کابو تر یو نیم میلیون پورې رسېږي..
پکتيا ۱۴ لويې او وړې ولسوالۍ لري، ډېر اوسېدونکي يې په غرنيو ولسواليو کې ژوند کوي. ټول خلک يې پښتانه دي او په پښتو ژبه خبرې کوي، په مرکز ګردېز کې يواځې د يوه کلي اوسېدونکي چې په حساب څو کورنۍ دي، په دري ژبه ګړيږي.
د پكتيا په سيمه كې د اوسېدونكيو لويه برخه د ځاځيو، منگلو، مقبلو، څمكنيو، ځدراڼو، احمدزيو، خروټو، طوطاخېلو او همداسې نور قومونه جوړوي. ځينې كرماشي او سعادت افغانان هم په دې سيمه كې استوگن دي. پاتې دې نه وي، چې د پكتيا په سيمه كې يو شمېر اهل هنود افغانان هم شتون لري.
لرغونې پکتيا د افغانستان سهېل ختيځ لورې ته پرته غرنۍ خو په شنو ځنگلونو پوښلې سيمه ده او مېشتو وگړو يې د هېواد په جوړښت او دفاع کې ټاکونکې ونډه لرلې ده.
د تاريخ له نظره د پكتيا نوم ډېر زوړ او لرغونى دى. دا غرنی ولایت د پخوانيو اريايانو مرکز ګڼل شوی او په تاريخي کتابونو کې راغلي چې ټول پښتانه په هغه وخت کې له دې ځايه نورو سيمو ته کوچېدلي او ځای پر ځای شوي دي.

د پکتیا ولایت ولسوالۍ :
پکتيا ولایت د اداري ويش له مخې، پر مرکز سربېره (۱۴) ولسوالۍ لري چې په دې ډول دي.
د احمد آباد ولسوالۍ، ځاځي آریوب ولسوالۍ، زرمت ولسوالۍ، جانيخېل ولسوالۍ، چاوک ولسوالۍ، څمکنۍ ولسوالۍ، ډنډې پټان ولسوالۍ، سيد کرم ولسوالۍ، ځاځې میدان ولسوالۍ، شواک ولسوالۍ، علې خیل ولسوالۍ، ګرده څیړۍ ولسوالۍ، لژه احمد خېل ولسوالۍ، ميرزکه ولسوالۍ. چې احمداباد او سيدکرم يې په هواره ځمکه او پاتې نورې يې په غرنيو سيمو کې پرتې دي.
پکتیا ولایت لکه د هېواد د زیاترو لرغونو ښارونو او سیمو غوندې د یو شمیر باستاني او تاریخي آبداتو او آثارو لرونکی دی، چې خورا سرشارحماسي او بډایه فرهنګي شتمنۍ لري.
دا تاریخي سیمې په لاندې ډول دي:
په پکتيا کې ډېر تاريخي ځايونه شتون لري، خو په گرديز کې د لرغونو ودانيو نښانې په زياته پېمانه ليدل کيږي، چې ښه بېلګه ېې د ګردېز بالاحصار د پکتيا تر ټولو لوړه او ستره تاريخي سيمه او ودانۍ ده. دا لرغونې ودانۍ د اوسني گردېز ښار په منځنۍ او لوېديځه برخه کې جوړه شوې ده. دغه بالاحصار د ښار ختيځ ته په څلوېښت متره لوړه غونډۍ پروت دى، چې اوږدوالى يې ۱۵۰ متره او پلنوالى يې پنځوس متره ښودل كېږي. د دې جنگي کلا جوړښت او د هغې ستراتيژيک موقعيت دا په ډاگه کوي چې په تيرو زمانو کې د وسله والو خوځښتونو ستر سمبالونکی او لار ښونکی مرکز و.
لنډه دا چې د پکتيا په هره برخه کې د لرغونو ابداتو او تاريخي ودانيو بېلگې په گوته کولای شو.
د پکتیا په لرغوني ولایت کې پکتیا والو لکه زموږ د هیواد د نورو مېړنیو هیوادوالو په څېر د تاریخ په اوږدو کې خپل ملي حیثیت او هویت، پښتونولي، توره او میړانه ساتلې اوهمیشه یې د وطن خیر غوښتۍ او د افغانستان تاریخ د دوئ د میړانی ثبوت دی.
د دې ولایت پېژندل شوي شخصیتونه لکه پخوانی ولسمشر ډاکټر نجيب الله، ببرک خان ځدران، باچا خان ځدران، مورخ عبدالحی ګردېزي، سرمحقق علي محمد منګل، غلام محمد زرملوال، حيات ګردېزی، استاد ګلزمان، احسان الله درمل، رحيم الله زرمتی او ګڼ شمېر نور يې مشهور او نوميالي دي.
پکتيا ولایت د خلکو د جرګو او مرکو په نامه يادېږي او ډېرې شخړې او لانجې په کې له دې لارې هواريږي او دا يې د کلتور يوه خاصه ځانګړنه ده.
په دې ولایت کې وخت ناوخت ادبي او فرهنګي غونډې، ناستې، مشاعرې، سیمینارونه او نورې فرهنګي چارې هم تر سره کېږي.
سربیره پر دې چې زموږ په جګړه ځپلي هیواد کې د جنګ او وحشت زړه بوږنوونکو پیښو او حوادثو لړۍ دوام لري، خو د پکتیا په ولایت کې زموږ تاندو او متفکرو ژورنالیستانو د تصویري، صوتي او چاپي ټولنیزو رسنیو د ودې او پرمختګ په تړاو اوچت ګامونه پورته کړي دي او د لوټمارو او زور واکو ناولې، تورې او کرغیړنې څیرې يې خپلو هیوادوالو ته ورپیژندلي دي.
په پکتيا کې هم د نورو ولايتونو په شان ګڼې رسنۍ خپرونې کوي. وړانګه، اوښتون، سحر، پکتيا، ولس هيلې، سيدکرم، ميرزکه، افغان ننګ، پکتيا ځوانان او غوټۍ مجلې اوسراب او پکتيا غږ جريدې يې چاپي خپرونې دي.
دغه راز يو ملي تلوېزيون، ملي اوښتون، پکتيا غږ، روان اف ام، کاروان او څمکنی غږ په دې ولايت کې فعالې راډيوګانې دي.
د دې تر څنګ پژواک خبري آژانس، کليد، بي بي سي، ازادۍ، سلام وطندار او بيان راډيو ګانې او شمشاد، ژوندون، لمر، طلوع يک او يوشمېر نور تلوېزيونونه له کابله هم په دې ولايت کې اورېدل کېږي او ليدل کېږي.
په دې ولایت کې د پوهنې په برخه کې ۳۴۰ ښوونځي او بېلا بېلې ښوونيزې ادارې شته، چې په کې ۸ ديني مدرسې، يوه ميخانيکي، يوه د کرنې مسلکي لېسه او يو کثيرالرشتوي انسټيټيوټ شامل دي، چې ۱۸۰۰۰۰ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې ۴۵۰۰۰ تنه يې نجونې دي.
په پکتيا کې له ۳۴۰ ښوونځيو څخه ېې ۱۶۹ ښوونځي ودانۍ نه لري. پکتيا له پنځو څانګو سره يو دارالمعلمين او يو پوهنتون لري.
په پکتيا کې که څه هم چې صنعت ډېره وده نه ده کړې؛ خو په ځينو کليو او بانډو کې لاسي توکي جوړېږي. يوشمېر کسان د خامک، وړيو، نيمڅي، ټوکرۍ، پوزي، خټين لوښي او نور جوړوي.
د پکتیا ولایت ډیری وګړي په بزګرۍ او مالدارۍ چارو بوخت دي. غنم، جوار، توت، انځر، انار، لوکاټ او جلغوزې د یاد ولایت کرنیز او میوه یي توکي دي.
د تالک، زینک، سرب، ګرافیت او کروفین کانونو څرک هم په دې ولایت کې لګېدلی دی.
په دې ولایت کې د اوبو بندونه هم شتون لري لکه :
د مچلغو بند د پکتيا مرکز ګردېز ښار څخه ۴۰ کيلو متره مخ په سوېل ختيځه سيمه په احمد اباد ولسوالۍ کې موقعيت لري. دغه بند ۱۸۰۰ هکتاره ځمكه خړوبوي او د ۸۰۰ كيلو واټه برېښنا د توليد ظرفيت لري. که څه هم چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې د جوړېدو ژمنې کېږي ، خو لا هم نه دی جوړ شوی.
که چېرې دا پروژه بشپړه شي، د دې پروژې په بشپړیدو سره ۴۷۱۰ هکتارو ځمکو خړوبه کیږی او د ۸۰۰ کیلوواټ د برېښنا تولید ظرفیت لری. همدارنګه د پکتیا ولایت د اوسیدونکو یوې برخې لپاره د څښاک اوبو برابرول، د موسمي سیلابونو کنټرول، د ځمکني اوبو تغذیه کول، د چاپیریال ساتنه، په پکتیا ولایت کې دندې او د شین فضا رامېنځته کیږي. ددې پروژې په بشپړیدو سره ۲۰۳۳۰ کورنیو د برښنا له رڼا څخه به برخمنې شي.
پکتيا يو غرنی ولايت دی، چې ډېری برخه يې غرونه دي او د کر لپاره کمې ځمکې لري.
په سيدکرم، احمداباد او زرمت ولسواليو او ګردېز ښار کې د کرنې وړ ځمکې لري، چې تر ډېره په کې غنم، جوار او ځينې نور فصلونه کرل کېږي. په پکتيا کې په دې وروستيو څو کلونو کې د باغونو جوړولو ته هم د خلکو پام اوښتی او د مڼو او نور مېوو باغونه مخ په ډېرېدو دي.
د پکتیا په ولایت کې ورزش ډېره سابقه لري او له ډېر پخوا څخه په ياد ولايت کې مينه وال لري او لاهم ترسره کيږي، په دغه ولايت کې خلک له دوديزو لوبو سربېره له نورو عصري لوبو لکه فوټبال، واليبال، باسټکبال او کرکټ سره هم بوخت دي
په دوديزو لوبو کې يې، ، خوسی، تیږه اچول، غېږه نيول او همداسې یو شمېر نورې لوبې شتون لري.