پوهاند محمد بشیردودیال
زموږ نیکونو(اسلافو) زرکاله مخکې لوی لوی کارونه کړی وو: کاروانسرایونه او لویې لارې، څلي او لویې کلاوی، د خپلو ښارونو د ساتنې پریړ او پیاوړی دیوالونه، دکار اسبابونه، ژرندې، جوماتونه… خو په دې ټولو کې د کښت او کروندو لپاره ویالې او بندونه د دوی شهکارونه وو.
ویالې، بندونه اوسربندونه چې د فلاحت او غلو- دانو د تولید او دباغونو د سمسورتیا لپاره وې، د چین ددیوال یا د مصر داهرامو دپروژو څخه هم مهمی پروژی وې. اهمیت یې دا و چی دا پروژې د فلاحت او سرسبزۍ لپاره وې. موخه مو هغه کانالونه، ویالې او د اوبو بندونه دي چې شنې کروندې او لوی باغونه ورباندې خړوبیدل اوژرندې ورباندې ګرځیدې. دغو شنوباغونو او کروندو ته له عرب مورخ نیولی تر چینایی نړۍ ګرځیدونکی ټول حیران وو او له کاشان تر کاشغر او دچین له لری څنډو تر شام پورې تلونکي کاروانیان به یې باغونو کې دمه کیدل. دسیستان باغونو څخه نیولې دبلخ او بیا د کابل، لوګر او د ننګرهارترباغونو پورې یې یادولای شو، غلې – دانې پریمانه وې او د میوو کمی نه و.
زموږ همتناکو نیکونو به سیندونو ته په ډیر زیار او خواریو د ونو له پیاوړو ښاخونو اوتیږو بندونه جوړ او له هغه ځایه به یې په مهارت تر ډیرو لرې سیمو ویالې غځولې. (سراو) کروندې به ټول کال شنې وې، خو (پایناو) به نور فصلونه کرل، خو شولو ته یی پوره اوبه نه پاتې کیدې. دغه ویالې به دغرونو او غونډیو ډډو کې په لوړو سیمو کې کیندل شوې وې او ټیټو سیمو ته به لښتې ورڅخه بهیدل. میراو به د اوبو او اوبخور د سیستم مدیریت کاو. هغه هیوادوال چی بیلابیلو ولایتونو کې بیلابیلو کلیو کې اوسي/اوسیدلې دا ډول تاسیسات یې لیدلي دي. له بده مرغه موږ د اوبخور دغه سیستم نه یواځې دا چې نور هم بشپړ نه کړ، بلکې له منځه مو یووړ. زه به د هر ولایت د ویالو له مثالونو تیر شم، د کابل د یو څو ویالو مثالونه به یاد کړم:
دکابل د روزمینی/روانو یا جاری اوبو منابع عمدتاً جنوب، جنوب لویدیځ او لویدځ څخه وې. د لویدیځ له لوری لومړنۍ د اوبو منبع د لوګر سیند و/ اوس هم دی. دغه سیند دقشلاقونو څخه تر راتیریدو وروسته د سنګ نوشتی په سیمه کې د کابل د شیوکیو او سهاکو سیمو ته ننوت/ننوځي. له سنګ نوشتې څخه لږ پورته د (زیړو اوبو) په نوم یوه لویه ویاله اوبه هم ورسره ګډیدلي. دغو اوبو د خیرآباد له چمن څخه د زابُرپه بڼه ټول کال جریان درلود چې له سنګ نوشتې لږ پورته یې د لوګر دسیند په اوبو زیات تأثیر درلود . همدی سیمه کې دوه ویالې د سیند ښۍ جناح او یوه کیڼې جناح ته جلا شوي وې. دښي لاس ویالو د سهاکو، شیواکیو، بګرامیو، کمریو کروندې او باغونه خړوبول. د کیڼ لاس ویاله وروسته تر دې چې د ولایتیو او بینی حصار کروندی خړوبولې، ډیره برخه یې د قول حشمت خان نیزار او ډنډ اوبو ته ورتلې(دا ډنډ زموږ یو ملی پارک و) او نورې اوبه د قلعچې او لوګر ټانک تر سیمې دوو خواووته کروندی او باغونه خړوبول. پاتې اوبه پل محمود خان سره بیرته د کابل سیند ته ورتلې. د جشن شپو کې به د (آتشبازی ډنډ) له همدې ویالې ډک شو. بله منبع د للندر دغرونو څخه راوتلې چې څو ویالو د ریشخورو سیمه خړوبوله او یوه برخه مخ په ختیز د سراسیا او بیا د چهل دختران سیمو ځمکې خړوبولې او د چهاراسیا د ګلزار غونډۍ څخه په تاویدو به د سردار ولي د بڼ لاندې د غونډ تعلیمي تر سیمې کروندو ته رسیدلې. بله ویاله د چهلستون له ده کلان څخه په تیریدو د چهلستون بڼ او له هغه نیولې دګذرګاه تر سیمې ځمکې او باغونه خړوبول پاتې یې د توپ غوڼدۍ له اړخه په تیریدو د تخته پل او لاهوري دروازې څخه د بالاحصار لاندې نیزار ته ورتلې چې ټول کال به نل پکې ولاړ و( د اوسنی منارسیمه). (جوی کلان) د کابل ښار د ختیځ نیمه سیمه خړوبوله. یوه بله ویاله د چهاردهي ټوله علاقه تر قلعه مسلم اوقلعه غیبی، ده مرادخان پورې خړوبوله. دی ټولو څخه د څښاک او دمني په موسم کې د ژرندو کرځولولپاره هم کار اخیستل کید. یوه ویاله د پل حسن خان سیمه کې جلا شوې وه بله د ګذرګاه پله سره، چې د اوسنۍ باغ وحش سیمه یې هم اوبه کوله او دژوبڼ د بتکو ډنډ له همدې ویالې څخه ډکید. د اوسنۍ ژوبن سره یوه بله ویاله جلا کیده چې د ماشین خانې تر څنګ(جوی شیر) څخه په تیریدو به پارک زرنګار ته، له هغه ځایه د ارګ دننه اوبیا له ارګه تر تیریدو ورووسته قلعه ی جنګي اوبي بي مهرو ته رسیدله. تر قلعه یې خیاط پورې یې ټولې ځمکې خړوبولې. له پغمان څخه راوتلې چمچه مست سین هم ډیرې سیمې خړوبولې، خو د پغمان اوبه په ډیرو درو او چړونو کې د خالداري نه نیولی تر هغه کوزو برخو پورې باغونه خړوبول. د پغمان هیڅ دره بې اوبو نه وه. له دې پرته د قرغې بند هم د کابل ښار لپاره د څښاک اوبه برابرولې او هم یې (ده عربانو) څخه نیولې تر باغ داود او بیا آن تر قلعه ی جواد سیمې خړوبولې او یوه ویاله ورڅخه د باغ بالا د بڼونو لپاره را وستل شوې وه. دکابل پوهنتون ساحه هم له همدې منبع اوبه کیدله(کله چی موږ محصلان وو، د پوهنتون باغوانانو به بیلونه په اوږه اود مسجد سنګکشان نه نیولې د سیلو ترمخې به یې ویاله پاکه او اوبه به یې را سیخولې، همدا یې پایناو و).دغه راز د کابل ښار وروستۍ برخه، یعنې پخوانۍ نقاش او دمسلخ ریاست سره یوه ویاله د خواجه رواش کروندو او بڼونو او بیا له هغه ځایه تر تره خیلو پورې رسیدلې وه. دغه ټولې ویالې او بندونه د خلکو له خوا د دوی د محلي وسایلو په مرسته په تخنیکي کار رغاول شوې وو. هر پسرلۍ به د(مردجوی) په نوم له ولسونو څخه خلک تلل او ویالې به یې د میرابانو ترهدایت لاندې پاکولې. له ویالو څخه بیلابیل لښتي جلا شوي وو. میراب په انتخابي شکل ټاکل کید. هغو ځایو کې چې اوبه کمې وې، د اوبو نوبت د میراو له خوا ټاکل کید. د کابل شاوخوا ځینې مشهور کاریزونه هم وو.
له دی پرته زموږ د ډیرو سیندونو تراسونو/ دوو اړخونو ته کښت کید، د کابل سیند له تنګ غارو لاندې نیولې تر ګوګا منډي او بیا تر سرکونډو بابا، نغلو او له هغه کوز د سروبي بیلابیلو سیمو او ډیرو نورو ځایو کې خلکو له همدې سیند او له غرونو څخه د راوتونکو چینو په مرسته ځمکې کرلې او هیڅ ځای بی کښته ځمکه نه وه. د هیواد شمالي ولایتو کې هم د اوبخور سیستم په محلي امکاناتو جوړ شوي و. زموږ پخواني بندونه لکه غازی بند، کمالخان، دغزنی بند، سلطان او ډیر نور د هماغو وختونو څخه دي. په کندز کې زموږ نیکونو په ډیرو ابتدایي وسایلو جبه زارې ځمکې په زراعتي لوړحاصل لرونکو ځمکو واړولې او دشمال د کندو نوم ورته غوره شو، خصوصاً د وریجو، جغندرو او مالوچ حاصلاتو یې نوم درلود، د هرات او کندهار د میوو بڼونو او د بلخ د خټکیو پالیزونو نوم درلود. دکاپیسا،خصوصاً د تګاو خلکو دغه عنعنوی سیستم ته د باغونو د خړوبولو لپاره ښه انکشاف ورکړی و چې منبع یې له شمال څخه دپنجشیر سنید و. دا هغه څه و چې دخلکو د معیشیت لپاره یې کافي حاصلات لرل.
نن ورځ موږ د اوبخور هغه سنتي سیستمونه ټولو ولایتونو کې له لاسه ورکړ او کرنیزې ځمکې په کورنو، سړکونو، هیټیو، سرایونو، د موټرو په اډو او نورو استعمالونو له کښته ووتې، باغونه شنډ شول او شنه ساحه محدوده شوه. دا یوه ویجاړوونکی پېښه وه حال دا چی د نفوس اسکان، ښاري پراختیا او د صنعت، تجارت، شهري استعمال، سرایونو، رهایش، خدماتي چارو او نورو استعمالونو لپاره باید موږ یو سنجول شوی پلان درلودای. موږ باید په هغه مهال چې نورې نړۍ د اوبو د مدیریت لپاره په عصري تکنالوژي سمبال ادارات جوړکړل، خپل ادارات جوړ کړی وای. مثلاً د پاکستان د “WAPDA” اداره، ایران “سازمان مدیریت منابع آب ایران”، د مطالعات شیلاتها موسسه او “وزارت نیروی ایران”، امریکی National Rivers and Streams Assessment, NRSA او انګلستان لس د محلي اوبو ادارې (Regional Water Authorities) تر کار لانې ونیولې، هندوستان هم دا کار په بریالیبتوب پرمخ بوت، دوی د اوبو برخو کې دعلمي څیړنو په خاطر د (Hydrology) او د اوبو اندازه ګیری(Hydrometric) ته ښه انکشاف ورکړ او په پوهنتونو کې یې درسي نصاب ورته جوړ او متخصصین یې وروزل. له بده مرغه موږ له هماغه وخته دې مهمې ساحه کې وروسته پاتې شولو.
محمد بشیر دودیال