محمدآصف ننګ
د اقتصاد خپرندوی مشر
پکتیکا،
افغانستان
پېلامه:
د صنعتي پرمختګ او تکنولوژیکي بدلون لپاره د پانګې (سرمایه) په شان یو له عمده عناصرو انرژي ده، چې د پانګې او ژوند د تحرک لپاره یې ارزښت لازیات شوی او مخ پر زیاتیدو ده.
په اوسنۍ معاصرې نړۍ کې، تر پاکو اوبو وروسته، د بشریت تر ټولو لوی معضل د انرژۍ د کمښت مسئله ده. د انرژۍ د کمښت بحران دومره پراخه او همه ګیره ده چې عیناً د خوراک تأمین په شان د بشر د نیازمندیو په سلسله کې دریمه اساسي اړتیا ده چې تقریباً د صنعتي سکتور تر څنګ، د کورنیو د تودولو او سړولو او هم د متعدده کاري او صنعتي اړتیاو لپاره ورته انسانان په پراخه کچه اړ دي.
د افغانستان او سیمې د پسماندګۍ یو لوی دلیل د منابعو نشتون، منجمله د انرژۍ نشتون ګڼل کېږي چې ګڼې ستونزې یې ایجاد کړي دي. ویل کېږي چې د پرمختګ د هر عنصر نشتون د ناامنۍ، لوږې او د ګواښونو د زیاتیدو زمینه برابروي، ځکه نو افغانستان شدیداً دېته اړتیا لري چې خپله د اړتیا وړ انرژي او د برېښنایي خدمات او سهولتونه کور په کور او کلي په کلي تکمیل کړي او په دې یوویشتمې پېړۍ (دمریخ په عصر کې) ددې خاکي خلکو د پسماندګۍ او محرومیت پاڼه بدله کړي.
که څه هم دلته د وارداتي برېښنا موضوع تر بحث لاندې ده، خو زه به یې زیاتره د ترانزمیشن لاین پر ارزښت تمرکز وکړم ځکه پخپله افغانستان د برېښنا د انرژۍ د تولید ډېرزیات بالقوه ظرفیت لري، چې څه د پاسه ۳۰۰ زره میګاواټ (۲۳زره میګاواټ برق د اوبو له منابعو، ۲۱۰زره میګاواټ له لمر، ۷۰ زره شاوخوا له بادي منابعو) تولیدولی شي؛ نو لزوماً ډېره پانګونه باید پر خپلو بندونو او د موجوده تولیدي ظرفیتونو پر فعالولو، پراختیا او د برق پر صادراتو متمرکزه کړي. مهم لومړیتوب همدا ده چې اشاره وشوه، اما ځکه دا لویه هیله وخت او مالي منابعو ته اړتیا لري، ضمناً افغانستان ثبات ته اړتیا لري نو د ثبات یو قیمت دا ده چې افغانستان خپله خاوره او سینه د نورو لپاره د ترانزیتي دهلیز په حیث مهیا کړي، د نورو ګاونډیانو ګټې سره وصل کړي، چې همدا د وصل تارونه، لارې او ترانزیتونه به یو وخت زمونږ پخپله پکار راځي.
په لنډ مهال کې د مالي او تخنیکي له اړځه موږ د لویو بندونو جوړولو ته قویاً، مالیاً او مستقلاً جوګه نه یو، خو د چارو او ژوند د چلولو لپاره په کور دننه په عاجله توګه برېښنا ته اړتیا لرو. تحلیل دا دی چې په کال ۲۰۲۲ کې د اوبو او برېښنا وزارت د برآوردونو له مخې افغانستان په مجموع کې ۱۱زره میګاواټ برېښنا ته اړتیا درلوده، چې اوس مهال ددغه اړتیا یواځې ۱۴۵۰ میګاواټ، لږ او زیات، له وارداتي له برېښنا نه مهیا کوو او یو مقدار له خپلو منابعو تولیدولی شو چې د وطن د آبي منابعو سهم د برق په تولید کې تر ۲۶٪ پورې او ۷۴٪ پاتي اړتیا له وارداتي برېښنا (له تاجکستان، ازبکستان، ایران او ترکمنستان) پوره کېږي، چې هر کال ۲۲۰ تر ۲۳۰ میلیون ډالر اړوند هېوادونو ته تادیه کوو. نو که وګورو دې نتیجې ته رسیږو چې تر راتلونکو لسو کلونو پورې به دغه د برق کمبود او پر وارداتي برق اتکا خامخا ادامه مومي. که دولت د انرژۍ لپاره د ملي لومړیتوب تر چتر لاندې خپل پلانونه عملي کړي، کیدای شي یو لسیزه وروسته زمونږ د برق تولید هغه میزان ته و چې هند او پاکستان ته یې د صادراتو له پلوه په سر کې راشو او د دغو دواړو هېوادونو اتکا او اړتیا پر افغانستان وشي او افغانستان ورته د لومړۍ درجې ستراتیژیک شریک په حیث ارزښت پیدا کړي.
د کاسا زر ۱۰۰۰ پروژه له شروع تر بندش
د دې پروژې بشپړ عنوان Central Asia- South Asia Power Transmission Project دی او عملي کارونه او تأسیساتي اجرئات یې په کال ۲۰۰۷ کې شروع شوي ول. د همدې عنوان لاندې د کاسا CASA اهداف د مرکزي آسیا او جنوبي آسیا ترمینځ د ۱۳۰۰ میګاواټ برق د اتصال پروژه ټاکل شوې ده.
د پروژې قرارداد او لومړني حقوقي او مالي اسناد یې تر دونیم کلنو بحثونو، څېړنو او مطالعاتو وروسته، لاسلیک ته چمتو او د ۲۰۰۷ کال د نومبر پر۶ مه د ترکیې په استانبول ښار کې د څلورو هېوادونو د استازو ترمینځ د ۱۵ کلونو لپاره لاسلیک شوو.
د پروژې د اړوند تړونونو له مخې به قرغیزستان او تاجیکستان (صادرونکي) افغانستان او پاکستان (واردونکي) هېوادونو ته هرکال (دپنځو میاشتو تر مینځ، له مې تر سپتمبره یا له جوزا تر میزانه) د خپل مازاد برق ۶۰۰۰میګا واټ په ساعت کې یا (۱۳۰۰ګیګاواټ برېښنا/په ورځ) لېږدوي.
تاجکستان د برق د آبي منابعو ستر ظرفیت لري. ٪۹۳٫۱ برق یې له د اوبو سرچینې، ٪۶٫۹ یې له حرارتي منابعو او پاتې څه کم یو فیصد له لمریزې برېښنا تولیدوي. په ۲۰۲۱کال کې دغه هېواد د۱۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت په لمریزې برېښنا پانګونه وکړه. د کاسا ۱۰۰۰ د برېښنا لویه برخه تاجکستان تولیدوي. د دوی ٪۷۰ تولیدي صادراتي برق به پاکستان او ٪۳۰ به قرغیزستان ته، په یوه مقطع کې، صادروي. په عین سهم سره به دواړه هېوادونه افغانستان او پاکستان ته د کاسا پروژې د قرارداد له مخې ورکوي.
د کاسا زر بل شریک قرغیزستان دی چې په کم آبي کې ۲.۶ میلیارد کیلوواټ برق په ساعت کې کمبود لري نو پدې حساب د کاسا زر یوه بنده کړۍ د قرغیزستان لخوا دغه مشکل دی چې په دې هېواد کې کارپوهان تاکید کوي چې دولت دې له دې تړون د قرارداد د یوې برخې (د صادراتي شریک په حیث) ووځي خو د برق پدې شبکه کې دې (د واردونکې په توګه په آینده کې) د شریک په حیث پاته شي.
د کاسا ۱۰۰۰ په اړه تخنیکي معلومات
د تأسیس کال: ۲۰۰۷ (۲۰۱۵ کی بیا تړون وشو)
د تکمیل کال: اصلاً خو د دریو کلونو ( ۳۶ میاشتو) پروژه وه چې تر ۲۰۰۹ به تکمیلېده خو بل اټکل د تکمیل لپاره کال ۲۰۱۸، بیا ۲۰۲۰ او بیا کال ۲۰۲۲ ټاکل شوی و، خو تر اوسه د پروژې ۱۲٪ کار ترسره شوی ( سره له پخوانیو تأسیساتو چې لدې پروژې سره ضم شوي دي).
د قرارداد عمر: ۱۵ کاله
د پروژې مجموعي پانګونه: ۱.۱۷۵ ملیارډ ډالر (دا اټکل د بدلون وړ ده، کیدای شي تر ۱.۵ ملیارد ډالرو ته ورسېږي).
د پروژې اصلي مالکان او شریکان: د تړون له مخې به قرغیزستان او تاجکستان (صادرونکي) افغانستان او پاکستان (واردونکي) هېوادونو ته هر کال (دپنځو میاشتو تر اوږدو، له مې تر سپتمبره یا له جوزا تر میزانه) د خپل مازاد برق ۶۰۰۰میګاواټ په ساعت کې یا (۱۳۰۰ګیګاواټ برېښنا روزانه) لېږدوي.
د پانګوني میزان: جمله تمویل ۱٫۱۷۵ میلیارد ډالر (۳۰۱ میلیون ډالر تاجکستان، ۲۳۳ میلیون ډالر قرغیزستان، ۲۳۲ میلیون ډالر پاکستان، ۴۰۴ میلیون ډالر افغانستان)
تمویل کوونکي: د اروپا د بیارغوني او پراختیا بانک، د آسیا پراختیایي بانک ADB ، نړیوال اسلامي بانک IDB، د امریکا د نړیوالې پراختیا اداره USAID، د کانادا د لاوالین شرکت SNC Lavalin ، د انګلستان د پراختیا اداره DFID د استرالیا د پراختیا اداره AusAID، نړیوال بانک World Bank او ځينې خصوصي بانکونه او د مالي پانګونې شرکتونه… پدې پروژې کې دپانګونه لپاره دروازه خلاصه ده. خصوصي سرمایه ګذاران کولی شي دځانګړو سهمونو په اخیستو سره پکې پانګونه وکړي، منتها د څلور واړه شریکانو لخوا د پانګونې په جذب او د پروژې په تطبیق کې مدیریتي ضعف او تمویلي خلا او عهدشکنۍ باعث شوې چې دا پروژه ۱۶ کاله وځنډیږي.
د افغانستان د سهم تمویلونکي: ۳۱۶ میلیون به د نړیوال بانک د بلاعوضه مرستو لخوا ورکول کېږي، ۴۰ میلیون ډالر به د ټولنې دملاتړ پروګرام یا Community Support Program او پاتې ۴۹ میلیون ډالر به د افغانستان دبیارغونې له صندوق ARTF لخوا تمویلېږي، چې یوه غټه برخه مصرف به د برق لین پر مسیر د استملاک او ځمکو د خرید په مقصد په مصرف رسېږي.
مساحت او طول: ۱۲۲۷کیلومتر لوړ اولتاژ لین، چې ۵۶۲ کیلومتر به یې له افغانستان څخه تیریږي.
د برق د توزیع ستیشنونه: د DC او AC دوه مدرنه تبدیلونکي یا Converter Stations ستیشنونه چې د برق لوړ اولتاژ (یعني د ۵۰۰ ولتاژ برق به په سنګ توده ستیشن کې په ۲۳۰ ولتاژ تبدیلوي).
مسیرونه او مستفید محلات: د کاسا۱۰۰۰ د لین ۵۶۲ کیلومتر به د افغانستان له مسیر تیریږي چې په دې مسیر کې به ۶۰۰ محلات، ۲۳ ولسوالۍ او شپږ ولایتونه (کندز، بغلان، پروان، کابل، لغمان، ننګرهار) او ۱۵۳ زره اوسیدونکي ترینه مستقیماً مستفید کېږي. ددې مسیر په امتداد د پایو لپاره سړکونه به ددې سیمو په انکشاف کې لوړ نقش ولوبوي.
د مُبدِل یا ترانزمیشنونو محلات: د قرغیزستان د (داتکا) څخه به د ۵۰۰کیلوواټ ولتاژ برق، د تاجکستان د خجند، بیا دوشنبه، بیا ریګر، بیا نوریګ او بالاخره به د سنګتوده په ستیشن د افغانستان کندز ولایت، بغلان، پروان، کابل، سروبی، لغمان، ننګرهار او تورخم له لارې پېښور (نوشهره) ته یعنې ورستی ستیشن ته وصل کېږي.
د برق قیمت: د هرکیلوواټ برق قیمت به پاکستان ته ۹.۴۱ سنټ ډالر وي (دبرق یوکیلوواټ اصلي قیمت ۵.۱ سنټ، ۲.۹۱ سنټ حق العبور یا ترانزیت له مبدا، ۱.۲۵ د افغانستان حق العبور او ۰،۱ سنټ د تاجکستان حق العبور دی) خو د افغانستان لپاره به د برق بیه تقریباً ۷.۹۱ سنټ وي.
د برق د سهمیو وېش: ۱۳۰۰ میګاواټ برق (۳۰۰میګاواټ د افغانستان او ۱۰۰۰ ګیګاواټ د پاکستان) به په همدغو دوو شریکانو توزیع کېږي. البته په یوه مرحله کې به د تاجکستان او قرغیزستان ترمینځ د برق د خرڅلاو معامله هم ترسره کېږي.
د برق د خرڅلاو او لېږد دوران: له تړون سره سم به د برېښنا د پېر او پلور (خرید او فروش) له بابت دغه معامله په دوو مرحلو یا دوو کاري دورو کې ترسره کېږي:
• دپروژې د فعالیت دوره: د مې میاشت له لومړۍ، د سپتمبر میاشت تر پایه پورې، پدغه دوره کې به د تاجکستان او قرغیزستان اضافي برق پر افغانستان او پاکستان (غالباً پرپاکستان) خرڅول کېږي.
• دپروژې د نه فعالیت یا بندش دوره: د اکتوبر له لمرۍ نېټي د اپریل تر ۳۰مې نېټي پورې به له فعالیت څخه د باندې یا مستثنی دوره وي. پدې دوره کې شریکان کولی شي د همدې دورې مازاد برق پر نورو خریدارانو هم خرڅ کړي او څلور واړه شریکان ترینه مستفید شي. البته دا په هغه صورت کې چې د سیرآبۍ په سبب د برق اضافي مقدار مهیا وي.
په افغانستان کې د پروژې د فیزیکي تطبیق کارونه یا واجبات:
• د ۵۶۲ کیلومتر پر مسیر د لین سروې او دیزاین، د ۶میاشتو په مودې کې
• د همدې مقدار لین د تدارکاتو طی کول او په ۳۶ میاشتو په موده کې ساختماني چارې یی پوره کول
• د ۱۵ کلونو لپاره د پروژې اماده کول او ګټه اخېستنه
د ترانزیت فیس او عواید: د ۲۰۱۴ کال په اکتوبر کې د افغانستان او پاکستان ترمینځ د دواړو خواوو د مالیې وزیرانو په کچه د ترانزیت فیس پر ټاکنې مذاکرات پای ته ورسیدل او پدې توګه به پاکستان د هرکیلوواټ برق د انتقال په بدل کې افغانستان ته ۱.۲۵ سنټ امریکایي ډالر ورکوي، چې په مجموع کې به له دې ترانزیت بیه څخه افغانستان ته ۴۰ تر ۴۵ میلیون ډالر کلنۍ عواید ورپه برخه کېږي. (د برېښنا د عملیاتي ريیس، صفي احمدزی په قول، چې د ۱۴۰۲ کال د اسد په لومړۍ اونۍ کې یې کلنی ګزارش ورکاوه وویل چې د کاسا۱۰۰۰ د ترانزیت له بابته به افغانستان ته په کال کې ۶۵ میلیون ډالره رسېږي.)
د پروژې د فني تطبیق مراحل: دا پروژه به په دریو فني مرحلو کې تقسیم او تطبیق کېږي:
اوله برخه: پدې برخه کې به د تاجکستان او پاکستان ترمینځ د برق د ۷۵۰ کیلومتر په اوږدوالي د لوړ ولتاژ لین د نېغ په نېغ انتقال (مستقیم ترانزمیشن) ترسرکېږي چې یو ترانزمیشن به د تاجکستان په سنګ توده کې د ۱۳۰۰میګاواټ په ظرفیت، بل به د ۳۰۰ میګاواټ په ظرفیت په کابل (سروبی) او بل به په پېښور کې د ۱۳۰۰ میګاواټ په ظرفیت نصبیږي چې هر ترانزمیشن (دبرق ستیشن) به د DC امکانات لري.
دوهمه برخه: پدې برخه کې به د تاجکستان او پاکستان ترمینځ د ۴۷۷ کیلومتر په اوږدوالي د یو مسلسل وصل یا (متناوب لینک) په اساس چې د ۵۰۰ کیلوواټ AC برق د تبدیل امکانات به ولري تکمیلېږي.
دریمه برخه: د پروژې دا برخه د AC سیستم د ارتقا او توانمندۍ لپاره ده، تر څو د دې قابلیت او اطمینان رامینځته کړي چې د برېښنا د AC او DC جریان کاملاً فعال دی او منظم کار ورکوي او کولی شي په عادي توګه د دې هېوادونو ۶ زره ګیګاواټ برق په ساعت کې پاکستان او افغانستان ته انتقال کړي.
افغانستان ته ددې پروژې عمده ګټې
• د کاسا پروژې په فعالیدو سره به افغانستان د سیمه ییزه همکاریو په فعال غړۍ بدل شي. دا هغه هیله ده چې په تېرو دوو پېړیو کې افغانستان او د منځنۍ آسیا هېوادونه یې د پوره کیدو هڅه کوي، چې له بده مرغه نړیوالو لوبو او سیمه ییزه نیابتي سیالیو یې مخه ډب ساتلې.
• د سیمه ییزه اتصال هغه شبکه (نیت ورک) چې موجوده ناسالمې سیالۍ یې په مخکې خنډ ایجاد کړی بیا به دغه نېټورک وصل شي.
• د افغانستان په جغرافیایي ماهیت کې به نوی باب پرانیستل شي. د جګړو جغرافیا به د اقتصادي اتصال په جغرافیا تبدیله کړي.
• له نړېوال بانک به حدوداً ۳۱۰ میلیون بلاعوضه مرسته د یوې ډېر اساسي زیربنا لپاره ترلاسه شي.
• له دې لین سره به په راتلونکي کې افغانستان وکولی شي خپل برق نورو شریکانو ته واستوي. په یاد باید ولرو چې افغانستان د برق د تولید کافي منابع او بالقوه ظرفیت لري چې په تولیدي کیدو سره یې افغانستان د خپل مازاد برق، په کال کې تر ۲۰۰ زره میګاواټ صادرولی شي، چې د برق د صادراتو له بابت به هېواد ته په کلنې دوران کې تر ۳۰۰ میلیون ډالر عواید اضافه کېږي، نو د دغو ترانزیتي لینونو په شبکې کې د افغانستان وصلیدل ډیره ثابته دومداره مستقبلي ګټه درلودلی شي.
• افغانستان به هرکال له ۴۰ تر ۴۵ میلیون ډالر (دبرېښنا د عملیاتي شرکت د رئیس په قول تر ۶۵ میلیون ډالرو) به د برق د حق العبور له ترانزیتي عوایدو مستفید شي، چې تقریباً په عین مبلغ له کاسا۱۰۰۰ د اخیستونکي برق په بل کې به دوباره مجرا کېږي، پدې معنا چې د افغانستان د ۳۰۰میګاواټ برق واردات به افغانستان ته په وړیا توګه تمامېږي.
• د ګڼو شغلي (مسلکي او غیرمسلکي) فرصتونو دوامداره ایجاد
• پدې شراکت کې د خصوصي سکتور لپاره، د سهامدارانو په عنوان، د پانګونې ګڼ ګنجایشونه او فرصتونه ممکن کیدای شي. ددغو سرمایه ګذاریو میزان تر سلګونو میلیون ډالرو امتداد موندلی شي، ځکه چې د کاسا شبکه ارتقايي امکانات لري.
• په مجموع کې به د کاسا له پروژې سره په ګڼو عبوري سیمو کې مستقیماً او په نورو ساحاتو کې په غیرمستقیم ډول ټولنیز او اقتصادي پرمختګونه را ایجاد کړي، لکه د صنایعو په انکشاف، د سړکونو او ترنزیتونو په انکشاف، په زراعتي انکشاف او په ګڼو نورو ساحاتو کې…
د کاسا۱۰۰۰ په وړاندې ځېنې خنډونه او خطرات!
بندې غوټې ګره ګشایي غواړي، خلاصون یې د دولتونو وظیفه ده، نه د تحلیلګرو!
اولاً، تخنیکي خنډونه:
• د قرغیزستان په نارین نهرونو کې، کوم چې د برق د تولید مرکز بلل کېږي، د اوړي په موسم کې د اوبو ذخیرې فوق العاده کمېږي. دغه د اوبو کمښت او راروانه وچکالي چې کیدای شي په راروانو کلونو کې لازیاته تشدید ومومي د دې احتمال قوي کوي چې په راتلونکو کلونو کې به نه قرغیزستان او نه هم تاجیکستان پدې قادر وی چې مازاد برق ولري او چې برق نه وي نو انتقال به یې اصلي اخیستونکو (افغانستان او پاکستان) ته ممکن نه وي. البته دا احتمال کیدای شي د اوبو او ورښتونو په زیاتیدو سره برعکس شي، ځکه چې په ۱۹۳۰مو کلونو کې د وچکالیو او جفاف د وړاندوینو برعکس د مرکزي آسیا په شمول د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د هوا پېژندنې د ادارو تحلیل غلط ثابت دا لیکنه په ۹۸ پاڼه کې دوام مومي……
د نولسمې پاڼې په دوام …
شوی و. مثلاً د هوا د ککړتیا وړاندوینه د کرونا بیماري په دوه کلن موسم کې بلکل برعکس شوه، تر هغه میزان چې د هواپېژندنې او چاپېریال ساتنې نړیوال سازمان یې اټکل کړی و په مراتبو ټېټه پاتې شوه..!
• بلخوا په خپله قرغیزستان په تیرو دوو کلونو کې، بلخصوص په ژمي کې، د دوه نیم میلیارد کیلوواټ په ساعت کې د برق له کمبود سره مخامخ شوی دی. د قرغیزستان د انرژۍ وزارت د څو مناقصو لپاره اسناد چمتو کړی تر څو له قزاقستان، ترکمنستان او روسیې څخه د اړتیا وړ برق راوارد کړي.
• بشکیک د کاسا۱۰۰۰ په پروژې کې د ٪۳۰ برېښنا د خرڅلاو مسوولیت لري، چې خوشبختانه د دوبي په موسم کې مازاد برق لري او کولی شي په ټاکلو میاشتو کې خپل اضافي برق انتقال کړي، مګر ددې هېواد د اقتصادي ودې شاخصونو ته په پام سره پدې هېواد کې هرکال د برق مصرف او اړتیا مخ په زیاتېدو ده نو راروانه لسیزه کې به یې د انرژي د نیاز او مصرف کچه مضاعفه زیاتۍ ولري، نو د برق د خریدارانو لپاره دغه تحلیل او د کاسا قرارداد چندان مشوق ندی.
• په تخنیکي خنډونو کې دا هم مهمه ده چې خریداران پوه وي چې د دواړو صادرونکو هېوادونو د برېښنا شبکې ډېرې پخوانۍ دي. لا تراوسه یې د برق شبکه له مدرنه ډیجیتلي تکنولوژۍ سره نده وصل شوې. دواړه هېوادونه مجبور دي د نوي قرارداد او کاسا۱۰۰۰ له لاسلیک شویو معیارونو سره سم خپل د برق شبکې او ترانزمیشن لینونه او هم خپل منولي میترونه مدرنه او دیجیتلي کړي، چې ددې مقصد لپاره کافي بودجه، تر ټاکلې زماني تعهد پورې نلري.
ثانیاً، مالي مشکلات:
• هم تاجکستان او هم قرغیزستان د بندونو او د برېښنا د تولیدي تأسیساتو لپاره بودجه نلري. له قرغیزستان سره د اروپایی بانک د ۷۰ میلیون ډالرو ژمنه له تیرو لسو کلونو عملي شوې نده.
• همدارنګه د تاجکستان هېواد دخپل برېښنایي شبکې د لوړ اولتاژ د تمدید لپاره ۲۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري چې کوم مساعدتي شریک او یا د خصوصي سکتور د پانګوالو مساهمت یې ندی موندلې.
• بلخوا په لومړۍ نمبر سنګ توده ستیشن کې، چې تاجکستان یې د کاسا۱۰۰۰ لپاره یو له عمده ستیشنونو بولي، د روسیې په مرسته جوړ شوی او ٪۸۰ سهمونه هم د روسي دسهامدارانو دي. روسانو د سنګ توده په تأسیساتو کې شاوخوا یو میلیارد ډالر لګولي چې تاجیکستان یې باید بیه پرې کړي. دبرېښنا دغه تأسیسات له روسیې سره په یوه منفعتي قرارداد ایجاد شوی چې (استفادوي واک یې نسبتاً له روسانو سره دی. اوس که تاجکستان غواړي له دې تأسیساتو د کاسا زر لپاره کار واخلي نو په دې پروژې کې د روسانو شریکول حتمي دی، هغه څه چې امریکا او د کاسا غربي ملاتړې او تمویلونکي یی نه غواړي.
• همدارنګه قرغیزستان د قمبرآته د توزیعي برق ستیشن د جوړیدو له بابت له روسي (روس هیدرو) کمپنۍ څخه سره له سود د ۳۸ میلیون ډالرو په ارزښت پوروړی ده، او ددې پور د بیرته ورکړې لپاره تر ۲۰۲۵ کلونو پورې مالي استعداد نلري!
• لنډه دا چې په قرغیزستان او تاجیکستان کې د برق په سکتور کې روسانو څه د پاسه یو میلیارد ډالر پانګونه کړې چې ٪۸۰ سهمونه یې د روسي کمپنیو، په ځانګړي توګه د روس هیدرو کمپنۍ دی، معنا دا چې د کاسا۱۰۰۰ پروژې د تمویلونکو تر ټول تمویل، یواځې د روسانو ترسره شوی تمویل پدې دوو هېوادو کې لوړ دی، نو غربي ملاتړې به یا ددغو پانګونو قیمت او معاوضه ادا کوي یا به چاغینه سهم روسانو ته پکې ورکوي چې په لنډ تحلیل کې د یوه امکان هم موجود ندی نو..؟
• دا ټکی هم باید په یاد ولرو چې د کاسا۱۰۰۰ پروژې لپاره د ۱.۱۷ ملیارد ډالرو ژمنه د تمویلونکو لخوا د قرضې په شکل ورکول کېږي. دا مرسته مجاني نده. د کاسا پروژې د شریکو هېوادونه لخوا د دې پور (هم یې د سودي نرخ په هکله) او هم یې د بېرته ادا کولو د زمان بندیو په اړه اتفاق ته ندي رسیدلې او نه یې د قرارداد اسناد نهایي شوي. تمویلونکي منتظر دي چې د برق اصلي اسناد (د پېر او پرول شرایط) د شریکانو ترمینځ څنګه او پر کومو معیارونو تړل کېږي. دې میعارونو ته په پام سره به د تمویلونکو شرطونه نسبتاً قماري (ممکن تعجېزي) او سخت وي.
• په مالي خنډونو کې د برق د تعرفې نسبتاً لوړه بیه ده. پاکستان ته د في کیلوواټ قیمت تقریباً د امریکایي ډالر لس سنټ او افغانستان ته شاوخوا اته سنټه تمامېږي. دغه تعرفه د پاکستان لپاره چندان خوشاینده نده نو ځکه پاکستان غوښتنه کړې چې دا تعرفه دې درې چنده راکمه شي چې د برق صادرونکو ته دقناعت وړ نده. بلخوا د برق اخیستونکي یعني عام پاکستاني ته د کاسا د برېښنا ټاکل شوې بیه (۱۰سنټ= ۲۸کلداري)، هغه هم پرته له دولتي سبسایدي، د قناعت وړ نده. په داسې حال کې چې د في کیلوواټ بیه په پاکستان کې شاوخوا اته کلدارې اما د اوسط مصرفکونکي لپاره تر ۱۶ کلدارو کمه ده، نو که د في کیلوواټ برق په ۲۸ کلدارو شي د خرید توان به یې هم ممکن نه وي او ممکن د ټولنیزې بغاوتونو سبب هم شي.
• له دې ټولو سره سره، پاکستان شدیداً د برق له کمښت سره مخامخ دی. تر کال ۲۰۲۵ پورې به د پاکستان د اړتیا وړ د برېښنا حجم تر ۴۵ زره میګاواټ ته و. اوس مهال، په ۲۰۲۳کې، دغه اړتیا ۳۲ زره میګاواټ ده، خو پخپله پاکستان د انرژۍ د تولید له کورنیو منابعو او د وارداتو په شمول شاوخوا ۲۲زره میګاواټ برق تولیدوي یعني په مجموعي توګه د ۱۰۰۰۰ لس زره میګاواټ برق له کمبود سره مخامخ دی. دغه اړتیا او کمبود د اوړي په ګرم موسم کې درې اضعافه لوړیږي، ځکه نو پاکستان مجبور ده، ولو که په لوړ قیمت هم وی، د خپلو وګړو، اقتصادي پرمختګونو او د ورشکسته شویو صنعتي کارخانو د دوام لپاره انرژي راوپېري…
• په تیرو دوو کلونو کې، د امریکا او خارجي قواوو تر انخلا وروسته، د پاکستان مالي وضعیت سخت خراب شوی دی. دا هېواد هیڅ ارزي ذخایر یا د دوی په تعبیر (زر زیر مبادله) نلري. پاکستان د خپل سهم لپاره (۲۳۲ میلیون ډالر) له هیڅ مرجع او هیڅ تمویلي ادارې تعهد شوې بودجه او قرضه نلري. بل عمده مشکل یې دا ده چې دا هېواد د پیسو منځلو سازمان FATF په خړ لست کې پاتي دی. دا باعث کېږي چې له هیڅ نړیوالې تمویلي ادارې پور ترلاسه نشي کړای، نو د کاسا زر په پروژه کې به ددې عمده او اصلي شریک لپاره دا دریم هغه عامل وي چې د کاسا په پروژې کې پرمختګ رانشي، که څه هم دا ثابت عامل ندی، ځکه چې مالي وضعیتونه متغیر وي.کیدای شي د پاکستان مالي وضعیت په راروانو کلونو کې مثبت طرف ته پرمختګ ولري، په هغه صورت کې به د کاسا لپاره خپل تعهدات ادا کړی شي.
• په مالي مسایلو کې د پروژې د تمویلونکو سازمانونو او ادارو شروطونه هم زړه ماتونکي او ځنډمن دي. اول خو له افغانستان نه د خارجي حضور ختمیدل ددې باعث شوې چې دلته د امریکا د جنوب آسیا په سیاست کې اهتمام کم شي. دویم دا چې د کاسا۱۰۰۰ پروژې عمر کم دی، باید په ۱۵ کلونو کې یې دغه قرضه دوباره ادا شي کنې سودي اضافات به پر قرض اخیستونکو هېوادونو سخت بوج او تاوان شي. که د پروژې د قرارداد عمر ته وکتل شي، ۱۵ کاله د ۱.۱۷ میلیارد ډالرو د ادایګي لپاره ډیر کم او لنډ وخت دی (په ځانګړي توګه د ورشکسته اقتصاد لرونکو هېوادونو لپاره) ځکه نو د کاسا۱۰۰۰ شریکان د سختو محاسباتو او د پروژې د ګټې او تاوان په سنجش کې لا هم او وروسته له ۱۵ کلن ځنډ مطلوبي نتیجې او نهایي تصمیم (دوام یا الغا؟) ته ندې رسیدلي!
ثالثاً، سیاسي او منطقوي خنډونه:
• د دې پروژې او دیته ورته د ټاپي پروژې د ملاتړ او تمویل عمده هدفونه د امریکا د جنوبي آسیا د ستراتېژۍ یوه اساسي برخه ده. د امریکا او اروپایي متحدینو عمده هدف دکاسا زر پروژې له تطبیق دا و چې د مرکزي او جنوبي آسیا د هېوادونو اتکا او پیوند پر چین او روسیې راکم کړي او ددغو هېوادونو اقتصادي اتکا د روسې له اغیزې نه راوباسي. په داسې حال کې چې چین په پاکستان کې خپله پانګونه تر ۷۰ میلیارډو ډالرو لوړ کړی، د لار او کمربند یا سیپک، ګوادر او د برق د تولید په بیخ بنایي پروژو کې د چین سرمایه ګذارۍ په مراتبو لوړه ده. هکذا په منځنۍ آسیا کې د چین د پانګونې کچه د هرکال په تېریدو زیاتیږي چې د غرب او امریکا د تشویقي او مشروطو مالي همکاریو په نسبت یې اغیز او حجم ډیر زیات دی.
• پر افغانستان، ایران، روسیې او چین تر بندیزونو او تحریمونو وروسته او هم په پاکستان د وروستیو کلونو، مخصوصاً له افغانستان د خارجي قواوو تر انخلا وروسته هلته (د عمران خان د منتخب حکومت ړنګیدل، چې ګویا د امریکا په مداخلې شوی، پدې هېواد کې د سختو اقتصادي او امنیتي وضعیت راتګ چې د پاکستانیانو په تعبیر امریکا یې ملګرتیا ونکړه، دFTAF په خړ لست کې پاتې کیدل، د قرضونو لپاره د IMF دسختو او ملاماتونکو شروطو له وضع کیدو وروسته) نور نو د پاکستان لپاره د امریکا په کلوب کې پاتې کیدل چندان ملاتړې نلري. روسیې ته د عمران خان په یوه سفر د امریکا غصه او په تعقیب یې د هغه د حکومت راپرځول او په تعقیب یې د ټولنېزو ناخوالو او سیاسي کشمکشونو پراخیدل او ګویا یوه دیموکراتیکه فضا په قسماً عسکري فضا تبدیلیدل یوه داسې قرباني وه چې پاکستان د امریکا لپاره ورکړه، اما په مقابل کې دوی ته د امریکا لخوا هیڅ امتیاز ندی ورکړل شوی.
• د پروژې شریکان پوهېږي چې هېوادونه یې او په مجموع کې دغه سیمه، د اوکراین له جګړو وروسته، د بي ثباتۍ طرف ته ورټېل وهل کېږي، ولو که په غیرمستقیمه توګه هم وي، نو په مشکله به ددې پروژې د ساختماني چارو د تطبیق مصئونیت تضمین کړی شي.
• هکذا پر افغانستان او روسې لګیدلې تحریمونه، د افغانستان د دولت نه رسمیت او د متناقضو رقابتي سیالیو پراختیدل هغه څه دي چې په مجموع کې یې د پروژې په وړاندې خنډ ایجاد کړی.
• د کاسا پروژې د قرضونو بیرته ورکړه طبعاً چې دا به د مالیه ورکونکو عامو وګړو لخوا ترسره کېږي، که چیرې د پرداختونو په ځنډ سره د برق د تعرفو او مالیاتو کچه زیاتیږي نو حتمي به د ولسي بغاوتونو او سیاسي ناآرامیو باعث کېږي. دا یوه احتمالي اما قریب الوقوع وېره ده چې دشریکو دولتونو د ملي امنیت ادارې یې جدي بولي.
• لدې پرته د کاسا۱۰۰۰ په وړاندې اصلي ستونزه د اوزبیکستان دحقآبې د کمیدو ده. اوزبیکستان په شدت سره او قزاقستان په نسبتاً کم شدت سره د کاسا د تطبیق مخالف دي. دا دواړه هېوادونه د شرقي ترکستان د اوبو پر مشترکه رودخانې، د قرغیزستان “داتکا” له غرونو راپېل تر “قمبر آته” او په همدې امتداد د تاجکستان د ریګر، نوریک… آن تر سنګ توده پورې واقع شوې دي چې دوی یې د رود په پای کې د اوبو له قطع کیدو سره مواجه دي. طبیعي ده چې په قرغیزستان او تاجیکستان کې لویو بندونو له تړل کیدو سره به د دوی سهم له ګډو اوبو ډیر کم او په اقتصادي لحاظ به یی تولیدي تأسیسات زیانمن شي.
• ځکه خو د ازبیکستان پخوانی جمهور ريیس (اسلام کریموف) نړیوال بانک ته په یو لیک کې ترینه جدی غوښتنه کړې چې د دې پروژې له تمویل لاس واخلي تر څو د اوبو د مدیریت فکر د اوبو پر ټکر تبدیل نشي.
• بلخوا د پروژې په دوو اساسي برخو (د قرغیزستان د قمبرآته په تأسیساتو او د تاجکستان په سنګ توده اول نمبر) کې د روسې لخوا پراخه پانګونه شوې ده. مسکو په کال ۲۰۰۸ کې ددې پروژې د شریک او ملاتړ په توګه خپل ملاتړ ترینه اعلان کړ، تر دې دمخه مسکو د کاسا پروژې په اړه واضح دریځ نه درلود.
• د روسې ملاتړ نه دا چې ددې پروژې بنده غوټه خلاصه نکړه بلکې د تمویلونکو اړخ ته یې لازیاته پیچیده ګي ایجاد کړه، یعني د منافعو تازه تضاد یی ایجاد کړ. لکه چې یادونه وشوه، امریکا د دې پروژې له ملاتړ هدف دا و چې د چین او روسې اغیزه په سیمه کې راکمه کړي، پداسې حال کې چې اوس معادله په (جمع اضداد) تبدیله شوه!
• له دې پروژې د روسې ایستل، که د پاکستان او افغانستان لپاره مشکل نه وي، خو د هغو دوو شریکانو لپاره ناممکن دی، ځکه چې د دواړو هېوادونو د برېښنا تولیدي تأسیسات د روسې لخوا جوړ شوي دي او دواړه هېوادونه له مسکو پوروړې دي، روسیه پدې هم د دې پروژې ملاتړ کوي تر څو تاجکستان له مالي پلوه غښتلی شي او د دوی د پورونو ادایګي ترسره کړی شي.
• همدارنګه د روسې نقش له دې پروژې منتفی کول او یا دغه هېوادونه د امریکا د جنوبي آسیا د ستراتیژۍ پر محور تړل دا معنا لري چې غرب یوځل بیا د زمري له لکۍ سره لوبي کوي مګر د منځنۍ آسیا هېوادونو له اوکراین خپل سبق اخیستی. دوی د زیلینسکي په شان بي وقوفي نه کوي او دغه قدیمه قبله په آسانه نشي بدلولی. امریکا پدې تحلیل ښه پوهېږي، ځکه خو د هوښیار قمارباز په شان عمل کوي، تر څو چې یې منفعت او اهداف تامین نشي تر هغو به د هرې پروژې په سر خولۍ ږدي، لکه چین چې پر مس عینک له ۱۷ کلونو راهیسي خولۍ ایښئ اما عملي کوي یی نه!
• د پروژې شریکان د تمویلونکو په نیتونو هم پوهېږي چې پر دوی د بادارۍ پړی تاووي، هغه چې وایی“هر آنکه نان دهد فرمان دهد” عاقل دولتونه پوهېږي چې ملاتړ او مساعدت مجاني نه وی!
• د افغانستان په نسبت خوشبینانه نظریات ډیر دي. د منځنۍ آسیا هېوادونه، روسیه، چین او امریکا پدې مجموعي شراکت کې پدې پوهېږي چې افغانستان پدې مجموعه کې تر ټولو بې آزاره مرغه ده. د افغانستان مجبوریتونه مشخص دي. له برق پرته افغانستان غواړي چې خپل جیوایکونومیک او جیوپولیتیک لازیات تقویه کړي او دا پرته له دې چې افغانستان د سیمې هېوادونو ترمینځ د اتصال په څلورلارې او د ترانزیتونو پر دهلیز بدل نشي بل هېڅ شی یې دایمي ثبات نشي تأمنیولی.
• ممکن د افغانستان د ثبات دښمنان، منجمله پاکستان، دیته خوشبین نه وي، چې دافغانستان جیوایکونومیک موقعیت دومره تقویه شي چې د دوی هغه آرماني ستراتیژیک ژورتابه “ Strategic dept” پکې همداسې یو آرمان پاته شي. د ټاپي پروژې د تأخیر په تحلیل کې مې یادونه کړې وه چې پاکستان سره لدې چې شدیداً د ګاز له کمبود پریشان دی، خو له دې سره یې کلونه کلونه د افغانستان د منفعت ته د تاوان رسولو په مقصد حتی خپل وګړو او داقتصادي پرمختګونو موخو ته په تاوان یې دغه تأخیر او تعلل منلی، نو د کاسا۱۰۰۰ په وړاندې یې دریځ له مشابه پرادوکس ډک دی! البته دا هم د تذکر قابل ده چې د پاکستان ملکي حکومتونه، ملي رهبران او پانګوال قطعاً د یوه ګټور او د متبادله منفعتونو لید لري.پدې لید کې د پاکستان عوام د افغانستان ثبات او د ښه ګاونډیتوب هیلې لري چې د درک وړ دي!
د تحقیق پایله
د افغانستان لپاره د کاسا۱۰۰۰ په هکله لازمي واجبات
• لکه چې مختصراً اشاره وشوه، افغانستان له ۲۸۰ کلونو راپدېخوا په کشمکشونو او منطقوي منازعاتو کې راګیر پاتې دی. د لېرې او نږدي رقابتونو په میدان او د لویو قدرتونو د یرغل په متروکه او بی خاصیته جغرافیا پاتي شوې.
• له دې ټولو راوتل نه دا چې کار غواړي، بلکې زړه سوانده، دانا او توانمنده رهبري هم غواړي، داسې رهبري چې پر اقتصادمحوره افغانستان یې منافع او ګټې بنا وي. ددې ګټو د تأمین په موخه، چې په عین وخت کې د افغانستان تلپاتې ثبات تأمینوي، باید د افغانستان رهبرۍ د افغانستان جغرافیایي وصف بدل کړي. د افغانستان وصف، د جنګي جغرافیا په عنوان، د سیمه ییزه اتصال او همکاریو په کلوب کې له ورګډیدو سره، په اقتصادي جغرافیا ممکن کیدای شي.
• د سیمه ییزه همکاریو او منطقوي اتصال له برکته به د افغانستان جیوایکونومیک او جیوپولتیک موقعیت نه یواځې د افغانستان بلکې د ټولو ګاونډیو هېوادونو، عربي خلیج، ترکیه، چین او هم د جنوبي آسیا د هیوادونو، منجمله هندوستان لپاره ګټور تمام شي. د نړۍ د امنیت او مصئونیت لپاره یو مصئونه او بسیا افغانستان مثبت تمامېدای شي، نو پر لویو قدرتونو لازم ده چې د نړیوال امن دغه متروکه کړۍ د امن او اقتصادي ودې پر جغرافیا بدل کړي او پدې مقصد له افغانستان سره لاسنیوۍ او همکار پاته شي، نه سیال او بدبین!
• یواځې د کاسا۱۰۰۰ او ټاپي له تطبیق سره د پاکستان او هند مزمنه منازعات د پایداره منافعو په پروګرام تبدیلیدای شي.
• افغانستان ته د سیپک له تمدید او تکمیل سره، د مس عینک، حاجیګک، قوش تیپه، آمو دریا له قراردادونو او د سکرو له منظم استخراج او تجارت سره د افغانستان، پاکستان، هند، چین او منځنۍ آسیا ترمینځ د ستراتیژیکي منافعو شبکه او ائتلاف ایجادیږي، چې پدې کې به د افغانستان اقتصادي او سیاسي موقعیت خامخا د یادو شریکانو لپاره مهم او سرنوشت جوړونکی وي.
• د افغانستان د ناراسپړل شویو کانونو، زراعتي پوتنیسیلونو، د اوبو پریماني او د ګڼو متنوع طبیعي منابعو شتون، یوه داسې ګټوره خزانه ده چې د سیمې هېوادونو بلکې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره پرې د کلونو کلونو لپاره زموږ شراکت ممکن کولی شي. ددې منابعو په هکله مې ځانګړې څېړنه کړې ده، چې په راتلونکې کې خپرېږي.
• د افغانستان نادره او کمیابه معادن لکه لیتیوم، تیتانیوم،
یورانیم، پلتینیوم، نیوبیوم، سزیم، تنتالیم او… چې شاوخوا 4.1 میلیون ټنه اټکل کېږي، دا د ټولې نړۍ لپاره شدیداً د نیازمندۍ منابع دي چې په قراردادونو او شراکت سره یې هم د افغانستان ثبات تقویه کېږي او هم له دې جغرافیې سره یو نوی منطقوي اقتصادي پیوستون رامینځته کېږي. بیا له دې هېواد ویره او ګواښ نه بلکې طبعاً به ګټه او فایده صادرېږي چې د نړیوال امن او مصئونیت لپاره یو عملي او ممکن ګنجایش دی.
• د سیمه ییزه اتصال او منطقوي همکاریو په هکله د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او اقتصاد وزارت ګڼ شمېر ځانګړي تقنیني اسناد او د مشارکت لپاره د افغانستان لومړیتوبونه تدوین کړی، منتها د سیمه ییزه اتصال او ترانزیتونو لپاره پکار ده چې د یو اوږدمهاله ستراتیژۍ په تدوین، د تیر تړون، د اپټا تړون او نورو ترانزیتي معاهداتو او موافقتنامو تجدید نظر وشي او د منطقوي شریکانو لپاره تشویقي مفردات پکې اضافه کړی شي. باید د هرې منطقوي پروژې لپاره د افغانستان د دولت لیدلوری واضح شي ترڅو منطقوي شریکان دېته وهڅول شي چې له افغانستان سره تعامل او پرې اعتماد وکړي.
آصف ننگ