هنر و فرهنگ

د‭ ‬کابل‭ ‬ولایت‭ ‬پیژندنه

زموږ ګران هیواد افغانستان یو تاریخي او لرغونی هیواد دی، چې د جغرافیوي او ستراتېژیک موقعیت، د طبیعي مناظرو، د حماسي او فرهنګي کارنامو، د سرشاروخزانو، شتمنیو او زیرمو له پلوه په سیمه او آسیا کې خپل ځانګړی ځای او له ویاړ څخه ډک تاریخ لري.

کابل هغه پېژندل شوی ولایت دی، چې د پخوانیوتاریخي مدارکو او اسنادو پر بنسټ د افغانستان زړه او افغانستان د ایشیا زړه، د جغرافیوي موقعیت او ستراتیژیک له پلوه په سیمه او اسیا کې د تاریخي ، سیاسي، اقتصادي، تجارتي، کلتوري او فرهنګي برخو کې د پام وړ، مهم او با ارزښت اهمیت لري . کابل ولایت د هیواد په مرکزي زون کې موقعیت لري چې مرکز یې کابل ښار دی او د افغانستان پلازمېنه ګڼل کیږي.

کابل ولایت په شمال لویدیځ کې له پروان، په شمال ختيځ کې له کاپیسا، په ختیځ کې له لغمان، په سویل ختیځ (جنوب شرق) کې له ننګرهار، په سویل (جنوب) کې له لوګر او په سویل لویدیځ کې له میدان وردګو سره ګډه پوله لري.

 د دې ولایت پراخوالی (۴۵۸۵) کیلو متر مربع او تر نیماي زیاته برخه (٪۵۶،۳) سلنه يې غرونو او نا هموارو غونډيو پوښلې ده، او (٪۳۷،۷) سلنه یې هوارې ځمکې دي.

د کابل ولایت ولسوالۍ:

کابل د اداري ويش له مخې (۱۴) ولسوالۍ لري، دا هم د ولسوالیو نومونه:

( ده سبز، چهار اسياب، پغمان، موسهي، قره باغ، استالف،  کلکان، ګلدره ، ميربچه کوټ، سروبي، بګرامي، خاکجبار او شکردره)

د کابل  ښار په (٢٢) ناحيو ویشل شوې ده. په دې وروستيو کې کابل ښار ته  څېرمه کلي هم په کابل ښار کې داخل شوي دي، د بېلګې په ډول د چهاردهي علاقه دارۍ او ده سبز ولسوالۍ ډېرى کليو تر څنګ د بګراميو او پغمان ولسواليو يو شمېر کلي هم د کابل ښار په ناحيو کې شامل شوي دي. چهار دهي د کابل لويه برخه جوړوي، چې د کابل په لوېديځ او سوېل لوېديځ کې موقعيت لري او د ختيځ له اړخه د شيردروازې او پل ارتل د غرونو له لړۍ او له سوېل اړخه د تاجبيک غرونو له لمنو، د کوه قروغ او للندر له غرونو او د لوېديځ له اړخه  د قاضي کلا او مرغ ګيران او د شمال اړخه له دهبوري، فاضل بيک او قلعه کاشف سره حدود لري. چهاردهي د محمدظاهرشاه د سلطنت پرمهال د يوې ځانګړې ولسوالۍ په توګه رامنځته شوه او وروسته بيا په کابل ښار پورې ونښته، چې اوسمهال يې ټولې ساحې په پنځو ناحيو وېشل شوې دي.

دا ولایت تاریخي ځانګړنې ، زړه وړونکی طبیعي مناظر او ډیر ښه اقلیم لري . د کابل ساحو د څلورو فصلونو په درلودلو سره وچ اقليم لري او د باران کلنۍ اندازه يې د وري او غويي په مياشتو کې (٤٠٠) ملي مترو ته رسېږي. په اوړي کې تود  وي او د حرارت درجه يې تر کابو (۱۵+) او (۳۵+) سانتي ګريد پورې رسېږي او په ژمي کې یې هوا  سړه وي، چې د حرارت درجه يې تر کابو منفي (۱۵ -) او (۲۰-)‎ پورې هم رسېږي.

په کابل ولایت کې کرنه، مالداري، سوداګري، ټولنيز خدمات، صنايع او نور ددې ولايت عايداتي سرچينې دي.

کابل يو کرنيز ولايت دى، چې د (٩٠) سلنه خلکو اقتصاد يې په کرنه  او مالدارۍ ولاړ دى.

د دې ولايت کرنيز محصولات له غنمو، وربشو، جوارو، پيازو، کچالو او انګورو، مڼو، زردالو او الو بالو په څېر مېوو نه عبارت دى، چې نورو ولايتونو او بهر ته صادرېږي.

همدارنګه نږدې يو ميليون څاروي هم، چې له وزو، پسونو او غواګانو عبارت دي، په دې ولايت کې شته.

د باغونو په برخه کې یې تر ټولو غوره حاصلات له انګورو (۶۸٪) تر لاسه کېږي، چې  (۳۰٪) يې زړي لرونکې میوې دي.

کابل ولایت لکه د هیواد د زیاترو لرغونو ښارونو او سیمو غوندې د یو شمیر باستاني او تاریخي آبداتو او آثارو لرونکی دی، چې خورا سرشارحماسي او بډایه فرهنګي شتمنۍ لري.

په کابل کې ګڼ شمېر تاريخي او لرغوني  ځايونه لکه  بالاحصارونه، مینارونه او تاریخي څلي، تاریخي ماڼۍ او قصرونه، جوماتونه، زیارتونه، مقبرې او مزارونه، ښکلي بڼوڼه، دنګ او لوړ غرونه  او سمسورې غونډۍ، چینې ، ویالې او سیندونه، د کابل زوړ ښار، مشورې دروازې، ګذرونه او بازارونه، استحکامي کلاوې او حصارونه، تونلونه او همداسې نور حماسي،  ویاړلي او تاریخي ځایونه شتون لري.

 کابل ولايت په خپله غېږ کې بېلابیلو قومونو ته ځاى ورکړى. په دې ښار کې سني مذهبه او ځينې اهل تشيع، هندوان او سيکان هم په کې اوسېږي، چې په ځانګړې ډول په مرکز کې مېشت دي.

کابل ښار د آسمايي غره او شير دروازې په لمنو کې د کابل سيند پر دواړو غاړو ودان شوى دى، چې د سمندر له کچې نږدې شپږ نيم زره فوټه لوړ والى لري.

په پخوانيو زمانو کې د کابل ګرد چاپېره دېوالونه هم تاوو شوي وو، چې د کابل ښار د ناحيو اړيکه یې د دې ښار له اوو دروازو سره ټينګه کړې وه. نن هم د دې دېوال نښې په آسمايي غره او شير دروازه کې د کابل د پخواني تاريخي عظمت شاهدي ورکوي.

په کابل ولایت کې د پوهنې په برخه کې اوسمهال (۴۳۷) ښوونځي، چې له دې ډلې یې (۲۲۵) لومړني ښوونځي، (۷۸) یې منځي ښوونځي او (۱۲۵) یې لېسې دي . په دې ولایت کې د (۸۶۵۵۵) نجونو په ګډون (۲۵۳۷۷۲) زده کوونکي زده کړې کوي، چې تدریسي چارې یې د (۵۵۹۹) ښوونکو له خوا چې (۱۶۲۹) یې ښځینه دي مخته وړل کېږي. د لوړو او مسلکي زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال (۳۱) دولتي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو(۸۰) خصوصي مؤسسې او پوهنتونونه فعالیت لري. د سرچینې په وینا (۱۵۰) زره محصلین د لوړو زده کړو په دولتي مؤسسواو پوهنتونونو او نږدې سل زره نور بیا په خصوصي پوهنتونونوکې زده کړې کوي، چې (۲۵) سلنه یې نجونې جوړوي.

د کابل په لرغوني ولایت کې د تاریخ په اوږدو کې پیژندل شویو ټولنیزو، سیاسي، علمي ادبي او فرهنګي شخصیتونو ژوند کاوه چې د ټولنیز او سیاسي، اړیکو او د ادب، علم او هنر په برخه کې یې اوچت ګامونه پورته کړې دي، د دغو نامتو سټو چاپي ګټور او اغېزمن لینکنې، کارنامې او فعاله ونډه د خورا ستاینې او درنښت وړ دی.

اوسمهال هم د کابل په ولایت کې علمي ، ادبي او فرهنګي سټو تل ادبي، کلتوري او فرهنګي فعاليتونو ته پاملرنه کړې ده او بیلابیل ادبي او فرهنګي ټولنې هم ورسره رامنځ ته شوې دي چې وخت نا وخته ادبي او ټولنيزې غونډې جوړوي او مشاعرې کوي.

د کابل په ښار کې بېلابېل کتابتونونه شتون لري او همداسې د يوشمېر فرهنګي کړیو له لوري هم عامه کتابتونونه پرانيستل شوي، چې خلک ترې ګټه پورته کوي.

سربیره پر دې چې زموږ په جګړه ځپلي هیواد  کې د جنګ او وحشت زړه بوږنوونکو پېښو او حوادثو لړۍ دوام لري، خو د کابل په ولایت کې  زموږ تاندو او متفکرو ژورنالیستانو د تصویري، صوتي او چاپي ټولنیزو رسنیو د ودې او پرمختګ په تړاو اوچت ګامونه  پورته کړي دي او د لوټمارو او زور واکو ناولې، تورې او کرغیړنې څیرې یې خپلو هیوادوالو ته ورپیژندلي دي.

په دې ولايت کې (١٣٤) ټولنيزې خبري رسنۍ شته چې د خبري اژانسونو، تلويزيونونو، راډيوګانو، ورځپاڼو، اونيزو او ورځينو( جريدو، مياشتينو او مجلو) څخه عبارت دي.

اوسمهال په دې ولايت کې (٣٠) تلويزيوني کانالونه، (٣٤) راډيويي دستګاوې، (١٤) ورځپاڼې، (٣٧) اونيزې، (٤) څلور ورځنۍ، (٤) مياشتينۍ، (٤) مجلې او اته خبري اژانسونه فعاليت لري.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال د ټول هېواد په کچه (٣٤) ټلويزيونونه په کابل، (٥٢) سيمه ييز ټلويزيونه په ولايتونو، (٦١) راډيويي پروګرامونه په کابل او (١٥٦) په ولايتونو کې موجود دي.

مطالب مشابه

Back to top button