سیاست و تاریخ

شیطاني مثلث!

نن د مترقي افغانستان غوښتونکی او د عصري قوانینو بنسټګر او ریفورمیست امیر، غازي شاه امان الله خان له ۶۴ تلین سره برابره دی. نوموړی په کال ۱۹۶۰ د اپرېل پر ۲۵مه د سویس په زوریخ ښار او په جلا وطنۍ کې وفات شو. غازي شاه امان الله خان له نن څخه ١٠٤ کاله د مخه د زمري د میاشتې پر ٢٨مه  په ١٢٩٨ لمریزکال کې د افغانستان خپلواکۍ له بریتانوي ښکیلاک څخه ترلاسه اواعلان کړ، چې دا ویاړ زموږ د تاریخ زرینې کرښې جوړوي. انګریزان د ځوان او مترقي غوښتونکي پادشاه له کړنو وارخطا او ناراضه وو. دا ځکه چې ځوان پادشاه د هیواد سمسورتیا او د خپل ولس سوکالي په چټکتیا غوښتله. غازي امان الله خان په لنډه موده کې دهيواد د نوي نسل روزلو لپاره کڼ شمیر ښونځي پرانیستل، په زرګونه ځوانان يې د لوړو او مسلکي زده کړو لپاره بهرني هیوادونو ته واستول، د معارف ترڅنګ کلتوري انقلاب يې رامنځته کړ، کڼ شمیر مجلې او ورځپاڼې یې د عامه پوهاوی لپاره چاپ او نشر کړې، همدارنګه د لسګونو بنسټيزو پروژو عملي کارونه یې پیل کړل چې زرګونو خلکو ته پکښې د کار زمینه برابره شوه. خو، دا هر څه بیا انګریزانو لپاره د زغم او منلو وړ نه برېښېده. دا ځکه چې انګریزي ښکیلاک حتی د لمر ناسته خپله مستعمره کې نشوای زغملای. په داسې حال کې چې یو ځوان افغان لکه لمر د دوی په تیاره زړونو کې د خپلواکۍ څرک او لمبې بلې کړې، چې نورو هیوادونو ته هم د خپلواکۍ احساس وربخښه له همدې موخې په بریتانیاوي هند کې هم د ښکیلاکګرو پروړاندې د خپلواکۍ غږونه راپورته شوې. انګریزان وارخطا او ژر تر ژره لاس په کار شول. دوی خپل ټول استخباراتي قوت د شاه پرضد استعمال کړل ترڅو په هر قیمت چې کېږي باید خپل غچ واخلي. انګریزان د ځوان پادشاه له ملي احساساتو او اشتباهاتو(د هیواد کلتوري جوړښت ته نه پاملرنه)، څخه په کټې اخستنې سره وتوانېدل یو شيطاني مثلث د پادشاه پرضد رامنځته کړي لکه:

– د دين ترعنوان لاندې خرڅ شوي عالمان او ملايانو

– کوڅه ډبي، غله او قماربازان

– له سلطنت څخه شړل شوي لوړپوړي مامورین

 انګریزانو دا درې ډلې سره یوځای او د پادشاه پرضد یې تقویت او رهبري کړې ترهغه چې په کال ١٣٠٧ د مرغومې په ٢٤ مه د یو کوڅه ډبي، غله او قمارباز په مشري (بچه سقاو)، نظام رانسکوره او هیواد یې د تباهۍ او جهالت کندې ته واچاوه.

هو ! غازي شاه امان الله د خپلواکۍ یوازنۍ محصل پاتې شوی.

 روح دې ښاد او یاد دې تل پاتې وي!

 موږ ټول يې پوړوړې یو.

یادونه؛ بریتانیاوی یرغلګرو څه د پاسه ٦٠ هیوادونو ترخپلې ولکي لاندي راوستي وو، چې بيلګي يي به دې لست کې لیدلی شئ. Afghanistan -1919, Antigua and Barbuda, Australia-1901 -1986, The Bahamas-1973, Bahrain-1971, Barbados-1966 Belize-1981, Botswana-1966, Brunei-1984, Canada-1867–1982-(From 1949 this included Newfoundland and Labrador). Cyprus-1960 Dominica-1978، Egypt-1922 Fiji-1970، The Gambia-1965، Ghana-1957، Grenada-1974، India-1947، Iraq-1932 (British Mandate)، Ireland – 1948، Jamaica-1962، Jordan-1946، Kenya-1963، Kiribati-1979، Kuwait-1961، Lesotho-1964، Malawi-1964، Malaysia-1957، Maldives-1965، Malta-1964، Mauritius-1968، Myanmar-(Burma)، Nauru-1968، New Zealand-1907–1986، Nigeria-1960، Pakistan-1947، Qatar-1971، St lucia-1971، Saint Kitts and nevis-1983، St Vincent and the Grenadina lines-1979، Seychelles-1976، Sierra lione-1961، Soliman islands-1978، South Africa-1910–1961، Sri Lanka-1948، Sudan -1956، Swaziland-1968، Tanzania-1961، Tonga-1970، Trinidad and، Tobago-1962، Tuvalu-1978، Uganda-1962، United Arab Emirates-1971 United States-1776، Vanuatu-1980، Yemen-1967، Zambia-1964، Zimbabwe-1980

مطالب مشابه

Back to top button