اخبار
Trending

د عینکو د مس پروژه په نوي پړاوو کې

آیا سیمه ییزه جیو استراتیژیک به ورسره بدلون ومومي؟

محمدآصف ننګ

د اقتصاد خپرندوی مشر، له پکتیکا څخه

د روانې اونۍ د اسد پر ۳مه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند له لوري مس عینک پروژې ته د غځېدلي سړک د جوړولو پروژه پرانېستل شوه. پدې لوی قرارداد کې د لوګر له عام سړک تر معدني قرارګاه پورې ددغې لارې جوړونه پر افغان حکومت وه چې تقریباً د کار د نه پېل کیدو یوه بهانه بلل کېده. ښه خبره دا ده چې اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د دې پروژې د پرانېستي مراسمو کې مس عینک له مهمو پروژو یاده کړه. په خبره یې، د دې پروژې ډېر وخت ضایع شوی او پکار ده چې عملي کارونه یې ژر پیل شي. ملا برادر د مس عینک قرار دادي کمپڼۍ ته ډاډ ورکړی چې د پروسس پر مهال د زهرجنو موادو د له منځه وړلو لپاره په افغانستان کې دننه کافي مواد شته او دا ستونزه په بشپړ ډول حل شوې او د کار پر وړاندې هیڅ ډول خنډ نشته.

د مس عینک کان قرار داد له نن څخه شاوخوا ۱۵ کاله وړاندې په کال ۱۳۸۷ هجري لمریز کال کې له (MCC) چینایي کمپنۍ سره لاسلیک شوی، خو د ناامنیو او ځینو نورو دلایلو له کبله یې کارونه پیل نه شول. د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې قراردادي کمپنۍ مکلف کړل شوې، چې د نهایي او سل سلنه پروسس ترڅنګ د ۲۰۰۸ میلادي کال د ژمنو سره سم بې له کوم خنډ او ځنډ پرته د مس عینک کان د کیندنې چارې پیل کړي. د یادونې وړ ده چې د لوګر مس عینک کان په نړۍ کې دویم لوی کان دی چې په عملي کار به یې زرګونو کسانو ته کاري فرصتونه برابر شي. د تړون له مخې به چینایي اړخ دلته د ۳۰ کلونو لپاره د لوګر ولایت د عینک په ۲۰ رسوبي ساحاتو کې د ۱۱.۳ میلیون ټن مسو د استخراج لپاره معدنکاري کوي. د تړون قیمت په لومړیو کلونو کې د ۲.۸ میلیارد، بیا به له پنځم کال وروسته دغه پانګونه تر ۵.۵ میلیارد امریکايي ډالر ورسېږي.

د عنیکو کان د قرارداد د تأخیر او ځنډ په سبب تر اوسه افغانستان له پنځه نیم میلیارد ډالرو محروم پاتې شوی. د ام سي سي له لورې باید هرکال افغانستان ته شاوخوا ۴۳۰ میلیون ډالر مالیات او یو مقدار د رویالټي له بابته عواید پدې تړون کې تعهد شوي وو، خو په معدني ساحاتو کې د باستاني لرغونو آثارو موجودیت، مرموزو رقابتي لوبو او تردې د مخه د ناامنیو په سبب دغه پروژه له ځنډ سره مخامخ شوې، چې متأسفانه پنځلس کاله یې د وطن ګټې وځنډولې. که دا پروژه پخپل وخت عملي شوې وای نو به ورسره د زرګونو کورنیو او وګړو د غربت کچه راټېټه شوې وه او د وطن سیاسي ثبات او اقتصادي وده به ورسره ډېره مضبوطه شوې وه.

د عینکو مس د پروژې د پلي کیدو اقتصادي اغېزې

  • په اقتصادي لحاظ ددې قرارداد او پروژې له پلي کیدو سره به حدوداً ۴۰۰ میلیون ډالره مالیاتي عواید ترلاسه شي. شاخوا ۱۰۰۰ تنو ته به په معدن کې د کار زمینه مساعده شي، شاوخوا د ۵۰۰۰ کورنیو په ژوند به په سېمه ییزه کچه د لوګر په همدې منطقې کې ورسره بهتره شي او په یو ډول نه یو ډول به د معدن په شاوخوا سېمه کې نویو کاروبارونو او تجارتي فرصتونو ته مخه خلاصه کړي، مګر:
  • چینایي شرکت به له مس عینک معدن څخه تر تورخم او حیرتان بندرونو پورې د ریل پټلۍ غځوي، چې یو مهم تمځای به یې د بامیانو حاجیګګ هم وي، تر څو د معدن د استخراج له پاره د ډبرو سکاره را انتقال کړي. شرکت به په بامیانو کې ۴۰ میګا واټه بریښنا تولیدوي او د اوسیدو یو ښارګوټی به هم جوړوي چې لازمې اسانتیاوې به لري. تړون کې دا هم راغلي: که چېرته په معدن کې طلا موندل کېږي، نو هغه به تر افغانستان پورې اړه لري.
  • ددې قرارداد د تطبیق ستراتیژیکه ګټه دا ده چې مونږ به په لومړي ځل له خپلو ګاونډیانو سره ستراتیژیک شراکت ایجاد کړو. متأسفانه افغانستان له څو لسیزو راپدې خوا له خپلو ګاونډیانو سره د نیابتي جګړو، تاواني مداخلو، د ضرر رسولو سیاست او د بهرنیو یرغلونو لپاره د ګاونډیانو په مدد او همکارۍ مونږ ته کلونه کلونه زیان رسولی او زمونږ کورنۍ او سیمه ییز ثبات یې ګواښمن کړی.
  • له چین سره به ددې تړون له مخې افغانستان یواځې د عینکو په کان کې ۳۰ کلن شراکت ولري. د عینکو د مس تړون باعث کېږي چې چین د واخان په ګډون په ګڼو نورو منابعو او فرصتونو کې له افغانستان سره شراکتونه ایجاد کړي، چې دا به د څو بُعدي ستراتیژیکو اقتصادي اړیکو زمینه ساز وي.
  • له چین سره د شراکت معنا دا ده چې مونږ د نړۍ له دویم نمبر اقتصاد بلکې په نږدې راتلونکې لومړۍ درجې اقتصاد سره وصل شوې یو، چې دا به د افغانستان پر جیو استراتیژیک کې تاریخي تحول او بدلون وي.
  • د عینکو مس قرارداد هغه ستراتیژیک تړون دی چې په ضمني توګه به افغانستان د لار او کمربند د ابتکار یا Road and built initiative او سیپک CPEC سره د لامنقطع او نه بېلیدونکي شریک تبدیل کړي. طبعاً کله چې افغانستان له سیپک سره وصلېږي له پاکستان سره به یې اړیکې په سیستماتیک او هم په ستراتیژیکه توګه بهبود مومي او دا به په اوږدمهال کې د کاسا۱۰۰۰ او ټاپي د عملي کیدو لپاره ممد واقع شي.
  • له چین سره د ستراتیژیک اتصال له برکت به په ډرامتیکه توګه د افغانستان د سیاسي او اقتصادي ثبات جغرافیا کاملاً متحوله شي، د جنګ او ضرر منازعات به د ګډو او متبادله ګټو پر محور استواره شي.

د افغانستان د منازعاتو د ستراتیژیکه مطالعاتو په سلسله کې تر ټولو مهم تحلیل دا ده چې افغانستان په جنګي جغرافیا کې ځکه پاته شوی چې دغه هېواد د سیمه ییزه اتصال په کړۍ ندی تبدیل شوی او دا ځکه چې د سیمه ییزه اتصال د لویو پروژو تړونونه ندي پلي شوي، مثلاً د منځنۍ آسیا هېوادونه د افغانستان له لارې باید په ترانزیتي دهلیز د هند سمندرګي، واګه، کراچۍ، ګوادر، چاه بهار او بندرعباس سره وصل شوی وئ، مثلاً د ټاپي او کاسا۱۰۰۰ په ترانزیتي هاب (تونل) کې چې پر افغانستان تېرېږي باید پاکستان او هند پکښې مستفید شي. کله چې دغه ترانزیتي تونلونه د لویو ګټو لپاره وکارول شي، طبعاً د ثبات سبب ګرځي. طبیعي ده چې د افغانستان ثبات د سیمې د هېوادونو د ثبات او اقتصادي رشد سبب کېږي او په لویه کې د سیمې هېوادونو ترمینځ د لویو شراکتونو سبب ګرځي او په تدریج سره د سیمې جیو استراتیژي ورسره بدلون مومي. د سیمې د جیو استراتیژیک بدلون به شریکو هېوادونو ترمنځ د هر یوه جیوایکونومیک او جیو پولیتیک مجدداً پر نویو او مضاعفو منافعو اغېز وغورځوي او د ټولې سیمې د ثبات او استحکام او اقتصادي ودې تضمین لا لوړ کړي.

د افغانستان په اړه په اقتصادي مطالعاتو کې پر دې ټېنګار کېږي چې افغانستان باید د سیمه ییزه اتصال کم له کم په یوې کړۍ کې وتړل شي. له دې سره د نورو اتصالي پروژو د تحرک زمینه مساعده کېږي، نو له چین سره د عینکو مس تړون که عملي بڼه ونیسي مطمین یم چې ورسره به په ټولو اتصالي پروژو کې خوزښت رامنځته شي.

ګواښونه او احتیاط

د سیمه ییز اتصال په وړاندې لوی خنډونه هم شته. که دا لار هسې چې مونږ خوشبین یو، آسانه او هواره وای نو لا ډیر پخوا به دغه جنګي جغرافیا د ثبات په جغرافیا اوښتې وای. هغه سترې لوبې چې پدې سیمه او وطن باندې جریان لري او له ځان سره یې مزدور شریکان د افغانستان په خلاف کارولي او د جګړو او نیابتي سیالیو قراردادونه یې ورکړي، د کلونو په تېریدو سره دغه د پردیو لوبې د سیمې هېوادونه په تدریجي ډول په طبیعي سیالانو او غلیمانو تبدیل کړی… له ایران سره د هلمند د اوبو حقوقي مسئله او هم له پاکستان سره د ارضي بشپړتیا بحث د ډېورنډ لین پر سر کاملاً د بحث وړ دی خو نباید په رقابتي منازعاتو تبدیل شي او نباید د تصادم او پریکون سبب شي او نه باید د لویو قدرتونو د منافعو لپاره ټکري ذریعه پاته شي.

له چین سره ډېر نږدې کېدل باید په دقت او احتیاط سره وڅېړل شي، په ځانګړې توګه پدې سلسله کې د امریکا د جنوب آسیا ستراتیژۍ باید او باید په غور سره ولوستل شي. هسې نه چې پدې حب او بغض کې افراطي وړاندې تګ د نورو سیالانو د تخریش او تحریک سبب شي. نه وایم چې افغانستان دې خپلې ملي ګټې د نورو د منافعو لپاره تر پښو لاندې کړي یا یې مزیداً د نورو د سیالیو په خاطر وځنډوي، منتها دقت او احتیاط به مونږ اعتدالي تګلارې ته ورسیخ کړي او پدې توګه به د روابطو په اعتدال کې د ګټو تداوم تأمین شي.

چین به د معدن د استخراج او انتقال په کاروبار کې په وار وار کوشش وکړي چې د افغانستان شرایطو ته په پام سره (د نړۍ لخوا تحریمونه، عدم رسمیت او…)له افغانستان څخه امتیاز ترلاسه کړي. چین عادتاً پخپلو پروژو کې خپل مزدوران په کار اچوي، خپل روزمره مصرف له ځان سره راوړي او په ډېر کم مصرف او صرفه جویۍ خپل کارونه ترسره کوي، چې پدې بابت کې باید ورسره بحث او جګړه وشي تر څو په اعظمي حد کې افغانو کاریګرو ته د استخدام چانسونه مهیا شي او دېته ورته د افغانانو منابع ددې پروژې لپاره وکارول شي.

مطالب مشابه

Back to top button