اسرائیلیانو د یحیی سینوار د وژل کېدو په اړه جشن نیولی او په پوره زور ادعا کوي چې ګواکي “اوس به په منځني ختیځ کې وضعیت بنسټیز بدلون ومومي”، یعنې حالات به د دوی په خوښه روان شي.
اسرائیلیان باور لري چې ګواکي اوس هغه وخت رانږدې کېږي چې اسرائیل به خپلو ټولو دښمنانو ته ماته ورکړي او خپل دولت به له سره سمندر څخه د فرات تر سیند پورې وغځوي. د سلیمان (ع) معبد به بیا ورغوي، او دوی به د سیمې مطلق واکمنان شي.
د اسرائیلو ښي اړخي افراطی حاکمان، چې په حقیقت کې معاصر نازیان دي، داسې فکر کوي چې د دوی د کړاوونو اصلي سرچینه د حماس د مقاومت سازمان مشران دي او که دا مشران ووژل شي، ژوند به يې سمون پیدا کړي.
د اسرائیلو د اوسني رادیکال حکومت دغه ډول شعارونه دوه ډوله سوچونه رامنځته کوي: ١. یا خو دغه په سیاسي مکر، توطئو، زرنګۍ او اشغال جوړه شوې جغرافیا، یعنې اسرائیل، ځان ته دوکه ورکوي. ٢. یا کېدای شي د دوی دغه وحشتناک او بېرحمانه چلند د نړۍ د بل جوړښت لپاره د بلې نړیوالی لوبی پيلامه وي.
که لومړی علت وي، نو ښايي وویل شي چې اسرائیل یو بل ګام د سراب پر لور پورته کوي. ځکه غرور او ځان ښودنه د مطلقې ناکامۍ او بربادۍ نښې دي.
که دوهم علت ولري، نو په دې صورت کې اسرائیل د مقتدرو نړیوالو لوبغاړو لخوا لوبول کېږي او په حقیقت کې د هغوی په لاس کې یو پیاده عسکر دی. د دې نړیوالو لوبغاړو مقصد د نړۍ سیاسي او اقتصادي نظام ته، البته د دوی په خوښه، بدلون ورکول دي. په دې لوبه کې د اسرائیلیانو رول یوازې یوه برخه ده، او په دې خونړۍ او وحشتناکه لوبه کې پیاده تل قرباني کېږي، لکه چې تاریخ هم ثابت کړی دی.
حتی احمقانو ته هم څرګنده ده چې د حماس د مقاومت د مشر بېباکه وژل کېدل، هغه هم په وسله وال ډګر کې او هغه چې تر دې وړاندې یې نږدې یو کال د سختې پارتیزاني جګړې مشري کړې وه او په سلګونو اسرائیلي یرغلګر یې له منځه وړي وو، بېتاثیره نه دي. ټولو ته معلومه ده چې اسرائیل تل خپل تلفات پټ ساتي. سینوار او د فلسطین نورو قوماندانانو وکولای شول د اسرائیل هر ډول مثبت انځور ړنګ کړي، او اوس لا نور هم جوتېږي چې اسرائیل د لویې سیمهییزې جګړې یو بایلونکی عنصر دی. سینوار او نور ورته جنګیالي پوهېدل چې وژل کېږي، او هغوی دې ته چمتو ول. آیا د هغه وژل عبث و؟ کافي ده چې د فلسطین او اسرائیل شاوخوا حالاتو ته ځیر شو، او درک کړو چې دا مرګ عبث نه و.
د اوسني جګړې له پیل څخه تر اوسه پورې، اسرائیل بېساري او بېشمېره حیثیتي، اقتصادي، سیاسي او نظامي تلفات ورکړي دي. د اسرائیل اړیکې د ملګرو ملتونو له سازمانه نیولې تر هر بل سیمهییز او نړیوال سازمان پورې یا پرې شوې یا سختې ټکنۍ شوې دي. د اروپا کلیدي هېوادونه، چې پخوا به یې د اسرائیل بېقیده او شرطه ملاتړ کاوه، اوس په ښکاره اعلامیې خپروي چې د فلسطین دولت په رسمیت پېژني او د اسرائیل نازي دولت ته د وسلو لېږد نه کوي. له بلې خوا، په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره اسرائیلي سیاستوال هم د نړۍ او اروپا په تحریمونو کې شامل شوي دي.
د فلسطین دولت د رامنځته کېدو مسئله عملاً حل شوې، او دا دولت به د ګڼ شمېر غربي هېوادونو لخوا، د جګړې له پای ته رسېدو یا د نتانیاهو له لرې کېدو وروسته، په رسمیت وپېژندل شي.
که ومنو چې جنګ د سیاست دوام دی، او معمولاً د جګړې هدف دا وي چې دښمن دې ته اړ شي چې ستا اراده ومني، نو بیا ښايي ومنو چې فلسطینیان په خپله تګلاره کې بریالي دي.
لیکوال : ماکسیم شیفچینکو، روسی سیاستوال او خبریال
ژباړه : غوث جانباز