
دکتور زمان ستانیزی
د الهیات او عرفان استاد،د پسفیکا د عالي تحصیلاتو پوهنتون
په لرې افق کې د غرونو څوکو آسمان پر سر نیولی و. راڅېرمه د زمانې درنې اندېښنې پر اوښانو بار وې. تقدیر د کاروانیانوپه ټنډه د ژوند د ګاللیو کړاونوکرښې کښلې وې. سرمنزل مقصود ته د رسېدلو هیلې د اوښانو د زنګ په شرنګ او د قافلې په های او هوی کې پټی وې. زه هسې پسې روان وم. لارې خپله ور بللم چې ورنه ورک نشم. د هیلو پر پَل مې پښه اېښودله او وهلې لار مې شا ته پرېښودله. اومه ورځ د ځپلي تن له ستومانی سره یوځای منزل ته ورسېدلم.
کاروان مې پرېښود چې پر خپله لار ځي. زه د بابا د لیدلو هیلې را ورګرځولم. په پلټنه مې له یو لاروی نه د بابا د څلي پوښتنه وکړه. ځای یې راته په ګوته کړ. پاس په لوړه له شینکي آسمان نه را کښته، د معرفت له اوبو ډکې بانډې ته څېرمه، د روښانه څړوبندی ختیز ته یې له یوې لویې شنې ونې لاندې به یې پته درته ولګېږي.
د عرفاني تفکر ژورو اندېښنو د بصیرت له خیالونو سره زما د ذهن په باغ کې د رحمن بابا د لیدلو انتظار ایسته. خیال مې په نڅا شو.غوښتل یې د رحمن بابا له رندی خصلت سره د شعر په وزرونو د ادب لوړو آسمانونو ته والوزي. د رحمن بابا د بوللو هر لوستونکی د خپل ادراک په سطحه احساس کوي چې ګڼې یوازې دی د شعري بیان مخاطب دی. ما هم غوښتل نن زه د هغه مخاطب شم څو رحمن بابا د تصوف پېچلې اندېښنې په ساده ژبه راته بیان کړي، او په تفکر کې مې له ژوندي احساس سره د زړه خواله وکړي.
څېره یې له ورایه په نورانیت کې وبرېښېده. ورېښمینې ږیرې یې د مخ شاوخواته د روښانه شغلو شپول وهلی و. اوږدې څڼې یې پر اوږو داسې خورې وې چې ګڼی غوښتل یې دده د مخ ننداره وکړي. پر پراخ تندي یې د صفا او خلوص نښې څرګندې وې.
په هیلو کې راویښ زړه مې په حیرت کې ورک و. چې حال مې خپل شو، دغه مسرې مې په ژبه ږغېدلې:
ته په سل زره جلوو کې را ښکاره سوی
زما سل زره لیمو ته ننداره سوی
د رحمن بابا د نوراني مخ په ننداره کې له معني ډکې شېبې ابدي برېښېدې. د حقیقت او خیال تر مینځ هسې ورک وم چې د سکوت د ماتېدو هیله د ده له رضا او زما له جرأت نه لرې وه. نه مې غوښتل دغه ننداره حتی د سترګو په رپ کې هم قضا شي. ناڅاپه مې ذهن کې دا پوښتنه پیدا شوه چې ګڼې دی به رښتیا رحمن بابا وي؟
د سترګو په خلاصولو سره یې خپل حضور اثبات کړ. د خوف او رجا تر مینځ د خوښي او بېرې څپې را باندې راغلې. خوښي له دې امله چې د ده د حضور شاهد وم، او بېره له دی سببه چې ګڼې زما حضور به د ده د خیالونو بهیر اړولی وي. په نیولې مسکا کې یې زما احساس درک کړ. زما سر هم بی ارادې د درناوي په مقصد وخوځېده او دده په توربخوندو روښانه سترګو کې مې د خپل تعظیم د منظورېدلو نښې ولوستلی.
ځان مې ډېر بختور ګاڼه چې د رحمن بابا په ننداره وم او دا پوښتنه راته پیداشوه چې د به څنګه د زهد له چاپېریال نه د تصوف میدان ته ور دانګلی وي او دغه معنوي هجرت به د ده په ژوند کې څنګه را مینځ ته شوی وي. زما په تصور کې ددی خیال له تېرېدو سره سم د سکوت زړه وچاود، د شعر آهنګ د اهتزاز وزرونه و غوړول، د معنی په انګازو کې ښکلې نغمه پییل شوه او د رحمن بابا په ژبه حال په قال بدل شو:
ډېر عمر مې تېر کړ بېهوده په زمانه
نور د زما سر وي او د ترکو آستانه
دا ښکلې غزله مې هیڅکله په دومره کیفیت نه وه اورېدلې ځکه هغه ژبه، زړه، او فکر چې دا معني په کې زېږېدلې وه څه ناڅه زما د شهود له مخې یو ځای نه وه سره اورېدل شوې. د رحمن بابا د آواز انګازو تر ډېرو زما په غوږ کې اهتزاز کاوه او معنوي مفاهیمو یې زما له خیالي او عقلاني اندېښنو سره لوبې کولې. دغه معنوي بهیر زه له ځان سره داسې وړی وم چې عقل مې خیال ته په سودا کې شو څو وګوري چې له مادي کثرت نه د تېښتې او معنوي وحدت ته د هڅې په کوم پړاو کې لار وهي.
رحمن بابا په خپل ژوند کې د زهد له پړاو نه اووښتی و، په عرفاني وړانګو کې لمبېدلی و، او د طلب د وادي سالک لاروی و. کله چې مې وغوښتل د دغه فکري تحول د اسبابو په هکله وپوښتم، د رحمن بابا ژبه وخوځېدله:
هیڅ مې حاصل نکړه په شیخۍ او په تقوی کې
پس له دې مې وار دی هرچې شي په میخانه
آیا له یو عالم سره د میخانې خیال ښایي؟ د عارفانو په قاموس کې چې رحمن بابا یې د چشتیه طریقت یو سالک وه خدای بخښلو په تېره بیاد ملامتیه طریقت پیروانو له ریا نه د تېښتې په غرض خپلې اصلي څېرې پټولې. رندو صوفیانو د عبادت له ظواهرو نه د مناجاتي سلوک او خراباتي کړو وړو خواته مخه کړې وه او په رندي کې یې نور له ظاهري زهد او ریایي خدای لمانځنې سره کار نه درلود. ځکه دوی خدای پېژندنه په ځان پېژندنه کې پلټله. رحمن بابا چې له ما سره یې خیال یوکړی و زما د حدس ځواب یې داسې راکړ:
شیخ او شیخي، ورد و وظیفه، او ذکر، فکر
زه او ساقي جام و باده چنګ و ترانه
څنګه مو یوځل د زهد له محراب نه د نفس د تزکیې په خاطر د عرفان سمسور بڼ ته مخه کړه، او اشعار مو د فقهي عبوديت له صبغې نه د معرفت په رنګ کې و سپړېدل. آیا ستاسو د زماني ملګرې زاهدان او پوهان له دغه ناڅاپي بدلون نه متأثر نه شول؟
زه و زاهدانو ته حیران یم، دوی و ماته
«دیوانه به ده خندد و ده به دیوانه»
د عالمانو په نظریوو او د عارفانو په اندېښنو کې بدلون او تحول یو منل شوی امر دی. خو د عقلي او نقلي علومو د زده کړې پر ځای د تصوف د لارې غوره کېدل یو تکاملي اووښتون دی. آیا ستاسو مخلصینو ته د دې بدلون منل سخت نه وه؟
ګنج د دُرو زار شه د عاشق تر څاڅکې اوښکې
نه خروار د عقل، نه د عشق یوه دانه
عشق او عقل دواړه د خدای ذاتي صفات دي چې انسان ته ورکړل شوي. خو دلته د کمیت او کیفیت مسأله ده. ستاسې مطلب حتماً د خدای مینه ده چې یوازې د اشراق له لارې د بختورو حق پالونکو په زړونو کې پیداکېږي. خو د عقل خروار څنګه د عشق له دانې سره برابر ګڼلای شو؟ ځکه چې عقلِ کُل د خدای د لایتناهی وجود د نور تجلي ده چې جزئي عقل د هغه له یوې ذری نه د انسان د ادراکي قوې په توګه پیدا شوی. آیا بیا هم ویلای شو چې عشق له عقل نه وَړه او لوَړه درجه لري؟
خدای لره به ورشم په سودا د یار له مخ
بل مقصود مې نشته په کعبه په بتخانه
دا دنیا دی پیدا کړی خدای له عشقه
د جملو مخلوقاتو پلار دی دا
ستاسې منظور له دې مینې نه دا دی چې که عقل د خدای د وجود نښه ده، نو مینه هم د دغه ارزښتمن سوغات په بدل کې د انسان د اماره نفس له مهار کولو، د لوامه نفس له تسخیر، او مطمئینه نفس ته د سر ټیټولو نه وروسته د راضیه او مرضیه نفسونو په حاصلولو کې ځان لوړې درجې ته رسوي. سالک خپل نفس قربانوي څو د لوی څښتن د رضا د حاصلولو په لار کې فنا شي. رحمن بابا بیا د تائید په رسم سر وخوځاوه:
تیغ د یار له لاسه په مرۍ د عاشقانو
هسې لذت کا ندی جوړ د مییو پیمانه
د انسانانو خپل مینځي مینه چې له تصوفي نظره مَجازي مینه ګڼل کېږي د انسان د حیواني غریضې خصلت څرګندوی؛ خو د عرفاني اندېښنو په پرتله د انسان په زړه کې د خدای مینه د هغه ملکوتي اصل د جوهر نښه ده. آیا ستاسې په شعري بیان کې د دغه حقیقي مینې خواته خوځښت او بدلون علت کوشش و که کشِش؟
زه له ډېرې مینې په تش بوی د یار شیدا شوم
تل د لمدو خټو لږ اوبه وي بهانه
یوازې خدای ابدي او لایزال دی، خو د ابن عربی په قول انسان د خدای د وجود د آیت (نښې) او مظهر په توګه په یوه ابدي خیال کې ژوند کوي چې په هغه کې«واقعیت» یوازې د انسان د باطني بصیرت له لارې په کې متصور کېږي. خو د دی حقیقت درک د عادي انسانانو د پوهې له سطحې نه لوړ دی. په عرفاني ژبه «وحدت الوجود» د هستي دغه یووالی دی چې د انسان ژوند له زېږندې تر مرګه پورې د قران د «ارجعی» او «راجعون» په عباراتو کې خلاصه کوي.
توصل یا خپل اصل سره غبرګېدل او تأویل یا خپل اولیت ته ورستنېدل هغه عرفاني اصطلاحات دي چې د ریاضت له لارې له مادي سطحې نه د معني عالم ته د رسېدلو امکان ښیي او حکم کوي چې د انسان جسماني وجود باید د انسان د روحي ماهیت تابع وي، نه برعکس. برسېره پر دې تأویل یا له کثرت نه بیرته د وحدت په لور خوځېدل د وحدت الوجود اصلي معني افاده کوی چې په اصل کې ټول موجودات له یوې منبع پیدا شوي او هغې منبع ته به بیرته ورګرځي.
داسې ښکاري چې ستاسې مینه د تصوف د لویی لاروۍ بصري رابعې مینې ته ورته وي چې د تصوفي جذبې په حال کې یی ډېوه په لاس او منګۍ پر اوږه د بصرې په کوڅو کې منډې وهلې چې جنت ته اور واچوي او د دوزخ اور په ابو مړکړي څو خلک د جنت د ښکلا په خاطر یا د دوزخ د اور له بېرې عبادت و نکړي، بلکه د حقیقت د مینې د پتنګانو په څېر یوازې د خدای د مینی په لمبو ځانونه وسېځي.
ځکه زاهد زُهد کا د یو جنت د پاره
سر ښندلی نشي په اوربل د جانانه
تاسو د معرفت او اشراق له لارې ماهیتاً د علوي عالم خواته روان واست. هغه څوک چې د وحدت الوجود له اصولو سره بلد نه وي، د کلماتو د ورته والي له کبله د الهي حقیقي مینې او د انساني مَجازي مینې توپیر نشي کولای. دغه توپیر ته پام نه کول کله کله د ناوړو پېښو سبب کېږي، هسی چې د حلاج د ژبې بیان دده د سر په تاوان ختم شو:
ګوره چې منصورهسیې په دار نشې رحمانه»
مکړه دا دعشق خبرې مستې رندانه
د حسي عالم حقیقت یوازې د لوی رب د تجلي د مظهر په توګه منلی شو. کُنتُ کنزاً مخفیاً فاحبَبتُ ان اُعرَف فَخَلَقتَ الخَلقَ لِکَی اُعرَفَ «زه پټه خزانه وم، د مینې له مخیې مې هستي پیدا کړه څو و پېژندل شم.» د خدای پېژندنه یوازې د حقیقي مینې او عشق له لارې میسرېږي، نه د هستۍ او وجود د عقلاني اثبات له مخې. انسان باید پرخپل ځان او نفس سترګې پټې کړي څو یې سترګې د خدای پېژندنې ته خلاصې شي. رحمن بابا د دې حقیقت بیان داسې وکړ:
بله نښانه د عاشقي نشته رحمانه»
بی نام او نښان شه، که یې غواړې نښانه
روښانه ده چې د خدای پېژندل د ژورو اندېښنو معني د ژبې د بیان په محدودیت کې نه را ایسارېږي، په تېره بیا د شعر په قالب، د عروض په بحر، او د غزلي د قافیې په تنګ چاپیریال کې. خو دغه کار یوازې هغه څوک کولای شي چې د معرفت د اندېښنو په بهیر او د معرفت په پراخو درو کې یې اوږده سفرونه کړي وي. دا کار هغه رحمن کولای شي چې بابا بلل کېږي، او د بوللو په هره کلمه کې یې د رحمن په ژبه د رحمن ثنا داسې ویلې وي:
ډېر عمر مې تېر کړ بېهوده په زمانه
نور د زما سر وي او د ترکو آستانه
هیڅ مې حاصل نکړه په شیخۍ او په تقوی کې
پس له دې مې وار دی هرچې شي په میخانه
شیخ و شیخي، ورد و وظیفه، او ذکر، فکر
زه او ساقي جام و باده چنګ و ترانه
زه و زاهدانو ته حیران یم، دوی و ماته
«دیوانه به ده خندد و ده به دیوانه»
ګنج د دُرو زار شه د عاشق تر څاڅکې اوښکې
نه خروار د عقل، نه د عشق یوه دانه
خدای لره به ورشم په سودا د یار له مخه
بل مقصود مې نشته په کعبه په بتخانه
تیغ د یار له لاسه په مرۍ د عاشقانو
هسې لذت کاندي جوړ د مییو پیمانه
زه له ډېرې مینې په تش بوی د یار شیدا یم
تل د لمدو خټو لږ اوبه وي بهانه
ځکه زاهد زُهد کا د یو جنت د پاره
سر ښندلې نشي په اوربل د جانانه
ګوره چې منصور هسې په دار نشې«رحمانه»
مکړه دا دعشق خبرې مستې رندانه
بله نښانه د عاشقی نشته رحمانه
بی نام او نښان شه، که یې غواړې نښانه
مات کچکول
کړه مې درویزه د یار دیدن ته بهانه
مات کچکول په غاړه پر لار ځم ملنګانه
ځم قلندرواره د سلوک پر اوږده لاره
رنګ او رنځ د مینې کړم بی باکه رندانه
زه د ملکوت مرغه په خپلو وزرو راغلم
خط یې راته دام شو خال یې شو را ته دانه
هڅه مې کړه ډېره ستنېدو د خپل وطن ته
تن راته قفس شو، شوم اسیر په زولانه
څو وژغورم ځان له پردیتوب د چاپېریال نه
خاورې مې خپل تن کړلو په دود د زمانه
زړه کې مې نغښتلی ښکلی راز د یار د مینې
پټ یې نازومه صدفواره دُردانه
تل د تصور پردو کې نقش د دلبر لمانځم
بل مطلب مې نشته بی وصال د جانانه
لاس مې التماس کې دی نیولی لوی دربار ته
هې که مې نصیب د یار دیدن شي نظرانه
ډوب شوې «ستانیزیه» اندېښنو د حقیقت کې
روغ به لیونی شې د خوب خیال په آستانه
زمان ستانیزی