د ټاپي پروژه زموږ ګران هېواد افغانستان لپاره یوه حیاتي اقتصادي پروژه ده چې پلي کیدل یې نه یوازې اقتصادي ارزښت لري بلکې د سیمې د ټولنیزو اوسیاسي تعاملاتو او اقتصادي همکاریود لاښه کېدو لپاره ډیره ګټه وره ګڼل کېږي.
د دې پروژې په هکله لمرۍ وضاحت دا ده چې دغه پروژه هومره د افغانستان نده څومره چې د نورو شریکانو او اصلي ګټه اخیستونکو ترکمنستان85%، پاکستان 5% او هند 5% ده. دافغانستان برخه په دې پروژه کې 5% ده، مګر تر هغو دوو نورو شریکانو پکې لږ مستفید دی.
هکذا د ضرورت او مصرف له پلوه د هند او پاکستان مصرف به له دغې پروژې څو چنده اضافه وي، خو مهم او ستراتیژیک اعتبار تر نورو ټولو شریکانو افغانستان ته زیات دی.
د ټاپي پروژې تاریخچه
د ټاپي پروژې مفکوره په ۱۹۸۰مې لسیزې کې راوټوکېده. په شروع کې یې نوم ټاپ “ترکمنستان، افغانستان، پاکستان” و، هند پکې شریک نه و، خو په کال ۲۰۰۶ ز کال کې د هند پارلمان پدې پروژې کې د ګډون پریکړه وکړه او په کال ۲۰۱۰ کې یې د شراکت تړون لاسلیک کړ. هغه مهال چې طالبان پر افغانستان حاکم ول، په اول دور کې، نو په قاطع توګه یې ددې ستراتیژیکې پروژې ملاتړ وکړ.
په اول ځل یو امریکایي شرکت یونیکال (UNOCOL) د یوه کنسرسیوم تر چتر لاندې له بریداس (Bridas) ارجنتایني شرکت څخه رقابت وګاټه او په ۱۹۹۵ز کال کې یې تړون لاسلیک، خو د ژیوپولیتک مسايلو تر تاثیرلاندې بالاخره تر شل کلن ځنډ وروسته یې عملاً په کال ۲۰۱۶ کې د ترکمنستان برخې د ترکمن ګاز په ساحاتو کې خپل کارونه پیل او په ۲۰۱۸ کې یې بشپړ کړل.
د طالبانو په لومړي دور کې د ټاپي کار معطل شو. یو دلیل دا و چې د یونیکال په کنسرسیوم کې چې روسیه (۱۵٪) او سعودي (۱۰٪) سهامداران ول دواړه په شا شول، دویم دلیل د افغانستان تحولات او دریم دلیل یې په سیمه کې مجموعي، ضد او نقیض رقابتونه و چې په دې څېړنې کې به ورته اشاره وشي. دوهم وار او بیا ځلې د ټاپي کار په ۲۰۰۵ کې د آسیا پراختیایي بانک (ADB) د دې پروژې لپاره لېوالتیا وښودله او د عملي کېدو څېړنې یې ورته پېل کړې.
په لومړنیو تفاهماتو کې په پام کې وه چې د ورځې به ۹۰ تر ۱۰۰ میلیون مترمکعب ګاز شریکانو ته انتقالیږي چې د هند او پاکستان سهمونه به د هر یوه ۳۸-۴۲ میلیون مترمکعب او د افغانستان سهم به په ورځ کې ۱۴ تر ۱۶ میلیون مترمکعب وي.
د پروژې مصرف په شروع کې ۲.۵ (دونیم) میلیارد ډالر اټکل شوی و. بیا دغه مصارف ۷ ملیارډ ډالر او بیا په کال ۲۰۱۶ز کال کې یې تطبیقي او د استخراجي ګاز مصرف ۱۰ میلیارد شاوخوا او نهایتاً په کال ۲۰۲۲ ز کال کې د اټکلونو له مخې د دې پروژې نهایي قیمت به تر ۲۲ میلیارد ډالر وي، چې څه د پاسه ۷ میلیارد به یې پر ساختماني چارو، پیپ لینونو، ستیشنونو، ممدو سړکونو، د برېښنا لینونه او ستنې، د فایبر شبکه او… او شاوخوا ۱۵ میلیارد ډالر به یې د ګاز مصرف وی…
فني او تخنیکي معلومات
د پروژې مبدأ او مرکز: د ترکمنستان هېواد، ګالګینیش د ګاز میدان چې له افغانستان سره په ۲۰۰ کیلومتر کې واقع دی شروع کیږي او تر هندوستان د فاضلیکه سیمې ته به رسیږي.
د پروژې پانګویي ارزښت: مجموعاً ۲۲ میلیارد ډالر ده، خو د ۲۰۱۸ زکال د څلورو جمهور ريیسانو په تړون کې د پانګونې قیمت ۱۰ میلیارد درج شوی…
د پروژې شریکان: ددې پروژې شریکانو په ۲۰۱۴ ز کال کې د اجرايیوي چارو لپاره یو سهامي شرکت د TPCL تر چتر لاندې جوړ کړی چې شریکان یې دي: (د ترکمنستان د ترکمن ګاز شرکت ۸۵٪، د افغانستان لخوا د افغان ګاز تصدۍ ۵٪، د پاکستان لخوا د پاکستان ګاز سیستم اداره ۵٪ او په هند کې د ګیل خصوصي شرکت ۵٪).
د افغانستان نقش: په ټاپي کې اصلي خریداران هند او پاکستان دي، افغانستان پکې ترانزیتي نقش لري خو یوه برخه ګاز به هم هرکال اخلي چې د وخت په تېریدو سره کیدای شي پر همدې پایپ لاین کې افغانستان خپل ګاز له استخراج وروسته هند او پاکستان ته وپلوري.
د پروژې مسیر: ټولټال ۱۸۱۴ کیلومتر اوږدوالۍ لري او مسیر یې (له ترکمنستان ۲۰۰ کم، په افغانستان کې ۸۱۶ کم، په پاکستان کې د کویټې او ملتان له لارې هند ته د ۷۳۸کم په واټن او ۶۰کم په هندوستان کې د فاضلیکه تر سیمې) رسیږي.
د پروژې حقوقي چوکاټ: د دې پروژې لپاره تر اوسه پورې ۱۷ حقوقي قراردادونه ترتیب او ۸ پکې نهایي شوي دي، چې ځېنې یې د سرمایه ګذارۍ له مخکېنۍ (Pre-FID) مرحلې او ځېنې یې د پانګونې له بعدي (Post-FID) مرحلې پورې تړاو لري. د سرمایه ګذارۍ د مخکینۍ مرحلې لپاره مهم حقوقي اسناد عبارت دي له: حقوقي چارچوب، د تمویل او مالي مسایلو سند، د نقشه اخیستنو سند، د مسیر د تعینولو تخنیکي سند، د چاپیرېال ساتنې او محیط زیست د اغیزو مطالعات، د سروی او مطالعاتو سند او د ټاپي پر مسیر د ځمکو د استملاک سند او اړوند تطبیقي کاري مراحل یې پکې تشریح شوي دي.
د افغانستان لخوا لاسلیک شوي سندونه: د ټاپي د بین الحکومتي حقوقي چارچوب، د سهمدارانو تړون، د ګاز د پېر او پرول تړون، د سرمایه ګذارۍ یا پانګونې تشریحي سند، د ګاز د انتقال عملیاتي تړون، د افغانستان د ونډې د تمویل ضمانتلیک او د مشرانو تصدیقنامه…نهایي او لاسلیک شوي دي.
نا امضا شوي سندونه: د کوربه دولت تړون، د ګاز د انتقال وثیقه، د پایپ لاینونو د قوانینو سیستم، امنیتي پروتوکول، د ځمکنیو خدماتو تړون، د ځمکو د مالکیت او استملاک تړون… البته ځينې نور حقوقي اسناد او ضمایم هم شته چې ځېنې یې ترتیب شوي خو نهایي شوي ندي او ځېنې ضمایم او اسناد نهایي شوي او لاسلیک ته منتظر دي. د مثال په توګه د فشار ستیشنونو مشخصول او ټاکنه، د برق ستیشنونو تعیینول، د نوري فایبر اړوند سندونه، د اورګاډې د پټلۍ او د ممدو موازي لارو تخنیکي سندونه او…
د ګاز قراردادي ظرفیت: ۳۳ میلیارد مترمکعب ګاز به په هرکال کې دریو هېوادونو ته انتقالیږي، یعني هره ورځ به افغانستان ته ۱۴-۱۶ میلیون مترمکعب ګاز، پاکستان او هند ته به ۳۸-۴۲ میلیون مترمکعب ګاز/ورځ کې انتقالیږي.
د پروژې د قرارداد اجمالي مدت: ۳۰ کاله
د ټاپي په چوکاټ کې ممد یا ضمني پروژې: د ۵۰۰ کیلوواټو برېښنایي شبکه( چې درې ستیشنونه به یې په افغانستان کې وي)، له مبدأ تر پاکستان پورې د اورګاډې پټلۍ او تکمیلي آډې یې، د نوري فایبر شبکه، ضمني سړک او په مجموع کې به دولس (۱۲) فشاري ستیشنونه ورته جوړیږي چې له هغه اوه(۷) به یې د یومیلیارد ډالر په ارزښت په افغانستان کې وي.
په افغانستان کې د ټاپي لاره او ترېنه مستفید ولایتونه: هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار
د ګاز تقسیم او د افغانستان سهم: په لومړنیو لسو کلونو کې به هرکال افغانستان ۵۰۰ میلیارد مترمکعب ګاز اخلي، په دویمه لسیزه کې به هرکال ۱ میلیارد مترمکعب او په دریمې لسیزې کې به هرکال یونیم میلیارد مترمکعب ګاز ترینه رااخلي.
له ټاپي څخه د افغانستان د ترانزیت عواید: ۴۰۰-۵۰۰ میلیون ډالر، هرکال (هکذا یو مقدار عواید به له ضمني پروژو، لکه د برق د لین، د مصئونیت خدمات، د ترمیم خدمات او مراقبتي خدماتو له بابت هم ترلاسه کوي.)
د کارموندنې ظرفیت: ددې پروژې په ساختماني مرحله کې به ۱۲تر ۱۴ زره کسانو ته مسلکي او غیر مسلکي کار پیدا کېږي.
د امنیتي مصئونیت شبکه: له ۷۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰ افغان امنیتي ځواک به ددې پروژې د ساتنې مسوولیت په افغانستان کې په غاړه اخلي. طالبانو په ۱۴۰۱لمریز کال کې له ترکمنستاني پلاوي سره په رسمي مجلس کې وېلي و چې د ټاپي د امنیت لپاره به ۳۰ زره ساتونکي استخداموي.
د افغانستان د سهم تمویلونکي: آسیا پراختیایي بانک ADB، د دغه بانک له رسمي ژمنو سره به د پروژې د اجمالي مصرف ۴۰٪ په افغانستان کې وي چې همدغه څلوېښت سلنه مصارف به د افغانستان له اړخه د آسیا پراختیایي بانک ورکوي. هکذا د ۱۴۰۰ کال په جدې کې د ترکمنستان مسوولینو (وفاحاجی یوف، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال) ټټر وواهه اعلام یې وکړ چې د افغانستان د برخې مصرف به ترکمنستان ورکوي، یوه طرحه دا هم ده چې ګوندې اوسني دولت ترکمنستان ته ویلې چې د ترانزیتي عوایدو په تحویلۍ سره، چې ترکمن دولت ته به یې یوه برخه هر کال ورکول کېږي، له ترکمن دولت یې غوښتي چې د ټاپي کارونه دې په همدې ضمانت پیل شي، که څه هم دیخوا یی کارونه پیل شوي او طالبان کولی شي په مربوطه چارو کې کارونو ته دوام ورکړي.دوی کوم نوی تړون او ضمانت ته ضرورت نلري.
په افغانستان کې د ټاپي دعملي کار پیل: د ۱۳۹۶ لمریز کال د کب پرڅلورمه رسماً په هرات کې د ټاپي ساختماني چارې، تر یو بین المنطقوي کنفرانس وروسته چې د څلورو هېوادنو مشران او لوړ رتبه استازي پکې ګډون درلود، پېل شول.
د پروژې تکمیل: له پلان سره سم باید تر کال ۲۰۱۹ز کال تکمیل شوې وایی، خو د نوی تعین شوې وخت له مخې به تر ۲۰۲۴ پورې تکمیل شي.
له ټاپي سره تړلې لوړې ژورې، چلنجونه، رقابتونه او درې لسزیزي تاخیر؟!
که تاریخچې ته یې وګورو، نو پوره ۳۴ کلونه د دې پروژې له شروع اوړي. پدې دریو لسیزیو کې اول ځل چې دغه مفکوره میداني او پروژه یي(feasibility) شوه نو د مرحوم ډاکټر نجیب حکومت سقوط شوی و، غرب غوښتل د مجاهدینو له بریا سره خپل ستراتیژیک حضور سیمې ته راوغزوي او د شوروي اتحاد تر شکست وروسته آزاد شویو جمهوریتونو ته نفوذ وکړي. د نفوذ لپاره نقشه په اقتصادي نفوذ استواره وه. د منځنۍ آسیا د هېوادونو او افغانستان سرشاره او پریمانه طبیعي منابعو ته لاسرسۍ تر ټولو لوی لومړیتوب و. د چین، روسې او ایران مثلث ته د شیطاني مثلث په سترګه کتل کیدل، امریکا غوښتل د شوروي اتحاد په میراتي هېوادونو کې د ګډو همکاریو او ستراتیژیکه شراکتونو له لارې هم خپل وجاهت وغزوي، هم په مفتوحه هېوادونو کې د دیموکرات لیبرال بدیل په حیث راڅرګند شي او هم له افغان مجاهدینو د یوه ملیشه یي ریزرفي ځواک په حیث د دوی په تعبیر د شیطاني مثلث په وړاندې کار واخلي، امریکا نه غوښتل چې د مجاهدینو لشکر، چې دوی لس کاله پرې پانګونه او ملاتړ یې کړی و له لاسه ورکړي یا دغه ځواک د دوی له کنترول ووځي او یا هم دغه فاتحین د مستقله ځواکمن دولت په ایجاد سره د ترینه متلاشي شي یا د حب الوطن انګیزه پرې غالبه شي او خپلو وطني منافعو په سودا کې د خپل وطن پر عمران او یووالې بوخت شي. لنډه دا چې غرب او امریکا نه غوښتل دغه غیردولتي ځواک(Non-state actors) په دولتي ځواک(State actors)تبدیل شي. د دولت خاصیت دا وي چې دوی د بل هېواد د منافعو استعمالي وسیله نه ګرځي اما د ډلې یا ډلو حاکمیت دا عیب لري چې دوی د نورو د منافعو لپاره، آګاهانه یا نا خودآګاه، استعمالیږي او د پروژو په شان عمل کوي.
داوياېمې لسیزې ناسنجیده رقابتونه:
هغه مهال د امریکا برنامه دا وه چي په سیمه کې خپل دیرېنه متحدین (هند او پاکستان) لازیات تقویه کړي او دوی د منځنۍ آسیا او افغانستان له منابعو سیراب کړي.نن هم د دوی په اجندا کې مستقل او خپلواک افغانستان ګنجایش نه لري. هغه مهال، په ۱۹۹۰ لسیزه کې د دې کار لپاره د افغانستان ثبات حتمي و، البته د ګوندي حکومت تر چتر لاندې نه ملي زعامتي حکومت ترچتر لاندې، مګر تاریخي واقعیتونه ثابتوي چې غربي متحدینو د افغانستان په بې ثباتۍ کې خپلو اهدافو د رسیدو او د شیطاني مثلث په وړاندې د خنډونو د ایجادولو لپاره یوه بشپړه ویجاړونکې برنامه غوښتله. بالاخره ددې بې ثباتۍ اغیز تر نړۍ ورسید.
که څه هم جهادي رهبرانو په وار وار ادعا کړې چې غربي ملاتړو د کابل تر فتحې وروسته دوی ځکه وځپل چې ګویا دغه د فتحې علمبرداران د نورو خپلواکۍ غوښتونکو غورځنګونو لپاره قدوه او مثال ونګرځي، اما امریکا ته د افغانستان او منځنۍ آسیا منابع او دغو سرشاره منابعو ته لاسرسۍ فوق العاده اهمیت درلود.افغانستان او د افغانستان کورنۍ بحران یې په لوی لاس پاکستان ته وسپاره.
د مجاهدینو تر فتحې وروسته کاملاً افغانستان پاکستان ته د امریکا لخوا حواله شو. د ټولو غربي هېوادونو افغان سفارتونه او استازولۍ په پاکستان کې پرانیستل شو، ګویا هغه د ستراتیژیک ژورتابه سناریو یواځې زمونږ د ګاونډ هېواد طرحه او دورنما نه وه، بلکې د پردې شاته د لویو قدرتونو شیطانتونه، شراکتونه، رقابتونه او د منافعو التقا او انقطاع د سناریو اصلي رخ او رنګ تکمیلاوه! ښایي هغه روایت درست وي چې افغانان نه له تاریخ عبرت اخلي او نه هم له حوادثو درس اخلي، او دا به تر هغو وي چې موږ په مستقله توګه خپلې منافع ځانته تعریف نه کړو او د خپل وطن او دولت لپاره خپله جیوپولیتک او جیوایکونومیک داسې ډیزاین کړو چې د ټولې سیمې او ګاونډیانو منافع او شراکتونه تضمین کړي.
افغانستان د سیمې لپاره د یوه له ټولو نه ښه شریک ټول جوهري ظرفیتونه لري چې نه یواځې د سیمه ییزه همکاریو په چوکاټ کې له خپلو ګاونډیانو، بلکې د اروپا، چین، روسیې، ترکیې او عربي هېوادونو لپاره د یو ګټور شریک په حیث بلکې د دوامداره شراکت فکتورونه او پوتنسیلونه په ځان کې لري. که د (ستراتیژیک ژورتابه) په ځای پاکستان افغانستان ته د یوه (ستراتیژیک شریک) ګاونډي په توګه تعامل کړی وای نو په تېرو دریو لسیزو کې به یې په مراتب خپل ځان، مونږ ته او سیمې ته ډېره ګټه او ثبات کمایي کړې وای. دوی باید پوه شوي وئ چې افغانستان د خوراک شی ندی او چا چې یې د خوړلو هوډ کړی نو ژامې یې ماتي شوي دي!!!
د رقابتونو کمکش او د افغانستان بې ثباتۍ:
د ترکمنستان پر ګازو د یونیکال او بریداس په رقابتونو کې ۷ کاله همداسې تیر شول. هغه مهال یواځي افغانستان او پاکستان له ترکمنستان سره د دې پروژي (ټاپ) شریکان ول، هند پکې نه و.
د نورو سیالیو ترڅنګ د افغانستان د کورنیو جګړو په دوران کې ایران هم خپل فرصتونه شمېرل، دوی ته زمونږ د وطن اور یو ګټور فرصت ښکاریده. ایران غوښتل چې: یا خو دې د ترکمنستان ګاز په همدې نوم او نشان (ټاپ، ترکمنستان، ایران، پاکستان) د ایران له مسیر عبور وکړي، ځکه چې د افغانستان کورنۍ جګړه د ترکمنستان په شمول د پاکستان لپاره هم یوه مشوقه لاره نه وه، بلخوا ایران غوښتل چې د سولې نللیکه (IPI) ایران، پاکستان، انډیا ته د یوې بدیلې پروژې په حیث چې (لنډه، بی جنجاله، چاه بهار بندر ته نژدې، ارزانه او د پریمانه ګاز له مزیت برخمنه ده) وړاندې کړي.
هغه چې وایی په هر شر کې یو خیر نغښتي وي، ممکن پر ایران د نړیوالو تحریمونو په سبب د دوی د انرژۍ خریدارانو دېته زړه نه وي ښه کړی چې له دې هېواد سره تړونونه وکړي، ځکه خو د ایران له اړخ پر ټاپي پروژې یو مقدار دوامداره کم نیتي موجود وه، خو له دې انکار نشي کیدای چې پخپله د ایران نفتي منابع ډیر لوړ ارزښت لري. ایران د نړۍ ۱۲٪ نفتي منابع او د ګاز د منابعو له پلوه د نړۍ ۱۸٪ ګاز په ایران کې دی، د خزر د دریاب د نفتي منابعو او ساحاتو مالکیت د ایران په لاس کې ده، سمندري بندرونه، په ځانکړي توګه چاه بهار، د هرمز تنګۍ او بندر عباس دې هېواد ته زیات اهمیت ورکوي چې د نفت او ګازو د سوداګرۍ لپاره بهترین مزیت بلل کېږي.
ایران په اوپک کې د دویم نمبر غني نفتي هېواد مرتبه لري.که د نفت او ګازو د احتیاج نړیواله او سیمه ییزه تقاضا او روزافزون احتیاج وګورو د هند، چین او پاکستان لپاره نه د منځنۍ آسیا منابع کفایت کوي، نه د ترکمنستان او نه هم د عربي نړۍ. د ایران نفت او ګاز خو بیخي کفایت نه کوي، ځکه چې د ټاپي قرارداد تر ۳۰ کلونو پورې ده اما د هېوادونو د اقتصادي او صنعتي رشد په سبب د نفت او ګاز اړتیا مخ په زیاتیدو ده، چې د رقابت او سیالۍ په ځای شراکت او قرابت ته ضرورت لري. لاهم فرصت شته چې د سیمې هېوادونه د ښه نیت له مخې خپل ….
ترمینځو د ستراتیژیکه شراکت او د منافعو د تبادلې سیاست ورخپل کړي، پرېدېږدي چې هر هېواد د خپلو وګړو لپاره، د یوبل استقلال او خپلواکۍ ته د احترام او ښه ګاونډیتوب پر بنسټ د ښه ژوند شرایط او د جیوپولتیک ثبات لپاره د یو بل لپاره د ممد رکن په توګه نقش ایفا کړې.
د سپتمر (۹\۱۱) واقعه او د مرمزه رقابتونو نوې بڼه:
تر هغو چې د سپتمبر یولسمه واقعه پېښه شوه، پدې وخت کې د افغانستان او نړۍ شرایط کاملاً بدل شول، نړۍ ټوله په یوه انقلابۍ کلي او پوځیتوب (militarism) بدله شوه. افغانستان ته د امریکا راتګ نه یواځې ټاپي بلکې د سیمه ییزه اتصال ټولې برنامې او د منطفوي همکاریو سازمانونه (سارک او ایکو) یې په نوي محوریت او د امریکا د ګټو او رقابتونو په برنامې (د جنوبي آسیا پر محور) راټول کړل.
د سپتمبر (۹۱۱) حادثه د امریکا د هژمونیکې سیطرې لپاره یو عظیم فرصت بلل کیده، مګر د امریکا شل کلن پوځیتوب (militarism)، له انتقام ډک چلند، غرور او له افغانستان څخه د معلوماتو او اطلاعاتو خلا او هم د ناقصه او فارمولیټ شویو معلوماتو په سبب حالات یې هغه طرف ته بوتلل چې ترمیم او التیام به یې کلونه کلونه وخت ونیسي...!
پاکستان تر همدې روان ۲۰۲۳ زکال پورې د ټاپي په اړه پر واقعیتونو ولاړ او د خپل هېواد د حقیقي منافعو پر محور استوار دریځ نه درلود، لاهم له هند سره رقابت او پدې پلمه چې هند له دغې پروژې او منابعو محروم وساتل شي او هم دا وېره او حسد چې ګویا افغانستان به له ټاپي او کاسا ۱۰۰۰ سره په یو مهم طاقتور هېواد بدل شي، هغسې طاقتور هېواد چې بیا به سیمه او پخپله پاکستان ورته محتاج وي، ددغې پروژې په عملي کیدو کې رغنده نقش ندی ایفا کړی.
هند د پاکستان ناسالمه سیالیو ته په پام لګیا دی. له ایران او قطر سره د ګاز پر سودا چنه بازي کوي، د اوکراین جګړه، پر افغانستان او ګڼو نورو هېوادونو تحریمونه او په نتیجه کې د روسیې ګاز ارزانه بیه هغه بل مشوق دی چې هند ته سترګک وهي. هند ته په ټاپي کې ګډون د دې هېواد په بدو انتخابونو کې یو نسبتاً ښه انتخاب و، اما دوی د نورو بدیلونو په غورولو کې ډیر ګنجایشونه له ایران، قطر، روسیه او… لري، نو د پاکستان لخوا د پروژې د تاخیرولو او د نورو ناسنجیده سیاستونو تر ټولو نورو شریکانو یې پخپله پاکستان ته زیان زیات تمام شوی.
اوسمهال چې د پاکستان سیاسي او اقتصادي (معیشتي) حالات د خرابۍ طرف ته روان دي او هغه د (ستراتیژیکه عمیق) سیاست نشي برآورده کیدای، بل طرف ته د دغه هېواد د ارزی ذخایرو له تشې او د سون انرژۍ له سخت کمښت سره مخامخ دی، بل هیڅ انتخاب نه دی ورپاتي، نو ناچار دی چې ددغې پروژې د تطبیق لپاره لاره هواره کړي.
پاکستان هر کال د ګاز له بابته ۴۵٪ کمښت لري. د برېښنا مجموعي تولید یې ۲۱ زره میګاواټ دی خو دوی ۳۲ زره میګاواټ برق ته اړتیا لري. دغه د ۱۰ زره میګاواټ برق کمبود یو خطرناک ناورین ورته زیږولی شي، که عاجله چاره یې ونکړي نو ډیر لوړ قیمت به ورکوي.
پدې وروستیو څو کلونو کې د سون انرژۍ کمښت سبب شوی چې، په دې هېواد کې د صنعت او تولید سکتور په مسلسله توګه له کسر او پسمانۍ سره مخ شي. که پدې کلونو کې د ټاپي له پروژې ګټه اخیستنه موجود وایی نو هر کال به پاکستان ۴-۵٪ اقتصادي وده درلوده، پداسې حال کې چې دغه بهیر کال په کال شاتګ لري او په نتیجه کې په زرګونو تولیدي کارخانې دریدلي، د ارز نرخ یې رالویدلی، له هېواد څخه د سرمایې او صنعتکارانو فرار زور اخیستی، په نړیوال تجارت کې یی دومره اعتبار او وزن له لاسه ورکړی چې بنګلادیش، هند، بوتان او حتی بانکرپت شوې سریلانکا هم ترینه په بهتره وضعیت کې قرار لري.
افغانستان او سیمې ته د ټاپي ګټې
دا پروژه د سیمه ییز اتصال، د منځنۍ آسیا او جنوبي آسیا ترمینځ د پېوستون د دهلیز په حیث تر ټولو مهمه پروژه ده چې له منځنۍ آسیا به جنوبي آسیا ته د سون انرژۍ (برق او ګاز) او هم به ورته د ترانزیتي لارې په ایجاد سره په سوداګریزې تبادلې کې بلازیاته پراخوالی راولي او په شریکو هېوادونو کې به د میلیونونو وګړو په ژوند کې پرمختګ او بهبود او د پانګونې په تحرک کې به معناداره اضافت راولي.په بله معنا دا به د شانګهای، سارک، ایکو او د آسیا زړه اقتصادي سازمانونو د تړون او د سیمې د ثبات لپاره به عمده رول ولوبوي.
ټاپي د سیاسي ثبات پروژه ده
د منځنۍ آسیا هېوادونو کلونه کلونه بلکې له پېړیو راهیسې غوښتل چې د هند سمندر (ګرمو اوبو) ته د افغانستان له لارې عبوري کانال ولري چې ددې پروژې (او هم د کاسا زر (CASA1000) او د لار او کمربند RBI پروژې) له تکمیل سره به افغانستان په لومړي ځل د ثبات اساسي شاهرګ ته شامل شي، دا وخت په افغانستان کې د دولت عمده وظیفه دا ده چې د سیمه ییزه اتصال په پروژو کې خپل عمده ځواک او خپله سیاسي او اقتصادي دیپلوماسۍ مصرف کړي. دولت باید دغو پروژو ته تر ټولو لوړ لومړیتوب ورکړي. که دغه درې پروژې عملي شي نوربه نو په سیمه کې د سیالیو لوبي او منفي رقابتونه په ګټورو اړیکو او ستراتیژیکو ملګرتیاوو تبدیلې شي. د کاسا زر (دکاسا معنا، مرکزي آسیا جنوبي آسیا Central Asia-South Asia) د ترانزیټي پروژې له بابت به افغانستان هرکال ۱۲۰ میلیون ډالر عواید ولري.
له دغو پروژو سره به افغانستان د سیمه ییزه اتصال پر دهلیز او د سیمې ترمینځ د همپالنې د پُل په توګه رول ولوبوي، چې په اوږدمهال کې به د چین، روسې، منځنۍ آسیا، ایران، پاکستان، هند او حتی د ورېښمو او لاجورد د تاریخي لارو په بیا راژوندي کیدو کې لوی رول ولوبوي چې کاملاً د ټولې سیمې د ثبات لپاره اهمیت لري، که یوځل افغانستان د سیمه ییزه همکاریو د یوې فعالې کړۍ په توګه ونښلي نو یقیناً چې د افغانستان اوسنۍ وصف (جنګي جغرافیا) به په (اقتصادي جغرافیا) بدله شي.
د نړۍ لوی لوبغاړي او منفوره ابر قدرتونه آرزو لري چې افغانستان تل د جنګي سیمې په حیث پاتې شي او د سیالانو لپاره د ناآمنۍ او جنګونو د تولید په مرکز پاته شي.
د ترانزیتي لارو او تجارتي کوریدورونو له احیا کیدو او جوړیدو سره به نور ضمني منفعتونه او فرصتونه به هم ایجاد شي. په افغانستان کې ۱۴۵۰ ډوله کانونه او منرالونه وجود لري چې ارزښت یې تر ۱۰ تریلیون هم لوړ دی، که چېري اتصالي او انتقالي لارې او سړکونه ایجاد شي حتمي ده چې زمونږ د پېړیو د سربسته منابعو د استخراج، صنعتي استفادې او صادراتو لپاره به مرسته وکړي. زرګونه کاري او عایداتي اضافات به راپه برخه شي او د خوشحاله افغانستان سیر او سفر به ورسره پېل شي. هند چې د حاجیګک د اوسپنې په معدن کې تړون کړی له مودې راهیسې په دې انتظار دی چې دغه معدن ته د سړکونو د وصل روانې پروژې (د مرکزي ولایتونو حلقوي سړک) تکمیل شي.
مطمئن یم چې له ټاپي سره به د هند او پاکستان کشاله او سیالۍ په دوستي او پخلاینې تبدیله شي. د هند او پاکستان د سیالیو له کمیدو سره به نور زیات ترانزیتي او د ګډ تجارت (صادرات او واردات) کچه پراخه شي چې اوس یې د ګټو اټکل نشو کولی. همدا اوس چې بندیزونه او تحریمونه هم شته خو له هند سره د افغانستان تجارت شاوخوا ۶۰۰ میلیون ډالرو او څه د پاسه یو میلیارد ډالر له پاکستان سره، رسیږي. که چیرې له پاکستان سره یې اړیکې بهتره شي او د ترانزیت ګنجایش پراخ شي نو تصور وکړئ چې څومره منفعتونه به دواړو بلکې ټولو اړخونو ته اضافه شي.
ټاپي د اقتصادي ودې پروژه ده
د ټاپي له پروژې سره به افغانستان هر کال له ۴۰۰ تر ۵۰۰ میلیون ډالر عواید راځي چې د ملي بودجې ۱۲٪ ونډه ادا کوي (په اوس وخت کې)
ددې پروژې او نورو ممدو منطقوي پروژو له جریان سره به د افغانستان په اقتصادي وده کې هرکال ۲-۳٪ وده رامنځته شي، البته یواځې د همدې پروژو له مستقیم او غیرمستقیم منفعتونو څخه.
ددې پروژې په ساختماني مرحله کې به ۱۲تر ۱۴ زره کسانو ته مسلکي او غیر مسلکي دکار زمینه برابرېږي.
په افغانستان کې له ۷۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰ امنیتي ځواکونه به ددې پروژې د ساتنې مسوولیت په غاړه اخلي.طالبانو په ۱۴۰۱لمریز کال کې له ترکمنستاني پلاوي سره په رسمي مجلس کې ویلې و چې د ټاپي د امنیت لپاره به ۳۰ زره ساتونکي استخداموي.
په لومړنیو لسو کلونو کې به هرکال ۵۰۰ میلیارد مترمکعب ګاز اخلي، په دویمه لسیزه کې به هرکال ۱ میلیارد مترمکعب او په دریمه لسیزه کې به هرکال یونیم میلیارد مترمکعب ګاز دافغانستان برخه وي.
د ګاز له منابعو سره به د افغانستان صنعت فوق العاده وده وکړي، په ځانګړي توګه د افغانستان غربي او جنوب غربي ولایتونو کې به د صنایعو او تولیداتو کثرت وکولی شي د دې پنځو شپژو ولایتونو صنعتي او تجارتي کچه ډیره وده وویني او په زرګونو کاري فرصتونه به ورسره پدې صنعتي زون کې ایجاد شي.
په همدې مسیر کې د پرتو او شاوخوا ولایتونو وګړي به د ګاز له نعمت د خپلو کورونو د ګرمیدو لپاره به د سون پاک او ستره منبع لاس ته راوړي چې په صحي او محیط زیستي لحاظ او هم به یې د ارزان نرخ له امتیازاتو مستفید شي.
د دې پروژې له لارې به افغانستان هرکال خپل ګاز بازار ته، په ځانګړي توګه خپلو ګاونډیو ته، انتقالوي چې په میلیونونو ډالر عواید به لاسته راوړي او هم به یې جیوایکونومیک موقعیت ته ګټه ورسوي چې دا پخپل وار سره د افغانستان ثبات او له ګاونډیو سره د انسجام او استحکام په هراړخیزه روابطو اثر غورځوي.
د ټاپي په چوکاټ کې ممد یا ضمني پروژې: د ۵۰۰ کیلوواټ د برېښنا شبکه، چې درې ستیشنونه به یې په افغانستان کې وي، له مبدا تر پاکستان پورې د اورګاډې پټلۍ او تکمیلي آډې یې، د نوري فایبر شبکه، ضمني سړک او په مجموع کې به دولس فشاري ستیشنونه ورته جوړیږي چې اووه به یې د یومیلیارد ډالر په ارزښت په افغانستان کې وی.
د امریکا بندیزونه، او د ټاپي دعملي کیدو چانس؟
یوه مقوله چې ده وایي چې “احتیاج د ایجاد مور ده ”، بندیزونه او تحریمونه نه دا چې یو تکلیف دی، بلکې دا په حقیقت کې د تنبلو ولسونو د خودکفایۍ، پرځان اتکا او د خپلو منابعو د استفادې او د سیمه ییزه اتصال لپاره یوه ډیره قوی او قهري وسیله ده.
په تحریمونو کې د ایسارو هېوادونو تاریخچه که وګورو، نو د وضع شویو تحریمونو په سبب هېڅ هېواد لویو قدرتونو ته نه منقاد شوی، نه مطیع شوی، نه هم له پښو غورځیدلی او نه هم د استبدادي ځواکونو په متحدینو تبدیل شوی دی. که شمالي کوریا، یمن (شمالی او جنوبی یمن)، ونزویلا، کیوبا، ایران، سوډان، سوریه، عراق او داسې نور تحریم شوي هیوادونه دقیق مطالعه او تحلیل شي، امریکا او ملګري یې دا نتیجې ته رسېږي چې داسې تحریمونو سره مطلوبه نتیجې ته رسېدلی نشو.
پر افغانستان تحریمونه په نړۍ کې بېسارې دي:
په نورو هېوادونو ډله ییز تحریمونه شته اما قطعاً پر افغانستان باندې تحریمونه، انزوا او مقاطعه نه دا چې په معاصر تاریخ کې بلکې د بشریت په تاریخ کې بېساری ده. داسې نه دې پېښ شوی چې د نړۍ ټول هېوادونه دې له یو هېواد سره مقاطعه وکړي، هیڅ هېواد (نه اسلامي نه غیراسلامي) دې ورته رسمیت ورنکړي، هیڅ هېواد دې ورته ویزې ورنکړي، او هیڅ هېواد دې ورسره رسمي تړون ونلري. دا به د بشریت په تاریخ کې د تاریخ یوه نادره او بی ماننده واقعه او روایت وی. دا چې واقعاً نړۍ په یوه طرفه جاده تبدیله شوې که د اسلامي امارت اړخ هم د تحریمونو په تشدید کې مددکوونکي نقش لري دا یوه عمیق او بی طرفه بحث ته ضرورت لري، خو اسلامي امارت په دغسې سختو شرایطو کې باید په کور د ننه شرایط د خپلو وګړو لپاره داسې مساعد کړي چې دوی دغه تحریمونه او انزوا ترېنه ونه ځپي. دوی باید د میلیوني پرګنو پر مخ د تعلیم، تفریح او آزادیو پر مخ پراته قیودات او محدودیتونه رفع کړي، د تجارت او ښه ژوند د بوختیاوو پروګرامونه ورته پراخ کړي او د پانګې د ودې لپاره زمينې لازیاتې کړي.
پر افغانستان تحریمونه د ټاپي پروژې د تطبیق مانع نه بلل کیږي:
پر افغانستان تحریمونه هم سیاسي دي، هم اقتصادي، هم اجتماعي او هم نظامي او…اما په نورو هېوادونو داسې نه دي. حتی پر ایران، چین او روسي د امریکا تحریمونه داسې ندي چې مستقیماً دغه دواړه هېوادونه خپل خطرناک سیالان بولي. افغانستان خو هیڅ ډول ضرر تردې دمه کوم هېواد ته ندی رسولی.
پر افغانستان د نړۍ د تحریمونو له دوام سره کیدای شي امریکا او متحدین یې معکوسه نتیجه واخلي. افغانستان به مجبوراً او په تدریجي توګه د سیمه ییزه اتصال طرف ته لازیات ورنږدې کړي، په ځانګړي توګه چین ته. افغانستان به دیته اړ شي چې خپلې منابع له ګاونډیو سره د شراکت له مخې، پراخه زراعتي ځمکې، معادن او شته پوتنسیلونه له کورنیو مشارکتونو(PPP) سره په تحرک راولي او د خودکفایي طرف ته یې بوځي.
د امریکا د تحریمونو باوجود، جالبه دا ده چې شرایطو داسې بدلون موندلی چې د ټاپي د تطبیق لپاره نه دا چې امریکا مانع نه شي ګرځیدای بلکې په حاضر وخت کې امریکا د دې پروژې تطبیق ته میلان هم لري. لاندې به یې په نتیجه کې تشریح کړو.
د مس عینک پروژه، د لار او کمربند پروژه، د قشقري د نفتو پروژه، د سکرو د ډبرو د برېښنا د تولید قرارداد او…ګڼ نور داسې تجارتي او معدني قراردادونه له چین سره تړل شوي او ممکن په آینده کې افغانستان د خپلو اړیکو د پراختیا لپاره د سیمې هېوادونو، ایران، پاکستان، هند او منځنۍ آسیا هېوادونو ته ډېر ورنږدې شي. لکه پخوا چې یو قرن امریکا د (ایران هراسي) تر سیاست لاندې عربي خلیج د ایران په دشمنۍ درولی و، اوس وخت کې د (افغانستان هراسي) تر تبلیغ لاندې د منځنۍ آسیا هېوادونه، چین، هند او روسیه یې هم په همدې پروپاګند سره غافل ساتلی. سره لدې چې د افغانستان لخوا ورته کوم خطر او د منافعو د ټکر ګنجایش نشته اما که دولت فعاله دیپلوماسۍ ولري او د اړیکو د استحکام لپاره هڅانده دریځ تعقیب کړي د شاوخوا هېوادونو د قناعت ګنجایش قویاً موجود دی. زمونږ او دوی ترمینځ دومره زیات مشترکات او د متبادلو ګټو فرصتونه موجود دي چې حتی د اروپایي اتحادیې په شان مو په ګډې اتحادیې کې سره شریک کولی شي. منتها که په افغانستان کې اقتصاد محوره لومړیتوبونه پلان او دیزاین شي او موجود دولت خپله اجندا (اقتصاد محوره) کړي نو باورمند یم چې د تحریمونو اغیز به کاملاً خنثی او بې اثره شي او هم به د ټاپي، ټاپ، لار او کمربند، لاجورد او کاسا ۱۰۰۰ پروژې تطبیقي جنبه ونیسي.
تحریمونه ځکه دلته خپله اغیزه نشي غورځولی، ځکه چې له تحریم کوونکو هېوادونو سره زمونږ د تعاملاتو کچه ډېره کمه ده، په ځانګړي توګه په اقتصادي او تجارتي برخه کې، زمونږ تجارتي تعامل له امریکا او اروپا سره تر یو فیصد هم کمه ده، البته په وارداتي تجارت کې خو هیڅ داسې تړون یا تجارت نلرو چې په قطع کیدو سره یې پر مونږ منفي اغیزه راغلې وي.
نو لازمه ده چې د دولت مسئوولین د (اقتصادي ریاضتونو) تر عنوان لاندې اساسي برنامې او د خودکفایي پلان طرح او تطبیق کړي. د ایران د تحریمونو ریاضتي برنامې د مطالعې او څېړنې وړ دي. د ملي مشارکتونو (PPP) تر چتر، د زراعتي ځمکو د وېښ او احیا الموات، د سهولتونو او سبسایدیو له لارې، د منطقوي تجارت د پراختیا او د ګڼو نورو سیاستونو او پلانونو په ایجاد سره کولی شي ددغه موجوده بندیزونو اثرات را کم کړې. البته پدې کې شک نشته چې نړیوال تحریمونه خپل اغیز او اثر لري چې جلا بحث ته ضرورت لري، اما زمونږ بحث د ټاپي د عملي کیدو او د تحریمونو د تشدید دی.
نتیجه:
د سیمې ټول هېوادونه او په ځانګړي توګه افغانستان، په متغییره شرایطو کې واقع شوی. دلته د شل کاله مخکې شرایط نه دی، حتی د لس کاله مخکې شرایط هم ندی، نه پاکستان نه هند، نه ایران، او نه منځنۍ آسیا او نه هم ترکمنستان په هغو شرایطو کې دي کوم چې دلته د امریکا په حضور کې و. د پرون تحلیل د نن ورځ په درد نه خوري.
د اوکراین له جګړې وروسته، د کرونا بیمارۍ له پسااثراتو، د بریکس د غړو له فعالیدو او له سیمې د امریکا تر وتلو وروسته د سیمې سیاسی، امنیتی، اقتصادي او تجارتي شرایط کاملاً متحول شوي، د نفت او ګاز د کمښت کچه په هند او پاکستان (او حتی اروپا) کې د بحران تر کچې لوړه شوې. د روان ۲۰۲۳کال د جون په میاشت د شهباز شریف د حکومت وروستی تړون له ترکمنستان سره (د ټاپي د اجرايي کیدو تړون) پر دې دلالت کوي چې د پروژې د عملي کیدو چانس ډیر شوی.
د اوکراین د جنګ په سبب اروپا د ګاز له شدید کمښت سره مخامخ شوی. روان ژمۍ به ورته له ګواښونو ډک وی. د اروپایي اتحادیې غړي هېوادونه آرزو لري چې د روسې د ګاز بدیل پیدا کړي. ترکمنستان ته مستقیماً لاسرسۍ نلري، ترکمنستان هم پدې پوهېږي چې د روسي او اوکراین معامله اوږده ده او د روسې له موافقې پرته نشي کولی اروپا ته خپل ګاز ورکړې، نو هڅه کوي چې دغه د کلونو کلونو پلان شوی مارکیټ (د افغانستان، پاکستان او هند) له لاسه ورنکړې. بلخوا روسیه غواړي چې د ترکمنستان ټول موجوده ګاز نېغ په نېغ ترینه وپلوري او بیا یې په لوړه بیعه پر نورو اړمنو هېوادونو، په ځانګړي توګه پر اروپا، وپلوري. د شوروي اتحاد په عصر کې همداسې کیدل، ځکه نو ترکمنستان ته د ټاپي پروژه تر ټولو نورو (روس پروم او..) زیات ارزښت لري او د عملي کیدو هیله یی لري.
د اوکراین تر جګړې وروسته دټاپي پروژې په اړه د امریکا په دریځ کې د (رجحان او میلان) تحلیل هم متحول شوی دی. امریکا په دوه دلیل: یو دا چې هسې نه د پروژې په مزید تاخیر سره ترکمنستان له موجوده (مسیر او سودا) زړه توری شي او دیته اړه شي چې خپل ګاز له روسانو سره معامله کړي، ځکه چې تیار په تیار روسې ته پایپ لاین غزیدلی او روسیه یې په همدې قیمت ترینه اخلي په کوم قیمت چې له هند او پاکستان سره معامله شوې، نو امریکا نغواړي مزید تأخیر د دې معاملې سرنوشت متحول کړي، بل لامل یې دا چې امریکا غواړي ټاپي عملي شي، ځکه چې د ایران د سولې پايپ لاین پروژه یوه متبادله پروژه ده چې له کلونو کلونو له هند او پاکستان سره پدې اړه مباحث روان دي. که په ټاپي کې تأخیر راشي نو د ایران ګاز د پاکستان او هند لپاره تر ټولو ډېر مشوق دي. یو خو د ایران د ګاز قیمت تر ترکمن ګاز ارزان دی، بل دا چې د انتقالاتو مسافه، د لیږد مصرف کم، مسیر او خدمات یې تر ډیره حده مهیا دي او په آسانه عملي کیدای شي، نو امریکا ویره لري چې هسې نه د سیمې هېوادونه (بد متحدین لازیات سره نږدې شي) او د دوی مجبوریت او د سون د انرژۍ د شدید کمبود په سبب ایران ته مراجعه لازیاته نشي، نو د ټاپي په هکله یې رجحان دا ده چې دا پروژه باید ژر تر ژره عملي شي. د امریکا د رجحان یو بل دلیل دا ده چې، تیرکال، کله چې سویس ته د افغانستان د ارزي ذخایر د دری نیم میلیارد ډالرو د انتقال او (اماني صندوق) د ایجاد خبره وشوه، نو د دغو پیسو د مصرف لپاره د پنځو ساحاتو د تعین په لړ کې یوه پریکړه دا شوې وه چې د دې پیسو یوه برخه دې د لویو نیمګړو پروژو او انرژۍ د خریدارۍ په باب د تادیات لپاره وکارول شي. ددې معنا کنایتاً دا وه چې د ټاپي پروژې د عملي کیدو او ساختماني مصارفو لپاره افغانستان ته دا امتیاز شته چې له سویس اماني صندوق څخه د خپلو ارزي ذخایرو امتیاز ترلاس او په دې برخه کې ترې کار واخلي چې صراحتاً له ټاپي سره د موافقي په معنا ده.
د ټاپي په هکله امریکا په حاضر وخت کې پدې هم لیوالتیا لري چې مبادا د پاکستان (چې د بریتانیا او امریکا ستراتیژیک متحد دی) روان کورنۍ بحران، د IMF د سختو شرایطو په سبب او د انرژۍ د کمښت په علت په داسې مضیقه کې راشي چې د امریکا او غربي متحدینو له ستراتیژیکې ملګرتیا د چین او روسې په بلاک کې شامل شي. پاکستان امریکا ته په وار وار ویلي چې اجازه ورکړي له روسې څخه د اړتیا وړ نفت ترلاسه کړي. امریکا ناچاره ده چې د خپلو بدو سیالانو (چین او امریکا) په هکله د پاکستان یوه غوښتنه کم له کمه ومني، یا د چین د پروژو د تطبیق (لار او کمربند تر ګوادر)، یا د روس څخه ارزان تیل. طبعاً امریکا ته د ګاز له بابت د پاکستان تنده او احتیاج د توجیه وړ ده، نو که نه چین او نه روسیه وي، طبیعي ده چې د ټاپي له تطبیق او حتی د پاکستان د سهم د تمویل چانس هم قویاً موجود دی، ځکه خو یې د شهباز شریف حکومت ته شین څراغ ورکړ چې په تعقیب یې د پاکستان صدراعظم د ترکمنستان له اړخ سره د ټاپي د اجرایي کیدو او په منځ کې د افغانستان د مسیر د مصئونیت اطمینان ورکړي.
اما وروستی او مهم مشوق د افغانستان شرایط دي. په افغانستان کې امنیتي وضعیت او د اسلامي امارت جدي او صادقانه ژمنې هغه اساسي عامل دی چې شریکانو ته یې د پروژې د عملي کیدو په برخه کې انګیزه او امید ورکوي تر څو پروژه تطبیق او تکمیل شي. د یادونې وړ ده چې په تېر دېرش کلن تاریخ کې د افغانستان شخړو او ناآمنیو عمده دلیل جوړاوه، خو موجوده امنیتي وضعیت د ټاپي شریکانو ته د قناعت وړ ده او د پروژې په وړاندې دغه مزمن خنډ نور د بازدارنده عامل په حیث نه بولي، البته د ټاپي په اړه په تخنیکي مجالسو کې پدې اړه اطمینان ښکاره شوی دی.
محمد آصف ننگ