زبان و ادبیات

‭ ‬شپږگونې‭ ‬ياوې

پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار

۱- شپږگونې (ياوې):

له پېنځو نښو(توريو) سره

دا يوه هېښنده ربړه ( حيرانوونکې معضله) ده چې ولې د نړۍ   په گڼ شمېر ابېڅې (الفبايي) ليکډولونو کې عربي دا د څو بېلابېلو فونيمونو لپاره  څو څو توري يا سېمبولونه په ورته بڼه رامنځته شوي او په يوه غونډ نوم (کولکتيوم) نومول کېږي.[همداسې د (ه- دوچشمه يا سپين سترگې هې) او (ح-حلوا)، ( غټ-ق) او (ووړ-ک) ، (الف- گوډی الف ء)او داسې نور پښتو او پارسي غونډنومونه در واخله چې له عربي سره يې دغږپوهيز توپير زېږنده بلل کېږي.]

د ياگانو په تړاو،که پخپله عربي (ی) پر درو ډولو (i,ī y,) سربېره، له يوه نېغ زېر (عمودي کسرې) سره يوه بله (مقصوره -ی) هم رانغاړي، لکه په موسی او عيسی کې چې وينگ يې له الف سره هېڅ توپير نه لري. په دې  راز له دغه راز سپېڅلو نومو نو پرته، نور وگړنومونه، ټبرنومونه، ځاينومونه… بايد له پښتو وينگ سره سم وليکو،لکه: موسا- موسا خېل، موسازی، موسا کلا، عيسا- عيساخېل يا ايسا- ايساخېل …

پر دې بنسټ په پښتو کې د ياگانو  شمېر  بياتر شپږو رسېدلی دی:  يو مو عربي مجهوله (ے) او (کسره) له وينگ سره سمه پر اوږده (ې) راړولې ، څلور نورې  مو په لږ څه بدلنونو سره رغولې چې په دې لړکې ←نيمواکه يا سيمي واوېله (یy) کومه ځا نته جلا نښه نه لري، او د وييونو په سر او منځ کې  له لنډ (ي-) سره  نه توپيرېږي، په سرکې،لکه: يا-ياد-يو- يو-يوه،  يېوه، يون؛ په منځ کې، لکه: بيا- بيه، مين، مينه (عاشقه)؛ او په پای کې  که څه هم يووستوې (ی) ليکل کېږي، خو په وينگ کې ترې يو زور يا فتحه هم  مخکې راځي چې په غږپوهنه يو غبرگواکغږ (ديفتانگ) بولي، د  دوديزنومونو په لړ کې تر (ملينه يا نرمه يا پرځای به زورواله نومول يوڅه غوره برېښي. په دې لړ کې  ديفتانگي (ۍ-ئ)-هم زورکيوالې! په دې راز له شپږگونوکره منل شويو«ی»گانو څخه زورواله او زورکيواله دواړه ديفتانگي بولو او  تر څنگ يې دوی (ې-ي)خپلواکې يا واوېلي ياوې چې لمړۍ پخوا مجهوله بلل کېده  اوموږ يې اوس (اوږده) بولو او دا بله (معروفه) نه بلکې لنډه؛ د لنډې او اوږدې نومونې ړومبی ځل ارواښاد پاينده محمد زهير کندهاري رامنځته کړې وې، خو ايازي، رښتين، رشاد او نورو دوديزوالو ورسره و نه منلې. لنډه داچې ټولټال (ياگانې) شپږو ته رسي: دوې يې غبرگغږې يادېفتانگي (ی،ۍ)،او يوه يې نيمواکه، يا سيمي واوېل (ی y)؛ او که لا زورکيواله هم پر نومواله او کړواله وويشو او بيا د پېښور اکادمۍ (ے) هم پکې راواخلو، نو شمېره يې ان ۷ یاګانو ته رسېږي!

 بياهم ټولې ياوې له بشپړې شننې سره:

اوږده  ې

الف- په  نوماوړون (اسمي گردان) کې ښځينه يوگړې پايله رغوي: ادې، تروې يا شړومبې، روې… او ښځينه ډېرگړې پايله: ښځې،ترلې، خولې، پزې… چې اوښتې يوگړې ښځينه پايلې لپاره هم راځي:

– ښځې مې راته نارې کړې.

– د ښځې درناوی په کار دی.

او  همدا راز دکمزورو نومځرو (منفصلو ضميرونو) او وييکو (اداتو) د پايلو په توگه: مې،دې، يې؛ چې، کې، پسې، ترې، پرې، وړاندې، لاندې، باندې… ؛

ب- په کړاوړون (فعلي گردان) کې:  وسمهال دويم يوگړي (حال مفردمخاطب): خورې-وخورې، کړې- وکړې؛ د کړريښې اوگر داني پايلې تر منځ د تړ خپلو اک (تېم) په توگه: رسېږم، ويدېږم… او همداسې دنابشپړتېرمهالکړ د ښځينه پايلې په توگه: ته راغلې، راتلې، تېرېدې…

لنډه ي

الف- په نوماوړون کې: د مانيزو او نوږيزو(مجرد او جنس) ښځينه نومونو په پای کې:

 ښادي، خپلوي،خېښي، تربگني، وداني، وراني؛ همدا راز د نرينه چارنوم (کسبي اسم) د پايلې په توگه: دوبي، موچي، چړي، ډاگي، سپاهي او داسې نور…‌ستاينوميزه او اړيکنوميزه (صفتي او نسبتي) لکه:  هوايي، ځمکني نشه يي، اروپايي، افغاني، پښتني، زېږدي…

پېښوري انډولونه:(هوائي، نشه ئي، اروپائي، افغاني… ) او د نرينه (-ی) د ډېرگړي او اوښتي پېر (-ي) هم همداسې درواخله.

ب- په کړاوړون کې وسمهال درېيم وگړي (غايب) لپاره: ځي، راځي، خوري…

 نرمه، ملينه ی

نرمه، ملينه يا زورواله دېفتانگي (ی-ay ) ←

 ( پېښورۍ ے):

الف- د (نرينه) نومونود پايلې په چار (نقش)کې: سړی، ژوی، ورغوی، لرگی، مږوی، وری، خوسی، غويی، ويی… همدا راز د اړيکنومونو(نسبتي اسمونو) د پايلې په توگه: کابلی، لوگری،کندهاری، هېلمندی، فراهی، سيستانی، هراتی،کوندوزی، ورگونی، ورزگانی، کونړی، نورستانی، بدخشانی… په يو کم شمېر پښتو وييونو(پَيل،سَيل) او پورويزونو(مستعارو کلمو)، لکه عربي دَين (قرض) ،مَيل (شوق)، سَير، غير؛ پارسي دَير، پَی، نَی، مَی (برېتش)انگرېزي لين- لَيڼ(line-lane)، دی (day)، وی (way)…

ب-  په کړاوړون کې: د بشپړ تېرمهال درېيم نرينه يوگړي (د مطلقې ماضي  غايب مذکر) پای ته:

راغی، چې  دکره ليکنۍ پښتو يوازینۍ بېلگه ده؛ پوره بېلگې يې په  خوگياڼي گړدود کې د لېږند او نالېږند دواړو لپاره موندلای شو: پاڅېدې، ويې خوړې، ودې خوړې، پو دې کې (له غځېدلې زوروالې پېښورۍ ے سره)…

زورکيواله دېفتانگي، درنه  يا ثقيله (ۍ ئ yә -) هم پر نوموالو او کړوالو ډولو وېشل کېږي:

نومواله ۍ

الف- نومواله (ۍ)، لکه په نړۍ ، ډوډۍ، مړۍ، څوکۍ، بلۍ، نجلۍ، بوډۍ …کې چې ډېرگړې(جمع) بڼې هم همداسې له صفر پايلې سره کره راخي، نه ډو ډيانې، مړيانې، څوکيانې…

کړواله ئ

ب- کړواله(فعلي): ډوډۍ دويم ځېل (ئ) چې  له اَره يو گرافيمي ځېل يا وار ينټ برېښي، په کړاوړون (فعلي گردان) کې د لومړي ډېرگړي کړ(جمع مخا طب) لپاره راځي او له همدې کبله يې فعلي زورکيواله (ئ) بولو، لکه: وخورئ، ښه کوئ، بد مه کوئ؛ د ويي په منځ کې دا هم زازو پر لنډه-ي-اوړي يا ليکل کېږي، لکه په (پېړييز، نړييز) کې لومړۍ هغه.

داچې يو نيم ليکوال دواړه ډوله په همزه واله بڼه خوښوي او بل يې سرچپه، دواړې په لکۍ واله بڼه، هسې يو خورمنځي (سليقه يي) خبره ده، دغه بېلتون د څو ليکدودي  ټکرونو،او لږ ترلږه د يوه فونيميکي ټکر له کبله اړين  بر ېښي، لکه: خورۍ (مؤنث پرخور) او خورئ (بخوريد!)چې (دپق پر بنسټ)  دواړه (xwrәy) غږآړه (ترانسکرېپشن) کېږي او له دې لامله يې پر دوو ياوو شمېرو، په نورو ټکو،نومواله (ۍ) څلورمه بولو او کړواله (ئ) پېنځمه.

دا لیکنه په ۶۶ پاڼه کې ادامه مومي ….

نيمواکه يا سيمي واولي(y)

(زيږتالوييزه) نيمواکه ياسيمي واولي(y)،  لکه پاس چې ورته نغوته وشوه،په دوديز ليکدود کې  د نورو پېنځو ياوو پرخلاف  کومه جلا نښه نه لري او له نورو ياگانو (ی،ۍ،ي) سره  گډېږي او مدغمېږي: د ويي (کلمې) په سر او منځ کې له لنډې (ي i)  سره گډ ېږي يا التباسېږي،لکه په يون، يونل، يو(و) ړ، يوسه، ياد،بيا، بېديا، يو، يوه، يور، دويم، ژيړ(زېړ)، وريځ(ورېځ)، بيرته (بېرته)او له پېنځو خپلواکو (زور a، الفā، زورکي، لنډ-o او اوږد- وu)  سره پېنځگوني غبرگغږي (ديفتانگونه) رغوي، لکه:

سړی، ځای، مۍ، زوی، خوی…) د دو يم  توک په توگه جلا راڅرگندېږي يا جلا ليکل کېږي، خو بيا هم راته خپلو اکه نه بر ېښي؛ هرگوره، په غږيزه ابېڅې (فونيميکي الفبې) کې يې انډول توری يا سېمبول (y) پر دېفتانگونو سربېره، هر چېرې راتلای شي، بې له دې چې له بل توري سره ټکر وکړي.

له (یy) سره پښتو غبرگغږونه ياغبرگواک (دېفتانگونه)، له همرنگو واو ېلو(ې e،يi) پرته له نورو پېنځو هغومانا يې داچې پر زورواله-ی (ay) او زورکيوالې-ۍ-ئ (әy-) سربېره درې نورې غبرگغږې يا دېفتانگي ياگانې هم لرو چې  په دوديز ليک کې هما غه يوه بڼه لري ، لکه:

الف واله دېفتانگي -ای (-āyای): ځای،خدای، بډای،کالخوای،گای(ويی)، اشنای… ؛

 (اوږد- و) واله دېفتانگي (-oy): زوی، لوی، گوی، توی (شېله، خوړ)، ککوی (هدهد)، پوهندوی،څېړندوی، خپرندوی.

او(لنډ-و) واله هغه ( -uy). بېلگې يې:  خوی، بوی، دوی، هغوی.

 يو نيم دوديز گرامرکښونکي (ايازي، مولوي شېرگل!) دغه روستۍ دوې (مو قوفه ياوې) بللې.

نيمواکه (یy) يو  لړ  بېواکوږی (کلسټرونه) رغوي، هغه هم زياتره د وييونو په منځ کې چې منځني يې بولي، لکه په  دې وييونو کې: بيا،سيوری، پيو دی (پېيلی، منظوم)؛ (گړدودي: زيم، زيړ، ژيړ، بيرته، ويره، چيرته، چيرې، پښتيو(پښتو)، د زوروالو او زورکيولو ياوو (ی،ۍ) په  ډېرگړي اوښتي پېر (جمع مغيره) کې پر ورته غبرگواکو اوړي: کېږديو، ډوډيو، مړيو، توريو، پيو، پېړيو، سړيو، وليو، څليو، کليو، شړيو کړيو، کړکيو، جړيو…؛ دغلته د شمال ختيزو گړدودو يووستووالي (مونوفتونگايزېشن) زياتره مانيز يا لږ تر لږه ليکدودي ټکر پېښوي او کره نه بلل کېږي (کلو، ډوډو، پو، پېړو…) خو ورسره  يو لړ تړلي ستاينو مونه دومره اړپېچ نه پېښوي او لا د لنډيز آر له مخې کره هم بلل کېږي، لکه: (غښتلو سړيو،توريالو زلميو، ايشېدلو-اېشو لو پيو… )؛ له شعري اړتيا سره هله راتلای شي چې کوم ماناونج رامنځته نه کاندې.

درې واوونه

اوږد(o) ، لنډ(u) او نيمواک (w)

وو-وه (بود)- ول-وې (بودند)-ولو(بوديم)

په دې مانا چې(و) د اوسني پښتو ليک او ليکدود په اډانه کې د درو غږونو (فونيمونو) استازي کوي: اوږد (و o )، لنډ(و u) او نيمواک يا نيم واوېل (و w) چې د دويم نيمواک (ی y) تر څنگ له آره يو کمزوری واوېل دی او د بل واو ېل په ملتيا ادا کېږي او  يوه څپه ور سره  رغوي، چې که ترې روسته راشي، هغه څپه  پر← غبرگواک (دېفتانگ) اوړي.

-۱ اوږد (o)

اوږد-و (o)  له ډېرۍ، په نورو ټکو، کره ليکنۍ پښتو سره سم  يوه ښځينه نوم پايله ده، لکه په دې بېلگو کې: ځينې ژبني نومونه  پښتو،يدغو ( د پښتو نژ دې خور چې له پاميره چترال ته لېږدېدلې)، تيرو، گوجرو…، بيزو، پيشو، ښارو، زانگو، پېلبو- د ډېرگړو او او ښتو( مغيره جمعو) نومونو د پايلې په توگه، لکه (د) بنو، غنو، خلکو،وگړو، پېړيو، سختيو…او په يونيم يوو ستوي نا مه،لکه بنو(ځاينوم) کې يې هم څرکه لگېږي. پر وړاندې يې (درو ستيو شپږ بېلگو هغه)  دسوېل لوېديزې خجپوهنې تر اغېز لاندې پر لنډ-و (u) اوړي؛ همداراز يې تر څنگ په کړاوړون (فعلي گردان) کې  کره  خجن اوږد-و (o) هم پر لنډ هغه بدلېږي،لکه په بولي (نومېږي)، مروړي، لوړي ( سوگند خوري)… کې.

هرگوره، اوږد-و(o) له نيمواک (y) سره يو غبرگواک د نرينه نوم د پايلې په توگه هم رغوي، لکه په زوی،لوی، دوی (قانون)… کې.

او پر دغو گردو کارونځايونو (موارد استعمال) سربېره د وييرغاونې او په نومېرلي ډول د جوړه تړنگونو (ترکيبات عطفی) د يوه  تړوييکي (ادات عطف) چار ترسره کوي، لکه په: مور وپلار، خورو ورور، کوروکلی، کورو گور، پړ و وړ، نن (و) سبا، نن و پرون، اختر وبرات، کاروبار، کارو زيار، هاندوهڅه، ژوند و ژواک، مرگ و ژوند، اخ و ډب، ړوندوکوڼ، ټيټ و پاس، ووړ و زوړ …(وييپوهنه او وييرغاونه ۶۲۶؛۳- پښويه ۲۲۱).

داچې پښتو د عربي، پارسي، اردو، انگليسي او داسې نورو ژبو د درېگونو واوېلي نښو يا توريو (زېر-پېښ) پر وړاندې  له خپل غږيز سېستم سره سم بايد(ې-و) توري وکاروي: د زېر پر وړاندې ( ناغځېدلې) اوږده (ې e) او يونيم لنډه هغه، نو دغلته د( پېښ) پر وړاندې (ناغځېدلی) اوږد(وo) او يونيم لنډ هغه ، لکه په دې بېلگوکې: پوخلا،کومک،گومان، گومارل،اورگان، رومان، اور گون، اورزگان (يا ورزگان)،خوم، خومار، گومبزه (گُنبد)،کولچه، غونچه، خورما، توند، توخم، توکم، بوخڅه(بقچه)،تورک، تورکي،(ا) وزبک… اوکوندوزاوکونړ له ( Kunár Konduz) وينگ سره.

-۲ لنډه-و(u)

۲ -لنډ-و(u) تر هرڅه له مخه  يوه نرينه نومپايله ده،لکه دې بېلگو کې: يابو، ټټو، ماکو، ډېپو، کدو،پرپاڼو (مړه غونې)، لاټو، لاپو، لاهو،خېټو، برماڼو (وحشي)…؛ اردو (پوځ، نه ژبه)، دغلته بايد (خپل ملي اردو) وويل شي، نه (خپله ملي اردو)، که څه هم ورسره ښځينه ژبني نوم (اردو) له ورته تورکي   مانا (پوځ) څخه آره (منشأ) اخېستې، ځکه مغولي تربرو يې د پوځ لپاره د يوې  گډوله اوخپللاسي (مصنوعي) ژبې په توگه رارغولې،نو پښتو يې د يوې ژبې په توگه له خپل گرامري قانون سره سمه ښځينه کاروي او د پوځ (اردو) د پايلې (لنډ-و) په لاسوند يې نرينه!

لنډ-و د پايلې پر دنده سربېره د ويي (نوم او کړ) په منځ کې هم راځي، په بېلگوکې، لکه: ترور، کلول، موږ، خوږ، يوم، نوم، زوم، نول (غم)، گروم (سخت غم؛ عقده)،لمونځ، دروند، لړمون، هډوکی، ورون، پتون، ډوډه، ستونی، کومی، نوک، سوک، ککوړی (کولچه؛ چاکلېت)، …؛ درومل، يونل، مومل (موندل) ،… په  کړاوړون (فعلي گردان) کې د لومړي وگړي (متکلم) ډېرگړې پايله، لکه په: ځو، څښو، خورو، ليکو، څېړو؛ (نالېږندتېرمهال (لازمي ماضي) ولاړو- تللو، ورسېدو- رسېدلو، وختلو- ختلو، کښېوتو-کښېوتلو،پاڅېدو- پاڅېدلو، ورنځېدو- ورنځېدلو، وځو رېدو- وځورېدلو… کې .

په کړنومونوکې چې د مصدري (–ل) له غورځونې سره (ون،-ونکی… په سټې پورې نښلي)،لکه: شړون(تبعيد)، شړونی (تبعيد شوی)، ډډون (ته کاوي← سوات)، تړون، للون، لمسون، اوړون، اوښتون؛ تلونکی، ليکونکی، څېړو نکی، ښوونکی، کوونکی، لمسوونکی، خوړونکی، خپروونکی (په رو ستيو پېنځو کې دويم هغه) او داسې نور.

لنډ-و(u) هم پر خپل وار له نيمواک يا سيمي واوېل (یy) سره د نرينه پايلې په توگه غبرگواک (ديفتانگ) رغوي، لکه په دې بېلگوکې: خوی، بوی، دوی، هغوی…

 -۳ نيمواک ياسيمي واوېل و (w)

دا درېيم (و) د (ی y) تر څنگ د پښتو دويم نيمواک يا سيمي واوېل ، په نورو ټکو، شونډيز- غاښيز سيمي کنسوننټ دی چې د واوېلو په مټ ادا کېږي. په دې ډول بې شمېره لنډې اواوږدې څپې (هجاوې) رغوي او بيا غبرگواکغږون (ديفتانگونه) او بېواکوږي (کلسټرونه) له منځ و پای دريځونو سره.

(۱)  ټوليزې  څپې چې په نومونو او کړونوکې د بېلابېلو خپلواکو (واوېلو) په مختاړي کولوسره بې شمېره يووستوې، تړښتي او اوږدې څپې رغوي.

الف- په نومونو کې

– له زور(a)  سره: ور، وړ، ول ، اوښی،اووه (۷ owә) ،  اَولی (بداخلاق)، اَوری، اَوړه (سامان،) وده وش (نشونما) ول ول،ولور، وندر، ونډه، ونډ، ونډ ونډ،…؛

– له الف (ā) سره: وار، واوره، واز، واښ، واخ، واج (بارتري)، واند (خيال)، واک… ؛

له زورکي (ә) سره : وت، وز؛ وسپنه، وسپنخړی، وربل ، وربوز، ور بوی (حيطه و حريم خانه)، وربشې،وزگار،ولس، وستربل، وسمهال، وسترمهال، وورۍ (بيره)، وورول… په دغه راز  وييونو کې چې له نورو وييونو سره ټکر نه کوي، بې الفه کره بلل کېږي، په دې مانا چې غځېدلی اوږد-و(ṓ) پر نيمو اک (w) اوړي اويو بېځايه (الف) راسپمېږي

ب-  په کړونوکې،  هغه هم  يوازې له (زور← او زورکي) سره څپې رغوي. داچې  په گردان شويو هغو کې په هر ډول تر شمېره اوړي، سم له لاسه يې د ناپای (مصدر)  پر څو بېلگو بس راوړو. په سرکې يې له (زور)، په نورو ټکو، له (-wa) وينگ سره: وتل، ويل، وهل، وژل ،او په پای کې يې له زورکي سره د (-ول) په بڼه: ځلول، رسول،کول،تَمول، اړول، اوترېدل، اوڼل (چيدن). اوړل اورېدل، اورول،اوڼل يا اوړل (چيدن)،اوترېدل، اوڅارېدل، اوسېلل (اسو ېلل: اسوېلی کښل)…؛ همداراز له زورکي سره تر ډېره د امري ، بشپړاند او التزاني کړ د رغنده په توگه را ځي: وخوره، وڅښه، وکړه؛ وخوړ، وڅښه، وکړ؛ وخوري، وڅښي، وکړي…؛

په  ځينو گړدودو، په تېره شمال ختيزو هغو کې  يو گوتشمېر وييونه او کړ ونه په نيمواک (و)  پيلېږي چې  د کره ليکنۍ پښتو له ډېري اولنډيز آر سره اړخ نه لگوي او غورځول يې په کار دي،لکه وړوند، وړومبی، ودرېدل (اېستادن)، وښکل (ښکل←کښل)…

(و- w) د مرستيالکړ (فعل کمکی) د اکرښود کړ( دحالت، وضعيت څر گندويه فعل) د سټې او ريښې په توگه په ښايسته ډېرو منځنيو (غلجي) پښتنو کې د پارسي (بودن) په څېر له (ول) مصدر سره په تېرمهال کې بشپړ گردا نېږي ]په ناتېرمهال کې يې همريښه انډول نيمواکه (ي-y) راځي، لکه په (يم-يو، يې- يئ (ياست)، دی دی-داده-دي) کې[، په دې ډول:

زه ناروغ ولم- موږ  ناروغ ولو/ ته ناروغ ولې- تاسې ناروغ ولئ(/ دی ناروغ ولو-دوی  ناروغ ول ( ښځينه: دا ناروغه وله-دوی ناروغې ولې؛ همداسې يې په نژدې تېرمهال، لنډتېرمهال او لرتېرمهال او بشپړ (مطلق) او نا بشپړ (غير مطلق يا استمراري) گردان کې  هم درواخله!

 درې هاوې

ه (h)، زور(a) او زورکی (ә)

«ه» توری  د درو دندو له مخې پر درو ډولونو ويشو او ليکو: د يوه بېواک ياکنسوننټ(ه h) ، او دوو خپلواکو يا واوېلو(زورa) او (زورکي ә) په ښکار ندويۍ. 

بېواکه يا کنسوننټي (ملفوظه) هې

۱- بېواکه يا کنسوننټي (ملفوظه) هې چې د يو ستونيز – مښلي/h/ فونيم ښکار ندويي کوی، ځانته او د ويي په سر، منځ او پای کې په درو- څلورو لاسي او چاپي يا ماشيني بڼوکښل کېږي،لکه په (هلک،بهير، ←نه (نهه)، گناه، ساه کې.

د زور (a)

(۲) د زور (a)  په ښکارندويۍ، لکه په دې بېلگو کې: مڼه، پڼه، ټوټه،لنده، اوږه، کوڅه، جوړه، خوړه، وزه، کوټه…، خو ترخجلاندې هغه د کندهار خواته پر زورکي (ә)اوړي، لکه په: لوبه (lóbә)، ښځه (әjәş)، پزه (pázә)، ژبه (bәәž)…کې، نورې بېلگې: خونه، وچه، مخه، سټه، ونه يا درخته، سېبه، ښځه، ځمکه، خاوره، خټه، گټه، وټه، نټه (انکار)…کې چې ډېرگړې او اوښتې (جمع او مغيره) يې هم پر اوږده (ې) نه، بلکې پر لنډه (-ي) اړول  کېږي: لوبي، ښځي، پزي، ژبي… . 

داچې پېښوريانو او برنيو پېښاووانو پرې له زور(a) سره د توپير په موخه د زورکي(ә)  لپاره  همز (ء) رادود کړې، يو بېځايه سرخوږی دی، ځکه هما غسې چې په سر ومنځ کې  د زور او زورکي د توپير لپاره له قرينې کار اخېستل کېږي، دغسې  په پای کې هم دا دواړه سره توپيرېدای شي!

موږ په (دويم ) کې (ه) ځکه غورځولې چې واويلي(غيرملفوظه) ده، او په (نهم) کې کانسوننټي(ملفوظه)، په نورو ټکو، د(نهم) بنسټ (نه-) دی، مانا داچې ړومبۍ(ه) کنسوننټ (consonant-h) دی او دويمه هغه يو زورکی واو ېل

 (әvowel- ). (اووه- اووم، پېنځه- پېنځم، يو- يوم…) هم په همدې لړ کې راځي.  پخواني تړښتي(ترکيبي)  شمېرنومونه هم واوېلي پايله(ه) له لاسه ور کوي، لکه:

دولس، دو ويشت، دودېرش، دوڅلوېښت، دوپېنځوس، دوشپېته، دواويا، دواتيا، دونوي؛ اوښتې يا مغيٌره بڼه يې هم هغه پايله له لاسه ورکوي(د دوو).

په دې لړکې د((درې)) هغه هم تر ((درېو)) ((درو) کره راځي.

نور واوېل پای يا خپلواکپای شمېرنومونه (-ي-) غواړي، چې په غ.پوهنه کې يې تړخپلواک (thematic vowel) بولي،لکه:

درې- درېيم، اويا- اويايم، اتيايم، نوي- نوي يم يا نوييم؛«څويم» هم تر ورته دوی (قاعدې) لاندې راځي. کنسوننټ پای هغه  خو په هر ډول، اړونده پايله (ending) (- م)  د تړخپلواک په منځگړتيا، سيده په ځان پسې نښلوي، لکه:

څلورم، پېنځم، شپږم، اتم، لسم، شلم، دېرشم… سلم، زرم، ميليونم… ؛ پر ← زوروال نيمواک يا معدوله-و (-وه -wa)پايته رسېدونکي شمېرې هم په دې لړ کې راځي، لکه: يوم، يوسل يوم، دوه سوم، دوه سوه يوم…

زورکی (ә)

زور- پای او زورکي پای شمېرې هم ددغو واوېلونو ترغورځونې و روسته تر ورته قانون لاندې راځي، لکه:

دوه- دويم،پېنځه- پېنځم، اووه-اووم، نهه- نهم، دوه سوه- دوه سوم… .(پای)

مطالب مشابه

Back to top button