د بدخشان ولایت پېژندنه
بدخشان ولایت زموږ د هیواد له هغو لرغونو، سمسورو او غرنیوو ولایتونو څخه دی، چې تاریخي شهرت لري او د جغرافیوي موقعیت له پلوه د افغانستان په شمال ختیځ کې پروت دی او مرکز یی د فیض آباد ښار دی. د بدخشان ولایت د کابل په ۴۷۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري، او د سوېلي اړخ نه له کونړ، لغمان او کاپيسا او د لوېديځ اړخ نه له تخار سره پوله لري. او همداسې له شمال نه د تاجیکستان ، له ختیځ څخه چین، له جنوب څخه د پاکستان چترال او له لویدیځ څخه د تخار ولایت سره ګډې پولې هم لري.
په بدخشان ولایت کې د وګړو شمېر پر ۱۳۷۹ لمریز کال کې کابو ۱،۶۶۵،۱۲۵ اټکل شوى چې ۹۶ سلنه وګړي یې په غرنیزو سیمو کې ژوند کوي. د دې ولایت زیاتره خلک لوستي دي او د دیني ارزښتونو سخت پلویان دي. د بدخشان ډېرى اوسېدونکي د سني حنفي مذهب پيروان دي، خو وهابيان او اسماعليه شعيه ګان هم په کې شته دي. مساحت یې کابو ۴۷،۴۰۳ کیلو متر مربع دی. دا ولایت د اقلیم له مخې په اوړي کې تود او د ژمي موسم کې ډېر زیات سوړ دی. په دغه ولایت کې ۲۲۵۱ لوی او واړه کلي ثبت شوې دي. په دې ولایت کې زیاتره تاجیکان اوسېږي. خلک یې په دري، پامیري او ازبکي ژبو خبرې کوي.
د بدخشان ولایت ولسوالۍ دا دي:
کشم، جرم، واخان، اشکاشم، بهارک، شغنان، وردوج، شهدا، کران منجان، زیباک، لریفتل (یفتل پایین)، کوفاب، مایمی، ارګو، درایم، درواز، خاش، راغستان، یفتل، کوهستان، تګاب، شهر بزرګ، ارغنچی خوا، نسی، ماهمی، خاهان، تیشګان، یمګان…
دغه ټولو ولسوالیو ته لارې خلاسې دي خو د ژمي په موسم د شغنان ولسوالۍ په ګډون د ځینې نورو ولسوالیو لارې د واورې د اورښت له امله تړل کېږي.
بدخشان ولایت لکه د هیواد د زیاترو لرغونو ښارونو او سیمو غوندې د یو شمیر باستاني او تاریخي آبداتو او آثارو لرونکی دی، چې بډایه فرهنګي شتمنۍ لري. په دې ولایت کې د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې۲۱ تاریخي آبدات ثبت او راجستر شوي دي، چې د دې ولایت په مرکز فیض آباد ښار او اتو ولسوالیو کې پرتې دي. او مشهوری یې دا دي. پل خشتی، د کوکچی سند، مبارکه خرقه او د میریاري بیګ، میرغیاث او حکیم ناصرخسرو مقبرې دي.
د نورو ځایونو څخه کولای شو د ۷۵ تاریخی منارو، ویرانه های بهارک (د بهارستان په تاریخي ښارکې)، اشکاشم او توپخانه زیباک…. نوم واخلو.
د دې ولایت د واخان په ولسوالۍ کې د افغانستان دوهم ملي پارک موقعیت لري، چې د ډېرو سيلانيانو او تورستانو پام یې ځانته رااړولې او هر کال لس ګونه داخلي او خارجي سيلانيان او توریستان د پامیر او واخان له بېلابېلو سیمو څخه لیدنه کوي.
بدخشان ولایت زیات تفریحي ځایونه لري چې «چشمۀ آسیچ» په نامه سیمه چې د سرغیلان په ساحه کی موقیعت لری، په ورځنی توګه د زرهاو خلکو له خوا لیده کتل کیژی.
بدخشان ولایت لوړغرونه او څپاند سیندونه لري. د دغه ولایت مهم غرونه خواجه محمد، هزار چشمه او سپین خرس (خرس سفید) نوم لری. د هندوکش د غرونو ډیره لوړه څوکه (قله) په هغه ځای کې د نو شاخ په نوم یادیږی. پامیر چی د نړی د بام په نامه مشهور دی د واخان په ولسوالی کې د چین سرحد سره پروت دی.
په دې ولایت کې مهم سیندونه دا دي : د کوکچه سیند، ، واخان سیند، انجمن سیند، وردج سیند، تګاب سیند، تنګي سیند، شیوا سیند، پامیرسیند، جرم سیند، چاهیل په سرغیلان سیند کې، آغرده په غارسپان کې، غوري سیند، سنګ سیند، راغ سیند او نورو کوچنیو سیندونو دې ولایت ته ښکلا وربښلې ده. د بدخشان ولایت د افغانستان کابو۵۳ سلنه اوبه جوړوي.
په دې ولایت کې د اوبو د بندونو نومونه په لاندې ډول دي:
کوکچه ، واخان، انجمن، وردوج، تګاب، تنګي شيوه، پامير، جرم، آغزده، غوري سنګ، درواز، راغ، زرقل او چقمقين، دا بندونه د دې ولايت له مهمو بندونو څخه دي، په دې ولايت کې د کښت ډېرې اوبه دغرو له لمنو، کوکچې سيند او مرستيالانو څخه يې هم چمتو کېږي.
په اشکاشم، جرم، خواهان، راغ، کران و منجان او شغنان کې هم له ټولو دريابي او مصنوعي کانالونو له اوبو څخه کار اخيستل کېږي.
د بدخشان له لویو کانونو څخه په یمگان ولسوالۍ کې د لاجوردو کان دی چې دری سوه کیلومتر اوږدوالی او د ۴۷ کیلومتره په سور (عرض) حجم لري . په سرغیلان ولسوالۍ کې د لعل او په کران او منجان ولسوالیو کې د لاجوردو کان موجود دی.
د صنعت په برخه کې د بدخشان د خلکو په لاسي اوعنعنوي صنایعوکې الچه، خمتا او ټغر او بدل(ګلیم بافی)، کوڅی ګنډل(چکمن دوزی)، قاقمه اوبدل، زرګري، آهنګري، مسګري، موزي، بوټ اوسوګلی (چموس) ګنډل، پڼی پیزارګنډل، کلالي ، خټګري، ترکاڼي، ګلدوزي او خامک دوزي شامل دي چې دهغو ډیره برخه د ښځو په واسطه تر سره کېږي. لیمڅي، قاقمه او نخي ټوکران هم په کورونو کې تیاریږي. په وروستیو کلونو کې د دولت پاملرنه د صنا یعو او کورني تولیداتو ودې او پراختیا ته زیاته شویده او اوس مهال په سلهاوو میرمنې په ښځینه حرفوي پروژو کې په کار بوختې دي. په بدخشا ن کې هر کال د ښځو دلاسۍ صنعتی تولیداتو لپاره د بازار میندنی په موخه نندارتونونه دایریږي او د دولت او بهرنیو مؤسسو توجه هم دې لور ته ډیره شوی ده.
په بدخشان ولایت کې خلک د مالداری، زراعت او کرونده په برخه کې کار کوي او بوخت دي. په دې ولایت کې ډېر خلک په کرنه او مالدارۍ او د پسونو، اسونو او غواګانو په روزنه هم بوخت او خپلې اقتصادي اړتياوې له همدې لارې پوره کوي. په دې ولایت کې څاروي لکه آس، وزه، پسه اوغژګاو دي. مهم وحشی حیوانات لکه خرس او لیوه یا شرمښ هم د دغه ولایت په ځنگلونوکې پیدا کیږی. د بدخشان په ځینو سیمو کې گیدړ او خفک چې څرمن یا پوستکی یې گران بیه او سوداگریز ارزښت لري هم پیدا کیږی.
په دې ولایت کې غنم، وریجې، وربښې، جودر(تور غنم)، جوار، باقلي او ارزن له مهموکرنیزو محصولاتو څخه دي. د دې ولایت میوې دا دي : توت، غوزان او چارمغز، زردآلو، آلوبالواو مڼې یې ډېرې مشهورې دي. د بهارک مڼې د سرغیلان غوزان او چارمغز په دې ولایت کې ډېر با کېفیته دي او ښه شهرت لري. د دې ترڅنګ غوزان، غرني بادام، خنجک ارچه او شمشاد هم د دې ولايت په غرنيو سيمو کې موندل کېږي.
بدخشان ولایت د زړه وړونکو طبیعي مناظرو، ښکلو باغونواو ځنګلونو، د غرونو د سمسور او تازه لمنو او پراخو او حاصلخیزو ځمکو په منځ کې پروت دی.
د بدخشان په لوړو سيمو کې د صنوبر، سوزني برګ، بلوط، پستې او ناجو ګڼ ځنګلونه شته، چې په څنګ کې يې د چنار، کج بيد او د غوزانو، بادامو، توتو او سنځلو ميوه لرونکې ونې هم پيدا کېږي.
د دې ولايت ناک خورا نازک او بې ساري دي. په ټوله کې د بدخشان ٤٥٠ جريبه ځمکه ځنګلونو نيولې ده. په دې ولايت کې له ٣٩٠ زره هکتارو زياته ځمکه اوبيزه او تر ٦٠٠ زره هکتارو پورې للمه ده.
د یادونې وړ ګڼم، واخان د بدخشان تر ټولو لرې پرته ولسوالۍ ده، له چين او تاجکستان سره پوله لري، د دې ولسوالۍ ډېرى سيمې شنې او د قرغز کورنۍ په کې مېشتې دي، چې ډېر پخوا له قرغزستان څخه راغلې دي.
واخان د کوچني پامير او لوى پامير په نوم دوه مشهورې ساحې هم لري، چې د لوړ والي له امله د نړۍ د بام په نامه يادېږي.د پامير په اسمانڅکو غرونو کې ګن وحشي حيوانات، لکه مارکوپلو، غرڅې او اوريال چې نړيوال شهرت لري، ژوند کوي. د همدې دوو ډوله هوسيو شتون د دې سبب شوى، چې ګڼ کورني او بهرني سيلانيان ددې سيمې او ښکلي چاپېريال ليدلو ته ور مات شي.
په بدخشان ولایت کې د لعل، لاجورد، زمرد، فیروزه او زر معادن ډېر د شهرت وړ دي.
په دې ولايت کې د مسو او وسپنې ګڼ شمېر کانونه هم شته او په ځينو ساحو کې يې خلک د خوړونو راوتو پرمهال داسې رېګ هم تر لاسه کوي، چې په سرو زرو لړلى وي، دوى بيا همدا ريګونه چاڼوي او سره زر ترې لاسته راوړي، چې د اقتصادي ودې لپاره يې يوه ښه سرچينه ده.
په دې اواخرو کې هغه څېړنې چې د نفت په اړه وشوې، په دا ولایت کې د نفت غټ ذخایراو څېرمې پېدا شوې دي.
د بدخشان په ولایت کې د ولسي ادب، فرهنګ اوکلتور د ودې او پراختیا په برخه کې، د ستاینې او درنښت وړ کارونه او خدمتونه تر سره شوې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په دې ولايت کې له فرهنګي او ادبي هڅو تل ملاتړ کړى او د دې ترڅنګ د سيمه ييز دود له مخې د بازار ورځې، چې ډېر ځله جمعه يا پنجشنبه وي، د مالونو د تبادلې سبب ګرځېدلې دي.
بدخشان ولايت يوه شاعر پاله سيمه ده، چې له دې جملې څخه يې د ځينو شاعرانو او ليکوالو نومونه په دې ډول دي: خسته، راغي، مغموم دروازي، مضمون او په معاصرو شاعرانو کې يې د، مير بهادر واصفي، پرتو نادري، ګلنور بهمن، شجاع خراساني، کمال الدين غبرا، ميراحمدشاه ذيغم،مخفي بدخشي او مجيب مهرداد نوم اخيستلى شو. یو له ټولو مشهور د بدخشان د زامنو نه حضرت ابو المعاني بیدلدی چې کورنۍ یې له بدخشانه هند ته مهاجر شوې وه.
د هېواد پياوړي شاعر او فيلسوف حکيم ناصرخسرو بلخي هم د ژوند زياته برخه په دې ولايت کې تېره کړې ده او پخپلو شعرونو کې يې فلسفه او حکمت را نغاړلي دي. د همدې شاعر قبر هم د بدخشان په يمګان ولسوالۍ کې د ډېرو کسانو د زيارت وړ ګرځېدلى دى.
په دې ولايت کې ګڼ شمېر محلي سندرغاړي هم تېر شوي، چې له دې جملې يې د فولکلوريکو سندرو د ويونکي بازګل بدخشي نوم اخيستلى شو، د دې ولايت سندرې بېل سبک لري، چې درمحمد کشمي، ميرمفتون، پهلوان منګل، استاد شاولي ولي ورته ګڼ خدمتونه کړي او ګنې ترانې يې خپله تصنيف او کمپوز کړې دي.
د بدخشان په ولايت کې پېژندل شوي شخصيتونه په لاندې دول دي:
علمي او فرهنګي څېرې:
مرزاعبدالقادر بيدل، ابوالحسن البدخش، مولانا شاه جي بدخشي، مولانا عبدالله بدخشي، جمشيد خان شعله، مولانا غياثي، صايب راغي، مصرع راغي، مولانا زيرک درايمي، مولانا نايل کشمي، عبدالودود نايل لاجوردين شهري، سودا، يزدان يار، واصل لطيفي، غفران بدخشي، ډاکټر صبغت الله خاکساري او په سلګونو نور عالمان، چې په اسلامي علومو کې مخکښان وو.
ليکوال او سياستوال:
شاه ولی خان دروازي د امان الله خان مشاور، طاهر بدخشي، استاد نعمت الله شهراني، استاد محمد موسي توانا، استاد بيان، ډاکټر قاري محمد اياز نیازی، استاد محمد نظيف شهراني، استاد محمد ميرويس غياثي، قاضي عبدالحق عتيد، استاد عبدالباري ابراهيمي ، استاد داد محمد خاشي او همداسې نور…
د رسنیو په برخه کې اوسمهال په دې ولايت کې ٢٥ چاپي، انځوريزې او غږيزې رسنۍ شته، چې په سلګونو کسان په کې کار کوي. دا رسنۍ په لاندې ډول دي : آمو، کوکچه، بهارستان او صداى کشم، سيمه ييزې راډيوګانې، ملي تلويزيون، بدخشان، سيماى بدخشان، سيماى شهروند، روشنګري، صداى بدخشان، ابتهاج، سروش پامير، ارتقاى فرهنګي، لاجور، سرزمين من، صحت رواني، نواى اطراف او صعود جريدې، حکومتداري خوب، شاروالي فيض آباد مياشتنۍ او داسې نورې…
د دې ترڅنګ د بيان، آريانا او بي بي سي اف ام راډيو ګانې او د آرزو، نور، آريانا او ملي تلويزيون خپرونې هم دې ولايت کې اورېدل او کتل کېداى شي.
په بدخشان ولايت کې ټول ټال ٦٥٠ ښوونځي شته، چې د نارينه او ښځينه زده کوونکو شمېر يې ٣٢٩۰۰۰ کسانو ته رسېږي او ٢٠ زره ښوونکي ورته ګومارل شوي دي، د دې ترڅنګ په کې ٣٢ ديني دارالعلومونه او درې دارالمعلمينونه هم فعال دي.
بدخشان ولايت يو پوهنتون هم لري، چې له ١٥٠٠ زيات ښځينه او نارينه زده کوونکي لري او په ښوونه او روزنه، ادبياتو او کرنې پوهنځي کې زده کړه کوي.
د بدخشان په ولایت کې ورزش لکه د غرسي، توپ ډنډه، پهلوانۍ او ډبره اچونې لوبې له پخوا نه دود وې، خو اوسمهال يو څه پيکه شوي او ځاى يې عصري لوبو نيولى، چې له واليبال، فوټبال، پينګ پانګ، بسکټبال، کرکټ، تکواندو، جودو، کورش، سطرنج ، دغړو ښکلا یا فیتنس او نورې لوبې یادولی شو.
اوسمهال د بدخشان په اولمپيک رياست کې ٢٤ ورزشي فدراسيونونه ثبت شوي، چې په زرګونو هلکان او نجونې په کې سپورټ کوي.
په دې وروستيو کې په دې ولايت کې نجونو د کرکټ او واليبال لوبې ته پام اړولى او په مناسبتي ورځو کې د نجونو ښوونځيو په انګړ کې يو له بل سره سيالۍ کوي.
ددې ولايت ځوانانو هم په دې وروستيو کې له کورنيو او بهرنيو لوبو ښې لاسته راوړنې او وياړونه درلودل، چې ځايي چارواکو يې هرکلى کړى دى. خو په خواشینۍ سره معلومه نه ده چې د طالبانو په واکمنی کې به په دې برخه کې څه بدلون راشي.