مقالات

د‭ ‬طالبانو‭ ‬او‭ ‬امريكايانو‭ ‬نامقدسه‭ ‬ائتلاف

د ډاکتر زمان ستانیزي لیکنه

د کلیفورنیا د دولتي پوهنتون د سیاسي علومو استاد

نامقدسه ائتلاف ممکن په اول نظر یو متناقض عبارت وبرېښي، خو که مسأله د یو څه دقت او کره کتنې له مخې وڅېړو، مریي او نامریي علایم یې روښانه کېږي. کله چې دوه دښمنې ډلې د ظاهري مخالفت سره سره د عمل په ساحه کې د یو مشترک اما زیانمن هدف د لاس ته راوړلو لپاره سره متفقي سي، یو نامقدسه ائتلاف رامینځه کېږي.

له تېرې نیمې پېړۍ راهیسې په افغانستان کې ټول سیاسي غورځنګونه د خلکو په نامه ایجاد شوي، د خلکو په نامه پرې سیاسي معاملې شوي، او د خلکو په نامه یې قدرت نیولی، خو وروسته له دې چې قدرت یې نیولی بیا یې خلک د اخواني، کمونست، رافضي، ناقل، کلابي، پښتون، تاجک،… په نامه پردي کړي څو د ربړولو، ځورولو، او وژلو لپاره یې سیاسي توجیهات پیدا شي. دغه سیاسي جنایات د هغو ائتلافونو په نتیجه کې را مینځ ته شوي چې د پردیو په لمسون د خپلو پرضد جوړ شوي دي.

له خلقیانو بیا تر طالبانو هرې ائتلافي ډلې د خپل نظر د مخالفینو سره یوازې د تورې او ټوپک په ژبه خبرې کړي او د مخالفینو له مینځه وړل یې د حل یوازینۍ لاره ګڼلې. په همدې دلیل دغه ټول ائتلافونه نامقدس و ځکه په انسان وژنه کې د نفس د قداست سپکاوی کړی:

 وَلَا تَقْتُلُوا۟ ٱلنَّفْسَ ٱلَّتِى حَرَّمَ ٱللَّهُ إِلَّا بِٱلْحَقِّ (قران – الإسراء – ۳۳)

 د هیڅ انسان نفس(ژوند) چې خدای محترم(مقدس) ګڼلی، مه آخلی، مګر د حق لپاره (قصاص/دفاع/فساد).

د نړی متمدنې ټولنې د نظریاتو په تفاوت کې د خپلو مشکلاتو لپاره د حل لارې پیدا کوي، خو افغانان د خپل نظر د مخالفینو تحمل نشي کولی او د قرآني تحریم سره سره یې غندي او وژني یې. په دې لار کې مو هومره خپل پردي کړي چې نور خپل ځان نه پېژنو. اوس ځينې په افغانیت کې ندي پاتې، او په ځینو کې افغانیت ندی پاتې.

په دوحه کې طالبانو له امریکایانو سره د افغانستان د جمهوریت او ولس پرضد نامقدس ائتلاف جوړکړ چې د یوې ډلې عمل او د بلې ډلې بیتفاوتي د افغانستان د سیاسي نظام د له مینځه تللو سبب شو. د جمهوریت د ړنګېدلو په مهال طالبانو له امریکایانو سره له هیواد نه د روزل شوي بشري قوا په ایستلوکې مرسته وکړه او په دې توګه یې د افغانستان د ملي شتمنیو د غلاکولو په برخه کې له غلو سره د جوال خوله نیولې وه.  سیاسي قدرت ته د رسېدلو په خاطر طالبان حاضر شول چې حتی د دوی په زعم له امریکایي «کفارو» سره د خپلو مسلمانانو ورنو پر ضد لاس یوکړي چې د دغه نامقدسه ائتلاف په نتیجه کې یې غمځپلې هیوادوال له فقر، غربت، لوږې، او قحطۍ سره مخامخ کړل. «کم عقل هغومره پر بل نه کوي، چې پر ځان یې کوي.».

په تېره نږدې نیمه پېړۍ کې د طالبانو په شمول هرې ډلې د اقتصادي یا اعتقادي افراطي آیدیولوژي د دفاع په بهانه د سیاسي قدرت د نیولو په غرض لاسونه د افغانستان د مظلوم ولس په وینو لړلي. دوی د هیواد د علمي پرمختګ، اقتصادي پراختیا یا ټولنېزې هوساینې لپاره یا ډېر لږ کار کړی یا یې هیڅ کارندی کړی. په تېره بیا آیدیولوژي پالو مستبدینو ته نه ولس مهم و، نه د ولس حق؛ نه د نوي نسل روزنه ورته مهمه وه، نه تعلیم او تربیه. د ‌ذهني معاملو په بازار کې د آیدیولوژیکي او دیني افراطي تبلیغات د تعلیم او تربیې په نامه خرڅېدل. دا ځکه چې مطلق العنانو واکمنانو په افغانستان کې یوازی بی سوادان په کار راوړل، چې د هر ډول خلاقیت، تفکر، علمي ابتکار، پوهې او تعلیم نه پرته یې په پټو سترګو د دوی استبداد ته بشپړ بیعت ورکاوه.

له بده مرغه د دغو سیاسي بحرانونو د تغیر په هره مرحله کې چې پېژندل شویو او نه پېژندل شویو ترهګړو ډلو سیاسي قدرت تر لاسه کړی د هیواد باتعلیمه او با استعداده منوره طبقه یې د غربګرایي، جاسوسي، ارتجاعي، طاغوتي، او په نهایت کې د کفر په اتهام یا وژلي یا یې له هیواد نه هجرت ته مجبورکړي چې اکثریت یې  غرب ته تللي. هغو استعدادونو او مهارتونو چې باید افغانستان آباد کړی وئ، اوس اروپا او امریکا آبادوي چې په نتیجه کې یې د امریکا د علم او د افغانستان د بی علمي ترمینځ واټن لا نور هم زیاتېږي. ټولنپوهان دغې پروسې ته »Brain Drain« یا «دمغزو تېښته» وایي. دا چې ځینې طالبان همدغه مهاجر «تښتېدلي» بولي، په تحت الشعوري او ضمني توګه د «مغزو د تېښتې» په پروسه کې پر خپله جرم اعتراف کوي.

د نسبي سولې په وخت کې که په افغانستان کې هرڅومره د سواد، تعلیم، او تحصیل فیصدي لوړېدله، دغه فیصدي د مغزو د تېښتې په نتیجه کې بیرته راکښته کېدله او په افغانستان کې یو بي تفاوته بي سواده اکثریت له ناچارې نه د آیدیولوژیکي او دیانتي استبداد د بیعت په منګولو کې ایسار پاته کېده. بی دلیله نده چې طالبان د دغه شان اکثریت د ساتلو په مقصد له ښونې، روزنې، تعلیم، او تحصیل سره دښمني کوي او د ښونځیو دروازې د ماشومانو پر مخ تړي.

د دې برعکس امریکا د نورو هیوادونو د سیاسي بحران، ناامني او سیاسي استبداد په وخت کې د خپلو پوهنتونونو او تعلیمي موسسو دروازې د نورو هیوادنو د پوهانو او متخصصینو پر مخ  پرانیزي. بې دلیله نده چې امریکا د علم او پوهې له مخې د اختراعاتو، اکتشافاتو، او علمي تحقیقاتو په برخه کې خپلې علمي شتمنۍ زیاتې کړې او د نړۍ تر بل هرهیواد نه یې زیات پرمختګ کړی. ځینو دغو پناه وړونکو پوهانو د امریکا لپاره د «نوبل» په شان معتبری علمي جایزې هم ګټلی.

نور هیوادونه زیار باسی چې د تشویق او امتیازاتو له لارې د خپلو پوهانو او بشري قوا د ساتنې په مقصد د مغزو د تېښتې مخنیوئ وکړي، خو د جهل طالبانو د افغانستان په زرګونه پوهان، علمي استعدادونه او مهارتونه او په زحمتونو روزل شوي ملي بشري پانګه له جمهوري نظام سره د همکارۍ یا غربګرایي په اتهام تهدید او له خپل هیواد نه یې شړلي.

په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې ښوونه او روزنه ډېره پیاوړې شوې وه. د پوهنتونونو، ښونځیو او علمي مؤسسو په شمېر کې د تېرو کلو په پرتله د پام وړ زیاتوالی را مینځ ته شوی وه. امریکایانو د طالبانو په مرسته ددغې بشري پانګې ډېره برخه له ځان سره وېوړه.

د اقتصادي پراختیا په برخه کې هم افغانستان ددغه نامقدسه ائتلاف قرباني شو. له یوې خوا د افغانستان جمهوریت د ښونځیو، روغتونونو، بندونو، ویالو، پلونو، سړکونو، او لویو لارو په جوړولو هیواد آباداوه، له بلی خوا طالبانو د وطن د راتلونکي نسل د روزنې ښونځي او د هیواد د بې وزله ولس د هوسایۍ لپاره جوړ شوي روغتونونه، پلونه، سړکونه، او… سوځول او ورانول. د طالبانو د ناامني په شرایطو کې امریکایانو د افغانستان طبیعي منابع لکه نادره او کمیابه معدنیات غلا کول. په دې توګه د یو نامقدسه ائتلاف په ترځ کې امریکایانو او طالبانو د خپل توان په اندازه د افغانستان اقتصاد ته تاوان رساوه.

د امریکا او افغانستان تفاوت د «کفر» او «اسلام» توپیر ندی، بلکه په دې کې دی چې په امریکا کې د علم درناوئ کېږي او په افغانستان کې د علم سپکاوئ. پرعلم باندې د جهل د دغې غلبې په نتیجه کې اوس افغانستان د علم، پوهې، استعدادونو او مهارتونو له  لږوالي او نشتوالي سره مخامخ دی.

دی مسألې ته به د فرضیې په توګه له متقابل جهت نه وګورو. که طالبان د افغانستان د څه د پاسه ۱۲۰ زره علمي، تخنیکي، او نظامي کدرونو، د جمهوریت ساتونکو، او د بی وزلو مسلمانانو شهادت یوازې د ۲ زره امریکایي اشغالګرو د وژلو په خاطر «جهاد» بولي، په ریښتیا چې د شهادت او جهاد اصطلاحاتو ته سپکاوئ کېږي. که طالبانو د هیواد بشري او اقتصادي شتمنۍ نه وي له مینځه وړې، او د «کفارو» امریکایانو پرځای یې له «مسلمانانو»جمهوریت پالو سره روغه جوړه کړې وئ او په سوله کې یې د جمهوریت د اداري او اخلاقي فساد د له مینځه وړلو په غرض ائتلاف کړی وی، اوس به نه یوازی نژدې یو میلیون علمي او تخنیکي استعدادونه په افغانستان کې پاته و، بلکه دغه سیاسي لانجه به هم کلونه دمخه حل شوې وه او امریکایانو ته به د هیواد د نادره معدنیاتو د غلاکولو بهانه پاتې نه وه او په خپله مخه به تللې و.

که طالبانو د سولې لاره نیولې وی په هغه صورت کې به د افغانستان د ولس په سترګو کې د سولې علمبرداران پېژندل شوي ول، نه د ترهګړۍ داړه ماران چې په خوب کې یې کوچنیان د نامه په اورېدلو ویښېږي او په  ویښتوب کې یې لویان له نامه نه کرکه کوي. د قرآن او د قدرت لارې بېلې دی.

 وَإِن جَنَحُوا۟ لِلسَّلْمِ فَٱجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى ٱللَّهِ

(قران – الانفال – ۶۱) 

«او که (متخاصمی) خوا سوله وغوښتله، سوله ومنئ او په خدای توکل وکړئ.»

هسی ښکاري چې د طالبانو په قرآن کې دغه یو آیت نشته چې د هغه «وَأَمَرُوا۟ بِٱلْمَعْرُوفِ» ته یې توجه کړي وي او په «تَوَكَّلْ عَلَى ٱلله» یې ایمان او اتکا کړي وي.

په حق سترګو پټولو ته «کفر» وایي. ځینې حق نه ویني، ځینې نور نه غواړي چې حق او ریښتیا وویني. د افغانستان د ټولنې لوی مشکل پر خپل عیب سترګې پټول دي. د چا سترګې چې د حق په نور روښانه نه وي، د جهل او ظلمت په تیارو کې لالهانده وي.

طالبانو ته خپلې حزبي ګټې د افغانستان تر منافعو مهمې وي نو ځکه یې د جهاد په نامه سیاسي قدرت غوښته، چې له امریکا سره د نامقدسه ائتلاف په نتیجه کې یې ترلاسه کړ. دا چې افغانستان وران او برباد شو، طالبانو ته مهم نه و. دا چې خلک بی علمه پاته کېږي، د دوی خیال ندي. طالبان هومره بیغیرته هم ندي چې خپلې لورانې به ښونځیو ته استوي او په علم به یې منورې کوي. دا چې په زره هاو پوهان او د استعداد او مهارت خاوندان د هیواد د یوې لویې بشري سرمایې په توګه له هیواد نه وایستل شول، مهم ندی ځکه هغو هسې طالبانو ته بیعت نه کاوه.  دا چې خلک له لوږې مري، خدای روزي ورباندې درولی، دا خو د امارت مسؤلیت ندی. ملایانو ته خدای پخوا د مسجد په حجره کې روزي رسوله، اوس یې د ارګ په تالارنو کې ور رسوي. په دې تفاوت چې «جمهوریت والا» شپاړس ډوله غوښی په کاچغواو پنجو خوړلی، او «امارت والا» یوازی اته ډوله غوښې په لاسونو نوش جان کوی. د آخرت سؤال ته به په آخرت کې ځواب ورکړل سې. اوس د ارګ پر نعمتونو سترګې پټول «کفران نعمت» او لویه ګناه ده.

مطالب مشابه

Back to top button