د میکانیزه زراعت او اوبو د مدیریت لومړیتوبونه
آیا د افغانستان اوبه د ستراتیژیکه وسلې اعتبار لري؟
محمدآصف ننګ
د اقتصاد خپرندوی مشر
د ۱۴۰۲ کال د کب میاشت، له پکتیکا څخه
د زراعتي اقتصاد په معاصرو تعریفونو کې د ودې او رشد شاخصونهIndicators دا دي چې، اولاً د هېواد زراعت باید میکانیزه شوی وی، عنعنوي زراعت په صنعتي زراعت او د محصولاتو ډول او د محصولاتو تنوع غالباًتجارتي بڼه غوره کړې وي. بله معنا یې دا ده تر څو چې د یوه هېواد زراعت او محصولات د صنعت په خدمت کې نه وي واقع شوی، یعني زراعتي توکې او محصولات د کرنیزه صنایعو د خامو موادو په حیث نه وي تبدیل شوې، زراعتي وده اصلاً وجود نلري…
په افغانستان کې نه زراعت میکانیزه شوی او نه هم تر اوسه زمونږ محصولات د زراعتي صنایعو د خامو موادو په حیث ندي راغلي، مثلاً پنبه د نساجۍ د کارخانو مواد ندي، له جواري او لمرپرسته ګلانو د غوړو فابریکې نه چلیږي، له میوه جاتو اړوند د مربا یا د جوس د تولید کارخانې نه چلیږي…مګر له حیواني وړیو او څرمنو د قالین، ګیلم او چرمي صنایعو کارګاوي چلیږي، یو مقدار د لبنیاتو کارخانې او فارمونه د وطني تولیداتو په توکو پیل شوې اما لاهم په صنعتي رونق کې زمونږ د خامو محصولاتو ونډه د حساب وړ نده…
عین قاعده په معادنو کې ده، معنا دا چې تر څو پوري چې د هېواد طبیعي شتمنۍ، معادن او منرالونه زمونږ دتولیدي صنایعو د خامو موادو په شکل استخدام نشي، صنعتي اقتصاد ندی ایجاد شوی.
بیرته د ځمکو او زراعت بحث ته راګرځم، ځمکه یو لوی نعمت دی، ځکه چې د انسان د خوړو خوندیتوب یا غذايی مصئونیت له همدې څخه تامینیږي، د بشر حیات او ممات په خاوري پوري تړلی، په افغانستان کې د اقلیم په مرحمت، څلور مساعد فصلونه، خوږې اوبه، متنوع هوا، کشتمندي خاوره او مناسب چاپیرېال بلکل د کرنیزو فعالیتونو او تولیداتو لپاره مساعد دي، ډیر زیات هېوادونه دا نعمتونه نلري، ډېر هېوادونه ریګي صحراوي لري، تروه سمندرونه لري، بی حاصله ځنګلونه لري، یا نامساعده ګرمه یا هم نامساعده سخته سړه هوا لري چې کرنې ته ملتیا نه کوي.معنا دا چې زمونږ د هېواد وګړې او دولتونه په خپل ټول ماضي کې ددې نعمتونو په ارزښت او استعمال نه دي پوه شوې، او لاهم پدې پرېمانه نعمتونو کې کافي تحرک نه لیدل کیږي او په دومره عظیم کرنیز ظرفیت کې زمونږ ولس وږی او فقیر دی، بې وسه او ناتوان دی؛ ښایې د نادانۍ او جهالت په سبب وی چې له دوو پېړیو زیات وخت مو په جګړو او منازعو کې تیر کړی او دغه غني او مالامال وطن د غربت په تر ټولو ښکته کرخې ولاړ دی او وګړې یې د نړۍ خیراتونو ته سترګې نیولې…!!
مګر لوی سوال دا دی چې هغه کوم کمبود دی چې په یوه جغرافیا کې دي، سطحي، ورښتي او جاري اوبه پرېمانه وي، خاوره دې کرښت ته مساعده وي، هوا او اقلیم دې مساعد وي، وګړې دې روغ، تنومند او بېکاره وي او بیا دې هم وږي، محتاج او پرېشانه وي؟؟
همدې سوال ته په ځواب کې تلاش کوم چې پدې مبحث کې پر هغو خلاګانو او ظرفیتونو تمکین وکړم چې ډکول او موثره کول یې کولی شي زمونږ په ژوند او د هېواد په خودکفایی کې اساسي نقش ولوبوي، زمونږ ملي ثبات لاغښتلی کړې، د غربت او فقر بڼه په غنامندۍ تبدیله کړې او هم مو د سیمه ییزه اتصال په چوکاټ کې د یوه ارزښتمن شریک غړې په حیث، د آسیا په زړه کې او د مجاورو هېوادونو په ردیف کې راته مفید تبارز او د قدر وړ موقعیت راکړي…!
د پورته سوال لنډ ځواب دا دی چې د مدیریت، رهبرۍ او اقتصاد محوره برنامو او پلانګذارۍ خلا ده چې کلونه کلونه یې مونږ د خپل رزق تر مخ وږي ساتلې یو…!
زمونږ ځمکو او زراعت ته ورپېښ ګواښونه
د افغانستان دځمکو د اطلاعاتي بانک او هم د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په استناد، په تیرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې ۷ میلیون جریب ځمکه د غاصبینو تر نظر او تیررس لاندې وه چې پدې کې یې څه د پاسه ۱.۲ میلیون جریب ځمکه (مزروعي او غیر مزروعي، ښاري او دهاتي) عملاً د زورواکو او غاصبینو لخوا غصب شوې ده.
اسلامي امارت په کال ۲۰۲۲ کې ۴۵۴ زره جریب غصب شوې ځمکه له غصب خلاصه کړې ده، ددې کار لپاره یې ځانګړی مقتدره کمیسیون ورته ټاکلی چې په جدیت سره یې د مخنیوې او دوباره اعادې په برخه کې فعالیت کوي.
غصب او په سلطاني ځمکو ناقانونه تصرف یواځنی مشکل ندی چې د ځمکو په هکله یې حکومت بوخت او پریشانه ساتلې، علاوه پر دې نور ګڼ مشکلات او آفتونه دي چې ځمکه یې له خطر سره مخامخ کړې ده…هرکال په سلګونو جریب ځمکه د سیلابونو خوراک ګرځي، په سلګونو زره جریب زراعتي کشتمندي ځمکي د استوګنې په ساحو تبدیلیږي،او پدې توګه د ښارګوټو د ایجاد او د غیرپلاني استفادو په غرض له زراعتي مقصد وځي… د ننګرهار سرخرود او بهسود هغه زراعتي تړانګې وي چې اوس په ښاري ناحیو تبدیلې شوې، د کابل ښار شنه زراعتي کمربندونه ختم شوی، په هرات، غزني، کندهار، مزار او نورو ولایتونو کې پراخې زراعتي ځمکې خپل وصف استوګنیزو ساحو ته اړولی…!
د پرله پسې مزمنو وچکالیو په سبب په پراخه پېمانه خړوبه ځمکې شاړي شوې، د څارویو څړځایونه وچ شوې او په سلګونو زره مواشي سره له شپنو او کوچیانو بل وطن ته کډه شوې دي…!
د افغانستان د ځمکو معلومات
د افغانستان د ځمکې د اطلاعاتي بانک او د خوراک او کرنې د نړیوال سازمان FAO د اطلاعاتو له مخې د ټول هېواد په کچه د موجوده ځمکي مساحت ۶۵۲.۲۲۵ کیلومتر مربع (۶۵.۲۲ میلیون هکتار) دی چې (۶۸٪) یې غرونه او دریابونه تشکیلوي، او پاتي نوره یې:
۹.۶ میلیون هکتاره (۱۲٪) یې زراعتي کرنیزه ځمکه ده، (۴.۵٪) یې علفچر یا علفزار ځمکه ده، ۱.۹ میلیون هکتاره (۷.۲٪) یې ځنګلونه او څه د پاسه ۸ میلیون هکتاره یې (۹.۴٪) مسکوني زیست لاندې راغلې بر علاوه یو پر شپژم برخه خاوره غیرمزروعي دشتي او ریګزاره بیابانونه دي.
د افغانستان د زراعي ځمکو همدغه ۹.۶ میلیون هکتاره په دریو کټګوريو تقسیم شوې دي:
۳.۵ میلیون هکتاره یې سیرآبه ځمکي دي، ۴.۵ میلیون هکتاره یې للمي یا باراني ځمکي دي او پاتي څه کم دوه میلیون هکتاره یې کمآبه ځمکي دي، چې په مجموع کې تر زراعت لاندې خړوبیدونکې ځمکه څه کم څلور میلیون هکتاره دی. په کال ۲۰۱۰ کې پر ۳.۱ میلیون هکتار ځمکو مختلف سبزیجات او پر څه کم ۲ میلیون هکتاره غنم کرل شوې و، پدغو کلونو کې ورښتونه زیات و او ځيني غیرمزروعي دشتې او تپي هم په للمي غنمو کرل شوې وی، په همدې کال کې د غنمو حاصلات ۴.۵ میلیون ټنو ته رسیدلې و، یعنې د هېواد د وګړو ۵۵٪ ضرورت او تقاضا یې بشپړه کړې وه…د یادوني وړ ده چې د ۳۸ میلیون وګړو لپاره هرکال ۸-۹ میلیون ټنه غلې دانې ته اړتیا ده خو متاسفانه پدې وروستیو کلونو کې د وچکالیو او اقلیمي بدلون په سبب مونږ هر کال یواځي ۲-۳ میلیون ټن (۳۵٪) غلهدانه تولیدولی شو، پاتي ۷۰-۷۵٪ غله یا ۴-۶ میلیون ټن غله راته کمیږي چې دا د غربت د پیژندنې او ارزوني یو عمده شاخص دی.
معنا دا چې لاهم د کرنې وړ ۴-۵ میلیون هکتار ځمکه وچه او بې حاصله پاتې ده، البته د دولت د مرکزي پلان او د کرنې وزارت د لس کلن پراختیایي پلان له مخې باید هرکال تر ۵۰ زره هکتاره غیرمزروعي ځمکه د دولتي پروژو او بودجوې پلان له مخې او دیته ورته اندازه یې د خصوصي سکتور او فردي تشبثاتو په مشارکت مزروعي وګرځول شي، تر څو په راتلونکې لسیزه کې د هېواد ټولو وګړو ته غذايې مصئونیت ایجاد شي، د فقر کچه په مراتبو راښکته شوې وي او د غلې اړتیا کاملاً مرفوع شوې وي…!
په کال ۱۳۸۸ کې د ځمکې او اراضي ادارې مشر، ښاغلي شهیر احمد شهریار ویلې و چې د پلان له مخې باید هر کال ۲۵-۵۰ زره هکتار ځمکه د کرنیزه مقاصدو لپاره خصوصي تشبثاتو او داوطلبانو ته توزیع شي، دا کار د تشویقي اجارو پر بنسټ د ۳۰، ۶۰ او ۹۰ کلونو لپاره، د معینو شرایطو پر اساس، پلان شوی و،…ښایی دولتي بروکراسۍ، پلاني نواقص او تخنیکي نیمګړتیاوي، جګړې، بودجوي خنډونه، ظرفیتي کمبود او د غاصبینو مزاحمتي فعالیتونه هغه څه و چې دولتي سکتور پکې خپلې ژمنې نشوای عملی کولی…!!
په روان ۲۰۲۴ کال کې د کرنې سرپرست وزیر، ښاغلي عطاالله عمري اعلان وکړ چې په پلان کې لري چې د جلال آباد د کانالونو په مربوطاتو، د کمال خان بند، قوش تیپې او سلما بندونو په اطرافو کې د ۱۰۰، ۵۰۰، ۱۰۰۰ او ۲۰۰۰ جریبو ځمکو د توزیع تړونونه ترسره کړي، چې دا ډير د قدر وړ ګامونه دي…!
د افغانستان د مالدارۍ مختصره معلومات
د FAO ادارې یا Food and Agriculture organization د ۲۰۰۳ کال د احصائي له مخې ټول ټال په افغانستان کې ۳۶.۷۰۰ کلي او بانډي دي چې د مالدارۍ له پلوه نسبتاً په ضعیفه وضعیت کې دي، حتی د ۱۹۸۱ کال په تناسب پکې مالدارۍ دوه چنده کمه شوې، مثلاً په ۱۹۸۱ کې په ټول افغانستان کې ۱۸ میلیون میږي موجود وي، په کال ۱۹۹۵ کې ۲۲ میلیون میږي یا ګډي موجود وي خو په ۲۰۰۳ کې د موجوده میږو دغه شمېره ۸ میلیون ته راښکته شوې. همدارنګه د جګړو په کلونو کې تر ۵ میلیون ډېرې میږي، اوښان او اوزې له هېواد څخه د پاکستان طوی، کشمیر او د ایران بلوچستان او نورو ښارونو ته واوښتې…
اوس مهال په افغانستان کې ۳.۷ میلیون غواوي، ۸.۸ میلیون میږي، ۲.۳ میلیون اوزي، ۱۴۰ تر ۱۵۰ زره آسان،شاوخوا ۱.۶ میلیون مرکب، ۱۸۰۰۰ اوښان او ۱۲.۲ میلیون چرګې، هیلۍ او مرغابۍ موجود دي (البته دغه ارقام په نوسان کې دي).
د افغانستان د اوبو لنډ معلومات
افغانستان په شیرازه آبي موسم کې ۱۶۳ میلیارد مترمکعب د ورښتونو اوبه لري، ۵۷ میلیارد مترمکعب جاري یا سطحي اوبه لري او ۱۶ میلیارد مترمکعب زیرزمیني اوبه لري، د سطحي اوبو په برکت په مجموع کې افغانستان ۱۸۰ واړه او غټ دریابونه او رودونه لري چې ځينې یې په پنځو حوزو کې شامل شوې او ځینې رودونه لاهم مستقل دي:
اول، د هیرمند یا هلمند دریابي حوزه، چې له ۴۱ فرعي رودونو او دریابچو څخه آبریزونه پکې جریان لري
دویم، د کابل دریابي حوزه، چې له ۳۴ رودونو تشکیل شوې
دریم، د شمال حوزه، چې له ۱۷ دریابچو او رودونو سرچینه اخلي، د افغانستان د جاري اوبو ۸۰٪ یې د هندوکش له غرونو تامینیږي…
څلورم، غربي یا د مرغاب هریرود حوزه چې له ۱۸ دریابچو او رودونو جوړه شوې
پنځم، د آمو دریاب یا پنج حوزه چې له ۲۲ جهیلونو او رودونو تشکیل شوې
د اوبو د مدیریت، هغه اساسي لومړیتوب چې تیر جمهوريت په جدیت سره درلود، په تیرو شلو کلونو کې ګڼ شمېر واړه لوي، بندونه، آبګردان بندونه، چکډیمونه او ګڼ شمېر کانالونه ورغول شول، سلما، کمال خان، بخش آباد، شاه او عروس او ځیني مهم بندونه او کانالونه لکه د لغمان شاهي کانال، قوش تیپه، مارجه کانال، نهر سراج او ګڼ نور د اوبو رسولو رودونه ترمیم یا بیا ورغول شول…تر کال ۱۳۹۹ پورې په مجموع کې ۱۳۸۰کیلومتره کانالونه نوي جوړ شوې چې له فیضه یی ۹۷ زره هکتار شاړه ځمکه جدیداً په خړوبه کشتمندي ځمکو ور اضافه شوې ده.
د ۱۹۷۰ کال د احصائیو پر بنسټ د کوکچه دریاب (چې د آمو سیند له معاونینو څخه دی) که چیرته یې اوبه مهار او مدیریت شي نو یواځي په شمالي ولایتونو کې د یو میلیون هکتار ځمکي د خړوبول ظرفیت سره ایجادیږي، طبعاً چې د یو میلیون هکتار زراعتي ځمکو د حاصلاتو ګټه کولی شي د شمال په شپژو ولایتونو کې د غربت او خوارځواکۍ کچه کاملاً راښکته کړي او په زرګونو کاري فرصتونه او صنعتي کاروبارونه ورسره پخپله اقتصادي چرخه کې په تحرک راولي.
متاسفانه د اوبو د نه مدیریت په سبب افغانستان په اوسط ډول له ۷۵ میلیارد مترمکعب اوبو څخه یواځې له ۳۰٪ اوبو استفاده کوي، پدې کې یې یواځي ۱۲-۱۸٪ په کرنه کې استعمالیږي…پاتي ۷۰٪ جاري اوبه یا په بل عبارت هرکال زمونږ ۴۲-۴۳میلیارد مترمکعب بهاداره اوبه د افغانستان له کنترول وتلې دي چې زیاته برخه یې په بلاعوضه توګه پاکستان، ایران او د منځنۍ آسیا هېوادونو ته واریز کیږي. د اقتصادي محاسباتو له مخې که افغانستان خپلې اوبه مهار او د حقآبي له برخې ماسیوا د ګاونډیانو د اړتیا وړ اوبه د قرارداد له مخي وپلوري، هرکال د اوبو د عوایدو له مخې شاوخوا ۲۵ تر ۳۰ میلیارد ډالر عواید ترلاسه کولی شي چې درې ځلي زمونږ د مالي کال له بودجوي اړتیاوو مازاد رقم دی…!
د میکانیزه زراعت لپاره څو اساسي لومړیتوبونه
لکه چې پورته اشاره وشوه د افغانستان د زراعتي ځمکو حجم چندان زیات ندی، پدې کې چې بیا کومه ځمکه د کرني قابلیت لري د هغې تر نیمایی کمه یې تر کرښت لاندې ده، متاسفانه د مسلسلو وچکالیو په سبب کرنیزې ځمکې او هم یې د حاصلاتو کچه کال په کال کمیږي.
بل دا چې په تیرو دریو لسیزو کې د جګړو په سبب د ډیرو پراختیایی کارونو پرمختګ کمزوری پاتې شوی، هکذا د زراعت پراختیا هم شدیده صدمه لیدلې، دولتي انکشافي پلانونه له پلان سره سم تطبیق نشول، د کورنیو جګړو په سبب د پانګي او پانګوالو فرار، د صنعتي او تجارتي ګټو جذابیت او هم د کرنیزو پیداوارو د نرخ ټېټوالی ددې سبب شوی چې بزګر طبقه له خپل سکتور هغو نورو خدماتي او کاروباري (تجارت او سوداګرۍ) ساحي ته مخه کړي.
د ګڼو دولتي ځمکو د نه توزیع او د دولتي پلانونو د نه موجودیت په سبب د مړو یا شنډو ځمکو د احیا کولو پروګرام بی تطبیقه پاتي شوی، د محصولاتو په هکله د علمي څېړنو فقدان، د ترویجي فعالیتونو محدودیت او له مدرنه مشینریو څخه زمونږ د بزګرانو لیروالی او د بزګرانو د حمایت لپاره د کرنیزو قرضونو او سبسایدي نه موجودیت په او مجموع کې ځیني نور عوامل (لکه د مخدره موادو کاروبار) ددې باعث شول چې زراعتي انکشاف او د کرنې میکانیزه کیدل عملي نشي.
د پورته ذکر شویو مسایلو تر څنګ د تخمونو او بذرونو په هکله د بیکاره ورایټیانو تسلسل او تداوم او له بده مرغه د اصلاح شویو تخمونو د ډیر محدود استعمال له کبله زمونږ د کرنیزه محصولاتو ثمر او حاصلات ډیر ناچیزه دي، مثلاً:
په افغانستان کې له یو جریب ځمکي ۱۳۰-۳۰۰ کیلو یا په بل عبارت له یو هکتار ځمکي ۱.۳ ټنه غنم په لاس راځي، په پاکستان کې د اصلاح شویو بذرونو د ترویج له برکته له یو هکتار ځمکي ۴.۹-۵.۵ ټنه غنم په لاس راځي، په هندوستان کې ۶ ټنه او په آلمان او فرانسه کې ۷-۸ ټنه حاصلدهي لري.
که څه هم په کال ۱۳۹۳ کې د کرنې وزارت د مرستیال، مرحوم سلیم کندزی مدعي و چې د ترویجي اصلاحي تخمونو له برکت په تجربوي مزارعو کې له یو جریب ځمکي ۳ ټنه غنم خرمن شوې دي.
دا یو ډیر ساده مثال دی، ټوله نړۍ د اصلاح شویو تخمونو په ترویج بوخته ده، دغه تخمونه په هرې ورايټي کې، د هر ډول کرنیزو محصولاتو، سبزیجاتو، غله جاتو، حبوباتو او میوو آزمایل شوي اصلاحي تخمونه په بازارونو کې مهیا دي، مګر متاسفانه د ترویج کار او پدې برخه کې د زراعتي سکتور ماموریت د تحسین قابل ندی. د کرنې وزارت او شریکان یې باید پدې عصر کې د افغانستان بدوی، کلاسیکه او پخوانی سیستم او هم مروج عنعنوي کرنیزه میتودونه بدل او په عصري بڼه یې واړوي، دا (مسلکي زده کړې، د مدرنه میتودونو کارول او د اصلاح شویو تخمونو ترویج) د زراعتي میکانیزه کیدو لومړنۍ پېل دی.
د میکانیزه زراعت لپاره د هدفونو ټاکل او د شرایطو مهیا کول
د دولت وظیفه ده چې مستقیماً د حکومتي پلانونو له مخې او هم د خصوصي سکتور او دولتي مشارکت PPPپر بنسټ او هم کولی شي د مضاربت، مساقات او یا د بانکي پانګونې له مخې د افغانستان موجوده بدوي عنعنويزراعت په عصري او میکانیزه زراعت تبدیل او ددې مقصد لپاره پر ملي طرحو او پلانونه کار ترسره کړي، چې ځینيلومړیتوبونه یې دا دي:
1. بزګرانو ته د هغوي په مزارعو کې د مسلکي ټرننګونو، علمي مشورو او تخنیکي زده کړو پروګرامونهبرابرول،
2. د مدرن ماشینرۍ او عصري تکنولوژۍ مهیا کول او استخدام،
3. د بکر او بائر ځمکو د توزیع منظم پلان،
4. د بازار موندنې لپاره د عصري بازارچو، دوشنبه بازارونو، جمعه بازارونو او هم د بندري مشترکه بازارونو ایجادول،
5. د زیربنایی خدمتونو د پراختیا لپاره پلانګذارۍ، لکه د سړو خونو جوړول، د چک ډیمونو، سربندونو، کانالونو او له مزرعي څخه تر سړک د فرعي لارو جوړول باعث کیږي چې محصول په آسانه، آرزانه او پریمانه توګه مستهلک یا مصرف کوونکو ته ورسیږي.
6. د زارعتي بانکونو او تعاوني صندوقونو ایجاد، او بیا په آسانه، طویله او ساده شرایطو بزګرانو ته پورونه او زراعتي تجهیزات مهیا کول. د داودخان په جمهوري دوره کې او آن د ډاکټر نجیب تر سقوط پوري کرنیزو بانکونو ګټور فعالیتونه درلودل، بیاځلي په کال ۱۳۹۵ کې د افغانستان د کرنې انکشافي صندوق یا ADF- agriculture Development fund، د ډاکټر ایمل آرمان په ریاست ایجاد شو، دغه صندوق د شاوخوا ۱۴زره بزګرانو د حمایت په مقصد، په دوو دریو مرحلو کې ۱.۸ میلیارد افغانۍ پورونه هم توزیع کړل چې د ۳-۵ کلونو پورې باید بیرته راټولې شوې وای… بیا ځلي په کال ۱۴۰۱ کې د طالبانو لخوا همدغه موډل دوباره، د کرنې د پراختیا وجهي صندوق، په عنوان ایجاد شوی چې ایجاب کوي په هر اقتصادي زون کې دغسې یو بانک یا صندوق فعالیت ولري…تر څو کروندګر توانمند شي او زیاتو کرنیزو فعالیتونو او پراختیا قابلیت پیدا کړي…که مالي او فني حمایتونه ترسره نشي موجوده ملامتونکی وضعیت به ددغه سکتور پاتي قشر لازیات مایوس او له خپل کاروبار په شا کړي…
7. د اوږد مهاله قرضو په ملاتړ به دهاقینو ته د مدرنه کرنیزو ماشینریو او د محصولاتو د زیاتیدو لپاره له میکانیزه شویو هېوادونو د عصري تکنولوژۍ مهیا کول آسانه شي، پدې توګه به کرنیزه زحمت سرعت پیدا کړې او له بلې خوا به د بکر او بائرو اضافي ځمکو کرښت او خړوبیدو ته لاسرسۍ پراخ شي.
8. د اوبو له ضایع کیدو مخنیوی او په ځای یې د قطره یې یا ډرپنګ سیستم ایجادول او مروجول
9. په ټولو ولایتونو، کلیو او بانډو او مزارعو کې ترویجي خدمات او د اصلاح شویو تخمونو جاګزین کول
10. د ګران بیه بذرونو تکثیرول او د تجارتي او صنعتي محصولاتو پراخول
11. په ځینو ساحاتو کې د دهقانانو حمایت او هغوی ته د سبسایدي نظام بیا فعالول
12. د رقیبو وارداتي محصولاتو په وړاندې په ځانګړې توګه د ثمر په وخت کې د ملي محصولاتو ملاتړاو په بندري ګمرکونو کې د حمایوي تعرفو وضع کول تر څو بزګران له ډمپنګ مصئون پاتي شي او هم یې رقابتي توان برقرار پاته شي.
13. په سیمه ییزه او بین المللي کچه ملي محصولاتو ته بازار موندنه او د شریکانو راجلبول.
14. د کروندګرو او سوداګرو ترمینځ د کوپراتیفونو او کرنیزو اتحادیو له لارې د همغږۍ رامنځته کول
15. د تازه او وچوو میوو د پروسس او بسته بندیو په برخه کې د مینځګړي سکتور رامینځته کول
16. په ګرمسیره سیمو کې د سړو خونو یا کول ستوریجونو جوړول، په ځانګړې توګه په بندري بندرګاوو او سرحدي صادراتي ټېسنونو او ټرانزیتي هډو کې د تازه میوو او سبزیجاتو لپاره؛ تر څو د صادریدونکي توکي محفوظ او کاروباريان یې د خپلو توکو حکمیت په لاس کې ولري او د سرحدي شخړو په سبب یی مال تلف نشي او دوی خساره مند نشي.
17. د تجارتي او صنعتي تخمونو او هم د کیمیاوي یا دارويې بوټو ترویج، لکه د زعفران، هنګ، شرین بویه، اسپند، ایارلنګ، موم لایی، اسفرزه، خاکشیر، ساکودانه، د کوکنارو تخم، فیروزه، زیره، پنبه دانه، زغر، کنجد، نیشکر، لبلبو، زیتون، ګل آفتاب پرست، جواری او داسې نور… د یادونې وړ ده چې په دنیا کې ۳۲۰زره ډوله کیمیاوي یا دارویې ګیاه او بوټي وجود لري چې له هغې جملې ۲۵ زره ډوله یې په افغانستان کې موجود دي، تر اوسه یې څه د پاسه ۵۰۰ ډوله پیژندل شوې، ۳۰۰ ډوله یې د استفادي وړ او ۴۵ ډوله یې تجارتي شوې دي… له نیکمرغه د دولتي اهتمام او د خصوصي سکتور په همکارۍ افغانستان د زعفران په بازار کې د ۱۷۰ هېوادونو په کتار کې دویم مقام لري، هرکال د ۱۸۰ میلیون ډالرو په ارزښت زعفران د نړۍ هېوادونو ته صادریږي.
18. په غرنیزو (لم یزرع) ساحاتو کې د باغدارۍ ترویج او په همدې مقصد د ځمکو د توزیع ځانګړی پلان عملي باید عملي شي، د میوو بیه پنځه ځلي تر سبزیجاتو لوړه ده، ځکه نو د باغدارۍ د پراختیا ستراتیژیکه پلانونه چې الحمدلله ترتیب شوې باید په عملي میدان کې يې تطبیقي اړخ ته اهتمام وشي.
19. کرنه د سیمه ییزه اتصال په ابزارو تبدیلول، پدې برخه کې د افغانستان له ګاونډیانو، ایران، پاکستان، هندوستان، ترکیه، د منځني ختیځ یا خلیج او هم د منځنۍ آسیا، چین او روسې سره د دوه اړخیزو او ګڼ اړخیزو شراکتونو او همکاریو ایجادول، لکه څنګه چې په تیرو لسیزو کې افغانستان د غنمو د کمبود لپاره له قزاقستان او پاکستان سره تړونونه درلودل او آن تر محصول د مخه به یې اړوندو هېوادونو ته پیسې په اډوانس یا پیش پرداخت په توګه ورکولې، عین تړونونه باید له خپلو دهاقینو سره ترسره شي، له دې سره به له یوې خوا بزګران خپلې کرنیزي اړتیاوي مهیا کړی شي او له بلې خوا به تر محصول د مخه خپل کاروبار تهاهتمام لازیات او په مسوولانه ډول ترسره کړي.
20. له فقر سره د مبارزي او هم د مزمنې بیکارۍ د مهار کولو په مقصد دې دولت د مړو یا شنډوځمکو د احیا کولو (احیا الموات) او د غیر مزروع ځمکو د زراعتي ګرځولو په سلسله کې دې ددغو شاړو ځمکو د توزیع پلان (د اجارې یا مشارکت پر اساس) ترتیب کړي، بخصوص په هغو سیمو کې چې د لویو بندونو او سترو کانالونو پروژي جریان لري، مثلاً د قوش تیپې په اطرافو، د شاهي کانال، د جلال آباد د فارمونو په شاوخوا، د کجکي بند، د نغلو بند، د پکتیکا د سرده بند، د پکتیا د مچلغو بند، د هرات د پاشدان بند، د سلما بند په مسیر، د کندهار د ډاله او ارغنداب بندونو په شاوخوا، د چک بند، د بامیان د امیر بند، د کمال خان او بخش آباد بندونو په مسیرونو او هکذا د کوکچه او نورو ساحاتو کې…دې د عادلانه توزیع پلانونه ترکار لاندي ونیسي.
د میکانیزه زراعت یو بل رکن مالدارۍ ده
افغانستان د غوښې ۵۶٪ کمښت له ګاونډو هېوادونو بخصوص له پاکستان پوره کوي، که څه په وروستیو کلونو کې د چرګانو فارمونو په شدت سره پراختیا موندلې، د هېواد په اکثریت ولایتونو کې د چرګانو فارمونه او هم د کورنیو فارمونو موجودیت وسیله شوی چې لدې بابت افغانستان ځان بسیاینې یا خودکفایی ته ورسیږي، تر ۱۲ میلیون زیات جرګان د هېواد د ننه پرورش او مصرفیږي.
اما متاسفانه د غواوو او پسونو د پرورش په برخه کې ډیر شدید کمبود موجود دی، په مقایسوي ډول:
په دنمارک یو دهقان له ۱۰۰ تر ۴۵۰ غواوي لري ددې هېواد د غواوو شمیر په ۲۰۲۰ کې ۵.۶۵ میلیون ښودل شوی، خو په افغانستان کې یو نسبتاً معتبر دهقان درې یا څلور غواوي لري، دنمارک هرکال ۴.۵ میلیارد لیتر با کیفیته شیدې تولیدوي او نیمې نړۍ ته یې صادروي.
په افغانستان کې۳.۷ میلیون د شیدو غواوي موجود دي، چې د حاصلدهۍ له پلوه د ۳۰٪ نفوس اړتیا هم نشي پوره کولی، هر کال د ۱۰۰ ګونو میلیون ډالرو په ارزښت تازه او وچې شیدې او نور لبنیات هېواد ته راواردیږي، په داسې حال کې چې په دنمارک کې 0.12٪ (صفر عشاریه دولس په سلو کې) وګړي زراعت پیشه دي، خو په افغانستان کې دغه کچه تر ۷۰٪ زیاته ده، د ملي ناخالصه عوایدو د محاسبوي سهم له پلوه زمونږ مالدارۍ او زراعتدواړه په ګډه ۲۷-۳۱٪ ونډه لري، پداسې حال کې چې په دنمارک کې د کرنې او مالدارۍ سکتور (چې تر یو فیصد کم وګړې یې پکې بوخت دي) په ملي ناخالصه عوایدو کې یې د سکتور ونډه څه د پاسه ۳۳٪ دی…او دا ځکه چې دوی د مالدارۍ او کرنې سکتور میکانیزه کړی، د تکنولوژۍ او مدرنه ماشینرۍ استعمال تقریباً سراسري دی، دودیزه اسلوب او عنعنوي وسایل کاملاً ختم شوې دي.
د دې مقایسې نتیجه دا ده چې افغانستان یوه نیمه پېړۍ تر اروپایی هېوادونو او نیمه پېړۍ تر ایران او پاکستان شاته دی.
نو لازمه ده چې دولت باید ددې سکتور د موثره کیدو لپاره، له پردیو د بې نیازه کیدو، له فقر سره د مبارزې او د ځان بسیاینې مرحلې ته د رسیدو په موخه یو عظیم جهاد اعلان کړي، څنګه چې په ایران کې موجوده آخوندي نظام، په تحریمي اقتصاد کې د نجات د ریاضتونو په پار یې دوه جهاده سرمشق ګرځولي: جهاد تعلیم، جهاد کشاورزي… همدا سرمشقونه مونږ ته هم لازم دي، همدا سرمشقونه زمونږ د دایمي رفاه او پایدارۍ تضمین کولی شي.
د مالدارۍ سکتور ته اهتمام که له یوې خوا د غذايی (د غوښې) کمبود د پوره کیدو لپاره ده، نو له بلې خوا ګڼ نور تشبثات هم په تحرک راولي، ګټه او موثریت یې لازیات لوړولي شي، مثلاً د لبنیاتو اړتیا راته پوره کوي، د خوارځواکۍ چاره کوي، د زرګونو فارمونو او کاري فرصتونو د اضافه کولو، د حیواني وړیو او پشم له تولید سره به یې د قالین، ګیلم او چرمي صنایعو په زرګونه شرکتونه رونق او پراختیا وکړي، طبعاً لدې سره به د هېواد لاسې صنایع او د قالینو او ګیلم په ساحي کې میلیونونه ډالر ګټه هېواد او هېوادوالو ته ورسیږي، ځکه خو د مالدارۍ سکتور د ګڼو نورو سکتورونو د تقویې ذریعه هم ګرځي…!
بر علاوه مالدارۍ د ملي وحدت لپاره هم یوه وسیله ده، د کوچيانو او قالین بافانو (اوزبیک، بلوچ، ترکمن، هزاره او…) ترمینځ د وړیو شراکت او یو بل ته یې مستدام احتیاج کولی شي د متبادلو ګډو ګټو تر څنګ صمیمانه ټېنګښت قایم کړي…
د اوبو مدیریت د میکانیزه کیدو یو بل اساسی رکن
د اوبو ارزښت خدای پاک پخپله بیان کړی، (و جعلنا من الماء کل شی حی…) اوبه هغه ګټوره ماده ده چې د نړۍ په مهمو ستراتیژیکه منابعو کې حسابیږي، نړۍ یواځي یو یا دوه فیصد طبیعي خوږي اوبه لري، ویل کیږي چې د راروانې پېړۍ جګړې به د اوبو جګړې وي.
اوبه د دریو مقاصدو لپاره ستراتیژیک اهمیت لري:
اولاً: پخپله د انسان او څاروو د ژوند د تداوم او بقا لپاره یی استعمالوي ارزښت، د څښاک، نظافت او زراعت لپاره…
ثانیاً: د ضمني اقتصادي استفادې لپاره یې اهمیت، مثلاً د بندونو په بڼه یې راوستل، د برق او انرژۍ د تولید په حیث ترینه استفاده کول چې په سلګونو تولیدي صنایع پاکې انرژۍ Hydro powerته اړتیا لري، د کورونو د ګرماېښت او…
دریم مورد: اوبه د ستراتیژیکې وسلې په توګه کارول، اصلاً اوبه لکه اتم بم داسې یو قدرت او طاقت دی، افغانستان د سیمې د اوبو لرونکي هېواد په حیث او له سوق الجیشي پلو د آسیا زړه په توګه په بلندآبه کې واقع دی، زمونږ اوبه ایران، پاکستان، اوزبیکستان او ترکمنستان ته توییږي، ځکه خو که دولتونه مو غور وکړې نو د اوبو دیپلوماسي ډیر قوي حکمیت په لاس راکوي چې د اوبو د مدیریت په تحکم سره خپل ملي ثبات پرې ټېنګ کړو، سیمه ییزه ارزښت ترلاسه کړو او د اوبو په تقسیم او خرڅلاو سره هر کال د میلیاردونو ډالرو عواید په سالمه توګه په لاس راوړو…
پاکستان او ایران دوه هغه هېوادونه دي چې په تیرو څلوېښتو کلونو کې یې د افغانستان له شخړو او په نتیجه کې یې د میلیاردونو مترمکعب مجاني اوبو څخه ګټنه اخیستې…
ښایې زمونږ د مزمنه منازعاتو او کړکیچونو تر شا د ګاونډیانو د ستراتیژیک عمق Strategic dept اهداف هم نغښتې وي، د سرشاره غني منابعو تر څنګ چې دلته د فقیر او اوږي ملت په سینه پراته دي، دا هېواد یې د غني کیدو او خودکفا کیدو په ځای په خوار و زار، آواره، دربدره او هردم شهید ملت تبدیل کړی.
که د مجاني اوبو قیمت وسنجول شي، ښایی په تیرو څلورو لسیزو کې یې مونږ ته په سلګونو میلیارد ډالر کمایی کړې وای، اوس به مونږ د خیراتخور په ځای خیرات ورکونکي او د لوړ لاس (ید العلیا..) مالکان وای، د هېواد کلنې اوبه، چې پورته یې معلومات شته، په مادي لحاظ یې کلنی ارزښت شاوخوا ۲۵-۳۰میلیارد ډالر برآورد کیږي، یعني د خلیج تر نفتو زمونږ اوبه ډیر ارزښت لري…ښايی جهل او بېسوادي هغه عمده عامل وي چې متل دی…آب در کوزه و ما تشنه لبان میګردیم…ددې متل په مصداق مونږ د دنیا یواځنی هغه ملت یو چې د خپلو شتمنیو او نعمتونو په استعمال نه پوهیږو او په سبب یې کلونه کلونه په کړکیچ او منازعو کې ساتل شوې یو، زمونږ په شاوخوا زرنګو ښکارچیانو، بې رحم لوبغاړو (!) څو لسیزي زمونږ د وینو حمام ګرم ساتلی، اما داسې زعامت او رهبرۍ چې دلته د ټکرونو ګنجایش ختم او د اقتصادي ودي پر اساس سرداري او سیادت ایجاد کړي تر اوسه نده راغلې…
امید او لوی خدای ته التجا لرم چې اوسنی حاکمه زعامت یا اوسنۍ غلبه Dominance په مشروع دولت Legitimate State او مشروع دولت بیا په ملي اقتدار Sovereignty تبدیل شي، د ملي اقتدار تداوم او پاېښت هغه فضا او هغه تضمین دی چې زمونږ ملي ثبات National Constancy پکې پایداره Sustainable پاته کیدای شي.
ددې لیکنې لپاره ماخذ او منابع:
• د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت
• اندیشکده اقتصاد و سیاست
• پورتال آبهای افغانستان
• د کرنې او مالدارۍ وزارت
• Avisar Organization