پیام لمر

استپلیشمنت یا پټه قوه!

د امرالله صالح د تېر جمهوریت نظام   لمړۍ مرستیال، نوې مرګه چې  متن يې په رسنیو کې خپور شوی ولوسته، نوموړی د (پټې قوه) کلمه بار بار خپلو خبرو کې ياده کړې. همدا راز د جنرال عاصم منير د پاکستان لوی درستیز، څرګندونې چې د یو پاکستاني وګړی مرګ یی د ټول افغان ولس له مرګ سره پرتله کړي.
دا دوه خبرې جلا جلا بیان شوي خو د عاصم منير دا خبرې هم د پاکستان د پټې قوه په اتکا سره تر سره شوي دي.

په سیاست کې دې پتې قوه ته استبلېشمنت وايي، دا هغه قوې او با نفوذه جوړښت ده چې حتی د ډيری دیمکوراتیکو نظامونو ترشا، ولاړه او پټه شوې وئ. د نړۍ خورا ځواکمن حکومتونه چې د نظام سیاسي جوړښتونه جوړوي او د اداری صلاحیتونو خاوندان هم دي، په لویو او مهمو پريکړو کې چې د هیواد سرنوشت او عامه ګټې پکښې د پوښتنې یا خطر لاندې وي، پرته د دې پټې قوې څخه تصمیم نشي نیولی.

استبلېشمنت یا پټه قوه، تشریفاتي اړخ نلرئ او په سیاسي ستیجونو کې هم ورته ځای نشته. مګر د یو هیواد د اساسي شریان یا قاعدې په حیث پیژندل کېږي. استبلېشمنت هغه چړي ته ورته ده چې دواړه لوري تیز او پریکونکي وي. دا په دې معنی هغه کسان چې د استبلېشمنت غړي دې دخپل هيواد د ګټو پخاطر ټول انساني ارزښتونو د پښو لاندې کولای شي. دوی ته يوازې د هیواد بقا او ملي ګټې مهمې شمیرل کېږي، دا که د هرڅه په بدل کې وي.
مړینه، تشدد، ناخوالي، اقتصادي بندیزونه او د نظامي قوې استعمال که دې عامه وګړو د مړينې سبب هم وګرځي دوی ته مهم او جدی ستونزه نه شمیرل کېږي، دا ځکه چې دوی ته يوازې د خپل هیواد بقا او بریا مهمه ده بل دا چې دوی ته کوم مستقیم مسؤلیت ندي متوجه او کومې خاصې مرجع ته هم ځواب ورکوونکي ندي.

هر هغه هیواد چې د خپل نظام تر شاه د استبلېشمنت جوړښت او شتون ولري تلپاتې بقایې حتمي ده. که څه هم دا هیوادونه په ظاهره کې د دیموکراسي او ټاکنو تمثیل ترسره کوي خو په انجام کې استبلېشمنت دی چې د هیواد سیاسي نظام ته روح وربخښي. د نړی مهم او ځواکمنه هیوادونه لکه د امریکې متحده ایالات چې د دیموکراسي لوی تمثیل کوونکی او ناجي حکومت دی، خو په حقیقت کې تر شاه يې د څو مهمو او غټو کمپنیو مشران ولاړ دی چې د استبلېشمنت حیثیت لري او عام خلک يې نه پيژني. ددې کمپنی مالکان دې چې په مهمو مسایلو څه کورني وي یا بهرني خبرې او نهايي تصمیم نیسي، چې بیایې پرموجوده نظام عملي کوي.


همدا راز که انګلستان ته وګورو ملکه او شاهي کورنۍ، دی هیواد ته د استبلېشمنت حیثیت لري. په همدې توګه عربي هېوادونو کې د استبلېشمنت جوړښت شاهي او مذهبي کورنیو پسې تړلي دي، لکه په ایران کې چې روحانيونو دواړه رولونه خپل کړي، استبلېشمنت او هم د سیاسي نظام ممثلین چې داسې جوړښتونه بیا دیکتاتوري نظامونه ته ورته دي. دیکتاتوري نظامونو له دې اصله مبرا ګڼل کېږي دا ځکه چې د یوې مشخصه جریان غړي په خپله غواړي د هیواد چارې په جبر سره سمبال او پر ملت يي تحمیل کړي.

اما هغه هیوادونه چې سیاسي نظامونه يي تر شاه د استبلېشمنت جوړښت نلري، پایښت يي لنډ وي.  د بیلګې په توګه افغانستان یو د هغه هیوادونو څخه ده چې سیاسي نظامونو يي پایښت لري. که څه هم لسيزي د مخه د ملت مخورو (ملکانو او خانانو)، شاهي نظامونو ته د استبلېشمنت حیثیت لره، خو په دې تفاوت چې دا استبلېشمنت يوازې د ملت د چوپتيا لپاره د شاهي نظام لخواه چې د هیواد سیاسي نظام يې په لاس کي لره استعمالیده.  ورسته د شاهي نظام له رانسکورولو څخه دا قومي جوړښت چې کولای شو د استبلېشمنت نوم هم ورته خطاب کړو له منځه ولاړ، همدا وجه وه چې ورستي نظامونو ډیر ژر یو پر بل پسي رامنځته او بیا ډیر ژر رانسکوره هم شول.

افغانستان لپاره دوهم ځل د استبلېشمنت چانس هغه وقت مساعده شو چې د جهاد تر نامه لاندې پرديپاله اجیران د ملت له پاکو احساساتو څخه ناوړه کټه پورته کړه او د یو ستر نظام په رانسکورولو کې د منطقه استخباراتو سره نه ستنېدونکي هلي ځلي وکړي. که چېرې  تنظیمي مشرانو دا کار نه وي کړي څه رنګه چې داکتر نجیب الله د وقت جمهور رئیس هم دا خبره په یوه مرکه کې کړي وه، چې که چېرته جهادي مشران هیواد ته په رښتيني توګه ژمن وئ، سیاسي میدان د دوی او ملت په اکثریت ورسره دریدل چې په دې صورت کې ملت د استبلېشمنت حیثیت لوبوي.

نن چې د پاکستان هیواد لوي درستیز په ډیری بی شرمی دا وينا کوي چې د یو پاکستانی وکړي مرګ د ټولو افغانانو له وژنې سره پرتله ده، ددې خبرو تر شاه د پاکستان هیواد نظامي قوت چې د استبلېشمنت حیثیت لري پروت دي.
د پاکستان له جوړښت سره سم انګریزانو ددې هیواد اردو ته د استبلېشمنت حیثیت ورکړي، خو به دې توبیر چې دا استبلېشمنت د نړی له بدنامترینه استبلېشمنتون څخه شمېرل کیږي چې يوازي قدرت کې د پاتي کیدو په خاطر هرکله چې وغواړي د هیواد د ګټو پرخلاف د پاکستان قانوني نظام رانسکوره او دخپلي خوښي کس له اردو څخه ورته معرفي کړي.

آصف منير ددې پرځای، د پاکستان د بلوڅانو او د قبایلي سیمو د پښتنو هغه عمدي قتلونو مخه ونیسي کوم چې د دې ترمستقیمی قوماندې لاندي د باکستان د پوڅ لخواه تر سره کیږي.

مطالب مشابه

Back to top button