، سلګۍ ګبین یوه وړانګه له ختیځه تر لویدیځه
ښکلې پلازمینه د جګړې په اور کې سوځیده او د توغندیو باران له هرې خوا ورباندې وریده چې یوه روڼ آنده او ځوانه کورنۍ کې د یوې ښکلې لور د زیږیدو زیرۍ خپور شو.
هغه نجلۍ چې د هیواد په ډیرو بدو ورځو کې د ژړا او دردونو په مینځ کې یی خپلې ښکلې سترګې پرانیستې سلګۍ ونومول شوه. سلګۍ یواځې څلور میاشتینۍ وه چې کورنۍ یې مجبوره شوه چې مهاجرت ته مخه کړي. له یو ښاره تر بل ښار او له یو هیواده تر بل هیواد بلاخره د هالند شاهي هیواد دوی ته خپلې وزرې پرانیستې او دوی ته یې د ژوند کولوامکانات برابرکړل. سلګۍ له خپلې کورنۍ سره ډیر کلونه په مسافرۍ کې تیر کړل. څوک پوهیدل چې هغه سلګۍ چې له ناکامه سیاست او بې قانونه حالت نه خپل کور او کلۍ پریږدي، یوه ورځ سیاست او قانونیت ته مخه کوي؟!
هو! نن له تاسو سره د یوې افغانې پیغلې د ژوند د سفر کیسه شریکوم. هغه سفر چې زموږ په جګړه ځپلې پلازمینې کې پيل شو او تر لویدیځه ورسید. دا چې په دی اوږ سفر کې څومره لوړې او ژورې وې یو ځای یې سره لولو.
ته یواځې څلور میاشتینۍ وې چې مهاجره شوې، ستا او د افغانستان تر مینځ کومه اړیکه سته؟
افغانستان زما ورکه شوې د زړه ټوټه ده. هغه د زړه ورکه شوې ټوټه چې زه یې کله په پښتو خبرې کولو، کله په ګنډ اغوستلو، کله په وطني اټن، کله په افغاني میلمه پالنې او کله هم په وطني خوږو خوړو او په دغه ویاړ چې زه افغانه یمه، ټکورومه.
په دې اند یې چې کله به بیرته ولاړه شې؟
ډیر کلونه کیږي چې زه له هیواد نه بهر اوسیږم. خو زما د مسئولیت احساس د خپلو هیوادوالو په مقابل کی ورځ تر ورځې زیاتیږي. زه چې دخپل ژوند آسانتیاوې وینم افغانې نجونې زما سترګو ته دریږي. هغه نجونې چې غواړي زده کړه وکړي، او د خپلې ټولنې په آبادولو کې ونډه واخلي، خو هغوی ته د زده کړو آسانتیاوې برابرې ندي، زه تل په دې فکر کوم چې بیرته خپل هیواد ته ولاړه شم او نوي نسل ته د ښوونې، روزنې او د لوړو زده کړو د زمینې د برابرولو په کار کې برخه واخلم.
که ته افغانه نه وې غوښتل دې چې د کوم هیواد ووسې؟
زه ویاړم چې افغانه یم. که ما کولای شول چې پخپله خپل هیواد غوره کړم بیا مې هم افغانستان غوره کاوه.
که بیا هم؟!
که بیا هم افغانه نه وم نو مې غوښتل چې له فلسطین څخه ووسم. ځکه هغوی هم لکه افغانان ننګیالي او پر آزادۍ مئین خلک دي.
د سلګۍ دا ځواب حیرانه کړم. په ریښتیا چې خدای ځینې خلک له ذاته مبارز او ننګیالي خلق کړي دي. د دو خلکو په سینو کې ننګیالی د حق نارې وهی. هغه نارې چې مري نه خو ورځ تر ورځ غږ یې د باطل پرضد لا لوړیږي.
څه وهڅولې چې قانون او سیاست غوره کړې؟
زما مینه له قانونیت سره او زما زوریدل د تولینزې بې عدالتی څخه دواړو لاس سره یو کړ او زما مخ یې د قانون خوا ته راواړوه. زما په اند دولتونه په ټولنیزو بې عدالتیو کې مرکزي برخه لوبوي. ما وغوښتل چې په دا ظالمه نړۍ کې د یومظلوم خوا ونیسم او د هغه د حقوقو نه دفاع وکړم. ځکه ما خپلې لوړې زده کړې په قانون کې په
The University of Leiden
کې پای ته ورسولې او خپله لمرۍ ماستري مې هم د کار په قانون کې له همدی پوهنتون نه تر لاسه کړ. اوس په خپلې دوهمې ماسترې کار کوم. په عین وخت کې مې پام دی ته شو چې په سیاسې ډګر کې هیڅ څوک نشته چې زما د رأیه نه ساتنه او له ما نه ښه استازیتوب وکړي. ځکه مې فیصله وکړه چې په سیاست کې خپل لمړني قدمونه کیږدم، او پخپله دخپل ځان استازې شم. ما په ۸۱۰۲م کال کې د ښاري شورا په ټولټاکنې کې برخه واخیسته او کامیابه شوم. اوس د ګرین ګوند په استازیتوب په ښاري شورا کې د خپل ځان او نورو وګړو د حقوقونو نه دفاع کوم.
د خپلی مور او پلار نه دې څه زده کړي دي؟
مور او پلار مې موږ په ډیره مینه، او ډیر مسئولیت او اعتماد سره وروزلو. له هغوی نه مې زده کړل چې هیڅکله تسلیمه نشم او بایله ونه منم. دا چې“غوښتل توانیدل دي”، زما مور او پلار ما ته وښودل چې “غر که هر څومره جګ دی بیا هم ورباندې لاره شته”. زه فکر کوم چې ماشومان خپل مور او پلار له خبرونه نه، بلکی د هغوی له اعمالو نه زده کړه کوي. زما مور او پلار ما ته د ژوند او د زده کړې فضا برابره کړه هغسې فضا چې ما وکولئ شو پکې خپل خوبونه ریښتیا کړم. ما پخپل جرئت چې د افغانانو نښانه ده او د خپلې کورنۍ په ملاتړ په سیاست کې قدم کیښود او په دی وتوانیدم چې د ښاري شورا په ټولټاکنوکې کامیابه شم. نو ځکه زه له خپلې کورنۍ بالخصوص خپلی مور او پلار نه منندویه یم.
- ټولینیزې ستونزې دې د یوې افغانې پیغلې په حیث څه دي؟
هالندي ټولنه یوه دوه قطبي (هالندیان او بهرنیان) ټولنه ده چې په کې دا دوه قطبي حال ورځ تر ورځی برملا کیږي. سیستماتیک تبعیض د اقلیتونو په مقابل کې په مالیاتی سیستم٫ پولیسو٫ د کار او استوګني په ځایونو او مارکیټونو کې ډیر محسوس دی. په داسې یوه دو جناحي ټولنه کې موږ٫ د هغه کورنیو بچیان چې خپله ټوله هستي یې پریښې او دلته یې ژوند له هیڅ نه پیل کړې له ډیرو امتیازاتو نه محروم یو. او که موږ غواړو چې ځان یو چیرې ورسوو نو ډیر زیار٫ ډیره حوصله او ډیر شهامت ته اړتیا لرو.
- د چا خبرې دې ډیری خوښې شوي دي؟
د الکساندر مقدوني چې خپلې مور ته یې لیکلي ول:
زه د زمریانو او زړورو خلکو په خاوره کې نښتی یم. چیری چې هر ځلې چې پښه ږدو د فولاد څاه ده. تا یو زوی نړۍ ته راوړی دی خو دلته هر یو، یو الکساندر مقدوني دی.
کوم کتاب دې لوستلی چې تا باندې یې مثبته اغیزه کړی يي؟
ډیر کلونه مخکې مې د پاولو کویلهو د الکیمیست کتاب ولوستو چې پرما باندې یې ډیره مثبته اغیزه وکړه. دا کتاب د یو هلک کیسه ده چې په خوب کې یو جادويي ځای ویني او ټول عمر په هغه ځای کې خزانې پسې ګرځي تر څو بلاخره پوهیږي چې خزانه په دی کې ده. ماپه ژوند کې دا زده کړل چې ډار تل له خنډ څخه لوی دی نو که ۷ ځلې لویږم ۸ ځلې باید ودریږم.
راتلونکي پلانونه دې څه دي؟
مبارزه د باطل پرضد دوام لري!
د درخانۍ ذهین مرکه د پیغلې سلګۍ ګبین سره