د ارګ د ودانیو د معماري سبک او ځانګړتیاوې
امیر عبدالرحمن خان له پاچا کېدو له مخه یوه موده په مرکزي آسیا کې ژوند وکړ او د هغه ځای ودانۍ یې خوښېدې. ده د مرکزي آسیا په سبک د ودانیو او ماڼیو له جوړولو سره علاقه لرله. کله چې پاچا شو او د ارګ جوړولو پرېکړه یې وکړه، نو خپل هغه شوق یې پکې په پام کې ونیو. امیرعبدالرحمن خان غوښتل چې د ارګ او په نورو ځایونو کې، د ده د اوسېدو ودانۍ لکه د منځنۍ آسیا د هغه وخت ځینې شاهي ودانۍ ښکلې منظره ولري، په منځ کې یې لویې لویې ستنې ولاړې وي او دېوالونه او دروازې یې نقاشي شوې وي. امیرعبدالرحمن خان په تاجالتواریخ کې د خپلو ماڼیو او د دې ځایونو په جوړولو کې د خپل ذوق په اړه لیکي:
“زما ټول هستوګنځي په داسې ځایونو کې جوړ شوي دي چې ښکلې منظرې لري او د خوشالونکې او معتدلې هوا په ځایونو کې دي. د نوموړو ودانیو شاوخوا بڼونه او ګلان دي. داسې جوړې شوې دي چې په یوه ودانۍ کې ژمنۍ تودې خونې او د اوړي لپاره لویې کړکۍ هم وي. د خونو ترتیب دادی چې په پسرلي کې د ونو ګلان او په مني کې د پاڼو ډول ډول رنګونه د خونې له کړکیو تر سترګو کېږي. د شپې لخوا د سپوږمۍ له ځلا څخه د خوند اخېستلو لپاره او د ژمي د واورې له اورښت څخه چې ډېره ښکلې برېښي، د خوند اخېستلو لپاره پهدې ودانۍ کې د کړکیو څنګ ته ناست کسان پر څنډه وي.
عموماً زه په خپله اوړی، پسرلی او منی له ښاره بهر تېروم، تر څو اوونیو پورې په کېږدیو کې اوسېږم او دا کېږدۍ په داسې ځایونو کې دروي چې له هغه ځایه ټول ښکلي ګلان، د لمر پرېوتو وړانګې او سوروالی او د مني ژېړ رنګونه تر سترګو کېږي. تل مې ښکلې منظرې، ګلان او شینکي، خواږه غږونه، انځورونه او هر ډول څېز چې په طبیعي توګه ښه برېښي، خوښ وي.” (1)
امیرعبدالرحمن خان د ارګ ځینې ماڼۍ تر ډېره د هغو ودانیو په سبک جوړې کړې چې په بخارا او د منځنۍ آسیا په ځینو نورو ښارونو کې یې لیدلې وې. دغه ځینې ودانۍ په منځ کې غټې غټې ستنې لرلې، دېوالونه او دروازې یې نقاشي شوې وې چې د وخت په تېرېدو سره د ځینو ودانیو په جوړښت کې بدلونونه هم راغلي دي یا له سره ودانې شوې دي. د پخواني ارګ ځینې داسې عکسونه وموندل شول چې اوس هغه ځایونه د ارګ دننه نه ترسترګو کېږي.
امیرعبدالرحمن خان یوازې د منځنۍ آسیا سبک په پام کې ونه نیو، بلکې پخپلو هماغو خیالاتو یې نور هم ور زیات کړل او د ودانیو په جوړولو کې یې، د نورو هېوادونو له تجربو هم ګټه واخېسته. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي چارو معین او لرغونپوه پوهنوال محمد رسول باوري وایي:
“ د ارګ ماڼیو په جوړولو کې درې مفکورې متلبورې وې. یوه مفکوره له منځنۍ آسیا څخه د امیر د لیدلو خاطرو له مخې د موادو له لحاظه وه چې د ماڼیو په جوړولو کې ترې ګټه واخېستل شوه، بله د ماڼیو د شان او شوکت او دبدبې حالت و چې د پرمختللې نړۍ په تېره برېټانوي هند د ماڼیو جوړولو له سبک څخه استفاد وشوه. بله مهمه برخه یې پهخپله د افغان انجنیرانو او معمارانو کار او سیمهاېز مواد و چې هم یې د امیر شوق او خیالات په پام کې ونیول او هم یې ودانیو ته افغاني رنګ ورکړ.”(2)
همدغه خصوصیات تر یوه حده د ارګ د لویې کلا او برجونو په جوړولو کې هم لیدل کېږي. د ارګ کلا په کنګره لرونکو دېوالونو چې تېرکشونه او نور لازم دفاعي وسایل پکې په پام کې نیول شوي وو، وپوښل شوه. د دېوالونو شاوخوا خندقونه وکیندل شول چې تل به له اوبو ډک وو دا کلا د نسبتاً کوچنیو دېوالونو په منځ کې ودانه شوه چې څلور برجونه لري. د کلا د لویې دروازې شاوخوا او د دروازې پر سر کوټې ابادې شوې چې دا د افغانستان د کلیو د ځینو کلاوو په شان ده چې د کلا د لویې دروازې پر سر بالاخانه جوړوي او د کلا شاوخوا راتاو شوی، یو فسیل وي. د ارګ د کلا برجونه په عموم کې د افغانستان د کلاوو په څېر دي چې په څلورو کونجونو کې برجونه لري؛ خو دا برجونه د کلیو د کلاوو په شان لوړ نه دي. لمن لرونکي نسبتاً ټیټ او د زېرزمنیو درلودنکي دي او د نننې جوړښت یې هم پیچلی دی، هرې خواته تېرکشونه، لارې او کړکۍ لري.
لکه څنګه چې وویل شول، د ارګ د مختلفو ودانیو په جوړولو کې بېلابېل سبکونه په پام کې ونیول شول. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي ابداتو د ساتنې ریس عبدالاحد عباسي وایي: “ کوتي باغچه د تېموري دورې د معمارۍ پر سبک جوړه شوه. د کوتيباغچې طاقونه، کمانونه او رواقونه/تاخچې له تېموري دورې سره ورته والی لري.کله چې امیر عبدلرحمن خان له کندهار او کابل څخه انجنیران او معماران راوغوښتل او هغوی ته یې د ارګ د ودانیو جوړولو امر وکړ؛ نو د کوتيباغچې ماڼۍ یې له تېموري معماري سبک څخه په اقتباس ډیزاین کړه. موږ له کمانونو او تاخچو/رواقونو څخه دا ویلای شو چې دا تېموري سبک دی. د غوري دورې او تېموري دورې کمانونه ډېر توپیر سره لري. نو دا تېموري سبک دی.” (3)
نوموړی د ارګ د نورو ودانیو د معمارۍ په اړه وایي: “د ارګ د ارشیف ودانۍ چې د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې جوړه شوې، د کمان او ګنبد/ګنبتې په شکل جوړه شوې ده. دروازو یې د محراب شکل درلود چې وروسته ځینې بدلونونه پکي راغلي دي. د ارګ حرمسرای کوم خاص سبک نه لري، خو پورته خونې یې میناتوري شوې دي او په «تذر» شکل سره پوښ شوې دي، یعنې په ګنبد شکله نه، یو قوس دی چې دوام پسي مومي. برجونه هم بهرنۍ طرحه ده چې د معماري مواد یې پخه خټه او ډبرې دي، تېرکشونه لري او لاندې طبقې ته هم لاره لري؛ خو دلکشا ماڼۍ بیا په اروپایي سبک جوړه شوې ده چې لفټ لري او پراخې زینې یې دويم پوړ ته پورته شوې دي..”(4)
د تاریخي ابداتو د ساتنې انجنیر حمیدالله علیزی هم د ارګ د ځینو ودانیو د معماري سبک د منځنۍ آسیا د ودانیو سبک بولي چې له یوناني دورې څخه را پاتي دی:
“د کمانتم دایرې سبک د یوناني دورې له سبکونو څخه دی چې د اسلام له ظهور وروسته د غزنویانو او ابدالیانو په وخت کې هم رواج وو او وروسته د ابدالیانو پر دورې. ټوله مخینه یې همدا ده. دا سبک تر ډېره په بخارا کې رواج درلود، هغه وخت چې امیر عبدالرحمن خان د څو مودې لپاره هلته وه، نو د ارګ ودانۍ یې هم په همدې سبک ونیولې. د ارګ زیاتره ودانۍ همدا بخارایي سبک لري. امیر عبدالرحمن خان د انجنیرۍ ډېر شوقي و د زیاترو ماڼیو نقشې یې پهخپله ډیزاین کړې وې. د ده په دوره کې د جوړو شویو زیاترو ودانیو د معمارۍ سبک سره ورته دی. د دې دورې په زیاترو ودانیو کې ډېر ستنې وې، د پایو ترملارې تېرې شوې وې او یا هم زینې ختلې وې، داسې زینې او لارې دهلېزونو ته تللې دي چې د تلونکي د ستړیا باعث نه کېږي؛ خو د عظمت انعکاس پکې شته.
لرغونپوه رسول باوري وایي: “دا ډول ستنې په ساختماني لحاظ متناظر ستونونه بلل کېږي چې که چیري څلور ستونه وي پنځم به یې د دروازې ستون وي یا به زینو ته ختلی وي یا به دوه یوې خوا دوه بلهخوا وي او بیا به دروازه وي. دغه راز دغه ستې د لاندې او سر لهخوا خپلې ساختماني ځانګړنې لري، استاد باوري زیاتوي:
“دا له لرغونو زمانو چې د یونان له دوران نه پیل کېږي؛ پاتې دي. هغه وخت درې ډوله ساختمانونه مروج و یو ډول ساختمان د کورنڼین په نوم و، بل یې د دوریک او درېیم یې هم د ارېک په نوم یادېده.”
له دې درېیو شکلونو څخه چې زموږ په وطن کې مفغن شوي، یعنې افغاني شکل ورکړل شوی دی او دلته بیا رواج شو چې همدا د کورنتین ډول دی چې بېلګې یې په دولتي او غیر دولتي ودانیو کې لیدلی شو. مثلاً د بابر بڼ، په بالاحصار کې د شاه زمان له خوا ودان شوې چهلستون او په خپله د چهلستون اوسنۍ ودانۍ کې هم دغه کورنټین شکل کارول شوی دی.” (۵)
د دغو ستنو سر ستونيداېروي شکله مربع دي، خو زېرستوني اکثراً مربع شکله او لږ داېروي وي، کله کله څلور کونجه هم جوړې شوې وي. د ستنې سر د ګل ډیزاین لري چې بام پرې تکیه وي. ستنه تر بامه رسېدلې وي، خو داسې ښکاري لکه بام چې پر ګل تکیه شوی وي.
د امیر عبدالرحمن خان د زمانې یو شاعر «احمدګل د للمې» چې امیر عبدالرحمن خان شاهنامه یې لیکلې د شاهنامې، په یوه برخه کې د ارګ د ماڼیو د ګچ کارۍ او ګلانو د انځورونو ستاینه کوي:
دګچ پخته کاري او صفایي ته چې يې ګورې
رخسار دګل رویانو بیا صفا کله داشان دی؟
تصویر د هرګل پکې تازه داسې منقوش دی
بهار له خجالته څخه روپوش ځکه پنهان دی (6)
د دغو ودانیو یوه بله ځانګړتیا د لویو دروازو جوړول دي چې د لویو دروازو په منځ کې بیا وړې دروازې جوړې شوې وي. د ارګ لویه دروازه چې د بیرغ دروازې په نامه یادېږي، په همدې شکل جوړه شوې ده.
دغه دروازه د افغانستان د ځینو کلیوالي لویو دروازو په شکل جوړه شوې ده، خو د لویې دروازې په منځ کې یوه بله کوچنۍ دروازه هم جوړه شوې ده. په ماڼیو کې د لویو دروازو جوړول د شاهي نظام د عظمت ساتلو په معنا وه چې کله به پاچا له دروازې څخه وتلو، نو لویه دروازه به پرانېستل کېدله، خو که به د دربار نور کارکوونکي وتل ننوتل، نو له کوچنۍ دروازې څخه به یې ګټه اخېسته.
هغه وخت به کله چې د ماڼۍ مخې ته ځانګړي مراسم جوړېدل او پاچا به پکې ګډون کاوه نو همدغه دروازه به ورته خلاصېدله. استاد باوري وایي:
“پخوانیو شاهانو به پهخپلو ماڼیو کې دا ډول دروازې جوړولې، خاصتاً د سامانیانو په دوره کې دغسې یو تعمیر و چې په تاریخي متونو کې راغلی دی. دې ماڼۍ لویه دروازه لرله او له لویې دروازې څخه به یوازې شاه اسمعیل ساماني راوتۍ او هغه به بیا د خپل دربار احکام له هغه ځایه صادرول.” (7)
د امیرعبدالرحمن خان او امیر حبیب الله خان په وختونو کې به هم په داسې حالاتو کې د ارګ لویه دروازه خلاصېدله. امان الله خان څو موده له همدې طرز څخه پیروي وکړه، خو وروسته یې دا حالت بدل کړ.
د ارګ د ماڼیو د دروازو او کړکیو یوه بله ځانګړنه داده چې د دروازو او کړکیو سرونه په انحنایي یا هم په مثلثي شکل قطع شوي دي. دا مفکوره هم امیرعبدالرحمن خان له منځنۍ آسیا څخه له ځانه سره راوړې وه، خو دلته یې یو څه افغاني رنګ ورکړ.
زموږ د هېواد د اسلامي ودانیو د دروازو او کړکیو سرونه هم په محرابي شکل دي. دا حالت د ارګ د کلا د دراوازې شاوخوا دېوال، د کوتيباغچې دېوال او د ځینو نورو ودانیو پهدېوالونو کې هم په پام کې نیول شوي دي، یعنې پهدېوالونو کې په محرابي شکل طاقونه جوړ شوي دي. دا محرابي شکل یو ډول تقدسي حالت دی چې په زیاترو ودانیو کې په پام کې نیول شوی دی.
د ارګ د ودانیو بله ځانګړنه داده چې تر ډېره د افغانستان او په تېره د کابل له شرایطو سره سمې جوړې شوې دي. په کابل کې د ودانیو جوړولو په وخت کې خلک دا په پام کې نیسي چې ودانۍ ته د ژمي په موسم کې ډېر لمر ورشي.
زیاتره کړکۍ د لمر په خوا جوړوي او د وداني لپاره داسې موقعیت انتخابوي چې د ژمي له بادونو څخه په امان وي او پهخپله ودانۍ هم د لمر اخېستلو ښه وړتیا ولري. د ارګ ځینې ودانۍ لکه حرمسرای، ګلخانه، سلامخانه، دلکشا او په وروستیو کې لومړی نمبر ماڼۍ، دويم نمبر ماڼۍ، الحاقیه ماڼۍ، ډبرینه ماڼۍ په همداسې موقعیتونو او شکل جوړې شوې دي.
همدا خصوصیت پکې د اوړي او ګرمي موسم لپاره هم په پام کې نیول شوی دی، ځینې ودانۍ بیا سیوري ته جوړې شوې دي او کړکۍ یې هم د سیوري پر خوا پرې شوې دي، یا په ځینو ودانیو کې داسې کوټې شته چې د ګرمۍ موسم لپاره ترې کار اخېستل کېږي.
د هغه وخت د ارګ اړوندو ودانیو کې داسې ودانۍ هم وې چې په غربي سبک جوړې شوې. کله چې شهزاده نصرالله خان لندن ته په یوه سفر تللی و، هلته یې دا ډول ماڼۍ ولیدلې او بیا یې په هماغه سبک په کابل کې یوه بله ماڼۍ جوړه کړه:
“ په ۱۸۹۵ کال کې د انګلیس دولت امیر ته بلنه ورکړه چې لندن ته سفروکړي، تر څو دانګلیس پوځي او تخنیکي عظمت هغه ته ورښکاره کړي او هغه یو ډول راضي کړي، خو امیر عبدالرحمن خان دغه بلنه و نه منله او خپل زوی نصرالله خان یې لندن ته واستاوه…” 8
په کابل پوهنتون کې د افغانستان پېژندنې د څېړنو د مرکز مسووله میرمن نانسیهاتچ دوپري د امیر عبدالرحمن خان د وخت ماڼۍ د منځنۍ آسیا د ماڼیو له سبک څخه اخېستل شوې بولي، خو په همدې وخت کې په غربي سبک هم لومړنۍ ودانۍ په افغانستان کې جوړه شوې ده:
“په افغانستان کې د امیرعبدالرحمن خان په وخت کې ټولې ودانۍ د مرکزي آسیا په طرز جوړې شوې وې، ځکه هم امیر او هم د هغه اولادونو له دا ډول ماڼیو سره خاصه مینه لرله. په افغانستان کې په غربي سټایل لومړنۍ ودانۍ همدغه زینالعمارت ماڼۍ یا د عظمیصدارت اوسنۍ ماڼۍ وه چې نصرالله خان کله لندن ته تللی و او هلته یې د انګلستان له ملکې سره وکتل، د یوې ماڼۍ جوړښت یې په ذهن کې کاپي کړ.
بیا یې له برېټانیا څخه انجنیر راوغوښت او دغه ماڼۍ یې پرې ډیزاین کړه چې دا په افغانستان کې لومړنۍ ودانۍ ده چې د یوه انګلیسي انجنیر له خوا ډیزاین شوې ده.” (9)
سره له دې چې کوتي لندنۍ هم د غربي سبک ودانۍ بلله کېږي، خو زینالعمارت ماڼۍ د هغه وخت یوازنۍ شاهي ماڼۍ ده چې د یوه انګرېز انجنیر لهخوا ډیزاین شوې ده.
د کابل پوهنتون استاد شمس یزدانی پهخپله مقاله (تاثیر فرهنگ بېګانه بر معماری افغانستان) کې دې موضوع ته په بل نظر ګوري، لیکي:
“له ۱۸۸۰ تر ۱۹۰۱ مېلادي کلونو پورې عبدالرحمن خان د انګرېزانو لخوا د سلطنت پر ګدۍ ناست و او غوښتل یې چې د انګرېزانو په مالي امکاناتو کابل آباد او یو قوي سیاسي حکومت جوړ کړي. د خپل دور په پیل کې عبدالرحمن خان د کابل په شاوخوا کې نظامي بنسټونه جوړ کړل. همداسې یې د کابل سیند شمال پلو ته یو بازار په اروپایي سبک جوړ کړ. همدرانګه په دې دوره کې (وسلېجوړولو، ضرابي[سکې جوړولو] او نساجۍ) درې فابریکې چې ټولې چارې یې د انګریز متخصصانو لخوا طرح او پلان شوې وې، په کار پیل وکړ. د عبدالرحمن د سلطنت په دور کې دولتي بنسټونه ورو ورو د اروپا د کلتور تر تاثیر لاندې راغلل. د پلان جوړونې سیسټمونه، تخنیکي او ودانیز قوانین د غربي سیاستونو له نازکو استثماري سیاستونو څه و.” (10)
د ارګ په مختلفو ماڼیو او ودانیو کې د وخت په تېرېدو سره بدلونونه راغلي دي چې د ځینو د جوړښت سبکونه هم بدل شوي دي.
ماخذونه:
1- امیر عبدالرحمن خان، ژباړن: عبدالقیوم ذاهد مشواڼی، تاجالتواریخ ، ۱۳۸۹. مخ ۳۱۵
2- باوري. رسول، مرکه ۱۴/ ۶/ ۱۳۹۵
3- عباسي، مرکه ۲۴/ ۱۰ / ۱۳۹۵
4- عباسي، مرکه ۲۴/ ۱۰ / ۱۳۹۵
5- باوري. رسول، مرکه ۱۴/ ۶/ ۱۳۹۵
6- (د للمې). احمدګل، د امیر عبدالرحمن خان شاهنامه – خطي نسخه. مخ ۱۴۲
7- باوري. رسول، مرکه ۱۴/ ۶/ ۱۳۹۵
8- غبار. میر غلام محمد، دویم ټوک، افغانستان در مسیر تاریخ، ۱۳۸۸. مخ ۷۳۶
9- نننی افغانستان. ورځپاڼه، شپږم کال، ۲۵۱ ګڼه، سهشنبه ۲۶ ثور، ۱۳۹۶- ۱۶، می، ۲۰۱۷