اخبار

په‭ ‬بلخ‭ ‬کې‭ ‬د‭ ‬مېرمنو‭ ‬او‭ ‬ځوانانو‭ ‬ادبي‭ ‬هلې‭ ‬ځلې

بلخ د افغانستان په شمال کې لرغونی او له لومړي درجه ولایاتو څخه ګڼل کېږي، چې مرکز یې مزار شریف ښار دی. دغه ولایت د کابل شمال لوري ته د میمنې او پلخمري ښارونو تر منځ پروت دی. د بلخ ولایت شمال لوري ته تاجکستان او ازبکستان هېوادونه پراته دي، ختیځ ته یې کندز او سمنګان ولایتونه، لوېدیځ ته یې جوزجان ولایت او سوېل ته یې سرپل او سمنګان ولایتونه دي.

بلخ د اداري وېش له مخې د مزارشریف ښار او حیرتان بندر سربېره ۱۴ ولسوالۍ لري. بلخ د افغانستان یو له هغو ولایاتو څخه شمېرل کېږي، چې نږدې ټول قومونه په کې ژوند لري. په دې ولایت کې تاجک، پښتانه، ازبک او هزاره  میلتونه زیات دي.

بلخ د افغانستان په کچه اوس هم یو تاریخي ولایت ګڼل کېږي. د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې د بلخ پر ځمکه زردشت، یما، جلال الدین محمد بلخي، رابعه بلخې، ناصر خسرو بلخي، ابن سینا، دقیق بلخي او نورو علمي شخصیتونو ژوند کړی دی.

په دې ولایت کې اوس مهال ګڼ شمېر فرهنګې، ادبي او کلتوري ټولنې شته، چې موږ په دغه لیکنیز راپور کې صرف د پښتو ادبي او فرهنګي ټولنو په اړه لنډ معلومات وړاندې کوو.

د افغانستان په شمال کې سیمه ایز چارواکي وايي په دې وروستیو کلونو کې د دې ولایت په جګړه ځپلو سیمو کې د مېرمنو تر منځ ادبي بهیرونه زیات شوي.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ اداره وايي له یوه پلوه دغو بهیرونو د دري او پښتو ژبو تر منځ د ګډ کار فضا رامنځته کړې او بل لور ته یې د لرې پرتو ولسوالیو د ځوانانو په روزلو کې د پام وړ ښوونیز او روزنیز کارونه هم ترسره کړي.

اوس مهال په بلخ کې د دري او پښتو ژبو ۱۵ ادبي او فرهنګي ټولنې فعالیت لري، چې ډېری غړيتوب یې مېرمنې جوړوي.د مزار، شبرغان په لویه لار کې د جګړه ځپلې بلخ ولسوالۍ مرکز، چېرته چې مېرمنې د جګړې په یوه کېلومترۍ کې شعرونه وايي. د آریانا ادبي بهیر مسووله نورځلا وايي د دوی ډلې په دې ناامنه او جګړه ځپلې سیمه کې پر ښځو تپل شوې چوپتیا له منځه وړې او د زړه غوټیو په سپړلو کې یې مرسته ورکړې.

د افغانستان په شمال بلخ ولایت کې سیمه ایز چارواکي وايي په دې وروستیو کلونو کې ادبي بهیرونو جګړه ځپلو ولسوالیو ته لار پرانیستې.

نیلوفر غني زاده چې په بلخ ولسوالۍ کې د بلهیکا مېرمن ادبي بهیر غړې ده خپلې زده کړې یې په دري ژبه کړي، نوموړې درې اوونۍ کېږي، چې د بلخ ولسوالۍ بلهیکا مېرمن ادبي بهیر ته ورځي تر څو د پښتو ژبې لیک دود زده کړي.

نوموړې وايي پخوا یې په خپله مورنۍ ژبه هېڅ لیک لوست نه شوی کولی؛ خو یاد بهیر ته په راتګ سره یې اوس په پښتو ژبه لیکل زده کړې.

اوس مهال په بلخ کې ۱۵ ادبي او فرهنګي ټولنې فعالیت لري، چې ډېری نجونو لکه د سیلۍ هوتک په څېر د شعر او نثر لیکلو هنر د دغو بهیرونو له لارې زده کړې.

سیلۍ هوتک چې په مزارشریف ښار کې د بلخ ادبي خوځښت مېرمن ادبي بهیر په اونیزو ناستو کې ګډون کوي وايي له ډېر پخوا یې د شعر او نثر لیکلو سره مینه وه؛ خو د لیکلو په هنر یې نه پوهېده. سیلۍ وايي کله چې یاد بهیر ته راغلې د شعر او نثر لیکلو هنر یې تر ډېره زده کړی.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ادارې مرستیال عطا محمد ساهو وايي په بلخ کې د دري او پښتو ژبو ادبي ټولنو ګډ کار د دې لامل شوی، چې په دې ولایت کې هر کال د کتابونو چاپ ۱۰۰ عنوانونو ته ورسېږي.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین د بلخ په لرې پرتو ولسوالیو کې ادبي بهیرونو فعالیت ته خوښ دي دوی وايي په دې جګړه ځپلو سیمو کې د داسې ادبي ټولنو ناستې به د سولیېزې فضا رامنځ ته کېدو کې مرسته وکړي.

دغه اداره وايي په دې ولایت کې د ادبي ټولنو عمر څلور لسیزو ته رسېږي؛ خو په وروستیو کلونو کې په ولسوالیو کې د دغو بهیرونو فعالیت هیله بښونکی دی.

په لاندې برخه کې په بلخ کې د هغو فرهنګي کړيو او پښتو چاپي خپرونو لنډ معلومات لوستونکو ته وړاندې کوو، چې ډېری یې اوس فعاله او ځینې له خپرونو پاتې او ځینې ټولنې موقتي ناستي ترسره کوي.

په بلخ کې د مېرمنو ادبي بهیرونه:

بلخ مېرمن بهير- مزارشريف: په ۱۳۸۸لمريز په مزارشريف ښار کې پرانیستل شو.

بلهیکا مېرمن ادبي بهیر: دغه بهیر په بلخ ولسوالۍ کې په ۱۳۹۸ لمریز کال پرانیستل شوی.

آریانا مېرمن ادبي بهیر: دغه بهیر هم په بلخ ولسوالۍ فعالیت لري.

ګډې فرهنګي ټولنې او د دغو ټولنو چاپي خپرونې:

بلخ ادبي خوځښت: بلخ ادبي خوځښت ادبي، ټولنیز، فرهنګي او رسنیز مرکز دی، چې له تېرو څوارلسو کلنو راهیسې په بلخ او شاوخوا سیمو کې ادبي اوکلتوري چارې ترسره کوي.

پرخه مجله: پرخه؛ د شمال لومړۍ پښتو مجله ده چې په ۱۳۸۲لمريز کال رامنځ‌ ته شوه.

پسرلی مجله: پسرلی؛ د شمال دويمه پښتو مجله ده. په ۱۳۸۴لمريز يې له بلخه یې خپرونې پيل کړې.

ام البلاد ادبي بهير: دغه بهیر په ۱۳۸۷ کال په بلخ ولسوالۍ کې پرانیستل شو.

چهاربولک ادبي بهير: چهاربولک ادبي بهير؛ د بلخ په چاربولک ولسوالۍ کې په ۱۳۹۱ لمريز کال کې پرانیستل شو.

ټال: د ماشومانو لپاره ځانګړې خپرېدونکې مجله ده، چې له ۱۳۹۵لمريز څخه يې په خپرېدو پيل کړی.

وزير محمد ګل خان مومند بابا ادبي بهير: دغه بهیر په ۱۳۸۴لمريز مزارشریف کې پرانیستل شو.

بخدي ادبي بهیر: بخدي بهیر په ۱۳۹۲لمریز کال د بلخ په چاربولک ولسوالۍ کې پرانیستل شو.

بخدي ادبي کلتوري مرکز: دغه بنسټ په مزارشریف ښار کې په ۱۳۹۵ لمریز کال پرانیستل شو.

افغان مېشتو ځوانانو ټولنه: دغې ټولنې په ۱۳۹۵ لمریز کال په مزارشریف ښار کې په خپل فعالیت پیل وکړ.

بله ډېوه: په مزارشریف ښار کې په ۱۳۹۰ لمریز کال دغه ادبي ټولنه پرانیستل شوه.

باخترادبي بهیر: دغه بهیر په بلخ ولسوالۍ کې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې پرانیستل شو.

ازاد افغان فرهنګي مرکز: یاد مرکز په کال ۱۳۹۴ لمریز کې خپلې ادبي او فرهنګي کړنې پیل کړې.

بلخ ادبي‌ ټولنه: هم په مزارشریف ښار کې په ۱۳۹۰ لمریز کال پرانیستل شوه، د نوې رڼا په نوم یې اونیزه هم چاپ کوله.

چمتال ادبي بهیر: نوموړی بهیر د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې په ۱۳۸۸ لمریز کې پرانیستل شو.

لارښود ادبي بهیر: دغه بهیر په ۱۳۹۷ لمریز په مزارشریف ښار کې پرانیستل شو.

بلخ پوهنتون پښتو بهیر: دغه بهیر په ۱۳۹۸ لمریز په بلخ پوهنتون کې پرانیستل شو.

همدا راز د خویشکو ځوانانو ټولنه او پښتو محصلین ادبي غورځنګ هم په مزارشریف ښار کې ځوانانو لپاره ښوونیز او روزنیز کارونه کوي.

خبره: (خبره) خپرونه چې له بلخ څخه لومړنۍ پښتو اونیزه خپرونه شمېرل کېږي، په ۱۳۹۳ لمریز کال یې په خپرونو پیل وکړ.

بلخ غږ: دغې اونیزې په ۱۳۹۸ لمریز کال په خپل فعالیت پیل کړی.

بلخ پُست: دې چاپي اونیزې په ۱۳۹۷ لمریز کال فعالیت پیل کړی و.

پل مهالنۍ: دغه چاپي خپرونه له بلخ ولسوالۍ څخه په ۱۳۹۵ لمریز کال پرانیستل شوه.

لټون مجله: لټون مهالنۍ مجله هم له بلخ څخه په ۱۳۹۰ لمریز کال پیل شوه.

سیال: له مزارشریف څخه مهالنۍ خپرونه ده.

خوشال بابا کتابتون: لومړنی پښتو کتابتون چې په ۱۳۹۱ لمریز پرانیستل شو.

مطالب مشابه

Back to top button