زبان و ادبیاتسیاست و تاریخ

کره‭ ‬پايبڼه

يو ژب- توکميز سپيناوی

لمړۍ- ژبه

له پراچۍ تر  پارسۍ

دا څه هېښنده نه وه چې شپېته کاله وړاندې د (افغانستان ژبپوهنې اطلس) پروژې په پيلامه کې تر هغې روسته چې د (افغانستان د ژبو پلار) استاد مورگنستيرن په مشرتابه د اروپايي آريانپوهانو  پینځه کسيزې ډلې تر يو ښوؤنيز سیمينار روسته د ژبو او ادبياتو پوهنځي موږ د روستي کال څو روزلي زدياندان (محصلان) يې د کارونيز (تطبيقي) کار لپاره نجراو ته بوتلو. د (خارج درې) په زړه ولسوالۍ کې مو واړول. هلته په هواره پرته (افغانيه) کې، ښۍ خواته پښتانه، کيڼې خواته تاجيک، او د کابل خوا ته په پورته ختلې (پچغان)  دره کې پشه يان او بيا پراچيان اوسېږي چې بله برخه يې شمال خوا ته په(غوچولان) دره کې مېشته ده. د دغې درې سر پرڅه ناڅه لوړ غره لگېږي او ورا خوا ته د پنجشېر نرۍ اوږدړۍ دره غځېدلې. خو گومان نه کېږي، وراخوا يې پرسنايزشوي تربوران، له همدې ستغيوني(صعب العبور) غره وراوښتي او يا هم له پچغان درې ورلېږدېدلي اوسي، بلکې د هندوکښ شمال ته له  پارسي ژبي اندراب سره اسان تگ راتگ يې لمړی لامل گڼلای شو. ځکه مخ پر پروان يې بله څېرمه غځېدلې پياړمه (شُتل دره) لا تراوسه پراچي ژبې پاتې ده او په روستي کلي (ده کلان) کې ما او د اطلس فرانسي همکار شارل کيفر د پراچي ژبې د کښنې لپاره له گلبهاره څو ځله پلي وراوښتي  او را روسته د پنجشېر له (دالان سنگه) پر ټپټپيو (موټر سايکلو) ورغلي يو.  

هسې خو ستر فرانسی آريانپوهاند (بن وينېست) پر ۱۹۲۴زکال د پنجشېر درې بر سرته په دې هيله تللی وو چې گوندې پراچي به لا هلته پاتې وي او وبه يې څېړي، خوهغه کلي بانډې هم پارسي ژبې شوې وې. ان له کندهاري کډوالو سره هم مخ شوی وو چې پښتو يې نوره کړکيچو شوې وه. استاد مورگنستيرن هم پر هماغه کال د پېښور له لارې  افغا نستان ته راغلی وو، خو هغه د خپل نارويژي پاچا(هوکان)  د سپارښتليک  له مخې د غازي امان الله خان د رسمي مېلمه په توگه، له بن وينېست سره نه وو مخ شوی. 

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي اوسنی پازوال (اسلمي) چې له هماغه وړ کينې راهيسې يې تراوسه  له راسره پالي، دا بد خبر راکړ چې په ده کلان کې هم ورو ورو پارسي د پراچۍ ځايناستې کېږي، او له هغه راهيسې چې د کرزي  په لورېينه يې تربوران د ولايت څښتنان شوي، له دوی سره د مور ميرې چلند کوي، مالي ونډه په هره توگه، چې لا نور يې هم پسې زبېښي (استثماروي)، ماشومانو ته يې  په خپله مورنۍ ژبه  د لمړنی ښوؤنځي غوښتنه خو ورباندې لړمۍ خېژوي!  د اطلس فرانسي شارل کيفر همکار تر څنگه خپل هېواد د(آسيايي او افريقايي ژبو ټولنې) دنوماندۍ لپاره ورته هماغه استاد بن وينېست د پراچۍ تر څنگ د تېزس دويمه ژبه اورمړي ورپرگوته کړې وه، خورا روسته يې د  برکي برک او برکي راجان د اورمړي ژبې د ډېرو يونونوپه اوږدو کې هممهاله د (و) گړنۍ پارسي او پښتو څېړنې هم پرمخ يوړې، او ورسره يې د ويونکيو دودونه جالونه، کږنې انگېرنې هم. هغه ټولې ليکنې څېړنې يې  درې کاله وړاندې د ژوند تر روستيو شپو ورځو پورې  چې له څوکلن گوزنه هم سخت کړېده، په فرانسي، انگليسي او خپله پلرنۍ- مورنۍ (آلماني) ژبه له چاپه را کښلې او ماته يې هم په الزاس کې د ليدوکتو په ترڅ کې سيده را ډالۍ کولې او يا د اکسفورډ او کابل په پته راستولې!

ارواښاد کيفر دې پايلې ته رسېدلی وو چې د افغانستان دواړې سوېل ختيزې(پراچي او اورمړي) ژبې په تېر مهال او بيا په شلمه پېړۍ کې زموږ د هېواد د زدکړيز او  دو تري نظام له چټک پرمختگ سره د پارسي او څه ناڅه د پښتو ترگونډو لاندې گڼې سيمې او غږېدونکي له لاسه ورکړي دي. دا څه نادوده نه ده، له هغه راهيسې چې د لوگر ولايتي مرکزپل عالم ته رالېږدېدلی، د (ډاکتر خليل اورمړ) په خبره،  نن سبا د برکي برک اورمړ، له لسگونو ځنې بيا زرگونو ته رسېدلي دي. خو پراچي خور يې له نجراو پرته پرلپسې مخ پرځوړه درومي. که نه يو مهال د کوهدامن له درو تر سالنگه ويل کېده. سم له لاسه د استادکيفر دا لاسوند وړاندې کوو چې(استالف) له آره (ستوف آله) وو، د (ستوف) مانا (انگور) ده او د (آله) هم (دره)، يانې (انگوردره)، زما په اټکل په (تتمدره-تو تمد ره) کې لمړی ويی هم پراچي برېښي؛ دغلته د ويي سرته د (الف) لېږد رېگرېسيف ياشاتگی غږونج (بدلون) بلل کېږي! 

 له بده مرغه د اطلس کاپيانې په کابل پوهنتون کې (وحدت) تنظيم تالا ترغۍ کړې او په سويس کې يې څانگپوهيز  تخنيکي بهير زما د سويسي استاد تر مړينې راروسته دا شل پېنځويشت کاله پر ټپه ولاړ دی او زما رسمي او ځانګړې هلې ځلې هم ترکوم ځايه نه دي رسېدلې. که نه هسې خو مې د سالنگ او پنجشېر په څېړلو پارسي کړدودو کې گڼشمېر پراچي بېلگې راخوندي شوې دي! پراچي او اورمړي، له دې سره سره چې زموږ دهېواد له سوېل- ختيزو آرياني ژبو څخه گڼل کېږي، او له تاريخي غږپوهيز او پښوييز رغښت له پلوه، له سوېل-لوېديزو (پارسي،  سمناني، لوري…) او شمال- لوېديزو (سېوندي، تالشي،کوردي، بلوڅي…) آرياني ژبو سره ورتوالی لري، خو بياهم دواړې ژبې،  په تېره اورمړي له وييپانگيز پلوه  له (شمالختيزې) آرياني پښتو څخه  زياته اغېزمنه شوې ده. هم په لوگر او هم د وزيرستان په (کاڼيگرام) کې؛ او  پرهغه سربېره يې له غږپوهيز پلوه، غبرگژبي غږونه (ټ- ډ-ړ) هم دواړو ژبو له پښتو راخپل کړي او دا يې هم له پښتنو سره دېوال پر دېوال د گاونډۍ يو بنسټيز لاسوند بلل کېږي.

داچې پراچي  پارسي (گندم) پروړاندې (گنم) لري، لکه پښتو انډول (غنم)، په څېر لرغونی /-د-/ غورځولی، هم کېدای شي،لامَل يې پښتو اغېز اوسي؛ هسې خو له تاريخي پلوه له لويه سره /د/ په /-ن/ پورې تش د خوږ غږۍ  يا تکيې  لپاره نښلول کېږي; لکه پښتو درون (دروند) درمن (درمند)، هنرمن (هنرمند)، ان چمن، ارمان …هم نالوستي پښتانه(چمند-ارماند) اداکوي او پارسيوان هغه (جن) پر(جند) اړوي. له دې لامله موږ د ساري په توگه  په کره ليکنۍ پښتو کې (درون)د ستاينوم په توگه (درون-درانه، درنه- درنې، درنو) گردانوو او همهاله د (نومکړ) په  توگه په وسمهال کې پر کړريښه (درن-)، ترپايه پرلپېيلی (منظم)؛ او ړون مومي. همدا راز يې (درناو- درناوی) کړنومونه هم له همدغې آرې

د پوهاند ډاکتر مجاور احمد زیار لیکنه

      د تېرې پاڼې په لړ ….

ريښې څخه رغېدلي دي، خو د نورو نومکړونو په څېريې په تېرمهال کې کړريښه اوړون نه مومي، بلکې له اړوند ستاينوم (درون-) سره  د مرستيالکړ (کړل-شول) په ملتيا شونتيا مومي: (ما پېټی درون کړ-  زما پېټی

درون شو…) – [نومکړ(denominative) هغه کړ دی چې له نومونو (ستاينومونو، شمېرنومونو او لږو ډېر له څيزنومونو) جوړېږي، په پښتو کې تر ژرماني (الماني، انگرېزي…)  ژبو پرته تر بلې، هرې، لرې، نږدې، خپلوانې ژبې زيات دود لري، پارسي، لکه، طلبيدن، بلعيدن او کوم يو نيم بل خپل پردی نوم، که څه هم نن سبا په ايران او بيا يې په پېښو په افغانستان کې گڼ نومونه د ژبپوهنيزو آرونو پرخلاف دوده وييرغاونه (نيولوجېزم) نه، بلکې په خپللاسي(مصنوعي) توگه پر نومکړونو راړوي، لکه آغازيدن، بسيجيدن، همداسې يې  دواړې زماني ريښې سره يوکول، لکه (انگاشتن) پر (انگاردن) اړول…درواخله، په پښتو کې سم له لاسه يوه بېلگه لرو، لکه(نغاړل) چې ځينو ليکوالو د گړنۍ پښتو پرخلاف د  تېرمهال (نغښتل) پرځای  رادود کړی دی! وییپوهنه ۱۵۴]

  دويم- ځاينوم 

له پنتهېره ترپنجشېره

پنجشېر دآر يوناني (پنتهېر) پارسي شوې بڼه ده  او مانا يې (پېنځه نهره)ده  [لکه د امريکادفاع وزارت (پېنتاگون) چې پېنځگوټی او پینځڅنډی مانا لري]

هسې خو پخپله ډېرو پنجشېريانو خپله ټبريزه  (قومي) مخينه هېره کړې او ځانونه نورستانيان يا بدخشيان انگېري.

په هر راز د پنجشېر آرې يوناني بڼې (پنتهېر) د مخينې څرک د احمدشاه بابا په راپاتې مالياتي دوترو کې لگېدلی، او ښايي، د ابدالي واکمنۍ تر روستيو به په همدې بڼه کارول شوی وو. خو دا چې تر هغې روسته کله او څنگه له يوناني ( پنتهېر) څخه (و)گړنۍ او بيا ليکنۍ او  رسمي- دوتري ژبې ته راوښتی، سم له لاسه کوم لاسوند نشته! 

  بياهم په هرډول، دغه ځاينوم د يوناني پور ويی (نامواژه)  په توگه چې تر اوسنيو پارسي ژبيو استوگنو (پنجشېريانو)، يا(پراچيانو) څو پېړۍ پخوا باکتريا (باختر) ته د مکدوني سکندر په مشرۍ د يوناني لښکرو او راروسته له باختري (ساکي) واکمنانوسره د(گريکو-باختري) دولت ترپايه، يعنې تر ۱۹ مز (ق م) چې يوه ډله ساکان زرنګیا ته را غلل او هغه يې په خپل نامه ساکستان(سيستان) له نومولو سره د بلې ټولواکمنۍ  پلازمېنه وټاکله…[پښتو او پښتانه دژبپوهنې په رڼا کې، ۲۸ پړوکی ۶۱۵]

 تر(پنتهېر) هم وړاندې بل نوموتی ځاينوم(هندکو) د هندواروپايي ژبنۍ کورنۍ او بيا يوناني له زړو پورويزونو (وامواژه ها)څخه نومېرل کېږي (تشخيصېږي)، ځکه  په هماغو لومړيو کې، هغه هم  په نومېرلي ډول دهغه شپږ مياشتني مهالپېر په سرکې د سکندر له خولې اورېدل شوی چې په مشرۍ يې يوناني لښکرې د هخامنشي دولت تر چټکې پرځونې راروسته  په پلازمېنه (باکترا) کې د شمال-ختيزو آريانانو (د پښتنو او پامير يانو سکه (ساکي) نيکونو له لښکرو سره په جنگو کې ښکېل پاتې شوې او سکندر ورسره چارناچار يو جوړجاړي ته رسېدلی وو، په دې پلمه چې آره موخه يې افسانيي ((زرين مرغه))  یانې (هند) دی، نوکه په سوبه (فتح) کې يې ملا وتړي، ساکي ټولواکمني (اېمپرا توري) به همداسې د(هندکو)  شمال او سوېل کې خپلواکه  ورپرېږدي. په ترڅ کې يې د سوغد والي لور (روښانه) هم ځنې وغوښته او ساکو هم ورسره داخېښي ومنله. سکندر د هندوکښ اسم نڅکي غرونه  پاروپاميزاد (د گوربت تر الوته پورته) نومولي ول او هممهاله (هندکو )، (د هند غر) په مانا، هغه هم  په دې سوچ چې تر شا يې هغه نيمه وچه لنډ پرلنډه غځېدلې ده، نودا ځاينوم هم له آره يوناني دی،لومړی ټوک (اوبه) مانا لري او دويم (کُو-کَو) د (غر) په مانا دی چې په کوکاس (قفقاز) هماغه اخځ ۲۹ پړوکی)، هغه هم زموږ د سکه نيکونو په نامه نومېدلی غر، له آره پارسي نه دی،ځکه، زړې (هخامنشي) پارسۍ د سانسکرېټ او اوېستا (غوندې ( گېري)  کارولی او منځنۍ (ساساني) هغې هم (گر-)،  لکه په گردېز (د غره کلا=بالاحصار) کې- ساسا نيانو تر اسلام پېړۍ دوه مخکې زموږد هېواد د سوېلي سيمو نيواک پرمهال چې په مرنجان تپه کې يې نور ژبتوکي هم موندل شوي دي. 

يوناني (هندکو) په نوې  ادبي پارسۍ کې د (هندکوه)په بڼه را دود شوی او په (و) گړنۍ آر پوهه (اېتمولولوژۍ) کې بيا(هندوکُش) په دې انگېرنه  بلل شوی چې کوم (هندو) دغلته له ژمني يخه مړشوی دی؛ پښتنو (هندوکښ) کړی او دوديز ژبپوه استاد رښتين ځنې (هندوکڅ) جوړکړی، پردې ناخبر يا ناگار چې (کڅ) په سمه کې، هغه هم د خوړ، سيندو سمندر (ساحل)  په مانا ټيکاو لري.د نورو ډېرو بېلگو په لړ کې يې پراچي تړښتي (ترکيبي) ځاينوم (استالف) (ستالپه) هم را پښتو کړې وو،  چې موږ  شاگردا نو ته يې په لکچر کې را ورولی وو، او استاد حمزه ته يې د استالف په مېلمستيا کې؛ هغه هم په دې لا سوند چې د کوهدامن په هغه هسکه ښکلې تپه او بيا نيمه رسمي هوسا ينځي کې يوه (لپه) هومره اوبه د غره له برسره رابهېږي؛ نو هغه نوميالي ويناوال ورته بيا په يوه ليکنه يا يونليک کې د پزې پېزوان کړی وو-زموږ د پوهنځي پارسي ژبي پوهاند (امين الدين انصاري)  بيا همدغه ځاينوم لږ پر شرع برابر(استاد الف) کړی وو، هغه هم په دې قرينه چې د (استاد) (و) گړنۍ پارسۍ  انډول (اُستا) دی او د پښتو هغه څرک يې  په (وستاکار) بېلنگ (اشتقاق) کې لگېږي.

له (بابا) نيولې تر (مېچنې، مچنوغزې…) يوناني وييونه چې پښتو له هماغه زمانو څخه راپور کړي دي، بيا يې هم زموږ دوديزوال سرچپه انگېري،  چې گوندې له پښتو څخه يوناني ژبې ته تللي دي! 

په  هر ډول په ورته عاميانه اتېمولوژيکي انگېرنه، تر هغې روسته چې يوناني (پنتهېر) (پېنځه نهره-روده)، (پنجشېر) ته راوښتی يا راوړل شوی،  نو (پنځه پيران) مانا يې ور تراشلې.

پښتون که دپښتنو سوگندخوړلی دښمن؟

هسې خو تر نيم بندې دېموکراتيکې لسيزې پورې شاهي رژيم د فرانسې لويي شاهانو په پېښو، په يوه روايت ان تر انقلاب راروسته هم، چې څوک به له کليوالو سيمو يا ښار گوټو، پلاز مېنې (پاريس) ته د خوارۍ مزدورۍ  يا تش چکرلپاره را تلل، نه يوازې د نورو اروپايي دولتونو پرخلاف بيرته ژوندي نه شړل، بلکې د مرگ سزايې ورټاکلې وه. دغه کار زموږ نادر ظاهرشاهي مهالپېر د لمړي سروزير هاشم خان هم دهغو شاهانو يا جمهوريانو پېښې راخېستې وې: پښتانه يې يوازې د ارگ د امنيت او پوځي خدمت لپاره راوستل او يوازې پرسنايز شوي محمد زيان او (شبه محمدزيان) او نور ماغزه پرېو للي کابل مېشتي ميرزايان يې  ورسره د لاسکتوو (مادونانو) په توگه گومارل؛

د لمرۍ برخې پایله

مطالب مشابه

Back to top button