د صفويانو پر وړاندې پاڅونونه
کله چې صفوي شاه اسماعیل په ۱۵۰۲ زېږديزکال په ايران کې د يوه باثباته مرکزي حکومت بنسټ کېښود، لومړی يې د ايرانيانو په مېنځ کې ملي او مذهبي احساسات دې کچې ته را پورته کړل چې له يوې خوا يې د ملي يووالي له مخې بهرني يرغلګر په شا وتمبول او له بلې خوا يې د مذهبي احساساتو په رڼا کې مذهبي تربګنۍ ته پراختيا ورکړه.
د نوموړي دغه کار هغه څه ته ورته وه چې د منځنۍ آسيا په يو شمېر سيمو کې د مذهبي صوفېزم بنسټ کېښودل شو.
ولې دغه سني صوفېزم سوله ييزه بڼه لرله، خو کوم څه چې صفوي شاه اسماعیل د اسماعيليانو لپاره کول هغه شيعه بنسټپالنه وه چې تر ډېرې کچې سياسي موخې یې پاللې.
په منځنۍ آسيا کې د لومړي ځل لپاره په دولسمې زېږدي پېړۍ کې د «فراختايي» نامسلمانو په وړاندې د مسلمانانو يووالي په نوم، د صوفېزم خوځښت، د ځوانانو د مذهبي احساساتو د پارولو لپاره مېنځ ته راغی، چې په ختيځ کې د «فراختايانو» او لوېديځ کې د عيسويانو په وړاندې پاڅون وکړي.
د طريقت دغه کړۍ په اوسني ازبکستان کې د نقشبنديه په نوم په بخارا کې کېښودل شوه، دومره وغوړېده چې د وړو نه نيولې تر زړو او له نرو را واخله تر ښځو پورې د هرچا زړه ته لاره پرانستله.
خو صفوي شاه اسماعیل په شپاړلسمې زېږديز پېړۍ کې، د خپل واک د پراختيا او پرمختيا لپاره د شيعه مذهب لوری بدل کړ او داسې ملايان يې پخپل دربار کې وروزل چې شيعه مذهب په نورو مذهبونو لوړ وښايي.
« د شاه اسماعیل په دربار کې يو ملا دا خبره په ډاګه وکړه که څوک يو سني ووژني لکه پنځه پوځي کافران چې ووژني… د سني وينه بې ارزښته ده، نکاح ورسره ناروا ده… د سني د امېندوارې مېرمن نس څيرې کړئ نارينه ماشوم يې ووژنئ… د سونیانو پلورنه او پېرودنه روا ده…»(۱)
صفوي شاه اسماعیل ته دا مهمه نه وه چې څوک کاپر دی او څوک مسلمان. ده ته مسلمان هغه څوک وه چې ددې د خوښې د شيعه مذهب لمانځنه يې کوله. نو ځکه همدغه لامل وه چې د هند د نيمې وچې له مسلمانانو نيولې تر افغانستان او منځنۍ آسيا را واخله تر عثماني ترکيې پورې ټولو د صفوي شاه اسماعیل له نوي مذهبي بهير سره مخالفت وکړ او ددې په وړاندې د مسلمانانو کرکه زياته شوه.
له يوې خوا د صفوي واکمنو تربګنۍ او له بلې خوا ددوئ عياشۍ په ټولو اسلامي هېوادونو کې ددوئ د کړو وړو غندنه وشوه.
«د صفوي شاه حسين په حرم کې دېرش (۳۰) زانګو ګانې زنګېدلې خو که يو شمېر اولادونه يې په وړکتوب کې مړه شوي نه وای شمېر به يې لا تر دې هم ډېر وای.»(۲)
د ايران په ټولو سيمو او ښارونو کې چې کوم سني مذهبه وګړي او قومونه مېشت ول د صفويانو د بې شمېره ظلمونو په وړاندې ودرېدل، چې کردان، بلوڅان، افغانان، ارمنيان، ګرجيان، عربان او په لسګونو نور قومونه چې اوس يې شمېر ۷۲ قومونو ته رسېږي پاڅون وکړ.
د دغو پاڅونونو په لړ کې يو هم هغه ستر پاڅون و، چې د سيستان ملک محمود د صفويانو ملاتړ پرېښود په خراسان، مشهد او نيشاپور کې يو خپلواک حکومت اعلان کړ.
د صفويانو دغه ډله ييزو وژنو د خلکو کرکه زياته کړه. په ځانګړي ډول د شاه اسماعیل په امر د تبرېز د شل زره کسانو ډله ييزه وژنه، د «طبس» په ښارګوټي کې د اته زره وګړو ټولوژنه او په ټوله کې: «د شاه اسماعیل په جګړو کې د شیعه مذهب د خپرولو لپاره د دوه سوه پنځوس (۲۵۰) زرو په شاوخوا کې سني او د نورو مذهبونو پلوي مسلمانان ووژل شول.»(۳)
صفوي شاه اسماعیل يوازې د سني مذهب دښمن نه بلکې د شافعي مذهب د پلويانو او پیروانو قاتل هم و.
د ساري په ډول کله چې د صفوي شاه اسماعیل لخوا هرات ونيول شو نو بيا د هرات نامتو عالم د شافعي فرقې مبلغ «فريدالدين تغتازاني » ونيو، لومړی يې دغه شېخ الاسلام ووژاه، بيا يې په دار وځړاوه او په پای کې یې مړی ورته وسوځوه. (۴)
هغه مهال چې صفوي شاه اسماعیل د محمد خان شېباني مړی څو تورې وواهه او بيا چې لښکر يې د هغه مړی وخوړ. نو د «خواجه محمد ساغر» په اند چې پخپله دې پېښه کې حاضر وه ويلي دي، چې د انسانانو د غوښې خوړل د اسماعيليه صوفيانو لپاره يو غوره دود ګرځېدلی وو.
ولې د صوفيانو هغه خوځښت چې په منځنۍ آسيا کې را وټوکېد له اسماعيلي صوفېزم سره ډېر توپير درلود.
د بهاوالدين نقشبند د طريقې پلويانو او پيرانو په دې ټکي ټينګار کاوه چې تصوف هغه لاره ده چې سړی ډېر ژر د وحدانيت مقام ته رسوي.
د تصوف او معرفت په اړه يو نامتو فزيک پوه انشټاين پدې اند دی: “هغه کسان چې د څښتن تعالی د پېژندنې او معرفت لپاره تصوف ته مخه نکړي د نړۍ او کهکشانونو په راز نشي پوهېدی.”
د صفوي شاه اسماعیل مذهبي بنسټپالنه يوازې شافعيانو او سنيانو ته ګواښ نه وه بلکې زرتښتيانو، يهوديانو او ان هغه يو شمېر شيعه ګانو ته چې د نوموړي له دغه فاشيستي چلند نه ناخوښي ول يو ستر ګواښ ګڼل کېده.
د سيمې وګړي په سر کې د افغانستان يو شمېر ولايتونه د صفويانو له ظلمونو او بريدونو نه ډېر په تنګ شول نو ځکه خو له بلخ نه نيولې تر اندخوی او شبرغان پورې او له جوزجانه را واخله تر هراته پورې خلکو يو د بل پسې پاڅونونه وکړل.
د هرات وګړي چې له يوې خوا وچکالۍ او قحطۍ ځپلي وه او له بلې خوا د صفويانو کړاوونو او زورونو تر ستوني پورې را وستي وه، نو په ۱۵۱۲ ز کال يې د ازبکو راتلو ته ښه راغلاست وويل.
د خلکو د پاڅونونو په ملاتړ تېمور سلطان ازبک پر هرات او د محمد خان زوی عبيدالله شيباني پر مشهد بريدونه وکړل. خو وسه يې و نه رسېده بېرته ماوراءالنهر ته په شا شول.
ولې بيا هم د هرات ننګيالي چوپ پاتې نشول او د قاسم کړوخي، غوري شهاب الدين او ابوالقاسم په مشرۍ يې پاڅون ته دوام ورکړ، خو د سلګونو تنو په مرګ ژوبلې سره پاڅون په شا وتمبول شو.
دا هغه مهال دی چې شجاع بېګ زولنون د هرات له زندان نه وتښتېد او شاه اسماعیل سپارښتنه وکړه چې شاه رخ افشار، د کندهار د پخواني والي د نيولو لپاره مخ په کندهار وخوځېږي.
که څه هم افغانانو په اندخوی کې د صفوي يرغل مخه ډب کړې وه، ولې بيا هم شاه رخ افشار له کندهار نه د بلوچستان تر مستونګ پورې لاړ او ډېر وګړي يې ووژل.
د صفوي شاه اسماعیل د بې شمېره ظلمونو او بريدونو له کبله زرګونه انسانان په خپلو وينو کې ولمبېدل او کله چې په ۱۵۲۳ ز کال ګرجستان ونيو، له دې نه يو کال وروسته په ۱۵۲۴ ز کال ومړ او زوی يې شاه طهماسب چې په ۱۵۱۵ ز کال د هرات حکمران وه پاچا شو، ولې بیا هم د افغانانو پاڅونونو پاې ونه موند او یو د بل پسې ټولنیزو خوځښتونو او پاڅونو دوام وموند، تر هغې چې د هوتکیانو ټولواکمنۍ ته یې لاره اواره کړه .
لاسوندونه :
(۱) ايران در روزگار شاه اسماعيل و شاه طهماسب صفوي۳۷۲ مخ
(۲) دافغاانستان تاریخي جغرا فیې څرنګوالی، ۷۸ مخ
(۳) شفا ډاکترشجا ع الدین، ۷۲۷ مخ
(۴) اهسټري اف ابډیا …، ۲۷۲ مخ
(۵) اهستري ا ف انډیا، ۲۹۵ مخ
(۶) افغا نستان درمسیرتا ریخ، ۲۸۳ مخ
(۷) د هسټري اف … پرژیا، ۴۱ مخ
(۸) ايران در روزگار شاه اسماعيل و شاه طهماسب صفوي، ۳۷۲ مخ
(۹) عتبي عبدالجبارتاریخ یمنی، ۲۸۵مخ
(۱۰) سراولف کاروپټانز، ۳۷۵ مخ