مقالات

 باچا خان او ولسي مبارزه

سریزه: که له اساسه مبارزه په دوو برخو (وسله واله او ولسي) ووېشو د پایلو په اساس دا ثابته خبره ده چې ولسي مبارزې هر وخت او هر ځای موثرې تمامې شوې، سره له دې چې د فزیکي مبارزې اړخ تل ښه سمبال او د ډېرو امکاناتو درلودونکی وي؛ چې ډېر وخت یې په ولس د برلاسه کېدو لاملونه هم ډېر امکانات دي.

د وسله والې مبارزې وسله او ځواک، زور زیاتی دی. دوی ته بېرته په ځوابي ځواک ماته ورکول ګران کار دی او پایلې یې هم د جبران وړنه دي. ماریه سټفین او ایریکا چینوویت  په خپل اثر کې؛ ولسي مبارزه ولې مؤثره ده؟ چې د ولسي مبارزې په اړه د کمیتې څېړنې په پایله کې د احصائیوي معادلو پر مټ ثابت او لیکل شوی لومړنی اثر دی، وايي چې: ولسي مبارزې د وسله والو مبارزو په پرتله ګټورې او اغېزمنې دي. د یاد کتاب لیکوال په ډاګه کوي چې ولسي مبارزې ۵۲٪ خو وسله والې مبارزې ۲۶٪ د بریا چانس لري.

«دعدم تشدد کارپوهان اوس دعدم تشدد د اصطلاح پرځای د ستراتیژیک عدم تشدد اصطلاح کاروي. دوی استدلال کوي چې که یو شخص له تشدده کرکه کوي او تشدد نه غواړي د شخص د دغه حالت د بیانولو لپاره د عدم تشدد اصطلاح کارول کېږي، لیکن که یو شخص یا ګروپ یا ټولنه د یوې موخې دلاسته راوړلو لپاره له تشدد او فزیکي قوت پرته مبارزه کوي دعدم تشدد کارپوهان دغه ډول مبارزې ته ستراتیژیک عدم تشدد وایي». دا مبارزه ډېر زوړ تاریخ لري خو ثبت یې په شلمه پېړۍ کې د یوې ځوانې پدیدې یا ښکارندې په توګه د نیلسن مندیلا، ګانډي، مارټین لوترکینګ او پاچا خان په څېر سترو مبارزینو د مبارزو پر مټ شوې،خو پاچا خان د خپل وخت له اړتیا سره سم ولسي مبارزې یا د عدم تشدد لوري ته د شلمې پېړۍ په لومړۍ لسیزه کې مخه کړه؛  خو په نړۍ کې ایله د شلمې پېړۍ له نیمايي وروسته د ولسي مبارزې په اړه څېړنې پیل شوې. په (۱۹۰۸زکال) کې تولستوی په هندي مجلو کې له برتانیوي ښکېلاک څخه د هند د خلاصون په نیت ولسي مبارزه غوره فومول وبوله او په دې اړوند یې خپل نظریات اعلان کړل؛ خو پاچا خان له دې ټولو سره په ناخبرۍ کې حتی له ګانډي سره تر پېژندګلوۍ کلونه وړاندې خپله مبارزه پیل کړې وه؛ چې د نوموړي کارنامې یې ښکاره ثبوتونه دي.

ولسي مبارزې ته د پاچا خان د مخه کولو لاملونه:

پاچا خان په لر او بر کې د خپل وخت ډېرو نا دودو ولسي مبارزې ته اړ کړ.  د سترګو په وړاندې یې داسې څه تېر  شول چې د ده نازک احساس یې تپي کړ، لکه: لمړۍ نړیواله جګړه، د بلشویک انقلاب، د افغانستان د خپلواکي جګړه، دویمه نړیواله جګړه، د هند خپلواکي، د پاکستان رامنځته کیدل، په افغانستان د شوروي یرغل، د شوروي د تیري په وړاندې د لر او بر افغانانو مقاومت، له افغانستان نه د شورویانو وتل، په افغانستان کې کورني جګړه، د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان لاسوهنه،  د تشدد هغه پیښی دي چې د پاچا خان په سیاسي تفکر کې یی ژوره اغیزه کړې وه. دغو ناوړه پیښو دی د عدم تشدد او سولې داعیي ته لیوال کړې وو. دی پر دې باور وو چې واک په ټولنه کې یو اړخیز نه دی چې یوازې یو واکمن ولري، بلکې د ټولنې ټول اشخاص واک لري. که دوی ونه غواړي څوک حکومت نشي ورباندې کولی نو په دې اساس ولسي مبارزه تر ټولو پیاوړې  او غوره لاره ده.

پاچا خان داسې مهال د مبارزې ډګر ته راغی چې د عمر له پلوه لا ترې د کوم مسئولیت طمعه نه کېده؛ خو ده د ولس له غمه خپله تانده ځواني مبارزې ته ګوښې کړ. نوموړی د مسلمانانو په ځانګړي توګه پښتنو وروسته پاتې والي ډېر دردولو؛ نو ځکه ده خپله مبارزه د پښتنو د ویښتابه له لارې پیل کړه. ده او لارویانو یې د پښتنو ټولې ستونزې له بېسوادۍ سره اړوندې بللې، په (۱۹۱۰ز کال) کې یې لومړنۍ آزاده مدرسه را منځته کړه، د (۱۹۳۰زکال) تر نیمایي پورې یې په پښتونخوا کې ۱۳۴ ښوونځي جوړ کړل، چې په ملي مفکوره سمبال مبارزین پکې روزل کېدل. د خپل دغه کار له امله  بندي هم شو چې د خپل عمر ۳۵ کاله یې په انګرېزي او پاکستاني بند خونو کې تېر کړل؛ خو ده له ځان سره هوډ وکړ چې مبارزه د منډې کار نه بلکې د سړې سینې کار دی او د پښتنو وېښول او پوهول پکار دي، ځکه پښتانه له متمدن ژوند، زراعت، تعلیم او صنعت سره نه دي بلد او برعکس په بدیو او تربګنیو کې ښکېل دي. له بېسوادۍ سره تر مبارزې وروسته یې د پښتنو د یووالي هڅې پیل کړې او د جرګو په جوړولو یې لاس پورې کړ، چې ښه مثالونه یې تنظیم اصلاح افاغنه، افغان جرګه، خدایي خدمتګار را منځته کول او د ګانډي له کانګرس ګوند سره د خپلو ولسي موخو د رسېدو په نیت غړیتوب اخستل وو. نوموړي له بېسوادۍ سره په مبارزه، جرګو جوړولو، ادب ته د سوسیالیزم را ګډول، پښتو ژبې  او کلتور ته په کار کولو بسنه ونه کړه بلکې د ولسي مبارزې لپاره یې نور ګټور تاکتیکونه دا وو چې پښتنو ته یې لومړی ټولنیزه پېژندګلوي ورکړه، اقتصادي پیاوړتیا ته یې کار وکړ او بلاخره یې د سیاسي شناخت جوګه هم کړل. د هڅو پر مټ یې پښتانه له انفرادي او قومي کوچنیو دایرو را ووتل او په ملي فکر سمبال شول. نوموړي په دې تاکتیکونو سره د دښمن په وړاندې مدني احتجاج کولو.

د باچاخان د ولسي مبارزې پایلې:

ولسي مبارزه (عدم تشدد) د باچا خان د عصر یوه اړتیا وه، د نوموړي په اند عدم تشدد، د تشدد په څېر یو لوی طاقت دی، چې د یوه وسله ټوپک  او د بل تبلیغ او ویښول او یو په خلکو کې محبت او وحدت، بل نفاق او نفرت پیدا کوي، یو خلکو ته ژوند او سوکالي ورکوي خو بل له خلکو بېرته همدا اخلي. پاچا خان او د عدم تشدد پیروانو به دا ویل چې «موږ نه غواړو څوک ووژنو او دا هم نه غواړو چې څوک دې موږ ووژني، دا هېواد زموږ دی، بهرني غاصبان دې ووځي.» د ګاندي مبارزه  چې هغه هم یوه ولسي مبارزه وه یوې ښې پایلې ته ورسېده. انګرېزان له هنده ووتل، هند آزاد شو، هندوان روڼ اندي شول، چې بیا به هېڅکله هغه تیاره ماضي ته لاړ نشي، خو د پاچا خان د ستړیو هلو ځلو غوتۍ تر ننه هغسې ګل نشوې، لکه ده چې غوښتل. پښتانه یو ملت نشول او خاوره یې د اور له لمبو سړه نشوه، خو د هندوستان آزادي، د پاکستان را منځته کېدل، پښتنو ته هویت ورکول، پښتانه متمدنه کول، پښتانه له قومي کړۍ را ایستل، د ولسونو را ويښول، د سولې بنسټیز کول، په نسبي توګه د کلتوري نادودو ختمول، د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو او تعلیم لپاره هڅې او ولسونو ته یې په اړه ذهنیت ورکول، د استعمار پر ضد د خلکو را پارول، د بربادۍ او وینو تویولو مخنیوی…او بلاخره د عدم تشدد بنسټی کول یې هغه لوی میراث او پایله وه چې تر ننه پښتانه شخوند پرې وهي.

یو شمیر پوهان په دې اند دي چې چاپېریال د سیاسي تفکر او سیاسي نظامونو په جوړښت کې ډېر اغېز لري. په دې معنی چې د ګانډي ولسي مبارزې ځکه ځای ونیولو او یوې متوقعه پایلې ته ورسېده چې د هند چاپېریال ګرم، مرطوب او همواره جغرافیه درلوده، چې د داسې سیمو خلک نرم مزاج، د آرام طبیعت، حوصلې او ترحم څښتن وي خو برعکس د غرنیو او سړو سیمو خلک تند مزاجه، جګړه مار، سرسخت، یاغي او انعطاف نه منونکي وي. په دې نظر د تایید مهر نشو لګولی خو په اټکلي توګه دغه شرایط تر زیاتې اندازې د افغانستان او هند په ژیوپولتیک تعامل کې د تطبیق وړ دي، لکه څنګه چې د ګانډي او خان مبارزې د هغوی د ولس د چاپېریال او طبیعت د اغېز په رڼا کې ختمې شوې. له بله پلوه د خان مبارزه ځکه ډېره بریالۍ نه وه چې ده په یو وخت کې څو کارونو ته لاس اچولی وو چې پاس د مقالې په ترڅ کې اشاره ورته وشوه خو ګانډي یوازې یو کار ته مټې نغښتې وې او هغه د هند آزادول وو، ځکه هلته نه د بېسوادۍ غم وو نه د ډېر فقر او نه هم د کلتوري او دودیزې واکمنۍ.

سره له دې چې د پاچاخان مبارزه یوازې په هغه زماني او مکاني محدوده پورې اړونده نه وه بلکې د هر وخت او هر چا لپاره وه، پښتنو د پاچاخان نسخه سمه عملي نکړه چې لا یې هم تر منځ او پر وړاندې د تشدد او افراطیت اورونه بل دي. که د پا چاخان مبارزې پرون نتیجه ورنکړه خو نن هماغه فلسفه او افکار لا هم اړین دي او اړتیا ورته لیدل کېږي، چې په عملي کولو سره به یې نه یوازې پښتون بلکې ټوله نړۍ له جګړې، ښکېلاک او انسان وژنو خلاصه شي، ځکه ولسي مبارزه یوازې د سیاسي لاسته راوړنو مبارزه نه ده بلکې دا مبارزه د ټولنیزو، فرهنګي او اقتصادي موخو د ترلاسه کولو لپاره هم خورا اړینه ده.

ماخذونه:

  1. ارچیوال، احمد الله. (۱۳۹۴ ل) ولسي مبارزه، کابل: بینوا وېب پاڼه.
  2. تره کی، محمد عثمان. (۲۰۱۵ز) د پاچا خان او ګاندي سوله ایزه مبارزه په متضادو ژیوپولتیک بسترونو کې، د پاچا خان د مړینې د ۲۸کلیزې په مناسبت خپره شوې پرلیکه مقاله.
  3. روغني، حیات او ارمان، سمیع الدین، تصحیح. (۲۰۱۹ز) زما ژوند او جدوجهد، د خان عبدالغفار خان ژوندلیک، پېښور: امن پرنټنګ پریس.
  4. په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه، (۱۳۸۸ل)، پاچا خان، عدم تشدد او په افغانستان کې د سولې لارې، د مقالو ټولګه، کابل: دانش خپرندویه ټولنه.
  5. ګاندي، راج موهن. (۱۳۸۹ل)، غفار خان، د نوري غلام ولي ژباړه، کابل: میهن خپرندویه ټولنه.

مطالب مشابه

Back to top button