مقالات

د پیرانو او پېریانو زور!

د پیرانو او پېریانو زور ! په امریکي کې کله چې رسمي دفترونو او یا هم ځینو عامه استوګنځایونو ته ولاړ شئ نو له سختو امنیتی‌ تدابیرو سره مخ کیږی. هغه د هفت خان رستم کیسه ده، ځینې رسمي دفترونو کې داسي پلټنو سره مخ شي لکه څنګه چې هوايي ډکرونو کې ترسره کیږي. همدارنګه ځينو عامه استوګنځایونو کې هم داسـې ټینګ امنیتي تدابیر نیولي وي ته به وايي چې سپینې ماڼی ته وردانګي، خلاصه د ملګري له لیدو څخه مو پښيمانه کړي. هغه په دې معنی چې ملګری دې باید ستاسو راتک او نوم له ګارډانو سره شریک کړي وئ، او تاسو هم عمومی دربازه کې نوم لیکنه یا راچستریشن وکړي ترڅو ښارګوټي ته د ننوتلو اجازه ترلاسه کړي. خبره دلته نه خلاصیږي، د موتر د پارکینګ ستونزه، د تړلي دهلیز دربازه سره باید د ملګري تر راښکته کیدو په ګرمه، یخه اوباراني هوا کې منتظر پاتي شئ، ستاسو د انتظار موده تړلې ده ستاسو د ملګري د ميني او اخلاص تر کچې پورې. دې حالاتو ته په کتو، د هیواد (افغانستان)، هغه په اصطلاح قلندری سیستم، نظام او خلک را ياد شي چې شخصاً زه یو ځل ملی دفاع وزارت ته بې چون او چرا له دری امنیتي دربازو څخه تیر شوی وم، او یا کله چې ارګ ته تلم امنیتی مسؤلینو يوازي د نوم پوښتنه او مقابل لورې سره مخابره کوله…….، ځان څخه وپوښتم چې دا څه عجيبه او ګنګسوونکی حالت دی؟! دا ملک چې نړۍ یې تر کنټرول لاندي ده، حتی عامه استوګنځایونو کې داسي کلک امنیتي تدابیر ساتئ، خو زموږ په هیواد کې چې نه قانون شتون درلود/لري، او نه هم سیستم، او سربیره پر دې نظام ته هم څوک متعهد پاتي نه وو. خو، عامه وکړو دې حالت ته په کتو خپل سر او مال د پیرانو په دم او دوعاګانې سپارلي او زړونه یې ډاډه وو چې که د پیرصاحبانو دم او دوعاګانې کار ونکړي سرتيري دي ژوندي وئ. د بلې لورې په ښارونو او بانډو کې امنیتي تم ځایونه کې سترګو لیدل حال بیا داسي وو چې سرتيرو هم په پوځي استوګنځایونو کې په لوړ غږ دمبوره موسیقی ته داسي سره راغونډ شوي وو چې د چا به خولۍ کږه په سر وه، د چا به د یخن بټنې خلاصې، تسبې په غاړه او بته فقری (چرس)، لاس په لاس کول، چا به بیا ورته سترګې توري کړي وئ او چا به شاجور بسته چانټه په ټټر تړلي او د ریدبول په نشه مست وو…….! تا به ویل چې پیریانو سرتيرو ته د ملک د امنیت او د وکړو د سر ساتنې ضمانت کړي دي!!! دې ملک (افغانستان)، کې به د پیرانو او پیریانو زور منئ، پرته له دې دواړو(پیران او پیریان)، هرڅه ستونزمن برېښي او تاسو دې ته اړ کوي ترڅو د کوي قاف له ښاپېريو څخه مرسته وغواړئ. د کوي قاف ښاپېرۍ نن سبا په آسانه په لاس نه راځي، مګر دا چې شپه او ورځي د الله تعالی درباره ته په سجدو تیرې نکړي اړ ستاسي دوعاګانو قبولي شئ. بهتره دا بولم چې د مشرانو خبرو او نقل قول ته غوږ شو چې وايي، “مال ات را هوش کُن، همسایه ات را دزد مگیر” خپل ځان، سر او مال ته پام ساتئ نه د پیرانو دعاګانو ته ضرورت شته او نه هم پیریانو سره معامله ساتئ. په دې توګه به هم تاسي خوندي وئ، هم به د کوي قاف ښاپېریانې خپل عبادتونه په آرامه زړه وکړی.

مطالب مشابه

Back to top button