ساینس و طبابت

نری‭ ‬رنځ

:توبرکلوزس (نری رنځ) عوامل او مخنيوی

sisolucrebuT چې سِل  او نری رنځ هم ورته ويل کیږي، انتاني ناروغي ده چې د سږي تر څنګ د بدن بېلابېل غړي پرې اخته کیږي او د ټوخي، پرنجي او خبرو په وسيله د تنفس له لارې له يو شخص څخه بل شخص ته انتقالیږي.

د توبرکلوز اسباب (لاملونه)

د توبرکلوز لامل   sisolucrebut muiretcabocyM باکتري ده چې د سږو تر څنګ بډوډي، ملا تير، پوټکی او دماغ هم اخته کولی شي.

د فعالیت له مخې توبرکلوز په دوه ډوله دی:

BT tnetaL يا پټ (مخفي) توبرکلوز: هغه دی چې په بدن کې موجود وي خو شخص د ناروغۍ هيڅ ډول اعراض او علايم یا نښې نښانې له ځانه نه ښکاره کوي.کله چې يې د بدن دفاعي سيستم کمزوی شي نو بيا په فعال توبرکلوزس بدليږي او علايم ښکاره کوي. که په يو انسان کې توبرکلوز په غير فعال يا مخفي شکل هم موجود وي،  او د نوموړي شخص د سږو ايکسری يا د وينې نمونه واخيستل شي نو په کې د توبرکلوز باکتري معلومیږي.

BT evitcA يا فعال توبرکلوزس

کله چې د ناروغ دفاعي سیستم کموزوری شي  فعال توبرکلوز خپل اعراض او علایم ښکاره کوي.‌

په توبر کلوز د اخته شخص نښې نښانې

په توبرکلوز اخته کس دوامداره ټوخی لري چې له درې اونيو ډير وخت دوام کوي

په توبرکلوز اخته کس بلغم توليدوي چې په لومړیو کې بې وينې خو وروسته په کې وينه هم پيدا کيږي

په توبرکلوز اخته کس تبه لري

په توبرکلوز اخته کس تل سُست او ستړی وي

په توبرکلوز اخته کسان د شپې له خوا تعرق لري او  خولې کوي

څوک چې په توبرکلوز اخته شي نو اشتهايې کميږي

په توبرکلوز اخته ناروغان خپل وزن د لاسه ورکوي

توبرکلوزس د بدن په نورو کومو اعضاو اغېزې کوي؟

کله چې پر توبرکلوز اخته شخص ژر درملنه ونه کړي يا د توبرکلوز درمل په سم او منظم ډول ونه خوري، نو په اخته شخص کې د لمفاوي عقداتو پړسېدلو یا التهاب، نس دردي، د بندونو درد، هډوکو درد، ګنګسيت او سردردي لامل کېدلی شي.

د ملا د تير تخريبول: په هغه ناروغانو کې چې توبرکلوزس ځنډنی شي نو د توبرکلوز لامل باکتري د وينې له لارې د بدن نورو برخو لکه د ملا تير ته ځان رسوي او هغه تخريبوي. کله چې د ناروغ د ملا تير د هډوکو انساج تخريب شي نو بيا نوموړي شخص ته د ملا درد را پيدا کيږي.

د بندونو (مفاصلو) تخريب: د توبرکلوز عامل باکتري د وینې جريان له لارې مفاصلو ته ځان رسوي، بندونه تخريبوي او د بندونو د درد سبب کيږي.

د ځيګر او بډوډو تخريب: د توبرکلوز عامل باکتري د وينې جريان له لارې  په توبرکلوز د اخته شخص بډوډو او ځيګر ته ځان رسوي، دا اعضاوې تخريبوي او له کاره يې اوباسي.

د زړه امراض: په کمو حالاتو کې د توبرکلوز عامل باکتري د وينې جریان له لارې زړه ته ځان رسوي او د زړه په شاوخوا کې التهاب رامنځته کوي چې ورسره د وینې په پمپ کولو باندې اغيزه کوي. یعنې په داسې حالت کې زړه په سمه توګه د بدن نورو برخو ته وينه نه شي پمپ کولی.

کوم کسان په توبرکلوز ناروغۍ ډير اخته کيږي؟

هغه کسان په توبر کلوز د اخته کېدو ډير چانس لري چې د بدن دفاعي سيستم يې ضعيف شوی وي

په توبرکلوز یا نري رنځ ناروغۍ تر ډيره غريب او بې وسه خلک چې تر ډېره روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه لري، اخته کيږي. ځکه خو دغې ناروغۍ ته ځينې وخت د غريبانو ناروغی هم ويل کيږي

هغه کسان په توبرکلوز یا نري رنځ ډير اخته کېدلی شي چې له تنباکو څخه استفاده کوي لکه هغه خلک چې سګريټ څښوي او نصوار کوي.

هغه کسان په توبرکلوز ناروغۍ ډير اخته کيږي چې په کور، پوهنتون، ښونځي يا دفتر او کار ځای کې يې بل کس په توبرکلوز اخته وي.

د توبرکلوز ناروغۍ درملنه

د توبرکلوز درملنې  لپاره څو ډوله انتي بيوتيکونه (د مکروب ضد درمل) يو ځای استفاده کول کيږي چې د ۶ مياشتو، يا ۹ مياشتو او يا د يو کال لپاره ورکول کیږي. په دغه موده کې درمل بايد په منظم شکل هره ورځ وخوړل شي، خو که چيري د درمل په استفاده کې ځنډ رامنځته شي يا ناروغ خپله دوا يو وخت وخوري او بل وخت يې قضا کړي، نو په داسې حالت کې بيا د يادو درملو په مقابل کې باکتري مقاومت پيدا کوي او بيا پرې درمل تاثیر نه کوي.

د توبر کلوز ضد درملو جانبي عوارض

هر ډول درمل خپل جانبي عوارض لري خو هغه ناروغان چې د توبرکلوز ضد درمل خوري په ځينو حالاتو کې يې په لاسونو او پښو کې بې حسي پيدا کيږي. همدا راز د توبرکلوز ضد درمل خوړلو پر مهال د ناروغ هاضمه خرابيږي، زړه بدوالی او استفراغ ورته پيدا کيږي. ځينې حالاتو کې د دغو درملو له امله ناروغ ته ګنګسيت او سر دردي هم پيدا کېدلی شي.

د توبرکلوز واکسین

 Bacillus Calmette–Guérin (BCG) vaccine 

په هغه سیمو کې چې توبرکلوز ډير عام وي نو د (GCB) په نوم واکسین ترسره کول کيږي.

څنګه د توبرکلوز ناروغۍ مخنيوی کولی شو؟

درمل بايد په خپل وخت او په منظم شکل وخوړل شي. یعنې ناروغ بايد په هیڅ صورت دوا خوړل قضا نه کړي.

د توبرکلوز یا نري رنځ باندې اخته کسان له جلا لوښو نه باید استفاده وکړي.

ترڅو د يو شخص فعال توبرکلوز یا نري رنځ درملنه شوې نه ييتر هغه محاله بايد ښوونځي، پوهنتون، وظيفې او مسجد ته یا هر ځای کې چې د خلکو ګنه ګوڼه وي ولاړ نه شي تر څو نور خلک پرې اخته نه شي.

د توبرکلوز عامل باکتري په سرپټو او کوچنيو خونو کې خلک ډير ژر مصابوي، نو بايد د کوټو کړکۍ خلاصې پاتې شي څو هوا په کې تبديله شي.

د توبرکلوز عامل باکتري مقاومت د لمر د وړانګو په مقابل کې کم دی او په توبرکلوز اخته ناروغ بايد په ورځ کې څو ځلي لمر ته کېنول شي يا خونو ته باید د لمر وړانګې داخلې شي.

هغه کسان چې په توبرکلوز اخته دي، د باکتري د خپرېدو د مخنيوي لپاره بايد د ټوخي، پرنجي او خبرو کولو پر مهال خولې او پوزې ته دستمال ونيسي، يا د لاس او مړوند په وسيله د ټوخي او پرنجي پر مهال خوله او پوزه بنده کړي.

د توبرکلوز عامل باکتري د خپرېدو د مخنیوي لپاره بايد له ماسک څخه استفاده وشي.

ځان ساتنه فرض دی!

مطالب مشابه

Back to top button