اندېښنه يا وسواس، عوامل او مخنیوی یې
آيا کله داسې شوي دي چې د لمانځه نيت مو سم تړلی وي خو بار بار سلام ګرځوئ او له سره نیت تړئ؟
آیا کله داسې شوي دي چې په لمانځه کې يوه کلمه څو څو ځله تکرار کړۍ؟
آيا کله داسې شوي دي چې د شپې له خوا مو د کور دروازه بنده کړي وي؛ خو بيا مو هم په کراتو لیدلي وي چې خلاصه خو نده پاتې؟
آیا کله داسې شوي دي چې لاسونه مو وینځلي وي خو د بل جسم سره د معمولي تماس په نتيجه کې یې بيا بيا وینځۍ؟
که چيرته داسې نښې نښانې لرئ نو تاسې په رواني ناروغۍ اخته ياست چې په طبي اصطلاح کې ورته په ټوليز ډول
Obsessive-Compulsive Disorders ويل کيږي.
Obsessive-Compulsive Disorders:
OCD يا وسواس چې يوه رواني ناروغي ده چې پرې اخته کس يو ترسره شوی کار څو څو ځله تکراروي. لکه په يوه شېبه کې په تکراري ډول د لاسونو وینځل، د شيانو پلټل، په تکراري ډول د لمانځه نيت تړل، په کراتو د دروازې لیدل او داسې نور کله چې يو کس د وسواس په رواني ناروغۍاخته وي نو ترسره شوي کارونه په اجباري او تکراري ډول بيا ترسره کوي او څومره چې يې ترسره کوي د بیا ځل ترسره کولو نيت يې هم لري.
د وسواس له امله اجباري کارونه کوم دي؟
۱ـ وینځل:
د ميکروبونو، چټليو او کيمياوي موادو له وېرې شخص ته اندېښنه پيدا کيږي چې ګويا مينځل شوی ځای سم ندی پاک شوی او بايد بيا ځلې ووینځل شي، کله چې ياد ځای ووینځل شي نو بيا هم ورته په تشویش وي چې ګويا ندی پاک شوی او بايد بيا ووینځل شي، همداسې وینځل دوام کوي او شخص اړ کيږي چې يو تر سره شوی کار په تکراري توګه بيا ترسره کړي.
۲ـ پلټل:
له کوم شي يا شخص څخه د ډار له امله د دروازې په بیا بیا ځلې لیدل چې خلاصه خو به نه وي پاتې. يا د ګازډبې لیدل چې آيا کيلې يې سمه بنده شوې او که نه، يا په ژمي کې د خونې د کړکيو بندول. که چيرته دا ټول کارونه يو ځل ترسره شوي هم وي خو په وسواس اخته کس يې په څو څو ځلې تکراروي. په همدې ترتيب شخص د وسواس له امله اړ کيږي چې يو ترسره شوی کار په بيا بيا ځلې ترسره کړي.
۳ـ د لمانځه نيت تړل:
په رواني ناروغۍ يا وسواس اخته کس که څه هم په سم ډول يې د لمانځه نيت تړلی وي، خو بيا هم د وسواس له کبله يې په زړه کې شک پيدا کيږي چې يا يې رکعتونه کم ويلي، يا يې کعبه په نيت کې نه ده ياده کړې او يا يې کومه بله نيمګړتيا ترسره کړې ده، له همدې امله څو څو ځله د لمانځه نيت تړي او بيا سلام ګرځوي او بېرته له سره بیا نیت تړي.
په وسواس ناروغۍ د اخته کېدو ډير عوامل کېدلی شي چې يو شخص په وسواس اخته کړي خو په وسواس د اخته کېدو په اړه درې تيوري مشهورې دي.
Biology
وسواس يا اندېښنه ممکن د بدن يا دماغو د کیمياوي موادو د عدم تعادل له کبله رامنځته شي.
Genetics
څېړنو ښایې چې د وسواس ۴۸ سلنه عوامل جنټيک يا ارثيت تشکيلوي. يعنې د رواني ناروغيو په رامنځته کېدو کې کابو ۵۰ سلنه ارثيت رول لري.
Learning
وسواس يوه داسې ناروغي ده چې په کورنۍ کې د اخته کس د ليدلو څخه هم د کورنۍ بل غړي ته انتقال شي. یعنې په يوه کورنۍ کې که يو کس په وسواس اخته وي او د وسواس له امله يو کار په تکراري ډول ترسره کوي نو د کورنۍ نور غړي هم ممکن ياد کارونه په تکراري ډول ترسره کړي.
د وسواس درملنه:
د وسواس درملنه په دوه طريقو ( ډوله )کيږي:
• لومړی: اسلامي معلومات زياتول
• دويم: روغتيايي لارې چارې
د وسواس درملنه د اسلامي معلوماتو په زیاتولو سره:
په دې طريقې د درملنې لپاره په وسواس اخته کس ته بايد د پاکۍ او نجاست په اړه په کافي اندازه اسلامي معلومات ورکړل شي. یعنې ناروغ بايد په دې پوه شي چې که اودس او غسل کول په دقت ترسره کول لازمي دي نو د اوبو له اسراف څخه ځان ساتل هم اسلامي حکم دی. ناروغ ته بايد دا وښودل شي چې د اسلام مبارک دين له اسراف منع فرمايلې ده. ناروغ بايد پوه کړئ شي چې په لمانځه کې ډير وسواس کول هم د لمونځ د باطل کېدلو سبب ګرځي. همدا ډول په لمانځه کې د زیات شک او وسواس د مخنيوي لپاره بايد لمونځ په جماعت سره ادا شي. کله چې لمونځ په جماعت سره ترسره شي نو د لمانځه په اړه د ناروغ وسواس کمېږي.
د وسواس د مخنيوي روغتیايي لارې چارې:
۱ـ د چاپېريال بدلول: وسواس يوه رواني ناروغي ده او د رواني ناروغۍ غوره درملنه د موقعيت په بدلون سره کېدلی شي. یعنې په وسواس اخته کس بايد يو طبيعي ځای ته انتقال شي چې شور او غالمغال ونه لري او د بوټو په وسيله په طبيعي ډول ښکلی شوی وي.
۲ـ اشتغال او تفريح: په وسواس اخته کس ته بايد لازمه بوختيا پيدا او ناروغ ورسره بوخت وساتل شي تر څو د بيځايه فکرونو لپاره وخت پيدا نه کړي. ځکه کله چې يو انسان اوزګار وي نو په ذهن کې يې يوه تشه ځای نيسي چې د بېکارۍ په مهال بيا دا تشه بې ځایه فکرونه ډکوي شخص په بې ځايه فکرونو خپل ذهن مصروفوي.
۳ـ له خلکو سره اوسېدل: په وسواس اخته کس بايد له باوري ملګرو سره وګرځي او له یوازېتوب څخه وساتل شي. ځکه انسان چې یوازې شي نو وسواس پرې غلبه کوي.
۴ـ ورزش کول: ورزش يوازینۍ فزيکي کړنه ده چې پر ځان باور رامنځته کوي او کله چې دې په ځان باور پيدا شو نو انسان په وسواس او رواني ناروغيو نشي اخته کیدلی.