شفیقه خپلواک
“ما له ډېر کوچنیوالي روژې نیولې، او خوښېدلې مې. په روژه کې به ځايي اف ام راډیو ګانو ډیری دیني خپرونې خپرولې. روژه په خوله، په سره غرمه کې مې د راډیو له څپو د یو دیني عالم خبرې واورېدې، چې ویل یې: که روژه مو په خُرما ماته او لمانځه ته ودرېږئ، ممکن هر کړی سوال مو قبول شي. د هماغې ورځې ماښام ته په تلوسې شوم، خو بلاخره ماښام شو، د کلي د ملا صاحب د الله اکبر په اورېدو مې روژه په خُرما ماته، او لمانځه ته مې منډې کړې.او په دعا کې په زارو شوم، خدایه ته مې شاعره کړې!”
او خدای (ج) هم یوه د داسې معصومې غوښتنې ته نه، ونه ویلې. او همدا وه چې موږ د یو تاندې او ځوانې شاعرې، هغه شاعره چې تل یې په پښتو ادب کې د نوښت هڅه کړې، هغه شاعره چې په لفظونو حاکمه ده او د لفظونو ښه انځورګره ده، درلؤدؤنکي شو.
شفیقې خپلواک خپله ځانګړې شاعري له ګلابي قلفک داره کتابچې چې د وخت په ځوانانو او زده کوؤنکو کې عامه وه، هغه مهال پیل کړه چې د ښوؤنځي په شپږم ټولګي کې وه. په نهم ټولګي کې وه چې له پلار سره د لمرۍ ځل لپاره مشاعرې ته لاړه، او دولسم ټولګي کې وتوانېدله چې د وخت د ولسمشر په وړاندې ډېر په جرأت ودرېږي او خپل تلپاتې شعرچې“زما بیرغ خو له رنګونو جوړ دی” ووایي.
همدا شعر وه چې ورته د ولس د زړونو لار سمه کړله. له ښوؤنځي لا فارغه نه وه چې د ولس په زړونو کې یې ځان ته ښه ځای موندلی وؤ.
آغلې شفیقه خپلواک د پکتیا مرکز ته نږدې په احمد ابا کلي کې نړۍ ته سترګې پرانیستي دي. هغه په خپلو درې ورونو او څلورو خوېندو کې مشره ده.
شفیقه خپلواک په کابل کې له رابعه بلخی له لېسې فارغه شوه او د لوړو زدکړو لپاره د کابل امریکایي پوهنتون ته یې لاره پیدا کړله. اغلې شفیقه د پوهنتون له دورې ډېرې ښې خو ځينې بدې خاطرې هم لري. په امریکایي پوهنتون کې یې د زدکړو د پیل په دوهمه اونۍ پوهنتون د برید لاندی راغی، چې مرګ ژوبله یې هم لرله.
مګر ددې کلک هؤډ، او د ښکلا پالنې هغه حس چې په شعرونو کې یې هم ولولې کوي، باعث شو چې ماتې ونه مني او د قوي تهدیدنو سره سره د امریکایي پوهنتون څخه په سیاسي علومو او عامه اداره کې دېپلوم تر لاسه کړي.
اغلې شفیقې خپلواک د پوهنتون په مهال له زدکړو سربېره ډېری ټولنیز، کلتوري او ادبي فعالیتونه هم درلودل.
اغلې خپلواک په نړېوالو ادبیاتو کې پراخه مطالعه لري او د نورو ژبو په ژانرونو، فورمونو او طرزونو هم ښه بلده ده. د همدې پوهې او د مطالعې اغېز یې په شعرونو کې ځلیږي. نوی شعر (سپین شعر) یې چې په وروستیو څو کالو کې لیکي، او ډېر ښه یې لیکي، او ځانګړي لوستونکي او مینه وال یې پیدا کړي دي، هم ددې نوښتګرې شاعرې په نوښتونو کې شمېرلی شو. اغلې شفیقه خپلواک په نثر، نظم، غزل او نورو ادبي فورمونو کې بر لاس لري. او یو شمېر کتابونه چې څلور شعري ټولګې “چې لاس دې نه راکاوه”، “با ډیوې څارمه”، “میین توري”،او “ګاونډی” دي او یوه د لنډو کیسو ټولګه چې “چترۍ” نومېږي او یوه ټولګه یې ژباړه ده، چاپ او ولس ته رسېدلي دي.
شفیقه خپلواک اوس مهال د مصور بنسټ چې د ماشوم د ادبیاتو او روزنې په برخه کې فعالیت کوي مشره ده. د مصور بنسټ څوموده وړاندې د ماشوم د ادبیاتو په برخه کې د لس لیکوالانو کتابونه، چې اته لیکوالانې یې ښځینه، یوه ماشومه او یو نارینه وؤ چاپ او ټولنې ته وړاندې کړل چې د پلور عاید به یې د ماشومانو د روزلو په برخه کې مصرفیږي.
هغه په دې باور ده چې هغه مجموعه دردونه چې انسان یې د بیانولو توان نلري هماغه دردونه بیا په لفظونو، قافیو، او ردیفونو قرارېږي. شفیقه خپلواک له شعر نه جلا تعریف لري. هغه شعر الهام نه، وړتیا بولي، چې دا وړتیا پاللو او روزلو ته اړتیا لري او په ریاضت لا پسې پیاوړې کیږي. شفیقه خپلواک ته لنډۍ ډیر خوند ورکوي شاید دې لپاره هم چې هغه له کوچنیوالي له لنډیو سره یوه ځانګړې اړېکه لري، د کلي له ښځو یې د مرکو په مېنځ کې اورېدلي دي. لنډۍ شاهکار بولي او په یوه لنډۍ کې احساس، خیال، تصویر، تصور او فکر دغه ټول په دوه لنډو کرښو کې ځایول لکه جادو بولي، ځکه له شعر ډېره په لنډیو میئنه ده.
دلته د دې خوږژبې شاعرې یو ښکلی نظم په ګډه سره لولوو:
ګاونډیه! نن د کال وروستی ماښام دی
لکه ستا وروستی نظر چې رانه ټول شو
لکه ستا د غاړې وږم رانه والوت
کال شو مړوای، د صحرا پر غېږ خاټول شو
ګاونډیه نن د کال وروستی ماښام دی
په پلو کې مې لا هم ازغي راشنه دي
لا مې هم شګې د غم سترګو کې رغړي
شېبه وروسته وخت بدل، ماته یې څه دي؟
شېبه وروسته کال بدلېږي، خو زه نه یم
درد مې ستوني کې چاړه ده خښه کړې
ستا نادودې راته مخکې وروسته کېږي
دې فلمونو مې تیاره په برخه کړې
سږنی کال دې خنداووې راته مړې کړې
کړم دې ډوبه د رڼو اوښکو دریاب کې
ماښامونه دې په سرو وینو رارنګ کړل
ځانځاني ته دې زما غوښې کباب کې
کوچنی زړی د ارزو مې و کرلی
جرړې یې ویستلې ستا اوږدو نوکانو
په ناهیلو سترګو نوي کال ته ګورم
ګوندې ډکه شي لمن مې له ګلانو
درد مې وینه له رګونو وزبېښله
څڼې سپینې شوې، باڼه مې راتویېږي
یو آرام مې د ټټر له کوره ورک دی
زما یې څه؟ که کال شو تېر او که بدلېږي؟
په وریښمینه سینه بوج وړم د غمونو
آینې ته چې کړم مخ مار پکې ښکاري
زهر، زهر مې له هرې حجرې تاو دي
چې کړم ونې ته تکیه دار پکې ښکاري
ګاونډیه! نن د کال وروستی ماښام دی
کاشکې تاپسې مې دا ناره وروستۍ شي
کاشکې ستا له دروازې ګوتې راپرې کړم
کاشکې ساه مې، کاشکې ساه مې تر مرۍ شي
کاشکې درد هم د دې کال غوندې تمام شي
لکه څو وروستۍ سلګۍ د وړې شمعې
لکه بې، سېکه نڅا د ژېړې پاڼې
لکه سپین سر لکه زوړ بدن د ډمې